مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

افغانستان او د (رابرت بلک ویل) دری فقریزه کړنلار

بسم الله بسمل
 افغانستان او د (رابرت بلک ویل) دری فقریزه کړنلار
د امریکا د بهرنیو اړیکو شورای مخ کښ غړي او زوړ سیاست پوه ( ربرت بلک ویل) په ۲۰۱۰ میلادي کال په ورستیو کې امریکا ته د افغانستان د کړکیچ نه د خلاصون دري  قدمه پوړی ور په ګوته کړی وه چه زه یئ استنباطې شکل پدي ډول څرګندوم.
اول د امریکا روانه جګړه په افغانستان کې ځاني او مالې زیان راوړونکی ده. د امریکایی عسکری قواوود مړینی په ګډون امریکا باید پاکستان ته باج ورکولو نه پرته هر کال سل ملیارده امریکایي ډالر د جګړی لګښت پر کړي دا پداسی حال کې ده چه ددی جګړې ګټه  په اصطلاح هوا موټی کول ښکاری نو لدی کبله امریکا باید د محاربوی لاری نه په څټ او په حمایو رول ځان  بسیا کړی.
 امریکا دغه قدم په ۲۰۱۴ عیسوی کال کې عملي کړی او محدودی لښکری یی په ګران هیواد افغانستان کښی پاتی شوی او حمایوی غلونکی سوری وهی دا پداسی حال کښی ده چه افغان ولس ددوی د شتون له امله نا امنه ورځی شپی سبا کوی او روانه تپل شوی جګړه  یوازی د افغانستان ملی ځواکونو ته پاتی ده اوپه پایله کښی لسګونو تنکی تنکی ځوانان بی ځایه او د هیڅ دپاره هره ورځ دخپلو وینو جامونه غړپوی.
دوهم د مخالفو جګړه مارو قووتونو سره باید په افغانستان کښی یو ډول سمسمکی وکړی ترڅو د امریکا اصلی موخو ته چه شرقی نړیوالو قووتونو د اقتصادي او سیاسې پرمختګ مخنیوی، په منځنې آسیا کښی د امریکا ګټی خوندی کول،  د ایران هستوی هڅی د کنترول لاندی راوستول  اود منځنی ختيځ بی ثباته کول دی په اسانه او هوسا ډول تر سره او په لاس راوړی.
 امریکی د طالبانو سره د ټیکاو او سمسمکی هڅی ګړندی کړی اودا اوس محال امریکا، چین ، پاکستان او افغانستان د سولې د ټغر څلور اړخه بلل کیژی پداسی حال کشی چه پایلی یی د روسی او ایران نه شتون له امله مشکوکی او ناشونی  بریښی.
دریم د نظامی، ټولنیز اود ځمکنی پیچلتیا له امله امریکا او ملګری یی نشی کولای د ا فغانستان په پښتون میشته سیمو کښی جګړیز پرمختګ ولری او د جګړی ګتونکی شی دا پداسی حال کښی ده چه امریکا نشی کولی په دی سیمو کښی د تولنیز بدلون اړتیا پوره کړی او  بنسټیز اجتماعی اووښتون او یا هم لږ تر لږه بدلون راولی. نو لدی کبله غوره ده چه امریکا د افغانستان جنوبی سیمی پښتنو، ددوی په اصطلاح (طالبانو) ته پریږدی او خپل محدود ځواکوونه د افغانستان شمالی سیمو کښی چه احتمالا د ډیره نا امنه سیمه به وګڼل شی خوندی وساتی ترڅو د طالبانو د عملیاتی خطراتو په ظاهر کښی په اصطلاح مخه ډب وساتی او په باطن کښی منځنی اسیا بی ثباته او نا کراره کړی.
په افغانستان کښی ځینی ډلی د لوی آفغانستان په خوږو سندرو ویلو د ډیرې پخوا نه بخت دي، تیره اونې د باچاخان په پوهنتون ځانمرګې برید وشو او پړه  یی د افغانستان په حکومت واچول شوه او د سیمی حالات یی لا پسی کړکیچن کړل، د امریکایی ځواکونو سر قومندان تبدیل او د افغانستان وضعیت یی ۲۰۱۶ میلادی کال دپاره د ستونزو ډک کال وباله او په خلکو کښی یی ویره او وهم خور کړ، پرون رابرګیت د امریکا د سنا مخکښ سناتور د افغانستان ستونزه د کوریا سره تشبیه کړه چه داسی باید نوی شوی، باچاخانی  د پیښور په چارسده کښی وخوځیده او لر او بر افغان یو دی شعارونه پورته شوه اود پاچاخان د کړن لاری په خلاف تشدد د پالیسی غوښتنی وشوی ، طالبانو د پګواش په ناسته کښی د سولې دپاره امریکایی ځواکونو پوره وتل بنسټیژ شرط کیښود، په آسلام اباد کښی د څلور اړخیزی بلی ناستی اعلان ددوهم ځل دپاره بیا تکرارشو او د سولې د بیړنی تلن وړاندیز په جوړیدو یی تاکید وکړ. دا ټولی خبری اوخوځښتونه د سیمی او په تیره بیا  د افغانستان ملت ته د امن نه بلکه خطر زنګ ښکاریږی او د ویش دغمیزی بد بوی تری احساسیږی.
ښایی دا جغرافیایی ویش پاکستان، افغانستان، ایران او مرکزی اسیا ډیره  متاثره کړي او سیمه د بلوچستان، جنوبی افغانستان شمالی افغانستان، اسماعیلستان، خراسان، کردستان او داسی نورو نومنو وویشل شی. ځینی لوستونکی ښایی راروان په اصطلاح سیمیز جغرافیایی ویش مثبت و آرزوی او نیکمرغی یی وبولی لیکن ځما په باور بریا همیش په اتفاق کې رښتینی کیژی نه په نفاق کښی، ستراقتصادی،  نظامی اوسیاسی قوتونه د تاریخ په اوږدو کښی سترو جغرافیو کښی رښتینی شوی دی چه بریتانی امپراطوری یی یوه ښه بیلګه بولم.
د بلی خوا د سیاسی ستر هویت په موخه په شلمه پیړی کښی روسانو، ایدولوژیک انقلاب پیل کړ او د شوروی جمهوریتونو اتحادیه یی جوړه کړه (چه اوس مهال مشترک المنافع هیوادونو اتحادیه ده)، اروپا یوه ستره سیاسی اتحادیه اعلان کړه او خپله ستره اقتصادی څیره یی و ښودله، امریکا متحده ایالات تر اوسه ساتلی دی، استرلیا خپل ایالاتونه  په  نه بیلیدونکی ډول سریښ کړی، اعرابو د ځان د بقا دپاره ارب لیګ جوړ کړی ده.
ددی نه معلومیږی چه شخصی، ملي، او سیاسی هویتی بقا او ژوند،  په اجماع او یووالې کښی نغښتی دی او بی اتفاقی یی د زوال غښتلی عامل دی نو څنګه به د افغانستان ویش هیوادوالو ته نیکمرغی راولی؟
په ذهن کښی دا احتمالی سوال هم پیدا کیږی چه : ولی داسی ننګونی همیش د افغان ولس او خاوری ته مخامخ دی؟
زما  په باور دی خاورې  او ولس د څو لسیزو راپد یخوا خپل مخکښ وارث ورک کړی او ولس یی په کاذبو او غلوونکو رهبرانو او کار پوهانو رښتینی باور کوی حال داچی د یو ښه لارښود ورکه  او نه شتون  دملت دو ګړو تر منځ ملي سریښ له منځه وړئ له همدی امله ملت د ملی مسایلو په وړاندی د څو لسیزو را پدی خوا لکه د اوس پشان په بی اتفاقی اوبی تفاوتی چلند کوي.
د ملي وحدت حکومت واکداران خپله بقا د اغیارو په رضایت کښی ګوری  او د خپلو ملي ګتو نه د پردیو ګتو ته دیر ژمن دی. ورځ تر بلی خپلی کاذبی څیری لا پسی رسوا کوې او د نامشروعیت کندی ته ځان نژدی کوي . هغه څوک چه ددې  هیواد هوا نه یی ډیر وخت تنفس نوی کړی، خاپوړي یی نوی کړي، کورنې او اولادونه یی پدی خاوره کښی ژوند او تعلیم نه کوي، پخپله یا تعلیم اویا ټولنیز مهارت ونلری، پدی خاوره  کښی پر اوسیدو و شرمیګی،  دد خاوری تابعیت یی اصلی تابعیت نوی نو په کوم دلیل او قوت به ددی خاوری ځمکنی بشپړتیا، او خپلواکئ  ته ژمن پاتی شی.
نو په پای کښی ددي هیواد یو وړوکې و ګړی په صفت په افغان ولس غږ کوم چه ویښ اوسی او حالات د خپل هیواد په ګټه وڅرخوي.
په درناوې
۳۱/۰۱ /۲۰۱۶
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery