مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-02-06   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه!

ډاکټر عبدالولي اعتماد

 ( د پوستکي او ښکلا معالج)


د لمر د مضرو وړانګو درجه په UV index سره اندازه کیږي. هر څومره چي د لمر وړانګي تیزي وي په هغه اندازه UV index لوړ وي په داسي حالت کي باید پوستکی د لمر څخه په پوره اندازه سره وساتل سي.
معمولا د UV index درجه د 0 تر 11+ پوري وي چي په ځینو هیوادونو کي د هوا د حالاتو تر څنګ د لمر د وړانګو درجه هم اعلانوي تر څو خلګ د لمر د وړانګو د درجې څخه خبر او د پوستکي صحي ساتنه وکړي.

دا چي په افغانستان کي د لمر د وړانګو اندازه په خبرورنو کي نه خپریږي نو په کار ده چي د سهار د ۹ بجو څخه د ماسپښین تر ۳:۳۰  بجو پوري د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو، او د پوستکي د ښه ساتني لپاره د لمر ضد کریم، د لمر ضد عینکو، او صایوان څخه استفاده وکړو.

که چیري د لمر شعاع ته برابر سو، پوستکي ته مو کومي ستونزي پيښیږي؟
د پوستکي سوځل او تاریکه کېدل، د پوستکي لکې، د پوستکي ګونځي، د پوستکي زړښت او بالاخره د پوستکي سرطانونه د لمر د وړانګو څخه منځ ته راځي.
ددې لپاره چي پوستکی مو ښکلی روغ او ځوان و اوسي باید هره ورځ دوه ځله سهار ۸ بجې او غرمه ۱ بجه د لمر ضد کریم استعمال کړو او د لمر د وړانګو څخه ځان وساتو.
نوټ: له ټولو لوستونکو څخه هیله کوو چې پورته لیکنه دي د روغتیا او ثواب په خاطر له نورو سره شریکه (Share) کړي، دا صفحه دې خوښه (Like) کړي او خپل ملګري دې هم نوموړي صفحې ته دعوت کړي ترڅو زموږ لیکني وخت په وخت هغوی ته ورورسیږي او تاسي هم د روغتیا څخه برخمن سی!
د پوستکي روغتیا او ښکلا مو زموږ سره تجربه کړئ!
د معلوماتو شمېره: 0782101194
ایمیل: Abdulwalietemaad@gmail.com

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery