مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د گناهونو دُنيوي او اُخروي زيانونه ( ۱ ) برخه

مولوي عصمت الله عزام

بسم الله الرحمن الرحيم
نحمده و نصلي  علی رسوله الکريم امابعد :
الله جل جلاله يوازي د هغو کارونو په تر سره کولو امر کړی چي په هغو کي د بندگانو لپاره ټول خيرونه رانغښتي دي، هغه کارونه چي دُنيا او آخرت پرې سمېږي .
همدا راز هغه چي انسانان له کومو کارونو منع کړي، د هغو په کولو کي د دوی لپاره د دُنيا او آخرت نقصانات دي .
ګناه په دُنيااو آخرت کي  ډېر زيات زيانونه لري، بلکي حقيقت دا دی چي په دُنيا او آخرت کي د هر شر او تاوان اساس گناه ده .
دومره ډېر تاوانونه لري چي له الله پاک پرته بل څوک ئې نه شي شمېرلی .
د گناه ضررونه په دوه ډوله دي :
1 -  هغه چي د ټولو ګناهونو سره تعلق لري .
2 - هغه چي د يوې خاصي ګناه سره تعلق لري .
ګناوي د زهرو او مرضونو په څېر دي .
لكه څنگه چي هر مرض د انسان په بدن کي خپله ځانګړتيا او تاثير لري : ځيني ئې زړه کمزوری کوي،ځيني ئې سترګي خرابوي او ځيني ئې دماغ خرابوي .
دغسي ګناهونه هم خاص تاثيرات لري .
د گناهونو ځيني نقصانات بيا داسي دي چي يوازي يې هغه انسان ته زيان رسېږي او ځيني يې داسي دي چي زيان يې يوازي کوونکي ته نه رسېږي بلکي ټولني او معاشرې ته يې هم بدي پايلي رسېږي .
د تأسف خبره دا ده چي د اكثرو خلګو عادت دا دی چي د رنځونو په هکله ډېري هلي ځلي کوي، علاج ئې کوي او د هغو لپاره د دواء په لټه  کي وي، خو د ګناه په هکله هيڅ فکر نه کوي، نه توبه ترې باسي، نه ترې  ګرزي او نه ئې د کولو له امله غمجن کيږي .
دا صفت باید په ځان کي انسان را نه ولي ځکه له ګناهونو څخه نه وېرېدل او د ګناه په کولو باک نه کول منافقت دی او له ګناه څخه وېره ايمان دی .
د ګناهونو ځيني تاو انونه په مختصره توگه دلته ليکو :
۱ : په دٌنيا کي ټول مصيبتونه، غمونه او پرېښانۍ د دې ټولو لامل د انسان ګناهونه دي، لکه څنګه چي الله تعالی په خپل مقدس کتاب قرآن عظيم الشان کي فرمايي : وَمَا أَصَابَكُمْ مِنْ مُصِيبَةٍ فَبِمَا كَسَبَتْ أَيْدِيكُمْ وَيَعْفُو عَنْ كَثِيرٍ (الشوری : ۳۰)
ژباړه : کوم مصيبت او تکليف چي تاسوته رسېدلی، دا ستاسو د هغو کړو له امله دی چي ستاسو لاسونو کړي دي او الله پاک له ډېرو (گناهونو) معافي او تېرېدنه کوي!!
يعني تاسو ته چي کوم تکليف رسيږي، هغه ستاسو له خپله لاسه دی، که تاسو سم کارونه وکړئ، بيابه داسي ډېر کړاوونه له تاسو وګرزي .
په دې آيت مبارک کي الله پاک دا هم فرمايلي دي چي الله پاک ستاسو له ډېرو ناوړو کارو تېرېږي، په هر کار مو نه نيسي، که ئې په هر کار نيولی، تر دې به مصيبتونه ډېر زيات وی .
همدا راز الله سُبحانه وتعالی فرمايي : وَمَا أَصَابَكَ مِنْ سَيِّئَةٍ فَمِنْ نَفْسِكَ (الآية،سورة النساء:۷۹)
ژباړه : او کوم کړاو چي در و رسېدی، نو ( هغه ) ستا د خپل نفس له لوري دی!!
په بل ځای کي فرمايې : قُلْ هُوَ مِنْ عِنْدِ أَنْفُسِكُمْ (الآية آل عمران: ۱۶۵)
ژباړه : ور ته ووايه : دا (تکليف) مو د خپلو ځانو له لوري دی !!
له دغو آيتونو څخه معلومه شوه چي ډېر مصيبتونه او تکليفونه انسان ته د گناه له امله رسېږي .
نو که له گناهونو توبه و باسو او خپل عمل اصلاح کړو، ان شاء الله تعالی له ډېرو مصيبتونو به خلاص شو .
( نور بيا ...)
و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery