مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-01   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی او هیوادمل د سالنګي په کور کې

benawa afghanistan
سيد سميع الله راشد
هغه شاهانه کور ته چې دکرزي په واکمنۍ کې يي جوړ کړی وو ولاړ لومړنی کس چې ورغی او د ده کار او هڅې يي وستايلې هغه پخوانی ولسمشر حامدکرزی او زلمی هیوادمل وو.

 ايوب سالنګی څوارلس کاله د يو مهم وزارت مرستيال وو، او باالاخره يي په ۱۵ کال خپل ځای د پوځ د اعلی سرقومندان او ولسمشر محمد اشرف غني له پريکړې سره سم عبدالرحمان رحمن ته چې دی هم مسلکي افسر او پخوانی نظامي دی پريښود که پرون د سالنګي حق وو نن د رحمن حق ده او سبا په هلمند کې په سنګر کې يو پروت پوليس هم دا حق لري چې معين يا وزیر شي ځکه که پرون معيار سالنګي توب يا ټلوال توب وو سبا شونې ده معيار وړتيا او له وطن سره مينه شي.
ښه دا چې څوک ځي او څوک به راځي دا په دولت کې يو منل شوی حقیقت دی، هيڅ دولتي پوسټ د چا کور، يا شخصي ملکيت نه دی خو په ډيرې خواشينۍ سره چې دلته ډيری داسې فکر کوي چې دلته هر سړي ته ورکول شوې څوکۍ د نوموړي شوه او باید دی پکې وي ځکه دا فکر زموږ پروني ولسمشر او د ځينو نني ملي مشر حامدکرزي را ټوکولی وو او تاريخ کې به دا هم ثبت شي چې کرزی دومره عادل ولسمشر وو چې يوې خاصې کړۍ ته يي نوي سلنه امتيازات، بستونه او څوکۍ ورکړې وې او کله به يي چې يو عادي بې سواده يا نيمه باسواده افسر هم له دندې لرې شو دی او پخوانی فرهنګي سلاکار زلمی هیواد به ډاډګيرنې ته ور خوشې ول، تاريخ به دا هم وليکي چې کرزی په سړيتوب کې بې جوړې سړی وو خو په عدالت کې يي سترګې ړندې او غوږونه کاڼه وو، تاريخ به دا هم وليکي چې د کرزي فرهنګی سلاکار به څنګه ۹۹ سلنه امتيازات چاته څه ډول او يوازې يو سلنه امتیازات به يي يو محروم قوم ته له څومره ځان درنولو وروسته ورکول، تاريخ به دا هم وليکي چې د کرزي له لرې کيدو وروسته يي د خیريه بنسټ په نوم مرستې، بورسونه،پوستونه او امتيازات هیوادمل او ده ته ورته نورو کرزي پالو چاته ورکړي و.......... هغه پښتو لنډۍ ده چې وايي:
د سپينې خولې ياران دې نور دي
 شوتلو پنډو ته دې زه ساتلی يمه
 خو په وروستیو ورځو کې کرزي هم د لرې کيدونکو مامورینو په منځ کې سرباز ګيري شروع کړې، وړمه ورځ کله چې سالنګی له دندې لرې شو او تر مخه ښې وروسته هغه شاهانه کور ته چې دکرزي په واکمنۍ کې يي جوړ کړی وو ولاړ لومړنی کس چې ورغی او د ده کار او هڅې يي وستايلې هغه پخوانی ولسمشر حامدکرزی او د ده پخوانی فرهنګي سلاکار او پر نورو خاص نظر لرونکی زلمی هیوادمل وو.
زه دا نه وايم چې کرزی دې له هيڅ لرې شوي دولتي مامور سره زړه سوی نه کوي، سل په سلو دې زړه سوی وکړي خو دوه خبرې دې په ياد ولري:
الف: يو چې د سالنګي په څير د ده د واکمنۍ د وخت د هر چارواکي کور ته ورځي او د هغه شاهانه زنده ګي ويني نو لږ تر لږه دې په خپل ګريوان کې سر ټيټ کړي چې دې وطن ته د ده په وخت کې خیر ډير رسيدلی که شر؟ بل دا چې له لرې شوي کس څخه دې خامخا دا پوښتنه هم ځکه وکړي چې دا کور ورته له پلار، نيکه او يا وروڼو په میراث پاتې دی که نه د معاش په حلالو پيسو يي جوړ کړی دی؟
 ب: کرزی دې په تګ کې د مور ميرې سلوک نه کوي دا چې ده په تیرو ۱۴ کلونو کې پر يوې خاصې کړۍ لورينې کړي دي، خاص امتيازات يي ورکړي دي لږ تر لږه په تشه ډاډګیرنه کې خو دې مساوات او عدالت په پام کې ونيسي، ځکه نن سبا چې موږ له کومو ستونزو سره مخ يو، بدمعاشان او جنګ سالاران مخ په بره روان دي، واک پنځوس سلنه ويشل شوی دی، په شمال کې خاصې کړۍ نسل وژنې او قومي پروژې پر مخ وړي يو لامل يي هم د کرزي کړی مافيايي کښت او خاصې لورينې دي دا کښت به د اشرف غني شته نظام په ډيره سختۍ وريبي ځکه چې ددې کښت ريبل به اشرف غنی ته په پنځو کلونو کې نه يوازې سخت وي بلکه کله چې کرزی ډاډګيرنې ورکوي او يا د پردې تر شاه د پټو او ښکاره لوبو په لټه کې وي نو شونې ده نورې هم خاصې کړۍ پياوړې شي، پښتو لنډۍ ده چې وايي:
پاس په کمر ولاړه ګله
 نصيب د چا يي اوبو زه در خيژومه
 له حکومت څخه د کرزي ډير کسان که له ورايه لرې شوي دي ولې د پردې تر شاه اوس هم په يادو ادارو کې واک چلوي، موږ په کورنیو چاور او دفاع په وزارتونو او د ملی امنيت په اداره کې د کرزي د وخت لورينې او بې سواده جنرالان لیدلي دي، موږ ددې جنرالانو وړتياوې او شاهانه کورونه هم ليدلي دي، ملت له دې هم خبر دی چې سالنګي او د ده په څير د کرزي او هیوادمل مريدانو چې کله چې د بې ۵۲ الوتکې د وزر تر سيوري لاندې کابل ته راغلل څه لرل او نن څه لري ځکه چې:
موزیګی بيا په ډتو راغی
 په لمن ګۍ کې يي چا توت ورکړي دينه
 يوه بله او مهمه خبره داده که سالنګی او بل هر لرې شوی چارواکی يا امنيتي مسول ددې وطن لپاره لږ هم د مسولیت احساس کوي له کرزي او یا بلې سياسي ډلې سره تر لیدنې دې راشي جرأت دې وکړي د معينت، رياست او.... پر ځای دې په پوځي اکاډمۍ او نورو پوځي مراکزو کې خپلې وړتياوې او تجربې له سرتيرو او افسرانو سره شريکې کړي که نن وزارت نه وي نو راځۍ په دې وطن کې د يو ښونکي رول ولوبوو خو متاسفانه دلته هر سړی چې کله لرې کيږي د قهرمانۍ په لټه کې وي پاکستان، ایران او يا بل تورن کړي، په خپلو فيسبوکي پاڼو کې پوسټونه وکړي،کرايي پوسټ کونکو ته دندې ورکړي، ډنډورې خورې کړي او بیا نو ځان ورته قهرمان ښکاري، خو آيا هغه څنګه قهرمان دی چې تر ننه سم لیک لوست نه شي کولای؟ آيا يو بې سواده جنرال هم ددې حق لري چې قهرمان شي؟ آيا په کورنیو چارو وزارت او دفاع وزارت کې د پچو په قرارداد کې اتيا ميليونه اختلاس، په ميليونونو ډالر د پولیس او اردو د سرتيري له دريشي او بوټونو څخه وهل،پر علميت ملنډې او وړ کسان شاته کول د خلکو هیر دي؟
 زه نه پوهيږم کرزي ته د ډاډګيرنې معيار څه شی دی؟ زه نه پوهيږم موږ په کومه خولو کله کله کرزي ته د ملي مشر لقبونه ورکوو؟آيا کرزی رښتیا ملي مشر دی؟ ايا ملي والی يوازې د سالنګي کور ته تګ او يا په خاصې کړۍ لورينې ته وايي؟ کرزی که ملی سړی وي ولې د ده د وخت نور لسګونو مامورین له دندو نه دې لري شوي؟ کرزی د کوم يوه کور ته ورغلی دی؟
 کاش کرزي سالنګي ته د ډاډګيرنې په وخت کې دا پوښتنه هم کړې وی چې سالنګي دا کور له کومه کړی دی دلته خو د يو معين رسمي معاش تر يو يا دوو لکو افغانيو پورته نه دی نو که يي ۱۴ کاله معاش، مصارف، لګښتونه، د فیسبوکي پاڼو او نورو د چلونکو او سپانسرونو لګښتونه سنجش شي او د نورو کورونو او شتو پلټنه يي وشي بیا نو دلته خو ځينې بايد د ډاډګيرنې پر ځای له لرې کيدو سره سم سيخ څارنوالۍ او د زندان د تمبو شاته پريوتی وی خو خير ګيله نه ده په کار ځکه کرزی او کورنۍ يي هم تر سالنګي کمه نه ده او هيوادمل خو چې کومې لورينې کړي دي که په دې دنيا نه وي په هغه دنيا خو په والله باالله ځواب ورکړي چې ده په سلو کې ۹۵ بورسونه او تش پوستونه چاته ورکول او پنځه نور به يي څنګه په عدالت سره په يو خاص قوم باندې له ډيرو زاريواو لورينو وروسته ويشل.
خو کرزی دې ځان ډير دغه دغه نه کوي، د سالنګي کور او شاهانه ژوند د ده په وخت کې د فساد، غلاوو،وهنو او ظلم هغه انځور دی چې ټولو وليد، کرزی دې داسې فکر نه کوي چې د ده په سترګونو او خدای دې راوله به نور خلک غلط شي ځکه چې د سالنګي په څير خلکو ته د نوموړي ناعادلانه ډاډګيرنې به د ده پر ضد افکار نور هم پياوړي کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery