مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له غیر مستندو کتابو څخه ځان وساتئ

نورالله خان احمدزی

 

کله چې موږ د ځان درملنه کوو نو یو مستند ډاکټر ته ورځو او د ډاکټر د مشورې څخه بغیر درمل د ځان لپاره باعث د خطرې ګڼو نو دارنګه په دینو علومو او کتابونو کې هم باید له احتیاط څخه کار واخستل شي او د یو مستند دیني عالم څخه بغیر باید د چا کتاب و نه لوستل شي ــ که څوک غلط درمل وکاروي نو د دغه کس د ځان خطره جوړېدای شي او دارنګه که څوک غیر مستند دیني کتاب ګوري د هغه د ایمان لپاره د خطرې باعث ګرځي.

حکیم الامت حضرت تهانوي رحمه الله به فرمایل ــ داسې شی مه لولئ چې په هغه سره شک او تردد پیدا کیږي او هغه خبرې چې بلا قصد څخه په غوږونو کې پرېوځي نو بې التفاتي یا بې خبري غوره کړئ او څومره چې وسوسه در وغورځېده د هغې پروا مکوئ.

حکیم الاسلام قاري محمد طیب رحمه الله فرمایلي دي چې د غیر مستند خلکو لیکنې او کتابو سره دماغي تفریح که ممکنه ده لیکن د زړه سکون، روح، او د آخرت د مینې شتون به د عنقا په ډول پاتې وي.

د حضرت علامه شمس الحق الافغاني رحمه الله په مخ کې یو کس د هند یو ستر لیکوال او ادیب او د حکیم الامت رحمه الله د کتابونو په اړه خپله موازنه وکړه او هغه وویل چې د ادیب د کتابونو په لوستلو سره زړه کې تکبر پیداکیږي، خو لیکن د حضرت تهانوي د کتابونو په لوستلو سره عبدیت او تواضع پیداکیږي ــ هغه چې دا موازنه واورېده نو تصدیق یې پرې وکړ او رښتیا هم خبره همداسې ده.

د امت د اکابرو دا عام ګټور وړاندیزونه زموږ لپاره په هر وخت کې نه ختمېدونکي ګټور او مؤثر دي اوس وخت کې چې شر او فتنو خپلې ریښې په ټولنه کې کلکې کړي ــ موږ ته ډېر احتیاط پکار ده ــ د الله تعالی فضل او کرم دی چې د مستندو اکابرو یاعلماوو دیني ذخیره او کتابونه په دومره اندازه کې شتون لري چې انسان د هغو له لوستلو څخه فرصت نشي موندلی ــ نو دا مستند کتابونه شاته غورځول او غیر مستند کتابونه لوستل کومه عقلمندي او هوښیاري ده!.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery