مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ننګرهار د ميالي صاحب په زيارت کې څه تيريږي؟

سيد حسين پاچا

هېواد مشر غني ته :
د ننګرهار د ميالي صاحب په زيارت کې څه تيريږي؟
لېوني ناروغان رواني سکون، ډاډه يېنې، ښې غذا او تداوۍ ته ضرورت لري. نه څلوېښت ورځې بېځايه سختې چېلې، نه په پښو او لاسونو کې زولنو، نه له مرچو سره سپورې ډوډۍ، نه له اوبو نه پرهېز ته چې مخ ولاس او د بدن پرېمينځلو ته يې هم نه پرېږدي


ښاغليه،
په الجزيره کې د ننګرهار د ميالي صاحب له مريضانو سره يو خبر تېر شو چې خورا زړه بوږ نوونکی وو، تاسو به هم ليدلی وي.

د ميالي صاحب يا ميالي بابا مينجاورانو ته :
((واذا سالک عبادي عني فاني قريب - اجيب دعوة الداع اذا دعاني - فليستجيبوا لي وليؤمنوا بي لعلهم يرشدون))
((ونحن اقرب اليه من حبل الوريد))
وقال ربکم ادعونی استجب لکم
((الله لااله الا هو الحی القيوم)) او داسې نور.
د زيارت او د رب العالمين ترمينځ توپير شته. هغه دا چې هغه الله تل تر تله ژوندی دی او مرګ ورته نه راځي هغه موږ ته زموږ له وريد هم رانژدې دی. شفاء له هغه سره ده.

زه نه پوهېږم چې دوی ولې ذهني ناروغان دومره سخت په کړاو کې ساتي؟ د دوی دغه ډول پرهېز يا دم و دوعا هېڅ اسلامي صبغه نه لري. هر هغه دم و دوعا چې له اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې وي مدار د اعتبار نه ده. اګر چې شرعاً د مردارې خوړل حرام وناجايز دي، خو محتاج ((اړ)) ته د ده د ژوندي پاتې کېدو لپاره د ضرورت په اندازه دومره چې دی پرې ژوندی پاتې شي جايز ده.

ذهني ناروغان بالکل اوبو ته نه پرېښوول چې مخ و لاس او يا لږ تر لږه په اوونۍ کې يوځل ځان هم نه شي پرېمينځلی. زولنې ورته په پښو ولاسونو کې اچول او يوازې له مرچو سره سپوره ډوډۍ دا خپله ذهني ناروغ له صحي ستونزو سره مخامخوي او ذهني ناروغ ته دا ډول پرهېز هېڅ شرعي لاسوند نه لري. د الله تعالی او د رسول صلی الله عليه وسلم په ارشاداتو او لارښوونو کې او نه هم د فقهاو ومحدثينو او نورو ايمه وو په لاسوندونو کې ورته څه ثبوت شته. اوسنی طب هم دا نه مني. دا چې زموږ د ميالي صاحب مينجاورانو ورته دا ډول پرهېز له کومه راايستلی، هغه نو دوی او د دوی ايمانداري.

ښاغليه،
له تاسو نه د يو زړه سواند ومهربانه مشر په توګه او هم د ننګرهار چارواکيو او له د ننګرهار له والي ښاغلي سليم کندوزي نه من حيث يو افغان او د ولايت د يو مسوول او لوړ پوړي چارواکي په توګه هيله کوم چې تاسو هلته د دې زيارت د مينجاورانو او هلته له ذهني ناروغانو سره د هغوی د حال او وضعيت په اړه له نژدې نه وګورئ.

زموږ ټولنه د ذهني پرېشانيو سره سره امنيتي، فقر ((غربت))، اقتصادي او نورې هر اړخيزې ستونزې لري. که تاسو له ځېنو بهرنيو هېوادونو سره په اړيکه کې شئ او د دې ستونزې د حلولو لپاره د ناروغانو لپاره يو روغتون، کلينيک او يا داسې کومه څانګه پرانېځۍ چې هلته دغه ډول مخصوص ناروغان راوړل کيږي او تداوي کيږي.

دا رواني ستونزې دې ټولو بهرنيو سرتېرو ته هم پيدا شوي چې هلته په افغانستان کې له عسکري خدمته بيرته خپل هېواد ته راستانه شوي، دوی هم دېته ورته رواني ستونزې لري، خو دوی دلته ورته امکانات لري. د ذهني ناروغانو او د جنګ د زخميانو لپاره ځانګړي کلپونه ورته لري او هلته تداوي کيږي. دلته په برتانيه کې خو کله ناکله د شاهي کورنۍ غړي په نوبت سره ليدو ته ورځي، خو زموږ ايله د ميالي صاحب يا د ميالي بابا په زيارت کې په زولنو کې پراته وي. ښه غذا ته يې هم نه پرېږدي. له اوبو يې هم پرهېز کړي وي. خو دلته په برتانيا کې ورته مسلسله تداوي کيږي. دارو ورکوي چې پر هغې د دوی رواني فشارونه او ستونزې راکنترول کړي او هم ورته پوره سپورټ او ډاډه يېنه ورکوي چې دا ټول له ناروغ سره مرسته کوي.

لومړی خو دا روښانه نه ده چې دوی په تعويذ کې ورته څه ليکي؟ د تعويذ پرځای يې ولې پر قرآن نه دموي چې هلته خو ښکاره ثبوت شته چې :
• قاتلوهم يعذبهم الله بايديکم ويخزهم وينصرکم عليهم ويشف صدور قوم مؤمنين [سورة التوبة: ۱۴]
• يايها الناس قد جآءتکم موعظة من ربکم وشفآء لما في الصدور وهدی ورحمة للمؤمنين [سورة يونس : ۵۷]
• واوحی ربک الی النخل ان اتخذي من الجبال بيوتاً ومن الشجر ومما يعرشون؛ ثم کلي من کل الثمرات فاسلکي سبل ربک ذللاً يخرج من بطونها شراب مختلف الوانها فيه شفآء للناس ان في ذلک لاية لقوم يتفکرون [سورة النخل : ۶۸ - ۶۹]
• الذي خلقني فهو يهدين؛ والذي هو يطعمني ويسقين؛ واذا مرضت فهو يشفين [سورة الأسری : ۷۸ ، ۷۹، ۸۰]
• وننزل من القرآن ما هو شفاء ورحمة للمؤمنين ولايزيد الظالمين الا خساراً [سورة الشعراء : ۸۲]
• ولو جعلناه قراناً اعجميًّا لقالوا لولا فصلت اياته أأعجميٌّ وعربيٌّ قل هو للذين امنوا هدی وشفآء والذين لايؤمنون في اذانهم وقر وهو عليهم عمیً اولئک ينادون من مکان بعيد [سورة حم سجدة : ۴۴]

اګر چې قرآن د الله تعالی کتاب پخپله ټول شفاء دی، خو که يو څوک دغه پورتني اياتونه د شفاء پر ځان او يا پر بل ناروغ باندې ووايی او پرې چُپ يې کړي الله تعالی به ورته له هر ډول سختې ناعلاجې ناروغۍ نه شفاء ورکړي، خو دا ضروري بولم چې د دې په څنګ کې به ډاکټري معاينات او دارو هم ورسره کوي چې ناروغ پرې روغ او ځينې نورې سختې رواني يا ذهني ناروغۍ پرې راکنترول شي چې دېته موږ اړتيا لرو. د الله تعالی او د انسان ترمينځ هېڅ حايل نه شته او هغه پر دې خوشاليږي چې بنده يې ترې مرسته وغواړي. له الله تعالی نه بل هېڅوک مهربانه نشته.

عمرانخان په لاهور کې د کنسر روغتون جوړولی شي، ولې موږ په ننګرهار کې د ذهني ناروغانو لپاره يو روغتون نه شو جوړولی؟ د پنجاب څارګرې ادارې د هغه پانګه په لاهور کې وکاروله. په بله مانا په سياسي لحاظ يې هم له ځانه سره وتړلو، نو موږ هم بايد له خپلو نړيوالو دوستانو نه د داسې بشري مرستو غوښتنه وکړو چې په سيمه کې د ټولو لپاره له تبعيض پرته د ګټې وړ وي.

د باګرام په شمول د بهرنيو په زندانونو کې هم پښتانه پراته دي. زخميان او معيوب قشر هم په پښتنو کې زيات دی. رواني ستونزې هم زموږ زياتې دي. ځکه چې خلک له فقر وغربت سره دچار دي. د ملي امنيت رياست هم د داسې چا سره دی چې له لاسه يې ډيری قشر کړيږي او دولتي امکانات، معاشات او امتيازات هم ټول د دوی دي. دې ډول بېعدالتۍ او اپارتايد ته نور د پای ټکی کېښوول شي. دا د منښتې نه ده چې بنديان دې پښتانه او د ملي امنيت رياست دې د پښتنو ضد متعصبو او فاشيستانو سره وي.

له زيارته سم بزنس وکاروبار جوړ دی چې دا خپله يوه شرعي ستونزه ده. ولې بله حلاله مزدوري نه کوي چې له خلکو نه د دوی د توان څخه زياته شکرانه اخلي؟ د ننګرهار اداره بايد له علماو نه هم مرسته وغواړي او هلته د ذهني ناروغانو د يوې بلې سالمې تداوۍ او روزنې لارې چارې ولټوي او بند وبست يې وخوري. دا د دوی او هم د مرکزي حکومت يو ملي واسلامي واخلاقي مسووليت ورسالت دی چې بايد درک يې کړي او د ناروغانو د تداوۍ يو معقول وسالم غم وخوري او کلينيکي وروغتوني سهولتونه ورته برابر کړي. نه دا چې د ميالي صاحب مينجاورانو ته يې په لاس کې ورکړي او هغوی يې نور هم له بدو نه بدتر کړي.

په درنښت


نوټ : زه سلفي نه يم، ولې هر هغه څه چې له اسلامي ارزښتونو سره په مغايرت کې وي نفې کوم او بايد ځان ترې وساتل شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery