مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-03-26   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فيسبوکي امن لرونکي ولايات له خيال تر حقيقته

سيد سميع الله راشد

 په افغانستان کې نوي ټاکل شوي ولايتي مسولين خو له فيسبوکي انځورونو حالات داسې ښيي چې هرڅه سم روان دي که د دوی فیسبوکي انځورونه، په اونۍ کې يو يا دوه وارې اداري ناستې او يا يي ونې کينول او کراچۍ ته تمبه کيدل وګورې نو باور وکړی چې د حضرت عمر رضی الله تعالی عنه د خلافت او عدالت وخت به در ياد شي خو کاش د پردې مخې ته حالات هم د رياکارانه انځورونو په څير وی، که د دوی لاپې او پټاقې وګورې نو له لويو ښارونو به دې چې نسبتا پکې امن دی زړه تور شي او هوډ به وکړې چې بیرته خپل ولايت يا کلي ته ولاړ شم، خو پوښتنه دا ده چې دا فيسبوکي خيالات تر څومره رښتيا دي؟ او څومره هلته هرڅه سم روان دي؟ ځکه د دوی خيالات په مرکز کې وزیران او ان ولسمشر هم خيال ويلو ته اړباسي که چیرته دوی رښتيا وايي، ستونزې تر مرکز پورې په امانت دارۍ را ورسوي، د خپلو سيمو د ولسونو غږ په ريښتوني ډول سره په مرکز کې تر مسولينو پورې ورسوي نو شونې ده حالاتو ته تیاری ونیول شي او کرار کرار له دې لارې په ولايتي ادارو کې سمون راشي.
په سړو سيمو کې په ژمي کې نسبي امنيت وو، وسله وال طالبان يا په کورونو کې غلي وو او يا هم پاکستان ته تلي وو بله مهمه خبره داده چې په ځينو سیمو کې ژمني عملیات هم روان وو چې په ډيرو سیمو کې يي د دښمن ملا ور ماته کړې او که لږ ولايتي جدي اراده ورسره شي، والي له چور، چپاول او خپل خوښو او وکيل خوښو ګمارنو تیر شي لس سلنه هم کار اهل کار ته وسپاري، د ځوانو کدرونو په شتون کې کوږ بار سره را سم کړي نو شونې ده يو څه حالت بدل شي.
طالبان چې پاکستان ته تلي وو څو له خپلو بادارانو نوي فرمايشونه واخلي په نن سبا کې جوپې جوپې خپلو ولایتونو ته را روان دي د دوی جيبونه له پيسو ډک دي، ګڼې موخې ورکول شوي، حالات ورته داسې ښودل شوي چې ګواکي دوی په راتلونکي کال کې ګټونکي دي نو دوی به لکه ليني سپي سږ کال ډير خپل او پردي وداړي، دوی سږ کال درې ډوله نښتې ته تياری نيسي چې يوه يي د دولت پر ضد، بله يي خپل منځي نښته او هدفي وژنې او دريمه هم له داعش سره نښته ده.
په فيسبوکي امنيت لرونکو ولايتونو کې وسله وال له مرکزونو پرته په ولسواليو او يا د مرکز په يو کيلومتري کې پټ درګرده لګيا دي د پراخو بريدونو او ان د ځینو ولايتونو د سقوط تابيا کوي خو والیان ددې لپاره چې ځان ته يي يو څه کمپاين کړی وي په ننداره ایزو کارونو، انځور اخيستلو او لیدنو کتنو بوخت دي، دوی حالت داسې کړی دی چې ولس يي په ابهام کې ساتلی دی دې ابهام ولس هم د بې کفايتۍ په خوب ويده کړی دی يو نیم چې کوښښ کوي غږ پورته کړي نو ځايو ادارو دومره اجرتي مدافعين مقرر کړي چې دستي درته له فيل نه قیل او له تور نه سپين جوړوي.
په ولايتونو کې روانه بې غوري، کار اهل کار ته نه سپارل او په خپله خوښه د کسانو مقررول او يا لرې کول د هرې ورځې په تيریدو سره مخ په بره روان دي، نن سبا والیان تر ټولو ډير وخت په دې مصرفوي چې څه ډول يو دولتي مامور ته دسيسه جوړه کړي، څه ډول خپل کس مقرر کړي، څه ډول ډراماتيک او حیرانونکی فساد وکړي..... نويو ګمارل شويو والیانو هر يوه له خپل ځان سره يو درجن خواخوږي چې د نورو ولايتونو دي هغو ولايتونو ته بیولي دي چې دوی پکې مقام ته رسيدلي دي او درګرده يي په يو او بل پوسټ باندې له کوم قانوني پروسیجر پرته ګماري دوی په دې کار سره يو لوري ته غواړي په خپلو عيبونو پرده واچوي، بل لوري ته کوښښ کوي رازونه يي پټ پاتې شي او بل لوري ته هم غواړي د خپل دې فرد ته ژمن ټيم په شتون کې حالت داسې منعکس کړي چې ګواکي دوی د ولس له غمه مړه خلک دي خو اسې نه ده بلکه له والي سره تلي د بل ولايت خلاط خواره او والي د يوې سوړې ماران دي مخامخ ولس ته ژمنې ورکوي خو د پردي تر شاه په شخصي ناستو کې بیا پر ولس ملنډې وهي.
نوي ګمارل شوي والیان له يو يا دوو پرته نور ټول له پیله تر اوسه یوازې او يوازې په فیسبوکي کمپاين، له خبريالانو سره د اړيکو پر جوړولو، دلته او هلته د انځورونو په اخیستو،د ځينو کسانو په تورنولو، شخصي ګټو او اړيکو په پاللو لګيا دي، يوازې نمايشي کارونه يي کړي، یو څه يي ځايي ادارې تر خپل روب او داب لاندې را وستي دي.
زه وايم والیان دې ټولنيز واقعیتونه درک کړي، د ستونزو په برخه کې دې ژور فکر وکړي، ولايتي تحلیل يي بايد کره او دقيق وي دوی هغه څه چې کوي مصنوعي سکون دی او په دې مصنوعي سکون کې شونې ده د کندز په څير درې زره سرتيري دوه سوه طالبانو ته بشپړ ولايت، پوځي تجهيزات،وسايل او نور توکي پريږدي او د تيښتې لاره خپله کړي.
والیان دې ځان د فيسبوک له لارې نه بلکه د عمل له لارې ثابت کړي،ځکه دوی د عمل واليان دي، ولايت نندارتون یا د ځان ښودنې ځای نه دی بلکه ولايت د عمل او مبارزې ځای دی، دوی چې په ولایتونو کې د ولسمشر استازيتوب کوي دوی دې د ولسمشر پيښې نه کوي بلکه عملا دې لاس په کار شي او د ولايتي ادارو او خلکو تر منځ پر يوه ښه همغږۍ او ګرم موسم ته دې پوره پوره تابیا ونيسي، ولسمشر چې ځينې خيالي خبرې کوي يا هسې ژمنې ورکوي او ځان مشروط بولی دا يي مجبوریت دی ځکه ولسمشر ته د ۳۴ ولايتونو زرګونو زور واکي، فاسدې کړۍ، مافيا،غاصبین،د بشري حقونو ناقضين، د امريکې په ډالرو چاغ شوي مصنوعي مشران، سياستوال، د امریکې، ایران او توران پټې او ښکاره دسيسې، پراخ فساد،پنځوس پنځوس سلنه ويشل شوي ټوک ټوک حکومت او پرديو ته کارکونکي جاسوسان له کرزي صاب څخه په میراث ور پاتې دي او که کرزي ته ځينې د ملي مشر لقب ورکوي نو روان حالت ته په کتو سره باید کرزی ( ملي مشر او ملي خاين حامد کرزی) وبولي که يي له افغانستان سره لږ ښه کړي ډير يي بد هم ورسره کړي دي.
ولايتي حالات هم سره توپير لري د هر ولايت ګواښونه يو شانې نه دي یوازې له سرحدي مهمو ولايتونو پرته په مرکزي سيمو کې ورته ګواښونه نشته نه پکې ظاهر قدیر شته، نه هم پکې جنرال رازق، مسلميار،عطا نور، د کندز میرعلم يا د بغلان د اندراب داړه ماران او بدمعاشان په مرکزي سيمو کې ستر زور واکی يوازې او يوازې د ملي شورا کوم وکيل او يا هم پخوانی قومندان دی خو د دوی يوازې يوه دوسیه را پورته کول دوی له ولايت څخه تیښتې ته اړباسي خو کاش چې اراده وي، والیانو له هر غله سره په خپله برخه کې د جوال خولو نيولې او کوښښ کوي لوټه کيږدي او دی پرې تير شي.
نور نو ستاسو خوښه نن لا ښه وخت دی کيدای شي سبا مو حالت تر دې بدتر شي او چيرته د کندز د پخواني والي صافي بډه ګان شی موږ خپل مسوليت ادا کړ زموږ ځان ته نه بلکه تاسو ته زړه بديږي ځکه په ډيره بې شرمۍ مو ځانونه تر دې ځايه رسولي که خدای مه کړه چیرته طالب ونیولی يا په ځانمرګي بريد کې مو د غوښو ټوټې اسمان ته پورته شوې ، محاکمې ته را کش شوی ، او يا خدای دې نکړي چې داسې وشي ویده ولس را ويښ شو او ستاسو ټغر يې در ټول کړ او په وهلو وهلو يي له خپلو ولايتونو وشړلی ستاسو نازولي بچيان به څه کوي؟؟؟؟ زموږ بچيان خو شکر په وچه ډوډۍ،خام کور کې په ژوند،ځوانان مو په بيکارۍ، ښځمنې مو په غريبانه ژوند او .... روږدي دي خو ستاسو بچيان د ترحم وړ دي ځکه سپين لاسونه به يي چاودې شي او ګلابي مخونه به يي د نيستی تور تپ ور تور کړي نو پر موږ نه بلکه پر ځان رحم وکړئ او له فیسبوکي خيالاتو او انځورونو تیر شی درځئ کار ته اړم شی او ولايتي ادارې په ريښتوني ډول د سکون څيښتنې کړئ خو ګورئ دا سکون ستاسو راوستي د نورو ولايتونو کاږه واږه او ناولده ځوانان نه بلکه د هم هغه ولايت ځوانان يي کولای شي چې تاسو پکې چارواکی ياست ځکه که مو ولايتي خلک په اداره کې در ګډ کړل نو په دې پوی شی چې تاسو د خلکو کورنو او زړونو ته لاره وکړه خو ددې کورونو او زړونو لاره له انصافه پيدا کړی نه د وکیل، يا زور واکي له ټليفوني او پټ ادرس څخه ځکه زموږ استازي ټول ترکستان ته د مکي په نيت روان دي خدای مه کړه کاواکه او ويده والیان د آمو سيند اوبو يونسي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery