مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-09   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جنګ کي يي ګټې او سوله کي يي تاوان دی

روح الله – انوري

 دافغانستان په حکومت کې داسې کسان شته چې دزور او ټوپک په وسیله واک ته رسیدلي ،دخلکو په وژنو او دهغوي په سرونو دمیخونو دوهلو په بدل کې ،دنورو دجاسوسۍ او خپل هیواد او هیوادوالو سره دخیانت په بدل کې دبلډنګونو ،ځمکو او چوکیو خاوندان شوي دي.دوي تل هڅه کړې چې په افغانستان کې دسولې دخبرو مخه ډپ کړې
ولسمشر کرزي په خپل وخت کې زیاتې هڅې وکړې چې په هیواد کې دوسله والو مخالفینو سره خبرې وکړې ،سوله تامین او جنګ پاي ته ورسوې ،ډیر ځله يي طالبانو ته بلنه ورکړه ، ددې دپاره يي لومړی دسولې او پخلاینې په نوم کمیسون رامنځ ته کړ ،چې مشرۍ يی حضرت صبغت الله مجددي کوله ،هغه پروګرام چې کومه په زړه پورې نتیجه ورنکړه بیایي دسولې عالې شورا جوړه کړه .هغه شورا دولسمشر کرزي په وخت کې هم بریالۍ نه وه. او اوس هم ترې کومه هیله نه کیږی چې سوله به راولې ،داځکه چې دسولې په نوم په دواړو پروسو کې داسې کسان ځاي په ځاي شوي و چې سولې سره يی خپله جوړه نه وه  ،خپله  دټوپک او کوتک په ژبه خبرې کوي ،خپلې ګټې دسولې او امن په ځاي په جنګ کې ګوري او تل ددی په لټه کې دي چې جنګ دوام وکړي ،دپیسو دچاپ ماشین دتیلو او برښنا په ځاي دخلکو په وینو چلوي .
کله چې طالبانو دسولې خبرو ته نرمښت ښودلی نو ددغو ټوپکیانو مشرانو او تش په نوم دمدنې ټولنو یو شمیر پلورل شوو استازو سمدستې دا غږ پورته کړی چې طالبان قاتلان او جنایتکاران دي او باید ورسره دسولې خبرې بندي شي او پرضد يی وسله واله مبارزه وشي ،یو شمیر ښځو دنورو په اشاره هم دخپلو حقوقو دنه ورکولو په نوم سولې سره مخالفت ښودلی دی .
او کله چې هم دانجینر ګلبدین حکمتیار په مشرۍ  ګوند  دجنګ بندۍ دپاره غاړه نرمه کړې نو همدغو پردیو پالو او دنورو په زور  واک ته رسیدلو دا چغې سورې جوړې کړې چې حزب اسلامي خو کابل وران کړی دلته يي په زرګونو کسان وژلې او ټپیان کړي دي ،په زرګونو کورنۍ دکورونو پریښودو ته اړې شوې دي .
 خو پوښتنه دا پیدا کیږي چې په هیواد کې دروان  جنګ او په کابل کې دحزب اسلامي دجګړې پیل کولو اصلي عاملین څوک دي ،حزب اسلامي او طالبان  چا جنګ ته اړ کړل .
  دا هم هغو کسانو کړی چې کوم نن دحکومت په لوړو څوکیو ناست دي ،څوک جنرالان شو،او څوک وزیران او والیان شول ،پدې کسانو کې داسې هم شته چې دحکومت مامورین دي خو دحکومت دمشر خبره نه مني دوي ته یاغیانو او امر نه منونکي وییلی شو او سزا يي هم سخته ده .دوي خپلې ګناه ته ګناه نه وایي ،خو دنورو ښه کارونه هم ورته بد ښکاري .خپله که دچا ځمکې غصب کوي ،که څوک وژني ،که دچا تور سري بې عزته کوي دا ټول ورته جایز ښکاري .
همدوي دخپلو څوکیو ،غصب کړو ځمکو او غلا کړي دولت دساتني او په راتلونکي کې  دولس له حسابه ځان خلاصولو دپاره دسولې دراتلو مخه نیسي او په سوله کې زیان وینې .
 څه موده کیږي چې کابل ته دسولې خبرو دپاره دانجینر ګلبدین حکمتیار دګوند استازې راغلي او حکومت سره په خبرو بوخت دي .ولسمشر غني او ټول په وطن میین افغانان ددغو خبرو هرکلی کوي  او بریالیتوب يي غواړې او پدې هیله دي چې ددغو خبرو په برکت به په هیواد کې جنګ پاي ته ورسیږي او ټول افغانان به یو بل سره په سوله او امن کې ژوند وکړي اودهیواد په ابادۍ کې به په ګډه کار کوي .
ددغو خبرو ملاتړ پخواني ولسمشر حامد کرزي هم کړی دی .
خو دراغلي پلاوي مشر رسنیو ته په ډاګه وویل چې دنظار شورا یو شمیر کسان دسولې په روانو خبرو کې دخنډونو پیدا کولو په هڅو بوخت دي او کوښښ يی دادی چې دغه خبرې هم دتیر په څیر ناکامې شي .حکومت او حزب اسلامی ته پکار دي چې خپلو خبرو ته دوام ورکړي او تر هغه يی بندې نه کړی چې بریالیتوب ته نوي رسیدلي .که دا خبرې خداي بریالۍ کړې نو طالبان به هم دجنګ په ځاي دخبرو لاره غوره کړې او په ټول هبواد کې به دافغانانو یواځنۍ هیله سوله تامین شي او دسولې مخالفینو او ځان غوښتونکو واک به لنډ شي .
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery