مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-11   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د فعالو سياستوالو پر وړاندې غیرفعالې عقدې:

وحيدالله متونوال

 فکر وکړئ که يو کس ښه آشپز نه وي خو يو ښه آشپز ته کينې او د اخلي پخلي په اړه يو ښه غټ پنډ کتاب وليکي ،جملات يي ښکلي وي، رسامي پکې ډيره هنرمندانه شوي وي، جملات يي ډير آسان او د خلکو له اذهانو سره سم وي نو ډير لوستونکي شونې ده داسې فکر وکړي چې د کتاب ليکونکی به ډير ښه آشپز وي يا به ښه پخلی کوي خو په عمل کې داسې نه ده ځکه تيوري له فرضي پيليږي او عمل يي ثبوت دی هيڅ تيوري وچ په وچه ثابته شوې نه ده، عمل ثبوت ده او تيوري فرضيه، ځکه هغه څوک چې ښه آشپزي کوي هغه يي په تيوري نه پوهيږي خو په عمل کې بريالی سړی دی او هغه چې کتاب ليکي يو ښه لیکوال دی خو يو ښه آشپز يا د عمل سړی نه دی.
په افغانستان کې دا چې د کار اهل کار ته د سپارل کيدو ناورين له تیرو ۱۵ کلونو را هیسې په هیواد کې راج چلوي نو نن سبا هر غيرفعال او عقده من کس ته هر کار دده له شان سره سم ښکاري خو زما برنۍ د آشپز او اديب خبره به يي ښه ثبوت وي، موږ ډير تيوريک، ارماني، خبري او غیرفعال افراد، شخصيتونه او څيرو لرو خو د عمل په ډګر کې ټولو ته ثابت شوي دي چې د افغانستان ستونزه په تيوري نه بلکه په عمل ثابيتيږي.
دلته هر سړی داسې فکر کوي چې يو ښه نطاق،ښه ويناوال او يا ښه تيوريسن يو ښه مدير، سیاستوال او مشر کيدای شي، خو راځئ دا خبره ومنو چې ښه مديريت هنر دی او دا هنر د ګوتو په شمېر کسانو زده دی هر څوک پکې بريالي نه دي که چیرته د شته حکومت ټولې برخې چاڼ کړو نو ډير داسې تيوريسنان او علما به مو سترګو سترګو ته شي چې ښې خبرې کولای شي خو د ښه عمل او مثبت بدلون راوستونکي نه دي، خو راځئ دا ومنو چې په شته دستګاه کې امنيت شورا داسې يو کس رهبري کوي چې د تیوري او عمل سړی دی.
هغه مشران چې په تيوري او عمل کې بريالي وي دوی کولای شي فرضيي په ثبوت بدلې کړي، له اړتياوو سره سم سیاست کولای شي د يو هیواد دردونه دوا کړي خو دا چې دلته د فعال سیاست مخالفين ډير دي، دا چې دلته په ناورین کې ډير خلک خپلې پټې او ښکاره ګټې وينې، دا چې دلته ناورين تل موسمي مشران پنځوي نو ريښتوني سياست اوعمل ته تر موکې خنډونه او مقاومتونه ډير وي.
په اوس وخت کې ډيری غیرفعال او د سياست په ډيرو کمو ابجدو پوی کسان د نقد هره ګوته يوازې او يوازې امنيت شورا ته نيسي کله پرې پردۍ پروژې تپي کله ورته د يو او بل شي نوم ورکوي خو راځئ په عمل کې وګورو چې زموږ امنيت شورا په وروستي يو نيم کال کې څومره فعاله شوې او څومره يي تيوري او عمل سره نيږدې کړي دي.
بله خبره داده چې د دريمې نړۍ په داسې یو هیواد کې لکه افغانستان چې پنځه لسيزې پرې نښتې، فرضيو او يا تحميلي نښتې او تيوري راج چلولی وي عمل له خنډونو سره مخ کيدای شي ځکه دلته ما مخکې وویل چې هر سړی خپلې ګټې لري، دلته ټوليز وجدان يوازې افرادو ته ګوري دوی د هیواد ښه او بد لوري ته يون د فرد له حرکاتو سره سم بولي خو داسې نه ده، منو چې افراد سهوې کوي خو داسې افراد، مشران، مديران او د عمل خلک هم شته دي چې تيرې سهوې يا نيمګړتياوې جبران کولای شي.
د امريکې سیاست په دموکراتيکو ټولنو کې بې ساري دی وګورئ بوش يي تند سیاست وکړ عراق، افغانستان، سوريي.... ته يي لاسونه اوږده کړل خو بارک اوباما د يو معقول او ريښتوني سياست په شتون کې بیرته جبران کړل، د بريټانيا، فرانسې او نورو پرمختللو هیوادونو سیاستونه هم ورته دي وينو چې د مخکې تګ او نړۍ وال سیاست لوری يي کله هم افراد نشي بدلولای خو دوی تر موږ يوه ښې ګڼه لري هغه داچې هلته سياستوال او ولس مسولانه عمل کوي، هیواد او سرې کرښې ورته مهمې دي،نيوکې يي مستندې وي او ان ځينې نيوکې که مستندې هم وي دهیوادونيو ګټو په خاطر يي له رسنيزو کيدو مخنیوی کوي، دا چې نن په نوره دنیا کې موږ د ټولنيز پرمختګ خبره کوو هلته اذهان، سیاستونه، نقد او نظر هم له ټولنیزو اړتياوو سره سم پر مخ ځي.
په افغانستان کې اوس د يو معقول سياست اړتيا ده که چیرته زموږ امنيت شورا د هیواد اړتياوې درک کړي وي، له شته اړتياوو سره سم اقدامات کوي، سیاستونه يی په عمل ولاړ وي، تيوري يي له کتاب څخه عمل ته را ویستلي وي نو باید ملاتړ يي وشي، ننی تخريب زموږ سبانی لوری ټاکي راځئ په ننيو نيوکو او عقده مندانه خبرو ولسی باور کم نکړو زموږ نني نظریات نورو ته د تحميلي نښتې او عقده منو پروژو په خاطر موکه برابروي.
ښه به وي چې موږ يي له نورو زده کړو، راځئ د دموکراتيکو ټولنو تیر او روان تاریخ مطالعه کړو، راځئ وښيو چې موږ هم د يو متمدن ملت په توګه کولای شو له نړۍ والو او ټولنیزو اړتیاوو سره سم سياست وکړو، موږ که څومره هم خپل مشران نقد کړو او يوازې عقده مندانه نظريات ورکړو په اصل کې موږ لکه ونه خپله تنه وهو ځکه وايي که د ونې لاستی له تنې نه وی تبر به کله وهلې وی.
پر امنيت شورا باندې په اوس وخت کې تر نيوکو به ښه وي چې دوی ته سالمې مشورې ورکول شي، عملا ورسره مرسته وکړو او ورته وښيو چې موږ هم د هیواد په امنيتي ، سياسي، اقتصادي، ټولنیزه او کلتوري برخه کې رغنده نظريات لرو، زموږ د هیواد اوسنۍ ستونزې د رغنده وړاندیزونو په شتون کې حل کيدای شي که چیرته موږ تيوري په عمل کې ثابته نکړو، که چیرته زموږ نقد او نظر له اوسنیو اړتياوو او ملي ګټو سره سمې نه وي شونې ده يوه ورځ د مشرتابه له سختې تشې سره مخ شو او په راتلونکې کې به ولس عملا د ننيو منفي کړنو پايله وګوري
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery