مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-03   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د هلمند فرهنګي وضعيت / ۲۱مه برخه

پوهنيار نوراحمد اېمل

سباوون ټلوېزون:
سباوون ټلوېزون لومړنۍ خصوصوي او خپلواک انځوریزه رسنۍ ده، چي په هلمند ولایت کي يې په ۲۰۱۲  ز کال د نومبر په میاشت کي خپل نشرات پیل کړه،  د نوموړي رسنۍ جوړونکی او بنسټګر میرویس پاڅون، مسول مدیر يې بریالی هلمند او مرسته کوونکي او مشهور همکاران يې محمد اقبال خیبر، شکرالله شاکري، میوند مېړنی، جلال الدین جلال، روح الله روحاني، سمیع الله سمیع، سمیع الله هڅاند او سیدګل سرحدي دي. یاده رسنۍ ۶۰۰ واټه ظرفیت لري او د نشراتو فریکونسي يې(۶۲۳،۲۵) ده.
د نوموړي رسنۍ د مسولینو په وینا د سباوون ټلوېزون یوازنۍ موخه د بیان د ازادۍ  غښتلتوب، عامه پوهاوی، د ولس علمي، فرهنګي او ادبي معلوماتو لوړول او وخت په وخت د سیمي، هېواد او نړۍ له تودو حالاتو خبرول دي. یاده رسنۍ  علمي او تدریسي، فرهنګي، سیاسي، تفریحي، دیني، ورزشي او د سیمي او هېواد کره خبرونه اماده او وړاندي کوي او د ۹ ساعته نشراتو په لرلو سره د هلمند ولایت ډیری ولسوالۍ لکه: ( ګرشک، نوزاد، واشېر، نادعلی، ناوه، مارجه، ګرمسیر او خانشین) تر خپل پوښښ لاندي نیسی او د نشراتو د پوښښ ساحه يې ۶۰ کیلومتره مربع ده او د ټاور لوړوالی يې ۵۷ متره دی، د جواز نمبر يې ۲۰۶ دی.
سباوون ټلوېزون د خپلو خپرونو په لړ کي لاندي خپروني لري:
(مخامخ، د مځکي کره، ډاکټر ذاکر نائیک ژباړه، ورزش، ځانګړې مرکه، د لومړۍ سټډیو خپرونه، خبرونه او ...) ځيني خپروني يې به یې د محتوا او ډول سره په لاندي ډول معرفي کړو:
لومړی: د مځکي کره: په دې خپرونه کي د طبعیت بېلابېلي منظرې، انساني او حیواني ژوند، د ټولني طبعي جوړښت او نوري بېلابېلي نندارې وړاندي کیږي او پر هغوی باندي علمي او سائنسي بحث او خبري کیږي.
دوهم: ډاکټر ذاکر نائیک: دا یوه دیني او اسلامي خپرونه ده، په دې خبرونه کي بېلا بېلي دیني مسلې د نړۍ د لوی دیني عالم ذاکر نائیک له لوري ویل کيږي او سباوون ټلوېزون يې په پښتو ژبه ژباړه خپروي.
دریم: ځانګړې مرکه: په نوموړې خپرونه کي د د بېلابېلو باتجربه، نوموتو، لیکوالانو، شاعرانو، سیاسیونو او فرهنګي اشخاصو سره د دوی د کار، لاسته راوړنو او د شخصي ژوند په اړه ځانګړې مرکه کیږی.
څلورم:مخامخ: یاده خپرونه د ګردي میز په ډول وړاندي کيږي، په دې خپرونه کي د سیمي او هیواد پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او علمي موضوعاتو له علمي، سیاسي او فرهنګي څېرو سره بحث او خبري کیږي.
پنځمه: لومړی سټډیو:په دې خپرونه کي پر مدني فعالیتونو، کسبي کارونو، بېلابېلو تدریسي او علمي مطالبو او دې ته ورته نورو موضوعاتو باندي بحث  او خبري کیږی.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery