مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جان کیري او دعبدالله اجرایه ریاست!

سرلوڅ مرادزی
کله چې د اجرایه ریاست نوم اخیستل کیږي، اتومات سړي ته د جان کیري زیږه، شډله او پیوندي څېره لکه څوک چې په بوتل کې خپل عکس وویني، انځوریږي. جان کیری سړي ته د پیري، دېو او یا جادوګر به بڼه ښکاري او کله چې خپل اوږده لاسونه ښوروي، سړی فکر کوي چې کوم پاډوګر او یا مداري د خپل جادو له پېټاره نوي او زهرجن ماران او منګریان راباسي.
اوس د عبدالله اجرایه ریاست د جان کیري له نوم سره داسې جوش خوړلی لکه نوک او ورۍ، چې څوک يي یو له بله نه شي جلاکولای!
اجرایه ریاست یاني د جان کیري د لاس د لوبه ګوډۍ او جان کیري افغانانو ته د اجرایه ریاست د سیاسي پلندر حیثیت لري!
کله چې په نوم افغان، افغانستان ته د جان کیري له راتګ خبریږي، سملاسي يي په خیال کې ګرځي چې د عبدالله په مشرۍ اجرایه ریاست به ورته بیا بلنه ورکړې وي چې افغان حکومت سره د ورپېښو ستونزو په حل کې بېړنۍ مرسته وکړي او په چټکۍ کابل ته ځان ورورسوي. د جان کیري دروازې ته د عبدالله په مشرۍ د اجرایه ریاست بیا بیا منډه او له هغه غوښتنه، د پښتو له دې عامیانه متل سره چې وايی« د جولا منډه د تنستې موږي پورې وي» بیخي اړخ لګوي!
اجرایه ریاست افغان حکومت سره د ریښتیني همکارۍ او افغان ولس ته د مخ اړولو پرځای، هرځل د سپينې ماڼۍ دروازې ټکوي او په حکومت کې د خپل ناقانونه برخې دوام له امریکا په خیرات غواړي. کله چې څوک په ولس کې ځای ونه لري او ولس ته د امنیت، سولې، ښې حکومتولۍ او خدمت جوګه نه وي، حکومت کې د ځان ټومبلو لپاره يي د پردیو مرستې او ملاتړ ته سترګې نیولي وي!
د اجرایه ریاست رامنځته کېدا د داسې مخکې له وخته زیږېدلي ماشوم، premature ته پاتیږی چې نه وزن اخلي او نه طبیعي وده کولای شي. ژاړي کوکارې وهي، لالچ او ځیل کوي، تل ناروغ وي او د کورنۍ پر اوږو بار وي.
که د پېښو بهیر ته کتنه وشي، په تېر یونیم کال کې حکومت کې د اجرایه ریاست په زوره پیوند، هیڅ کوشېر وانه خیست او جان کیري به د خپلې دندې پاتې مهال کې هم چې د روان کال ترپایه نه اوږدیږي، ونه شي کولای هغه داسې وګنډي چې ریښتینی پیوند واخلي، ځکه په امریکا کې ټولټاکنې راروانې دي او ښايي هلته نوی حکومت په دې اړه جلا چلند غوره کړي.
دا ټیک ده چې امریکا افغانستان سره ستراتیژیک او امنیتي تړونونه لري او په دغو دواړو تړونونو کې افغانستان خپلې ملي ګټې او همداسې امریکا خپلې ګټې پالي. دلته دواړه هېوادونه یو بل ته اړتیا لري او د دې اړتیا پر بنسټ د متقابلو اړیکو او همکاریو خبره رامنځته کیږي. په دې منځ کې هیڅ هم وړیا نشته او هر څه متقابل دي. افغانستان هم د امریکا پشان خپلواک هېواد دی او هغه څه چې په تړونونو کې نشته، امریکا نه شي کولای په یوازې ځان د افغان ولس له خوښې او ګټو پرته يی ترسره کړي او پر افغانانو يي وتپي. دا چې افغانان څه رنګه حکومت خوښوي او په دې حکومت کې کوم شخصیتونه ټاکي، دا د افغانانو خپلمنځي چار ده. کېدای شي د امریکا حکومت ووايي چې افغانان لکه عبدالله دوی څخه بیا بیاغوښتنه کوي چې د امریکا لوړپوړي چارواکي لکه جان کیري کابل ته لاړ شي او له حکومت سره د عبدالله خپلمنځي دعوه ورغوڅه کړي. خو په دا ډول اړیکو کې ګورو چې د امریکا حکومت په لویلاس عبدالله او د هغه ډله نازوي او په دې ناز کې د دوی له هغه غوښتنو چې د افغانستان اساسي قانون، د مرکزي دولت د رامنځته کېدا او پياوړتیا او د هېواد له ودانۍ او د افغانانو له سوکالۍ سره په ټکر کې دي، ملاتړ کیږي.
د امریکا له لوري د افغانستان د اساسي قانون سره په ټکر کې د عبدالله د ډلې ملاتړ او د پاکستان له لوري له طالب او داعش څخه ملاتړ په دغه ځای کې شریکه وجه پیداکوي. که طالب او داعش د وسلوال جنګ پر مټ د هېواد د ورانۍ او ویجاړۍ لامل ګرځي، عبدالله او ډله يي د جان کیري په مټ د خپلو ناقانونه غوښتنو په تپلو، هېواد کې ګډوډۍ او انارشۍ ته لمن وهي.
اجرایه ریاست چې په حکومت کې ټومبل يي ټاکنو کې د افغان ولس د پراخ ګډون او د ټاکنو د پایلو په وړاندې چلوټه ده، ښاي په افغانستان او سیمه کې د امریکا له ګټو سره اړخ ولګوي، په دې لامل يي بیا بیا د امریکا لخوا ملاتړ کیږي، خو افغانانو ته د ښې حکومتولۍ په برخه کې د زهرو ګوټ ښکاري چې په هر غړپ يي ټولنه په نس خوږي اخته کوي.
داسې ښکاري چې د اجرایه ریاست په شتون او په ناقانونه توګه د هغه په دوام د امریکا دا ځل ټینګار د دې هېواد یو طرفه ګټو ته په پام، سیمه کې نویو پرمختیاوو ته په غبرګون کې ترسره شوی وي. کله چې جان کیري افغانستان ته سفر وکړ او د اجرایه ریاست په غځېدا يي خوله وازه کړه، په کابل کې د روسیې دایمي استازي ځمیر کابلوف په افغانستان کې له ناټو سره خپله همکاري یو ځل بیا اعلان کړه چې څه مهال وړاندې يي د داسې همکارۍ په پرېکېدا پرلپسې ټینګار درلود. په دې اړه کابلوف وايی«موږ دې ډول همکارۍ ته تیار یوو. دا د ناټو د ریښتونې او زغردې همکارۍ په شرط ممکنه ده. دا هماغه راز چې دوی وايي، دوه طرفه سړک دی. تاند»
ښای د اجرایه ریاست د چارواکو او عبدالله ژبه، چې وايي د ملي یووالي حکومت د پنځو کلونو لپاره دی، نه د دوه کلونو لپاره او افغانانو په دې تړاو شوی تفاهم لیک په ژوره توګه نه دی لوستي، د افغانستان په اړه، د امریکا او روسیي ترمنځ د تړلو دروازو ترشا د پټو توافقاتو د زیګنال پر بنسټ، اوږده شوې او غځېدلې وي!
عبدالله کټ مټ د جان کیري له دې جملو «اجازه راکړئ چې روښانه یې کړم، ما د هوکړې لپاره لاره هواره کړه. دا هوکړه لیک د دوو کلونو په پای کې، یعنې تر شپږو نورو میاشتو پایته نه رسېږي. دا د ملي یووالي حکومت هوکړه لیک دی چې موده یې پنځه کاله ده.» څخه وروسته د وزیرانو شورا وروستۍ غونډه کې وايی«دغو سیاسي ځواکونو لا د دولت اپوزسیون دریځ نه دی خپل کړی، نظرونه یې د درناوي وړ دي، خو د افغانستان په سیاسي ژوند کې یې چې تر ټولو مهم هوکړه لیک لاسلیک شوی او د ملي یووالي حکومت جوړېدو لامل شوی، یوه هم واقعیت ته پام نه دی کړی»
خو هغه څه چې دوی يي واقعیت بولی، د تفاهم لیک په لومړۍ ماده کې بل ډول تفسیر شوي، هلته داسې بیان شوی«د اجرایی لومړي وزیر پوست څېړلو لپاره تر دوو نورو کلونو پورې د لویې جرګې جوړولوته ولسمشر ژمن دی چې د اساسي قانون د تعدیل او د اجرایی لومړي وزیر پوست د رامنځته کېدو لپاره لویه جرګه راوبولي»
اوس که قانوني لویه جرګه د هېواد روانو حالاتو ته په کتو، په یاد مهال کې راونه غوښتل شي او یا دا جرګه نوموړی پست تصویب نکړي، اجرایه ریاست د څه شي پر بنسټ غځېدلای شي. ایا د جان کیري پریکړه، هغه هم له ټاکلي وخت مخکې د لويي جرګې د پریکړې ځای نیولای شي؟
 جان کیري د اجرایه ریاست له ټومبلو وروسته، زموږ د محکمې او قضا پرځای، موږ ته د قوانینو او تفاهم لیکونو د څېړنې دنده هم پر غاړه اخلي او عبدالله او ډله يي خوشحاله دي چې یو داسې سیاسي ملاتړ يی موندلای دی!
په کور دننه هم، د سولې په بهیر کې د اسلامي ګوند د ګډون له چمتووالي او په طالبانو کې له دې بهیر سره د ځينو ډلو د پیوستون له ګونګوسو وروسته، نظارشورا او اسلامي جمعیت غواړي د افغانستان په اړه د امریکا او روسیي ترمنځ د پټو معاملو په مټ، په افغان دولت کې کې خپله ناقانونه ونډه لا پیاوړې کړي. دوی ته توپير نه لري چې دا ونډه دې د هېواد له تسجیل شویو قوانینو، د هېواد د ملي ګټو، سولې او امنیت سره په ټکر کې وي!
نظارشورا او جمعیت چې تل د جهاد او مقاومت ویاړونه! یوازې د ځان ګڼي او په دې کې عام افغانان خو پریږده، بلکې نورجهادي تنظیمونه او ډلې هم شریک او مستحق نه ګني اوس د هېواد د قوانینو د تفسیر او بیان لپاره هم له جان کیري مرسته غواړي!
دا ده د جهاد او مقاومت او د اسلامپالنې او هېوادپالنې ریښتیې څېره!
د ۲۰۱۶ کال د اپریل ۱۲ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery