مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د مسلمانانو ساده ګان که د استخباراتو جهادیان

س.صافی
د هیواد له معتبر پوهنتون څخه یی لیسانس کړی وو، هوشیار او تعلیم یافته وو، خو د پاکستان د تحریک طالبانو څخه نیولی بیا د نایجریا تر بوکو حرام ډلی پورهی یی ټولی جهادی ډلی پر حقه بللی او سخته دفاع یی ورڅخه کوله. د افغاسنتان طالبان او القاعده خو ورته د امت د جهاد سرلاری او استادان وو. دا اوس یو غټ مشکل دی، چی له تحقیقه بغیر فقط په ښکلو الفاظو پسی روان یو او سرونه ورباندی ماتوو. نړیوالو استخباراتو همدا نقطه درک کړی نو ځکه خو یی د امت وژنی ټولی پروژی تر جهادی لیبل لاندی خپله د امت د ساده ګانو په لاس عملی کوي او د اسلامی نړۍ  د داخلی ګډوډي او تباهي یی د جهاد او اسلام تر لیبلونو لاندی ښه په زور او قوت سره فعاله ساتلې. ښه می یاد دی چی کله غربی میډیا داعش ته په عراق کی پراخ تبلیغات شروع کړی وه نو دلته افغانستان کی زمونږ ساده ګانو ورباندی ډیر کفار او منکر جهاد کړل، خو وروسته چی یی دلته خپله پر دوی د توبک شپیلی راوړوله نو بیا یی په خړو سترګو هم هغه داعشیان چی تر پرونه یی د خلافت احیا کونکی بلل تکفیر کړل او د خوارجو تر داغ یی پر تندی ور ولګوی. ددی خبرو اساسی عامل  د قضایاو سره د مسلمانانو سطحی تعامل دی. قضایا د عقل پر ځای د احساساتو په تله تلي. جهاد چی علما ورته د اسلام شپږم رکن وایی، ځانته شرایط او غوښتنی لری. دا کوم اسلام دی چی یو ډله دی په زور څه سیمی ونیسی او خپل مشر دی بیا د مسلمانانو خلیفه او امیر المومنین په نوم اعلان کړی، او که یی څوک ورسره ونه منی نو هغه باغی او واجب القتل کړی. ایا اسلام کی امارات او خلافت شرایط نه لری؟  د همدی ساده ګی څخه به استفاده استخبارات نفر استخداموی، ډله ورته جوړوی، میډیا ورته کمپاین کوی، وسلی ورته برابروی، یو څو نفر ورسره یو ځای کړی نور نو د مسلمانانو ساده ګان ورمات سی او په رضاکارانه توګه د هغوی پلان عملی کوی. او ددی سره د دوی هیڅ غرض نسته چی ددوی د کار ګټه څوک وړی او نقص یی څوک وړی. نن چی امت تباهی به لور روان دی، غربی استعمار په هر وخت کی هر اسلامی ملک نیولای سی، یو له اساسی عواملو څخه یی همدا احساساتی مسلمانان دی چی اسلامی قوتونه یی خپله په خپل لاس ختم کړل. او مسلمانان یی ضعیف کړل. خبره له همدی ساده ګانو خرابه ده، ځکه خو ویلای سو چی دا د استخباراتو جهادیان اکثر د مسلمانانو ساده ګان وی.
دا چی د دوی مشران چی استخبارات ورته پلان ورکوی دوی به کوم لور بیایی ا څوک ورباندی وژنی دوی ته مهمه نه ده، دوی فقط به پتو سترګو د جنت په تمه د مشران هر څه منی. دا اوس وګوری چی ددې ساده ګانو په لاس په افغانستان کی روزانه څو فیصده مسلمانانو او څو فیصده امریکایان او د استعمار نور ځواکونه وژل کیږی. مونږ به څنګه داسی یو انفجار ته اسلامی توجیه ولټو چی پر یو افغان سوی وی او نتیجه کی ورسره موجود ساحه کی نور بیګناه عام افغانان هم شهیدان سوی وی.؟ کاشکی خو د افغانستان په روانو وژنو کی لس فیصده خو خارجیان وای. لس څه چی پنڅه فیصده هم خارجیان نه وژل کیږی. خو دا ساده ګان بیا هم  خپل کار اسلامی او جهادی بولی.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery