مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

که ویښ نشې، حال به دې له فلسطين بدتر شي.

شمس رحمانزی، پونه_ انډيا.


 

پښتون چې تاریخ زورو، خپلواک، هېوادپال، با ننګ او با غيرته ليکلی دی، کومه افسانه نده او نه هم تاريخ پښتون ته کوم ځانګړي امتياز ورکړی چې نوم يې لوړ وليکي. بلکې دا هر څه د هغه وخت د پښتون (نه اوسني پښتون) په وجود کې موجود وو.
په تاریخ وياړ کول او له تاريخ څخه زده کړه کول غوره کړنه او عمل دی. په تاریخ وياړ کول عموما په غوره او مثبتو کړنو کېږي. ظلم، ځورنه، کرکه او نورې تاريخي تېروتنې نوي نسلونه اصلاح کوي او له هغې زده کړه کوي تر څنګه تکرار نشي.
په افغانستان کې د موجوده قومونو له منځ څخه پښتون ځلانده تاريخ لري او تر ټولو ډېر وياړ هم پرې کوي. چې دا يې حق دی ځکه چې پلارونو يې سرښندنې کړي او قربانۍ يې ورکړيدي.
خو ایا د پښتون اوسني نسل او مشرانو دا فکر کړی چې تاریخ به دوی څنګه ولیکي؟؟؟

پښتون ولس هم دلته په افغانستان او هلته په پاکستان کې نن ورځ تر ټولو بد حالت کې پاتي دی.

١- جګړه پرې تپل شوي ده.
٢- ژبه يې وژل کيږي.
٣- نسل وژنه پکې روانه ده.
٤- د زده کړې له نعمت محرومه دی.
٥- تاریخ ته يې خلک دروغ او افسانه وايي او مشرانو ته يې په پرلپسې ډول توهين شوی او کيږي.
٦- د فاشيست، ترویست، ترهګر او په ډول ډول نورو القابو نومول شول.
٧- نن يې په افغانستان کې څوګ اکثریت قوم نه ګڼي، د وګړو سلنه يې (٤٠%) کمه حسابوي. دقيقه احصائیه يې نه اخېستل کيږي ځکه سيمې يې نا امنه دي.
٨- او داسې نوره لسګونه دسيسې او پلانونه ورته د حملې لارې لټوي.
خو پښتون نن پدې هر څه پوهېږي خو چوپ دی. دا چې وايې چوپ حال دا چې په هر څه پوهېږي هم ځوابونه په لاندې ډول:

١- که پښتون ته ووايه چې حق دې وغواړه او له ځان دفاع دې وکړه وايي؛ وايي چې زه متعصبه نه یم او تعصب نه کوم. خو په اصل هغه تر اوسه د تعصب-کرکې او مینې-حق ترمنځ په توپير نه دی پوه.

(تعصب او مینه له یوې ژبې سره په لاندې ډول بیلو:
که یو څوګ د خپلې مورنۍ ژبې پرمختګ غواړي، کار ورته کوي، مینه ورسره لري، خبرې پرې کوي، زده کړې پرې کوي او حق يې غواړي دا ټول ځکه ترسره کوي چې، الله (ج) د یو ویونکي مخلوق په ډول، نوموړي ژبه ورکړیده. او باید دا ټول او لا ډېر څه خپلې ژبې ته وکړي. او که ورته تعصب وویل شي تیروتنه ده.
که یو څوګ د خپلې مورنۍ ژبې پرمختګ غواړي، خبرې پرې کوي.... او د بل وګړي د مورنۍ ژبې سره حساسيت ښکاره کوي، کرکه ترې کوي، حق يې تر پښو لاندې کوي، خپله ژبه لوړه او د بل ټيټه او سپکه ګڼي نو دا تعصب او کرکه ده.

نن ورځ همدا پورته کلمې په سرچپه ډول سره کارول کيږي.
که زه په پښتو ژبه لیکل، لوستل، خبرې کول او زده کړه غواړم نو تر ډېره د متعصب په نوم یادیږم. او که بل زما څخه زما د مورنۍ ژبې حق اخلي نو هغه د خپلې ژبې وفادار، چوپړ کوونکی او حق لرونکی یادیږي.)

٢- بې اتفاقي: د پښتون د بدبختۍ بل عمده لامل بې اتفاقي ده. وايي چې " پښتون په يو څه کې اتحاد لري چې هغه په خپله بې اتفاقي ده." تجزیه کوونکي دښمن نن ورځ د پښتون ذهن ته د منطقوي ویش او نفاق دوا ور پيچکاري کړيده. نن تر ډېره پښتون د زون پر نوم لکه لويه پکتيا، لوی مشرقي او لوی کندهار پورې ځان تړلی بولي. منطقوي ګټو ته په ملي ګټو غوره والی ورکوي.

٣- ځان بې مسولیته ګڼل: په لویه کې هېواد، ژبې، قوم ته ناموس ويل کيږي. دا هر فرد او وکړي؛ زده کوونکي، محصل، استاد، ليکوال، ساستمدار او هر کسب ګر ملي او وجداني دنده ده چې پرته له تعصبه له خپلو ناموس ساتنه او دفاع وکړي. خو نن خبره برعکس ده، که چا ته ووايه چې قوم او ژبه درته اړتیا او تر وسه دې ورته کار وکړه، وايي (دا سیاسي خبرې دې) او زه په سیاست کې کار نه لرم.
ایا که ناموس باندې څوګ تجاوز کوي نو د سیاست سره د تړاو پر بنسټ، چوپ پاتې کيږي او ننداره يې کوي؟

د پښتون په نوم احزاب او سیاسي مشران د چوکۍ په وېره او د قدرت په نشه کې د خپل ځان د دفاع نشي کولای قوم، ژبه او ولس خو لرې خبره ده. پښتانه سياسي مشران د تش په ملي ګرايي په نوم، له ځانونو غلامان او خرڅ شوي جوړ کړيدي.

دا څوم ځل دی چې، پښتون قوم او مشرانو ته يې سپکې سپورې او توهین وشولو. موده وړاندې ملا صبور، د غازي امان الله خان توهین په جرات سره وکړ او نن ورپسې تورن اسمعيل ډاکټر صيب نجيب ته (خاین ملي) خطاب وکړ او ختا د عکسونو سره يې هم خپله کرکه، کینه او تضاد وښوود.

"الله ج فرمايي" [سُوۡرَةُ البَقَرَة : 286]

لَا يُكَلِّفُ اللَّهُ نَفْسًا إِلَّا وُسْعَهَا ۚ ..."
ژباړه: الله ج هر نفس د هغه د توان په اندازه نيسي.

نو ګرانو هېوادپالو افغانانو!
زما بندګۍ وس همدا لیکنه او تر تاسو يې استونه وه. له فیسبوکي مبارزې مو نړۍ مننه. مشران په انتظار مه کينئ، پراخو مدني او سولېزو لاریونو ته تیار ونېسئ، تر څو د پخوانیو مشرانو روح مو خوشحاله کړي او ملي خاینانو او پردیو جاسوسانو ته مو خپل زور ښودلی او نور ته عبرت شي تر څو په راتلونکي کې دا ډول پېښې بیا تکرار نشئ.
ورور مو شمس رحمانزی.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery