مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی له امريکا سرغړونه خو پنجاب ته سر په پښو کې ږدي

سيد حسين پاچا

د ښاغلي کرزي په ځواب کې :
پخواني هېواد مشر کرزي ضياءالحق شهيد وباله
موږ له Durand-line ، فلسطينيانو او القاعدې ((عزام، اسامه، ظواهري او نورو)) له Black September څخه پند وانخېست او نه مو خپل مشترک قاتل وپېژنده، ځکه خو مو خپل مشترک قاتل ته د نورو په لمسون په تېروتنه پناه يووړه. د خپلو ولسونو قاتل شهيد ګڼل له خپلو بېګناه او مظلومو ولسونو سره ستره جفا او زموږ له واکه پورته خبره ده

ارحموا من في الارض يرحمکم من في السماء
لم تقولون ما لاتفعلون
ومن شر حاسد اذا حسد
“The water in Afghanistan must boil at the right temperature.”
په لوی لاس چا ته هر اړخيز ضرر رسول ((هغه هم د يو مشروع - سياسي حق لپاره)) د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې دی. بنسټونه مو ړنګ، خلک مو ووژل شول، خاوره او حاکميت مو هر وخت له ګواښ سره مخ دی، ځکه خو يې د دې موخو د ترلاسه کولو لپاره لومړی په جهادي وهجرتي پير کې زموږ تعليمي نصاب کې لاسوهنه او بيا يې د وخت سياسي نظام ونړولو. ناپوهي د هر څه زېږنده ده.


ضياءالحق :
Steve Coll
Ghost Wars
To make his complex liaison with the CIA work, Zia relied on his chief spy and most trusted lieutenant a gray-eyed and patrician general, Akhtar Abdur Rahman, director-general of ISI. Zia told Akhtar that it was his job to draw the CIA in and hold them at bay. Among other things, Zia felt he needed time. He did not want to take big risks on the Afghan battlefield-risks that might increase Soviet-backed terrorism in Pakistan or prompt a direct military attack. Again and again Zia told Akhtar: “The water in Afghanistan must boil at the right temperature.” Zia did not want the Afghan pot to boil over.

Ghost Wars: The Secret History of the CIA, Afghanistan and Bin Laden

Black September: The role of Pakistan’s General Zia-ul-Haq in the 1970 massacre of 25,000 Palestinians in Jordan
https://lubpak.com/archives/673

يو متل دی چې :
مه دومره خوږ شه چې خلک دې ښويه تېر کړي
مه دومره تريخ شه چې خلک دې ايسته وغورځوي
ځکه خو اسلام سپارښتنه کوي چې ((خير الامور اوسطها)) ميانه روي ښه ده.

درست ده چې پاکستان زموږ د جهادي او هجرتي پير دويم کور وو، خو دا د دې مانا نه ورکوي چې موږ دې هر څه له لاسه ورکړو، نه دا چې هر څه له لاسه ورکړو.

وايی چې له اوښه چا پوښتنه وکړه چې :
کوم يو دې بد ايسي، ځوړ که پيچومی؟
اوښ ورته وويل چې درېواړه دې ورک شي.
نو هغه ورته وويل چې درېيم يې څه شی دی؟
اوښ ورته وويل چې چيکړې.

نو د پاکستان نظاميان، سياستوال او ملايان موږ ته همدغسې بڼه لري. ټول يې په افغانځپنه، وژنه، هېواد ورانونه او بنسټونو نړولو کې سره شريک او ورته برخه لري. نظاميان مو وژني او ځپي، سياستوال مو تېرباسي او ملايان د دواړو مکر او فرېب، لاسوهنې او نااعلان شوې جګړې ته د طالب، داعش او جهاد تر نامه لاندې مشروعيت ورکوي. عجيبه انصاف، پخوانی هېواد مشر بيا د خپل ولس قاتل او د هېواد ورانوونکې او وېجاړوونکي پالېسۍ بنسټ اېښوونکي ته شهيد وايی، چې دېته څنګه ملي شخصيت ووايو؟

پوښتنه دا ده چې ښاغلی کرزی هم د نورو جهادي تندروو اسلامپالو مشرانو غوندې تندروی دی او که ميانه روی؟ ده خو په هند کې سياسي زده کړې کړي دي، نو دا ملا کله شو؟ نوموړی اوس ځان سياستوال بولي او که اسلامپال؟ په کار خو دا وه چې نوموړي هلته د خپلو زده کړو په وخت کې په ديوبند او يا ندوة العلماء کې اسلامي زده کړې لوستی وای، نه په حقانيه کې. مخکې سياستوال وو، خو اوس مفتي هم شو.


The Five EVILS Who Destroyed Afghanistan
http://www.thevoicetimes.com/five-evils-destroyed-afghanistan/

نصيرالله بابر :
Former interior minister of Pakistan , General Naseerullah Babar gave an Interview to a Journalist Farhad Ali Khawar:

Babar said to him that I was invited by the then Prime Minister Zulfiqar Ali Bhutto . He ( Bhutto) told me that the Durand Line Agreement is expiring in 1993, so Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus river.

Babar says that I invited Gul Buddin Hikmat Yar , Ahmad Shah Mahsood , Burhanuddin Rabbani and other religious youngsters from Afghanistan . I met with them in Bala Hisar port in Peshawar. I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan. Thus we started to destabilize and burn Afghanistan.

Babar further added that we burnt Afghanistan to such an extent that even former Soviet Union also burnt in it. And now Afghanistan will never have the power to demand for the removal of the Durand line. That is the service I (Babar) have done for Pakistan.

زه له ښاغلي کرزي، ښاغلي حکمتيار او له نورو ټولو لروبر علماوو نه پوښتم چې دلته خو د حسد او د تخريب ذکر د ضياءالحق او د نصيرالله بابر دواړو له خوا شوی چې يو نظامي ديکتاتور مشر او بل متقاعد نظامي – سياستوال، او بل د سياستوال بوټو او د تندروو اسلامپالو ملايانو د جهاد غومبر.

• The water in Afghanistan must boil at the right temperature.
• So Afghanistan Must be destabilized, because Afghanistan will demand for its territories from Durand line to Indus River.
• I gave them money and 303 rifles to destabilize Afghanistan.

تاسو دلته ګورئ چې د نظامي ديکتاتور مشر له لورې څومره د حسد خبره جنرال اختر عبدالرحمان ته شوې چې د افغانستان وضعيت بايد د حرارت په يوه مناسبه درجه کې وساتل شي چې درد لري او رغښت نه.

کمونيست سياستوال بوټو بيا کمونيست نظامي جنرال بابر ((د بېنظيرې د وخت د کورنيو چارو وزير)) ته وايی چې د افغانستان موافقتنامه په ۱۹۹۳ ز کې پوره کيږي، نو افغانستان به له موږه تر اټکه پورې د خاورې دعوه کوي، نو د دې لپاره چې افغانستان د تل لپاره د دې جوګه نه شي چې له موږه د خپلې خاورې غوښتنه وکړي، نو افغانستان بايد ختمي بې ثباته ((ناارامه)) شي  باير بيا زموږ بګيالي مړزان راغواړي چې د پېښور په بالاحصار کې ورسره ويني او ټوپکي او پيسې ورکوي او افغانستان ته يې رااستوي.

دلته تاسو ګورئ چې مخرب يې روښانه، تيورينسيان يې روښانه، ګومارل شوي يې روښانه، وسله او پيسې يې روښانه او ملايانو يې ورته څنګه د جهاد بڼه ورکړه؟ زما پوښتنه او ننګونه له ټولو نظاميانو، استخباراتو، سياستوالو، ملايانو او له عامه ولسه دا ده چې دوکه په اسلام کې جايز ده کنه؟ څنګه يوې ناروا کړنې ته هغه هم د لروبر پښتون ولس د روا – سياسي حق لپاره د جهاد بڼه ورکړل شي؟ که څوک ورته د اسلامي ارزښتونو ((قرآن وحديث)) په رڼا کې يا هم د فقهاو په اصولو کې او يا هم د نړيوالو او مدني اصولو او ارزښتونو او يا هم د ګاونډيو په اصولو او ارزښتونو او يا هم له اخلاقي پلوه ورته داسې کوم ثبوت لري چې هغه له اصل اصولو يعنې له کتاب الله او د رسول الله صلی الله عليه وسلم له ارشاداتو سره په ټکر کې نه وي، نو درست ده، کنه د دې افغان وژنې، هېواد ورانونې او د خاورې او حاکميت لاندې کولو او غصبولو دنيوي واخروي، قانوني واخلاقي مسووليت ((پړه)) به يې د چا پر غاړه وي؟

درست ده چې روسان راغلل او موږ پاکستان ته مهاجر شو، خو دا هم د هېرولو نه ده چې له موږه زموږ واک د ديکتاتور ضياء په وخت کې په ډېر هنر ((چل)) واخېستل شو چې بيا به زموږ استازيتوب جونيجو کولو چې لا تر ننه پاکستان هماغه خوب وخيال ويني. دلته په حقيقت د پاکستان هر قشر که هغه نظاميان دي، که هغه سياستوال دي، که هغه استخبارات دي او که هغه اسلامپال سياسي ملايان دي له موږ سره دوکه او خيانت کړی دی چې د الله تعالی پيغام خو روښانه دی چې ((ان الله لايحب الخائنين)). دا چې دوی ځانته پرېښتې وايی دا خو د دوی خبره ده، خو له شک پرته چې دوی له الله تعالی او له موږ سره دوکه کړې ده، او لا هم يې کوي او توبه يې نه ده کښلې.

بابر د طالبانو پلار :
The Rise of Taliban

In Pakistan, a controversy cropped up between the politico-religious parties, which, however, ebbed down with the changing situation. Addressing a meeting of the workers of the Jamaat Islami at the Jamia Ahya-ul-Uloom, Prang, Charsadda on Feb, 19, 1995, Professor Mohammad Ibrahim, provincial Amir of Jamaat Islami, said; “Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month”. Similar statements were attributed in the press to Hikmatyar also. On the other Maulana Sami-ul-Haq, leader of Jamiat-ul-Ulama-e-Islam (S), considered this phenomenal achievement an honour for his madrassas which had produced the Taliban. Maulana Fazal Rahman also approved it, although silently.

Rafiq Afghan has come out with detailed arguments with his own viewpoint which appeared in Weekly Takbeer of March 02, 1995 (Pp. 17-20). Resume of his article is produced here-in-under:
“The American CIA is involved in raising the Taliban through the British diplomats who have good knowledge about the people of Afghanistan against whom they had fought three wars. The British diplomats selected two Maulavis of JUI (F&S) who had strong links across the border. Beside financial assistance they were given such vehicles which were equipped with most modern communication system. After that they were noticed on regular errand to Kandahar. For one year they struggled constantly, contacted pro-Zahir commanders of Kandahar, assuring them necessary assistance, and met regularly the Maulvis of the madrassas along the border. Then it was decided to raise the Taliban force”.

تاسو دلته ګورئ چې له افغانانو سره له پيله څنګه دوکه شوې؟ ولس يې د مرحوم پخواني پاچا محمد ظاهر شاه په نوم دوکه کړ او څنګه يې طالبان د ظاهرشاه په نوم پر ولس باندې مسلط کړل. پلانوونکی تيوريسن يې کمونيست بابر او د مجاهدينو بل نظامي تيوريسن جنرال حميدګل وو چې دواړه په خټه پښتانه، خو د خپلو پښتنو سټه يې د پنجاب لپاره وويسته، ځکه چې په لومړي سر کې کمونيست بوټو بابر ځانته بللی وو او د افغانستان د تشويش خبره يې ورته کړې وه او د تخريب وبې ثباتۍ دنده يې ورسپارلې وه او هغه پرې وياړي چې دا ((هغه خدمت دی چې ما پاکستان ته کړی دی))، نه د اسلام لپاره، نو د افغانستان بې ثباتونه هغه هم يو مسلمان ګاونډي ته داسې ضرر رسول چې ټول نهادونه يې له يوې مخې ونړيږي او ولس يې هم پخپله، هم پخپلو ګومارل شويو او هم پر نړيوالو تش په نوم اسلامپالو سختدريځو ((القاعده وداعش)) او له دې مخکې پر مجاهدينو او طالبانو او بيا پخپل مينځ کې په جنګولو او هم پر نړيوال اشر باندې وهل هېڅ اسلامي جهادي صبغه نه لري او د نظاميانو، استخباراتو، سياستوالو او ملايانو په شريکه دا د لروبر پښتنو نسل وژنه ده چې له نړيوالو قوانينو سره هم په ټکر کې ده، خو زما د مجاهد وطالب و د داعش لا تراوسه پورې پرې سر نه خلاصيږي. د مجاهد وطالب او د داعش په نوم يې زموږ ځوان نسل له زده کړې محروم کړی او پرمختګ ته مو نه پرېږدي.

تاسو ګورئ چې دلته دواړه اسلامپال سياسي وشعوري اسلامپال ((جماعت اسلامي)) او ديوبنديان سياسي ملايان چې له خپلو نظاميانو، استخباراتو او سياستوالو سره څنګه په افغانوژنه او د هېواد په ورانولو کې يې سره شريک او د تخريب فتوی د همدوی له خولو راوځي.

جماعت اسلامي چې يو مکتبي سياسي يا شعوري سازمان دی په ديپلوماتيکه ژبه وايی چې د ((Taliban were organised by the European countries and backed by the communist forces who were paying 300 dollars to each member per month)) او دا نور ديوبنديان بيا چې د هغوی پورې يې سياسي تجربه کمه ده د رفيق افغان په خبره ((The British diplomats selected two Maulavis of JUI (F&S) who had strong links across the border)) او مولانا فضل الرحمن په خاموشه ژبه هم منلې ده. که لږه يې روښانه کړم چې دېته موږ الهي الهام نه، بلکې شيطاني الهام ويلی شو. ځکه چې دوی دواړه ديوبنديان د دوو لوړپوړو برتانوي چارواکيو په وسيله انتخاب شوي او وجه يې هم ذکر کړې ده. له بده مرغه موږ خو په پيل کې د دوی په سپينه جامه او لنګوټۍ دوکه وخوړه، خو دوی په حقيقت کې پوچ او مټاک غوزان ول چې هېڅ ګټه يې موږ ته نه وه پرته له تاوانه.

Great power competition is toxic
In July 1973, the regime of Muhammad Daud Khan laid claim to ethnic-Pashtun enclaves in north-western Pakistan. Prime Minister Zulfikar Ali Bhutto responded by backing the Islamists who would become prominent in the course of the anti-Soviet jihad, notably Gulbuddin Hekmatyar, Burhanuddin Rabbani and Ahmed Shah Masud. In the summer of 1975, Pakistan’s Inter-Services Intelligence (ISI) funded and armed an abortive Islamist coup against Daud’s government.
“The water in Afghanistan,” General Zia-ul-Haq had told his spymaster in December 1979, “must boil at the right temperature.” India still has time to learn from the lessons of the war that was lost 25 years ago, and work to make sure the pot doesn’t boil over. It needs to ensure there is a multilateral international mechanism in place to negotiate Afghanistan’s political future, and funding to ensure a viable national state with a functional military. It must, most importantly, consider what to do in the worst-case scenario.
نتېجه :
دا چې په دې وروستيو کې د حکومت او د حزب اسلامي ترمينځ د سولې خبرې روانې دي يو ښه فرصت بولم. الله تعالی دې وکړې چې خبرې مخ ته ولاړې شي. دا دواړو خواو ته په خير بولم. يو دا چې سولې ((صلحې)) ته الله تعالی ښه ويلي دي او دويم دا چې دا يو دنيوي واخروي او هم ملي - اسلامي واخلاقي رسالت دی چې تر څو به د بل په غېږ کې پراته يو؟ ترڅو به راباندې ډول ډول لوبې او ازمايښتونه کوي او زموږ پر لاس به راباندې خپل ولس وژني او خپل هېواد به راباندې ورانوي او تر څو به د يو او بل وينې پر يو او بل نوم تويوو؟

دوی چې خپل هوايي، بحري او زمکني دېواړه حريمه هم دې غيرمسلمو ته په اختيار کې ورکړل. د دې باوجود دوی له موږه زيات مسلمانان بولي، نو لږ خو موږ هم بايد له ځان سره فکر او سوچ وکړو اولږ له خپل فکر وعقل څخه کار واخلو او د دوی له مکر وفريب او ضرر او هم له نااعلان شوې جګړې څخه ځانونه وساتو، نه دا چې وژني مو هم او لا غازيان وشهيدان يې هم بولو، نو دا د هېواد له يو مشر سره نه ښايي چې هغه دومره بېلارې او بېواکه شي چې د خپل ولس بېرحمه نظامي ديکتاتور بيا هم شهيد بولي، نو خپل وژل شوی ولس څنګه بولي؟

افغانان خو روسان، پاکستان او هم دا نور بهرنيان په افغانوژنه کې پړه بولي. د شمال ټلوالې روسانو ته برائت ورکړ، او کرزي پاکستان ته. حال دا چې دا خو د دوو لويو قوتونو ترمينځ سيالي وه چې پاکستان ته الله تعالی ښه چاڼس په لاس ورکړ او څنګه يې له فرصته مناسبه ګټه پورته کړه. خپل ټول مطلبونه يې هم راباندې وکړل او نن مو پخوانی هېواد مشر د خپل ولس معاند قاتل شهيد بولي. نه يوازې موږ، بلکې عربو هم له موږ سره يوځای دوکه خوړلې. له بارانه تښتېدو له ناوې لاندې مو شپه شوه. نه مو ځان وپيژنده، نه مو هېواد او نه خپل ولس او نه خپل ملي - اسلامي ارزښتونه.

په درنښت

کرزي د امريکا د بهرنيو چارو وزير څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله
http://www.taand.com/archives/67760
له ضياءالحق سره د کرزي خواخوږي په څه ده ؟ / خالد سنګر
http://www.afghansabawoon.com/%D9%84%D9%87-%D8%B6%DB%8C%D8%A7%D8%A7%D9%84%D8%AD%D9%82-%D8%B3%D8%B1%D9%87-%D8%AF-%DA%A9%D8%B1%D8%B2%D9%8A-%D8%AE%D9%88%D8%A7%D8%AE%D9%88%DA%96%D9%8A-%D9%BE%D9%87-%DA%85%D9%87-%D8%AF%D9%87-%D8%9F/


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery