مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د«کرز اودکرزیانو کورنۍ ته یوه کتنه» لیکني اړوند

انجنیر سید عبدالقادر
۰ دښاغلي ځلمي کرزي دتاریخي لیکني په اړوند زما دسترګو لیدلی او اوریدلي حال
 دټول افغانستان په ویب پاڼه کی مي د«کرز اودکرزیانو کورنۍ ته یوه کتنه» ترسرخط لاندی یوه معلوماتی په زړه پوري لیکنه ولوستل،په دې لیکنه کی دځینومعلوماتونو ترڅنګ داسي څه مي هم ولوستل،چه اساس یی ماته څه ناڅه خام معلوم سوو،ځکه نومی و هغه څه ته د ښا غلي توجه رااړوم کوم چه مالیدلی اویا دلیدونکو څخه می اوریلی دی، او غواړم چه دمحترمو لوستونکو سره یی هم شریک کړم ،
شاید په دې اړوند ښاغلی کارپوه ځلمی کرزی هم راسره هم ږغی واوسي۰
لمړي ـــ دکند هار د۱۳۳۸ کال بلوا چه په ظاهره توګه د هغه څه غبرګون وو، کوم چه دولت غوښتل دښځو دازادۍ پرلورلمړنۍ قدومونه واخلی، په دې اړوند یی لمړي دکندهار دمخورو خلګو څخه وغوښتل چه په دولتي میلمستیاوو کي خپلی میرمني هم ورسره راولي،دې قدم عملی جنبه لانه وه اغوستې،چه دولت په کندهار کی دیوه سازمان سوی تشنج «بلوا یا دقهره ډک » عمل سره مخامخ سوو، داهغه څه وه چه په غیرمستقیمه توګه دپاکستان د«آی اس آی » په لارښوونه دافغانانو دغبرګون تر نامه لاندی ترسره سول۰
اوپه دې عمل کی داسی کسان هم لیدل سوی وه، چه دډیورند دکرښې هاخواته ژوند کاوه، داځکه چه لاری خلاصی وی ،هر چاکولایسوای چه په اساني سره پاکستان ته تګ اورا تګ وکړي ۰
پاکستانی واکمنانو دډیورند دکرښي په اړوند دشهید داود خان سیاست او دهغه د هلو ځلو دپاره یی دزغم قابلیت نه درلودی،ځکه نویی غوښتل چه دده په وړاندي ډیر داسی څه ترسره کړي،چه دده کورنئ اوبهرنئ سیاست دناکامۍ پرلورروان کړي ۰ شهید داود خان په هغه وخت کي یو بل داسی عمل هم ترسره کړ،چه هغه دسفر بري اعلان وو،چه دې عمل د پاکستان نوی جوړه کړی واکمني په رشتیا په لرزه راوستل۰ پاکستان په هغه وخت کي دداود خان دشخصیت او دده کورني سیاست دتخریب په وړاند ي ، په کویټه کی دراډیو یو اسټیشن جوړ اودهغې رادیو له لاری د«ملک کا کا اواختری» د يوه ځانګړ ي پروګرام ترنامه لاندی غوښتل یی چه دکندهار اویوشمیر نوروپښتنې سیمو خلګ دداود خان په وړاندي تحریکړي ۰زما په یا دیږی چه په کورکی به موداراډیو ډیره کرار اوریدل،اوخلګ به بیره کي وه،ځکه دا داسی پروګرام وو،چه یوازی دداود خان دشخصیت اودده دسیاست دتخریب له پاره مخ ته بیول کیدي اوبس ۰
څرنګه په هغه وخت کي افغان دولت داسی تخنالوژی نه درلودله ، چه دهغې رادیو فریکانسی ورمختله کړی،نویی دکندهار وولس ته اعلان وکړ،چه دکویټی رادیو وانه وري ،کنه نو جریمه به پرولګیږي۰د پورتنۍ بلوا ریښتني حالت ما دنیژدی ځکه ولیدي ، چه زه ددوستانو کره تلم ،دکندهاردهرات بازار په منځ کی دبلوا يوشمیر پلویانو چه شمیریی ترلسو نه ووډیر زموږ د ښار ي بس مخه یی ونیول اودلرګویو په زریعه یی دموټر سیښې ماتی، سپرلې کسان ټول وارخطا اودخپلوکورنو پرلار باندی روان سول، دوکانونه ټول تړل سوی وه،زه په دغه وخت کی دمکتب په دوهم صنف کی وم،سن می ددې ایجاب نه کاوه ،چه دهرڅه څخه وبیریږم،نو بیاهم دخپلوانودکورپرلورباندی روان سولم،په داسی حال کی چه ددې بلوا مرکز هم دهرات دروازه اودکندهار دسینما د تعمیرمخه وه،زه هلته ورغلم اوددوی سیل می کاوه،سینما ته یی اور اچولی وو،اودیا چهار یار ناری یی وهلی اوشمیر یی وسلو ته هم نه رسیدې ( چه ورسته پاکستان «آی اس آی» وخپل نوو شاګردانوته داناری دتکبیر په نامه واړه ولی )،دې بلوا ترغرمې پوری دوام وکړ،او دولت ژر دې پښی ته دپای ټکی داسی کښيښوی، چه دولت په کندهار کی پوځی حالت اعلان، والی یی تبدیل اوعوض کی یی دقول اردوقومندان جنرال خان محمدخان دموقت وخت له پاره دتنظیمه ریس په توګه وټاکي،او دکندهار والی محمد صدیق وزیری یی کابل ته وغوښتي۰ امنیتی ارګان یوشمیر کسان چه ملا یان هم پکښې وه ونیول،اومرکزته یی ولیږل، څوورځی وروسته په کندهار کی پردغوبندیانو باندی یوه محلی سندره هم جوړه سول،چه دسر یاشروع بیت یی داډول وو،«صالح ماد خان چه اقرار وکی په فرقه کی ــ فورآ یی سپورکې په طیاره کي » صالح محمد هم دپوپل زو دقوم دمشرانو څخه شمیرل کیدي په دغه ورځ ما هیڅ څوک ونه لیدل ،چه خپل ژوند یی دلاسه ورکړیوی، یوازی دیوه نانوای می واوریدل چه دهوایی مرمی له کبله شهید سوی دی، دایوه ناسمه اودحقیقت څخه لیری خبره ده ،چه لیکوال لیکلی دی چه په دې بلواکی د ۵۰ – ۶۰ اویا۱۵۰ ـ۲۵۰ پوری خلګو تلفات ورکړل۰
،داتبلیغات دداود خان دحکومت دبدنامۍ لپاره دپاکستان درادیو له لاری څخه اوریدل اوتبلیغ کیدل ، واقعیت یی هم نه درلودلي ۰ ولیدل سوه چه پسله۱۶ کلنو د« آی اس آی » داسریال ددوهم واردپاره بیا دشهید داود خان دجمهوری ریاست په وړاندی هغه وخت کی ولیدل سو، چه دپاکستان «آی اس آی» بیاهم وکړایسوای چه د یوشمیر وطن پلورونکو کسانو «ربانی ،احمدشاه مسعود، ګلبدین » له لاری دپورتنۍ بلوا څخه په نوي بڼه دپورتني کسانو تررهبرۍ لاندی په ۱۳۵۴ کال کی په« پنجشیر،لغمان ،کنر » پرولسوالیو باندي یی حملی ترسره کړی ،غوښتل یی چه یوه ګډوډی رامنځته کړي ،ولی ددوی دا دوطن پلورنې عمل دناکامۍ سره مخامخ سوو ۰داچه وروسته د پاکستان آی اس آی څنګه اودکومی لاری په دې اړوند دخپلو افغاني اجنټانو له لاری دافغانستان دورانولو هدف ته ورسیدل، په دې اړوند به په راتلونکی اونۍ کی دافغانی ویب پانو له لاری ولوستونکو ته یو څه وړاندی کړو ۰ ۲ــــ محترم لیکوال لیکلی دی،چه دکرزیانو اکا «جان محمد» په ذاکر شریف کی په خپل باغ کی مصروف وو اودروسانو دخواڅخه شهید سوو۰ دیادولو وړ یی بولم چه باید د« شهید یارمحمد» پوپل زي نوم یی هم دیاده نوای ایستلي چه داحمد ولی دحاکمیت په ورستئ وخت کی چه دکرزڅخه دخپل زوی ترشهادت وروسته دبیري له کبله یی دډند سیمي ښار ته کوچ کړي او ژوند یی کاوه۰
یوه شپه دناټو دعسکرو دخوا په خپل کور کی په شهادت ورسیدی ،چه په هغه وخت کی په رسنیو کی یی هم انعکاس پیداکړ دادواړی پیښی د شهیدجان محمد دوستانو دخپلی کورنۍ ښخړو په اړوند په رسنیوکي پراحمد ولی کرزي تاوان کړی وي۰ ۳ـــ ښاغلي دکرزیانو دکورنۍ دتاریخ په هکله ډیری ښکلی ټیکي بیان کړي دي،ولی دابه زموږ دبي ګناه اسیر ولس په وړاندي نه یوازي دانصاف څه لیری کاروي بلکه لويه جفا به وي ،چه دکرزیانو دتاریخ دپاڼو څخه پرامریکایانو باندي دوطن پلورني او دکرزیانو دداسی ګوډاګۍ توب ورقی و ایستل سي ،کوم چه دوطن پلورني په د ې ۱۵کلن درشل کی یی نه یوازی په سل هاووزره بیګناه افغانانو خپل ژوند دلاسه ورکړي دی بلکه ددې ګوډاګی کرزي ترمدیریت لاندی افغان ملی شتمني دبهرنیو اوکورنیو جنایت کارانو له خوا دچور اوچپاول سره مخامخ سوی اوداجنایت کاران نور هم په د ې ناروا لاره کی مخته ځي۰ اود ۱۵ کلنو راهیسی یی دافغان اسیر ولس برخه لیک دخپل ګروپ سره یو ځاي دب ۵۲ بمب اچونکو امریکایی الوتوکو په زور په خپلو مردارولاسونو کی نیولی دي۰ چه د چور په دې پړاو کی کرزی اودکورنۍ غړي یی هم دملت په شتمنیو باندی دسلهاو ومیلینونو دالرو خاوندان سوي د ي، او افغان ولس یی دورانۍ اواور وکندی ته ورغورځولی دي۰ پر دې اسیر ولس دي الله خپل فضل وکړي، تمت بالخی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery