مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د کرزي صیب نړۍ وال شخصيتونه:

سعدالله جان مظلومیار


دا خو به منۍ کنه چې وايي يو خدای پوره دی او بنده تل له نیمګړتياوو ډک وي، خو کله کله بنده خپله نيمګړتيا او کمزوري پټوي خو خدای ورکړي خويونه، عادات، کمي او کاستي نه شي پټيدای، هغه ورځ د خوشال بابا فکري بهير په خپله غونډه کې د افغانستان پخوانی ولسمشر حامدکرزی را بللی وو، کرزی صیب چې له کومې ورځې ولسمشر شو نو ما ورسره په دریمه ورځ په ارګ کې چې هغه وخت يي امنيت امريکايي سرتيرو او سپيو ساته ولیدل له خوی او عادته راته يو ملک،قومي مشر او يو ښه ويناوال ښکاره شو، يو ملګري ته مې وويل چې اشنا کرزی سياستوال نه بلکه ملک دی، خو ملګري راته تنده غصه وکړه او ويل يي ته ولې زموږ په مشرانو پسې داسې خبرې کوې خو کله کله د سړي شپږم حس له وخته مخکې يوه وړاندوينه وکړي او لاشعور دې اړباسي چې د راتلونکې په اړه خپل نظر ورکړې.
د پنجشنبې په ورځ کرزي صیب په خپلو خبرو کې د افغانانو قاتل، د افغانستان د تباهۍ لامل او د ننيو طالب مشرانو په څير يوې منحوسې پاکستانۍ څيرې ضياالحق ته د ملي شهيد خطاب وکړ، د کرزي له خولې مې ددې خبرې په اوريدو ټکان وخوړ،سترګې مې وموښلې ما ويل داسې نه ويده به يم او د مشرانو پر ضد کيدونکو منفي تبلیغاتو به مې ذهن خراب کړی وي او فلمي خيال به وينم خو دا خبره فلمي خیال نه بلکه د کرزي له مبارکې خولې هغه را وتلې کليمه وه چې ما د يو افغان په توګه په ځان لعنت و وايه.
خو وايي:
په شملګۍ دې شوم غلطه
زه دې له پکه سره څه خبره وومه
کرزی ډير خلک مداري بولي رښتيا هم مداري دی ځکه ده له پاکستان سره د ضديت، له امريکې سره د سرتمبګۍ او له هند سره د ناغوښتلې او په زوره دوستۍ له امله د ډيرو ويدو خلکو په زړونو کې ځان ته مصنوعي ځای جوړ کړ نه يي څوک له پاکستان سره پر ضد پوی شول او نه يي هم له امريکې سره پر دوستۍ ان تر دې چې موږنن هم نه يو پوی چې کرزی له هندوستان سره کلکه دوستي پر کوم بنسټ غواړي؟ هغه خلک چې کرزی سم نه پيژني او يا لکه زموږ سياسي کارپوهان چې د افغانستان د حالاتو ټول جاج ورته د رسنیو بحثونه او عقده مندانه خبرونه ښکاري نو نه وړي او نه راوړي وايي کرزی صیب ډير ښه سړی وو.
موږ د کرزي صیب په ښه سړيتوب شک نه کوو، موږ منو چې کرزی زموږ مشر وو خو د کرزي صیب ملي شهيدان، ملي قهرمانان،مارشالان، د سولې شهيدان او د حقې لارې لارويان هغه خلک دي چې ددې وطن په تباهۍ کې يي لاس لرلی دی.
راځم په لنډو کې د کرزی ملي ورکول شوي القاب دلته دريادوم:
د کرزي ملي قهرمان:
احمدشاه مسعود د شمال ټلوالې پوځي قومندان وو د کابل په ورانۍ کې يي ونډه ښه رنګینه وه،د مکروریانو ناهيد شهيدې د همدې مسعود د سپاهيانو له جنسي تيري د خلاصون په خاطر ځان له پنځم پوړ څخه کښته را خطا کړ خوکله چې په يو تروريستي بريد کې و وژل شو نو د کرزي په وخت کې د اساسي قانون جوړې شوې لويي جرګې د همدې سړي په خوښه ورته د ملي قهرمان لقب ورکړ او په څو ولايتونو کې يي واټونه، کوڅې،تعلیمي مراکز په نومونو شول او شل زره کسيز ولسوالۍ پنجشير هم د مسعود په خاطر ولایت شو او داده ۱۵ کاله کيږي اتيا سلنه سياسي، اقتصادي،پوځي او معنيوي امتیازات همدې يوې درې ته ور روان دي.
د کرزي صیب مارشال:
قسیم فهيم تر مسعود وروسته د شمال ټلوالې قومندان شو، دی هم په عقده مندانه کړنو کې تر مسعود کم نه وو لږ څه به ترې تير او زیات وو خو نور يي سکنی ورور وو، کرزي صیب ده ته په کورنۍ جګړه کې د ونډې اخيستو او کابل د کنډواله کيدو په خاطر د مارشال ډيره ستره پوځي رتبه ور اعطا کړه.
د کرزي صیب د سولې شهيد:
کرزي ددې لپاره چې هيڅوک ترې خپه نه شي نو دوه کاره به يي ډير کول يي خپلواکې ادارې ډيرې جوړولې او بل يي هر سړی سلاکار وو، نو د سولې شورا يي چې جوړه کړه مشرتوب، غړيتوب، معاوينت او.... يي هغو کسانو ته ورکړ چې دوی عملا د طالبانو پر ضد جبهه نيولې وه او د امريکې د يرغل پر مهال يي پر طالب وسله والو د غټو غټو بمونو فرمايشونه ورکول نو کله چې رباني صیب په وزیراکبرخان کې په خپل کور کې په پټکي کې راوړي ترهګر ترور کړ نو کرزي يو لوري ته د سولې شهيد کړ او بل لوري ته يي يو ستر علمي مرکز يانې د ښونې روزنې پوهنتون، مخې ته تیر شوی سړک او څلور لارې هم ور په نوم کړه. زوی يي ورته د سولې شورا ميراثي رئيس کړ او په دې سره يي پر شمال ټلوالې یوه بله لورينه هم وکړه.
د کرزي صیب ملي سلاکار:
کرزي صیب چې کله په ارګ کې ملکي کوله نو تر ټولو ملي سلاکار يي محترم رنګین دادفر سپنتا وو، کرزي به چې هره خبره کوله نو مخ به يي سپنتا ته کړ او چې سپنتا به په بريتونو کې وخندل نو کرزي ته به دا خندا له اسمانه راغلې وحيي ښکاره شوه يانې د کرزي د رد او تاييد بټنه له سپنتا سره وو چې د يو شاهد تر څنګ سپنتا ته د کرزي ريموټ يا لرڅار هم ويلی شو، خو دی خوارکی خبر نه وو چې همدې سپين بريتي سپنتا دده او د وخت د نظام پر ضد څومره په مستعار نوم مقالې هشت صبح نومې ورځپاڼې ته وليکلې.
د کرزي صیب ملي فرهنګي سلاکار:
ځينې يي سرمحقق، ځينې يي استاد او ځينې يي بیا پيران پير صیب بولي خو زه ورته وچ کلک زلمی هیوادمل وايم، دا سړی د کرزي هغه ملي فرهنګي سلاکار وو چې تر ننه يي څنګ ته کوړت کوړت کوي، دا ملي سلاکار دومره ملي سړی وو چې په کابل کې به له درې سوو راغلو او سوالي بورسونو او سکالرشيپونو څخه درې سوه به يي يوازې يو قوم ته ورکول دا ملي استاد او قدرمنه څيره دومره په ملي والي کې ډوبه تلې وه چې خپل هزاره سکرتر ته يي له عدليي وزارت څخه د يو سياسي ګوند جواز اخیستی وو او کله چې د ۱۳۹۳ کال له ناندريو ډک ټاکنيز کمپاينونه پیل شول نو هیوادمل به په ارګ کې د کرزي نظير وچاوو او سکرتر به يي په لوکسو هوتلونو کې لومړی زلمي رسول او بیا چې کله کيسه دوهم پړاو ته ولاړه عبدالله عبدالله ته کمپاينونه کول، د هیوادمل کرامات، خنداوې، ستونزې، سريال کتل او ځينې نورې هغه دومره ډيرې دي چې که د کرزي د وخت ټول کارونه سم وي خو چې يوازې هیوادمل يي وڅيړې نو پوی به شی چې کرزی څومره ملي سړی وو.
د کرزي صیب ملي شهيد:
ضياالحق د پاکستاني پوځ يو جنرال وو چې وروسته لومړی وزیر شو، د افغانستان په تباهۍ، بربادۍ، د پوځ، پوليسو، نظام او دولتي شتو په تباهۍ کې ددې سړي ونډه د نه هیریدو ده نني طالبان، داعشيان، منصوريان،امارتيان، فدايان،ځانغودان،غواغودان او په کوټه، وزیرستان، پيښور او کراچۍ کې ناست د افغانانو اجرتي قاتلان هغه څه دي چې بنسټ يي همدې د کرزي ملي شهيد کيښود، دا پاکستانی مکار جنرال به چې کله کابل ته راغی نو په مکارانه، عقده مندانه او رياکارانه انداز کې به يي د افغانستان ځمکه مچي کړه او ټولو به ورته له سترګو د تمساح اوښکې تويي کړې ځکه زموږ د پروني جهاد ټیکه داران هغه وخت په پيښور، تاکال، بوټ، شمشتو،چارصده او مانسيره کې د پاکستان تر خاص لورينې لاندې وو، دا جنرال زموږ ويدو او ځان پالو مشرانو د تبلیغاتو له امله پر موږ دومره منلی وو چې ان يو وخت به يي زموږ په کورونو کې هم انځورونه لګيدلي وو خو موږ ډير وروسته خپل قاتل وپيژاند او دا هغه وخت وو چې نور زموږ له لاسه وتلی وو او نور د لوی او منان رب په لاس کې وو او انشاالله چې عادل، قهار ، احد او صمد خدای به ورته سخته سزا ورکړي وي.
زه نه پوهيږم کرزی چې کله د خپل فرهنګي سلاکار زلمی هیوادمل سره کومې رسمي ناستې ته راشي بس پر پاکستان او امريکې را باندې کړي او ځان ددې دوو هیوادونو ستر دښمن بولي خو په ۲۰۰۱ کال کې د ارزګان غرونو ته امريکې بوته،په ارګ کې يي امنيت همدې امريکايانو ساته،ډالرې او تور بکسونه ورته د سپينې ماڼۍ راتلل، د دفتر د وخت رئيس او د سبا لپاره ځان ته لابي کونکي محمد عمر داودزي د پاکستان او ایران تورې پيسې اخيستې خو نن بیا وايي چې دا ما نه دي کړي او زه سپين چرګ یم.
د کرزي تر دې خبرې ماته هغه د ارواپوهنې د ستر استاد فرويد يوه کیسه را ياده شوه:
« وايي يو وخت يو کشيش فرویډ را ميلمه کړی وو، د فرويډ پوزه غټه وه نو کشيش خپلې لور ته يي ويلي وو چې کله فرويد راغی نو یو به يي پوزي ته نه ګورې او بل چې کله دې ورته چای يا کافی اچوله نو د بورې پوښتنه به ترې کوې ځکه فرويد کله بوره خوري او کله يي نه خوري. نو د وړې نجيلۍ چې په لاشعور کې يي د فرويد د پوزې کيسې اوريدلې وې ټول فکر يي د پلار تر لارښونو د فرويد په پوزه کې شو،چې فروید راغی ددې پر ځای چې ورته و وايي بوره درته واچوم؟ نو يي فروید ته وويل:کاکا پوزه درته واچوم......»
فرويد چې اروا پوه وو د نجيلۍ په دې خبره تر پایه ورسيد ځکه نجيلۍ خپله هغه خبره چې په لاشعور کې يي وه په لاشعوری ډول له خولې را و ويسته نو کرزي صیب هم باالاخره روښانه کړه چې کیسه څه ډول ده او ضياالحق ته يي د ملي خاين او د افغانانو د قاتل پر ځای د ملي شهيد لقب ولې ورکړ خو زه يوه خبره کوم چې د کرزي ټول ورکول شوي القاب لکه څنګه چې حالاتو پر موږ وتپل همداسې به يي حالات محوه کړي.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery