مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جهاد چا وکړ او امتياز څوک اخلي!!!؟؟

سردار محمد همدرد

جهاد چا وکړ او امتياز څوک اخلي!!!؟؟
کله چې روس پر افغانستان يرغل وکړ، د افغانستان مجاهد ولس په ډېره مېړانه د همدغه يرغلګرو پر وړاندې ودرېدل او هغوی ته يې غاښ ماتونکی ځواب ورکړ.
زه دغه افتخارات په مکمل ډول تايدووم او په دې سپېڅلي جهاد باور لرم، زه هغه څوک مجاهدين بولم چې د الله ج پر سپېڅلي دين او دې وطن يې سر قربان کړی او يا هغه کسان چې جهاد ختم سو او دوی وسله پر ځمکه کښېښوده او دايې وويل، موږ جهاد د الله ج رضا لپاره کړی و او خپله فريضه مو سرته ورسوله.
د سپېڅلي جهاد له نامه څخه په افغانستان کې ناوړه ګټه اخيستل کېږي، نن په ټول هېواد کې دا ورځ په شانداره مراسمو نمانځل کېږي او بايد ونمانځل سي، ځکه دا ښه خبره ده چې موږ خپل وياړونه، قربانۍ يادې کړو او د هغه شهيدانو روحونو ته دعاوې وسي چې د دې خاورې لپاره يې خپلې ککرۍ ښيندلي دي.
له بده مرغه د جهاد له نامه څخه ډېره منفي ګټه پورته کېږي، تاسو پر واک سپاره چې هغه د وزارتونو څخه بيا تر رياستونو همدا شعار دی چې موږ جهاد کړی دی او موږ ته بايد چوکۍ راکول سي.
جالبه خو دا ده چې، جهاد يې پلار کړی وي، خو کرېډيټ يې زوی اخلي او ډېری داسې کسان مې ليدلي دي چې عمرونه يې ډېر کم او د جهاد په کلونو کې لا زېږيدلي نه وو خو اوس په دريځونو او ويناو کې وايې چې ما جهاد کړی دی.
جهاد چې يو فرضي حکم دی، بدله يې د الله ج سره ده او د افغانستان خلکو پر مېړانه دا حکم پر ځای کړ او رښتينو مجاهدينو خپل سرونه هم قربان کړل، خو يو شمېر مجاهدين بيا په دې نړۍ کې په زوره نارې وهي چې موږ جهاد کړی دی بايد څوکۍ راکړئ، نو ته چې د جهاد بدله په دې نړۍ غواړې، خدای ج به درسره څه معامله کوي؟
زه د خپل ځان په اړه وايم، زه په خپله په يوې مجاهدې کورنۍ کې زېږېدلی يم. زما پلار چې د خپلې سيمې مشر و، د هغه وخت لاسپوڅي حکومت بندي کړی و. موږ له همدغه حالت څخه هجرت وکړ خو اوس راځم اصلي خبرې ته:
دا ټېکه داران او د جهاد له نامه څخه استفاده کوونکي خلک به ترڅو پورې له دغه نومونو  ګټه اخلي او دا سلسله لا روانه ده، له پلار اولاد ته انتقاليږي او بيا د هغوی اولادونو ته، دا يو ډېر بد فرهنګ سو او د دې ناوړه کلتور د پای ته رسولو لپاره بايد جدي کار وسي، ترڅو په غونډو، ويناو او نورو ځايونو کې د جهاد له نامه ګټه وانخيستل سي او نه په دې خاطر د څوکۍ يا سياسي ګټې غوښتنه وسي چې ګنې ما جهاد کړی دی.
تاسو په خدای ج باور کوئ زه ډېری داسې کسان پېژنم چې په دغه نامه ځان معرفي کوي او په دغه نامه يې دا ۱۵ کاله کېږي څوکۍ نيولي دي او پرې سرېښ دي، خو برعکس چا چې په ښه نيت، د خدای ج د رضا او د دې پاکې خاورې د ګټلو لپاره جهاد کړی و، د هغوی اولادونه اوس هم بې سرپرسته ناست دي، له زده کړو بې برخې سول، در په در او خاورې پر سر ګرځي.
څوک چې د جهاد په نوم تجارت کوي، د وطن پرستۍ او افغانيت ټکی لا هم پکې نسته، يوازې يې شخصي ګټې په نظر کې نيولي دي، په سپېڅلو مقدساتو او پر ملي شعارونو يې تېری کړی وي او خېټې يې پرې اچولي وي.
خو يوه خبره بايد هېره نه سي چې دا هرڅه تاريخ ته سپارل سوي دي او راتلونکي نسلونه به په دې اړه قضاوت کوي، د جهاد له نامه پر ګټه اخيستونکو به ملنډې وهي، لعنت به پرې وايي، د دوی اولادونو ته به پېغور ورکوي او تاريخ به د دوی پر کړنو له خندا شين وي.
د سپينو او سپېڅلو خلکو په ډله کې به تور او خيرن خلک بيا ښه مالوم سي.
زه نن د دې ورځې په مناسبت بيا پر افغان ولس ږغ کووم چې راځئ نور هغه معامله ګر او د قدرت لېوني او هر څوک چې د دغه مقدس نامه څخه بده ګټه اخلي بايد وپېژندل سي او ولس ته په ګوته سي.
په پای کې د ثور د اتمې چې نن يې څلورويشتمه کليزه ونمانځل سوه، د دغې تاريخي ورځې په مناسبت خپلو ټولو هغه شهيدانو ته چې خپلې ککرۍ يې د دې وطن لپاره وشيندلې روحونو ته درود استووم، ژونديو پاکو مجاهدينو او د دې وطن غازيانو ته سوکاله ژوند غواړم.

 

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery