مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-04-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

په هلمند کي د اداري فساد ریښې

نوید مېړنی

په دي کي شک نسته چي په هلمند کي روان ناورین او روان جنګ د نشیی توکو قاچاق او د موجوده اداری نارواوو او اداری فساد جوړ کړی دی. هلمند د هیواد په جنوب حوزه کي تر ټولو نا امنه ولایت دی. ډیرو سرویګانو ښوولی چي د اروزګان او زابل ترڅنګ هلمند یواځنی ولایت دی چي پکښي د نشيي توکو کرهڼه او اداری فساد اوج ته رسیدلي دي. په دي ولایت کي دومره نارواووي سوي چي خلک په لوی لاس طالبان سوي او د دولت ضد اقدام یی کړی او لا یی ځانونه د طالبانو غیري ته غورځولي دي. ددولت سره د خلکو د فاصلي یو عامل هم د ناروا او فاسدو چارواکو پر وظیفو پاته کیدل دي. موږ په هلمند کي داسي رئیسان لرو چي تر څوارلسو کالو ډير پر خپلو وظیفو پاته سوي دی. هر وخت چي نوی والی راسی نو د هلمند اولس دا فکر کوی چي نوی والی به په فساد اخته رئیسان د وظیفو څخه لیري کړي خو یوه والی هم دا کار نه دی کړی. هغه وخت چي اشرف غني احمدزي په مشری نوی حکومت اعلان سو بیا هم د هلمند اولس دا توقع درلودل چي هلمند کي به زاړه په فساد اخته رئیسان او ناروا چارواکي بدل سي خو تر اوسه دا کار نه دی سوی.
هره میاشت په هر ریاست او اداره کي په میلونو افغانی نوش جان کیږی خو هیڅوک سر نه په ګرځوی چي دا پیسي څه کیږي او چیري ځی. ددی ادارو ښه مثالونه د هلمند د انکشاف دهات ریاست، د شهیدانو او معلولینو ریاست، د ترانسپورت ریاست، د عادلیي ریاست، د فوائد عامی ریاست، د بریښنا ریاست، د معارف ریاست، د مهاجرینو ریاست، ښاروالی او نور یادولای سو.
ددي ډلی څخه د هلمند د کار ټولنیزو چارو شهیدانو او معلولینو ریاست ډیر په فساد کی اخته دی. ددی ریاست مسئولین دری واره بندیان سوی خو بیا د پیسو په زور ایله سوي. د هلمند د شهیدانو او معلولینو رئیس محمد نادر وطنوال یوولس کاله کیږی چي د معلم انور خان او خپلو پیسو په زور پر دي چوکی پاته دی. یوولس کاله مخکي پر بایسکل ګرځیدی اوس یی هر زوی په موټر کي ګرځي څلور کورنه یی په لښکرګاه کي جوړ کړی تر ټول ښه ښایسته کور یی د لښکرګاه په چهل متره سیمه کی دی. وطنوال یو ښایسته کور په کارته لګان کی هم لری دا کور یی خپل زوم ته ورکړی چی ژوند پکښي وکړي. وطنوال دوه کورونه د کندهار په عینو مینه کی دوه کورونه لری. یو کور د کابل په کلا فتح الله کی لری هغه یی په کرایه ورکړی.
محمد نادر وطنوال په هلمند کي ټول کشفی، امنیتی او نور ارګانونه رانیولی دی. هیڅوک هم د اولس ږغ د هغه په خلاف نه اوری. هره میاشت د هلمند د شهیدانو او معلولینو ریاست ته ۲۲۵ میلونه افغانی راځي خو ددی له جملی یی نیمایی هم مستحقو خلکو ته نه ورکول کیږی. شپږ میاشتی مخکی د واکنش قطعی د هلمند د امنیت ریاست سره په همږغی د شهیدانو او معلولینو رئیس او څلور نور کارکوونکي په یوه میاشت کي د څلور میلیونه افغانیو په اختلاس ونیول چی رئیس یی ډیر ژر د ۵۰۰۰۰ امریکایی ډالرو په بدل کی ځان خلاص کړ خو څلور نور مامورین لا هم بندیان دی. د کورنیو چارو د وزارت اړوند د کشف د ۳۵۰ ریاست ساحوی مسئول عبدالظاهر هغه مهال یوی خبری ناستی ته وویل چی د یاد ریاست چارواکو ډير اختلاس کړی و او تر هغه نه سی خوشی کیدای چی حساب ور نه کړی. متاسفانه چی رئس خلاص سو خو نور کسان لا بندیان دی.
په هلمند ولایت کی تیر کال ۱۳۹۳ د زمری پر څلورمه، د محمد نادر وطنوال پر ضد یوه مزاهره وسوه په دی مزاهره کی تر سلو زیاتو معلولینو ګډون کړی و په دی معلولینو کی د شهیدانو وارثی ښځي هم وی. هغوی پر وطنوال د فساد ډیر تورونه واچول خو وطنوال په مطبوعاتو کی هم پیسی تیری کړی بی غیرته خبریالانو دا خبرونه پټ کړه پر ځای یی سم یواځي د مزاهری راپور نشر کړ.
په دی ریاست کی ۷۰۰۰ کسانو ځانونه ثبت کړي چي له دی جملی څخه یواځی ۳۶۵۴ کسانو ته خپل حقوق ورکول کیږی نور ټول جعلی کارتونه جوړ سوی او پیسي یی رئیس او د نورو کشفی او امنیتی ادارو مسئولو کسانو ته هم ورکول کیږي.
د شهیدانو او معلولینو کورینو ته رهایشی نمبر هم راغلی چي په دی نومرو کی هم ښه فساد سو وطنوال د خپل زوی نوید احمد وطنوال پر لاس دیرش نمبر خپلو دوستانو ته ورکړی. هغه وخت چی محمدنادر وطنوال بندی سو ژر یی خپل زوی نوید احمد وطنوال ته یوه مدین ټولنه د انصاف په نامه جوړه کړه دا هغه مدنی ټولنه ده چی په حقیقت کی د انصاف په خلاف جوړه سوه. وطنوال نور هیڅ کار نه لری د خپل پلار او خپل هغه اداری فساد چی په مستوفیت کی یی کړی دی د پټولو لپاره کار کوي.
محمد نادر وطنوال په خپل دفتر کی د محمد یعقوب په نامه د فلج په ناروغی اخته ځوان هم وواهه هغه چی کله د پولیسو اولی حوزی ته عارض سو محمد نادر وطنوال اولی حوزی ته ۱۵۰۰۰ افغانی ورکړی او د محمد یعقوب عارضه یی د دفتر اشغال دانی ته وغورځول. محمد یعقوب بیا بله لار نه درلودله د محمد الیاس داعی په واسطه یی د ازادی راډیو په (د انصاف په لټه کی) خپرونه کی ګډون وکی او خپل ږغ یی پورته کی خو تر اوسه هم د محمد یعقوب اواز چا نه دی اوریدلی.
محمد نادر وطنوال ځان ته مجاهد هم وایی خو داسی کارونه کوی چی کافر یی هم ولاکه وکړی. هغه پر رشوت اختلاس او نورو نارواوو سربیره په اخلاقی فساد هم اخته دی. د اخلاقی فساد خبره یی هغه وخت معلومه سوه چی د یوی ځوانی کونډی ښځی سره یی په خپل دفتر کی دری واره ناروا کړی وه هغی چی عریضه وکړه وطنوال پیسی تیری کړی هغی  چی مطبوعاتو ته خبر ورکی وطنوال خبریالانو ته د ږیری روی ونیوی چی د بدلمنی خبر یی خپور نه کړی. خبریالانو بیا وروسته یواځی دهغه د اختلاس خبر نشر کړ خو د اخلاقی فساد خبر یی نشر نه کړ.
د یادولو ده چی وزارت مقام هم دا خبره منلی وه چی شپږ سوه کسانو ته جعلی اسناد جوړ سوی وو او پیسي یی رئیس او یو شمیر مامورینو جیبونو ته تللی.
پر دی ټولو ناوړه کارونو او اداری او اخلاقی فساد سربیره چی محمد نادر وطنوال پر خپل چوکی پاته دی او زوی یی د انصاف په مدنی ټولنه کی د خپل ناروا پلار دفاع کوی. بل شی نه جوړیږی بیله معجزی. موږ د هلمند ولایت اولسونه د هلمند د نوی والی حیات الله حیات او د کار ټولنیزو چارو ، شهیدانو او معلولینو وزیر څخه غوښتنه کوو چی نادر وطنوال د قانون منګلو ته وسپاری که پورته خبری درته غلطی معلومیز هیله کوو چی د یوه هیئت په واسطه یی و څيړی. تاسو ته به د نورو رئیسانو د فساد په اړه داسی دقیق او د اسنادو سره معلومات وروسته وړاندي کړو.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery