مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

زما مور نشته

ذکریا شنیزی

 

ای مورجانې! ستا دومره ښکلي نوم ده چې سترګې یې په لیدو روښانه کیږي، ژبه یې په ویلو خوږېږي او زړونه پرې تسکین مومي. ای مورجانې! نن د سرو ګلو ګیډۍ په لړزیدلو لاسونو ستا لیدو ته درځم. ولي زما سترګې له اوښکو ډکې دي. ای مورجانې ته پوهیږې چې زما دا اوښکۍ له ډیر زړه بدوالي څخه دي. او زړه بدوالی مې ستا د مهربانه لاسونو یو ځلې ښکلي کول غواړي او بس. ای دریغی، چې اوس خو ژوندۍ وای، ای مهربانه خدایه کاشکی مور مې ژوندۍ وای. نن مې زړه اور اخیستي او ستا خالي ځای مې سترګو کې ګرځي راګرځي. اګر چې په دې هم پوهیږم چې ستا ځای ښکلی دی، فرښتو در ته جشن نیولی او پدې هم ښه باوري یم چې ستا د پښو لاندې جنت دی....
خو، اخ دریغی چې نن مې فقط یو ځلې ستا څیرې او جمال ته کتلي وای، او یوځل د لیدو لپاره ستا غیږې ته درپریوتی وای. ای مورجانې، کلونه کلونه کیږي چې رنګا رنګ ترانې او سندرې اورم، مګر هیڅ کله مې ستا د اللو، اللو...... غوندې خوږ او زړه راښکونکي آواز ندی اوریدلی او نه به یې واورم.
ای آسمانې فرښتې نن ستا ورځ ده، زه نه پوهیږم چې څنګه، په کومه ژبه او په کومو ګوتو ستا صفت او ستاینه وکړم. هغه ستا لوی صبر، پراخه حوصلې او مهربانېو ته څنګه په دې واړه فکر کې ځای ورکړم؟ نن هغه ورځ ده چې ددنیا ګلونه ستا مخې ته ایښودل کیږي ولې ټول ستا ښکلا ته بدرنګه او بې بویه دي.
مورجانې، ښه مې په یاد دي، هغه وخت مې هیڅ له یاده نه وزي چې زما سهوې به دې په ډیره مینه او محبت سره پاکولې او په غوره صبر او حوصله مندۍ سره به د کلیمه په کلیمه را سره تکراروله. د ژوندانه په ټولو برخو کې به قدم په قدم را سره تللي، ډیره ځله په ځمکه لویدلی یم او هر ځلې د خورا په مینه  زما لاس نیولی او پورته کړی دې یم.
دا مې هم هیر ندي چي ډیرې شپې به زه مریض وم او په هغه تبه نیولي تندي به د ښکلولم او راته ویل به دې چې، زویه ښه کیږي پخیر. هغې ورځې مې هم هیڅ له یاده نه وزي چې خپله د مینې او محبت مړۍ به د زما په خوله کې را کوله ولې ما به ډیر ځلې په ماشومانه څپیړو ستا لاس زما له خولې نه ټیل وهلو. ای خدایه څومره کبرجن ماشوم وم؟
هو ریښتیا، هغه بله شپه مې یو خوب لیدو. خوب ډیر خوږ او ډیر ښکلی وو. په خوب کې مې مورې ته ولیدلي، چې ډاکتر ته تللې وي. په لاس کې دې ټیسټونه، اخیستل شوي ایکس رې انځورونه، درمل او ..... وو، او ویل دې چې دا ډاګټر ډیر لایق او پوه سړی و. ما هم په ډیر تشویش او بیړه در نه وپوښتل چې څه وشول؟ ډاګټر څه درته وویل؟ هله راته ووایه؟ تا راته موسکۍ شوې او راته کړل دې چې، ډاکټر وویل ستا مرض دومره د تشویش وړ خبره نده، انشاءالله له دې درمل خوړلو سره ښه کیږې او بیا به د ماته د راتلو اړتیا نه وي. خوشحاله وې او ډیره خوشحاله. زه هم ډیر خوښ وم، له ډیرې خوښۍ نه مې په خوب کې ژړل او سلګۍ مې کولې.  خو چې ویښ شم مورجانې ځای دې وو او ته نه وې. مورجانې یادونه دې زنګولو ولي ته نه وي. څه ښکلي خوب می لیدو او ای مهربانه خدایه نکیږي چې یوځل یې په حقیقت بدل کړي؟ اوس مې، اوس مې، هماغه روغتون او ډاګټر سترګو کې ګرځي چې تا راته په خوب کې ویل چې، دا څه تکړه ډاکټر وو، راته ویل یې چې ښه کیږې او بیا دې د راتلو اړتیا نشته. نه تنها چې هغسې ونه شول بلکې هر څه سرچپه وو. هیڅ مه نه هیریږي، د ژوندانه سخته ورځ او ډیر بد ساعت مې هغه و چې زما په غیږ کې ستا آسماني فرښتې سیوری زمونږ له سره کم شو او په همیشني سفر لاړې. خدای (ج) د همدا ابدي سفر له خوښیو او رڼاګانو ډک لره ای ګرانې مورې.
مورجانې! نن مې زړه ډیر پتنګ ده، ناست یم  او ستا د یادښتونو به باره کې فکر کوم. مګر دې لعنتي اوښکو مالګینتوب دا اجازه نه راکوي چې ستا د هغه خوږو خاطرو او یادښتونو څخه خوند واخلم.
چې وړوکی وم ستا د ټکري پیڅکه به مې نیوله او په خوښۍ به بیرون ته درسره تللم. ولې اوس چې غټ یم مورې تا غواړم او نه د ټکري پیڅکه دې. د ټکري په پیڅوکو به خپلې اوښکې وچې کړم خو زړه به مې هیڅ کله آرام پرې ونه نیسي. شاید په بوی یې یو څه اندازه خوښ شم ولي ارامیدل پرې ناشوني دي.
ای مورجانې، نو ستا نه شتون فقط ستا نه شتون ندی راته، بلکې د ډیرو شیانو نشتون دی راته. په ژوند کې بې ژونده شوم، یتیم شوم، زما د سر سیوری کم شو، دعا ویونکۍ مې نشته، بې خبرو شوم، ډوډې مو بې مالګې شوه، کور مو تیاره شو، مجلس مو خاموش شو، خندا را ځنې والوته ..... او ای مورې آخر دا چې زه بې له تا نه فقیر او غریب شوم. نو ټول ژوند مې په غمونو کې پټ دی او زړه مې فقط ستا مورنی ناز غواړي.
نن چې زه دلته یم، دا ټول ستا برکت ده چې ټول ژوند د زما په لاسو کې ایښی وو. ای مورې ته زما چراغ وې چې تیارې دې راته رڼا کړلې. آی مورجانې د ژوند د ټولو مشکلاتو، ټولو خوښيو پوره وړی دی یم. ولي؛ ولي چې څومره چې ستا مینه را سره لرله، زه د هغې مینې کمه اندازه نشم پوره کولای.
هوکې؛ مورجانې ستا څخه مې دا زده کړل چې د ژوند په ډیرو سختو شرایطو کې خپله هیله او آرزو له لاسه ور نکړم. اګر چې د نشتون تحمل دې ډیر مشکل دی راته او هیرول خو یې هسې ناشوني دي. ځکه ته تنها هغه څوک وې چې ناز مې درباندې کولو، په تا به مې چیغې او غالمغال کوو او قهریدلم درباندې، مګر برسیره پردې چې ته به ګرمه نه وې بیا به د هم یو کاسه ډوډۍ او موسکا ځان سره رانیولې وه او ویل به دې چې که په ما قهرجن یې نو په ډوډۍ خو به نه یې، زویه راشه ډوډۍ د وخوره چې وږی شوی به وي.
مورې نن که نشته یې ولې زه همداسې انګیرم لکه هغه چې مورجانې لري. هغه کسان چې مورګانې لري شاید دومره د مور په قدر ونه پوهیږي لکه چې نه یې لري. مورې زه ستا د زړه او مهربانۍ نشتون حس کوم ولې نن د ورځ وینم، نو په بند ستوني، له اوښکو ډکو سترګو، په دربیدلي زړه، تپیدلو لاسو او لویدلي غږ دومره درته وایم چې مورې ورځ د مبارک شه. الله ج د قبر درته د جنت باغچه شه او الله (ج) دې د شهداوو او صالحینو په ټولي کې حساب کړه.
یا الله «ج» (رَبِّ ارْحَمْهُما کَما رَبَّیانی‏ صَغیرا).
(رَبَّنَا اغْفِرْ لی‏ وَ لِوالِدَیَّ وَ لِلْمُؤْمِنینَ یَوْمَ یَقُومُ الْحِسابُ). آمین

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery