مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

توتاپ پروژه مه قومي کوی:

سميع الله افغانمل‎

توتاپ هغه پروژه چې له پلي کيدو سره سم به يي د ترکمنستان برښنا افغانستان او پاکستان ته رسيږي په دې پروژې سره به نه یوازې زموږ تیاره کورونه روښانه شي بلکه هر کال به ميليونونو ډالر د ټرانزيټ حق او وړيا برښنا هم افغانستان ته ورکول شي ددې پروژې په اړه ډير اسناد شته دي، سروې ګانې شوي دي او ټول ټال لګښت يي هم معلوم شوی دی او بله دا چې عام المنفعه پروژې قومي يا سيمه ايزې نه بلکه ملي هغه دي او پر وړاندې يي مسولیتونه هم ملی دي نه قومي، همدارنګه که موږ د بهرنیانو هره خبرو منو نو ددې پروژې پلي کيدل به هم په افغانستان کې د درې ټريليونه ډالرو لګښت ته ورته وي چې موثريت يي معلوم نه وو خو په ټوله دنيا کې ډنګه آوازه چې افغانستان ته درې ټريليونه ډالره مرسته تلې خو لا يي هم ان په پلازمینه کابل کې خلک اساسي خدماتو ته لاسرسی نلري.
اوس اوس ځينې کړۍ په قصدي ډول د يو قومي تجارت په لړ کې کوښښ کوي دې پروژې ته قومي بڼه ورکړي خو موږ دا ملي پروژه په داسې حال کې قومي کوو چې يو لوري ته له بیکارۍ او بل لوري ته هم له سخت فقر او مظلوميت څخه رنځ وړو، د توټاپ پروژې ته په داسې یو يو وخت کې چې افغانستان له یو نااعلان شوي پردی او تحميلي جنګ سره مخ دی د قومي يا ولايتي پروژې بڼه ورکول کولای شي ډيرو اوبو خړونکو او ماهي نيونکو ته پکې د لاسوهنې موکه برابره کړي.
کله چې په وطن کې تحميلي او پردۍ جګړه هره ورځ د انسانانو ژوند اخلي، کله چې په پلازمينه کې په يوه چاودنه کې تويي شوې وينې د اوبو رنګ د وينو کوي، کله چې داعش قومي او مذهبي ستونزو پيدا کولو ته درګرده په سرباز ګيرۍ بوخت وي او ژوندي انسانان برمته کوي يا يي په بمونو کينوي باید هر مشر تر قوميته ملت او له ملت څخه ملی يو والي او ورور ولۍ ته ترجيح ورکړي ځکه چې دلته هر قوم د زیان په حال کې دی، پښتانه،هزاره، تاجک، ازبک،ايماق، پشه يان او..... هغه قومونه دي چې دلته ژوند کوي له يو ډول ستونزو رنځ وړي نن په کندز کې هغه زیاتی روان دی چې ۱۳ کاله مخکې په هلمند کې روان وو، په بدخشان کې طالبان هغه څه کوي چې ۱۳ کاله مخکې يي په سويل او ختيځ کې کول، تاسو وګورئ هلمند د نشه يي توکو مافيا ښکار کړی دی، په بدخشان کې د کانونو ناقانونه لوټونکي راج چلوي، په ننګرهار کې د سلفيت او وهایبت اورونه بل شوي دي او په هزاره ميشتو سیمو کې ځينې د شيعه او سنی تر منځ د درز پیدا کولو په هڅه کي دي.
مشران باید دې ټکو ته متوجې شي مخکې تر دې چې دې خبرو ته قومي رنګ ورکړي څو خبرې بايد روښانه شي:
الف: ددې پروژې هوکړه د پخواني ولسمشر حامدکرزي په وخت کې شوې وه، په هم هغه وخت کې دا هم ويل شوی وو چې د جرمني شرکت له لوري شوې څيړنې سمې نه دي او په دې سروې کې سالنګ هيڅ په پام کې نه دی نیول شوی همدارنګه د باميانو له لارې ددې پروژې لګښت ډير دی نو دا پروژه به د سالنګ له لارې کابل او بیا ارغندۍ ته رسیږي او له هغه ځايه به مرکزي او سويل ختيځو ولايتونو ته برښنا رسول کيږي چې په برښنا کې باميان هم شامل دي.
ب: ددې پروژې د پلي کيدو په خاطر کوم شرکت چې تر دې مخکې څيړنې کړې وې دوی سالنګ نه وو لیدلی یوازې يي په باميانو کې ځینې لومړنۍ سروې ګانې کړې وې او د يو تخنيکي شرکت په توګه يي خپل نظر ورکړی وو نور نو دا پروژه نه ياد شرکت پلې کوي او نه هم پکې پیسې لګوي بلکه دا پروژه يوه مطلقه سيمه ایزه پروژه ده چې د نړۍ سترې ادارې ديي پلي کيدو په خاطر مخکې له مخکې تيار ې شوي دي.
ج: برښنا: د هر افغان کور ته برښنا رسول د دولت دنده ده، دولت باید تر ټولو مخکې باميانو ته برښنا ورکړي دا البته د يو افغان ليکوال په توګه له دولت څخه زما غوښتنه ده ځکه د بامیانو تاريخ، وياړونه، د بودا مجسمې،هلته نورې لرغونې سيمې او کتيبې چې اوس هم موجودې دي ددې وطن د ټولو ګډ وياړونه دي نو د بامیانو تاريخي شاه ليد ته په کتو سره که د بامیانو ولس یوازې برښنا غواړي نو دا د ۳۳ پاتې ولايتونو د وګړو مسولیت دی چې له دوی سره په مسلمت آميز ډول زموږ يو تاریخي ولايت باميانو ته د برښنا په ورکړه کې خپل غږ پورته کړي او دا کارونه شوي هم دي د باميانو خلک باید ددې روحيي پیاوړتيا ته کار وکړي نه کمزورتيا ته ددې ولايت خلک باید هیر نه کړي کله چې داعش هزاره وروڼه برمته کړي وو د دوی د ژغورنې په خاطر جنرال رازق له کندهار څخه زابل ته روان شو، د زابل مشرانو مرګ پر سر قبول کړ او منډې ترړې يي وکړې، دوی دا هم باید هیر نه کړي کله چې په بدخشان کې واورې ښويدنې له خلکو ژوند واخيست په پاتې ۳۳ ولايتونو کې ورته چندې وشوې دا هغه ارزښتونه دي چې پالل غواړي.
برنیو ټکو ته په کتو سره باید و وايو چې برښنا به دولت ورکوي، خو ملي پروژې راځۍ پريږدو چې له هر ډول سمتي يا ژبني او مذهبي توپير پرته يي موثريت ته په کتو سره پلې شي ځکه پروژې ددې وطن دهر وګړي په ګټه دي موږ ته په اوس حالت کې چې له سختو ستونزو سره لاس او ګریوان يو امنيت، برښنا،ښونځي، روغتيايي مرکزونه، خدمات،د ژوند آسانتیاوې او..... لومړيتوبونه دي دا مهمه نه ده چې دا خدمات ماته له بدخشان څخه راځي که له باميانو او یا هم کندهار او ننګرهار څخه ماته اوس دا مهمه ده چې د باميانو په يوه مغاره او غره کې يو افغان او په پروان کې په يوه لرې دره کې پروت يو بل افغان برښنا ولري او کور يي روښانه وي.
راځم هغو ته چې ددې پروژې پر وړاندې خنډونه جوړوي!
هغه چې نن ددې پروژې پر وړاندې له قومي ادرسونو خبرې کوي دوی د قوم نه بلکه د افغانستان د ملت استازي دي،دوی له ننه پوره دوه کاله مخکې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې خلکوته ژمنې ورکړي دي چې ټولو ته به خپل حقوق ور کوي دوی په ګډه د مساواتو او ټولنیز عدالت خبره کړې، د هزاره وو شته مشران چې نن ددې پروژې د قومي کيدو نغارې ډنګوي دوی باید پوی شي چې د دواړو مشرانو په ټاکنیزو کمپاينونو کې ننيو څوکيو ته د دوی په رسيدو کې د هزاره، سني، پښتون، تاجک، ازبک او........ ونډه يو شانې وه،پښتون په باميانو کې رايه وړې وه او هزاره په خوست کې، تاجک په کندهار کې رايه وړې وه او خلکو ورته په وياړ سره کمپاينونه کول او ازبک بیا کونړ او ننګرهار کې همداسې د هزاره وو دريم مشر ښاغلی کريم خلیلي باید هیره نه کړي چې دی ځان د ملي يو والي سمبول ګڼي همدا اوس دی د سولې د شورا د لومړي مرستيال مسوليت پر غاړه لري که دی هرڅه ته قومي بڼه ورکړي نو ده فکر کړی دی چې د ده د سولې غږ به څومره موثريت ولري؟ آيا دی په دې پوی دی چې له همدې ډول قومي امتيازونو څخه به يي په غره کې ناست مخالف څه انګيزه واخلي.
ددې ملي پروژې پر وړاندې خنډ جوړونکي دي لږ تر لږه له ځان سره دا فکر وکړي چې دوی د قوم استازي دي که د ملت؟ د يوې پروژې ولايتي کيدل یا هم قومي کيدل د يوې قومي شورا او يا په ملي شورا کې د یو ولايت د استازي کار دی ځکه دوی له قومي او ولايتي ادرسونو رايي اخیستي دي او دا يي مسولیت دی چې هره ګټه خپل کور ته يوسي خو په مرکز يانې کابل کې په هره دولتي څوکۍ ناست افغان د قوم، سمت او ژبې استازی نه بلکه د ټول افغانستان استازی دی، په کابل کې په يوه دولتي اداره کې ان يو عادي مامور هم ددې حق نلري چې له قومي ادرسه امتياز تر لاسه کړي نو زه هک پک یم چې ولې زموږ مشران له قومي ادرسونو خبرې کوي.
ملي پروژې د څو ديرش ميليونه وګړو ګډ حق دی په هره ملي پروژه کې کونډه، رنډه،زوړ،ځوان،هزاره، پښتون،تاجک، ازبک، بلوڅ، ايماق، عرب، ګوجر او.....يو شانې حقوق لري هغه امتياز چې د بلخ اوسیدونکي ته ورکول کيږي همدا امتياز په ډير لرې پراته پامير کې هم د يو افغان حق دی نو راځئ افغانيت، ملت او یو والي ته کار وکړو،مشران باید پوی شي چې که دوی له قومي ادرسونو اوبو خړوي او ماهيان پکې نيسي نو د دوی قوم ته سبا را پيدا کيدونکې ستونزې به بیا په ملي کچه کله هم نه شي حل،قوميت او يا ژبې ته ډول وهونکي باید پوی شي چې دا نارې سورې موږ د ملوک طوايفي او خپل سریو لوري ته ولي، موږ له دې ډول کړنو ترخې تجربې لرو،دښمن په کمین کې دی له هرې تشې ګټه پورته کوي او کوښښ کوي اوبو خړې کړي او امتیاز واخلي.
د باميانو ولس باید له خپل تدبر او پوهې کار واخلي دوی باید د ملت سره يو ځای په ګډه غږ پورته کړي ځکه که دوی نن چوپ شي او یا له قومي ادرسونو خبره وکړي سبا ته ورته پیدا کيدونکي مشکلات بیا له قومي ادرسونو نه بلکه له ملي ادرسونو حل کيدای شي.
نو موږ چې کله له دومره ډيرو ستونزو رنځ وړو، کله چې ځينې پټ او ښکاره لاسونه کوښښ کوي موږ په مذهبی، قومي او سمتي شخړو کې را ښکيل کړي نو ملت ته په کار دي چې ددې ډول دسيسو پر وړاندې ويښ و اوسي،بله مهمه خبره داده چې په دې پروژ ه کې ډير نور ولايتونه هم ونډه لری او باید د دوی درناوی هم وشي.
همدارنګه دا مه هیروۍ که موږ هر څه د بهرنيانو په زړه کوو د دوی طرحې منو نو بیا به لکه د بهرنیانو د تیرو ۱۵ کلونو درې ټريليونه ډالر ، خيالي ښونځي،ودانۍ،سړکونه، پروژې او بې کيفيته کارونه هم زموږ په نصیب وي راځئ له دې ډول کړنو تير شو، ځکه د سيګار ادارې هره ورځ خپريدونکي راپورونه ددې ښودنه کوي چې دلته بهرنیان تر ارزښت يوازې لګښت ته لومړيتوب ورکوي که چیرته درې ټريليونه پټ او ښکاره لوټل شوي ډالرونه په موثر ډول د یو افغاني پلان او مکانیزم په شتون کې لګول شوي وی نو نن به موږ ډير څه لرلی خو بهرنیانو داسې ونکړل بلکه زموږ په نوم راوړی خیرات يي خپله سره چور کړ او حساب په افغان ولس پسې ش.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery