مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

سيما ثمر او بانکيمون دې د بشريت ضد سرغړونې تعريف کړي

سيد حسين پاچا

سيما ثمر څه وايی ؟
سيما ثمر او بانکيمون دې د بشريت ضد سرغړونې تعريف کړي
که حکمتيار په بشري سرغړونو تورن دی، نو بيا مزاري، دانش، خليلي، محقق، شجاعي او نور څنګه دي؟ که نوموړې د هغه د محکمې غوښتنه کوي، نو د خپلو خونخوارانو څه کوي؟ ولې کرزي او غني پرې لاس نيولی دی؟

د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهل، د حلالولو په وخت کې پر خلکو تاوده تېل اړول ((د مړو نڅاوې))، له بنديانو وينه ايستل، او له ښځو تيويونه غوڅول او بيا يې پر خلکو خوړل او داسې نورې ناخوالې درواخله، نوموړې بشري ضد جرمونه څه ته وايی؟ ولې حکومت او مدني فعالان د نوموړې په اړه چوپ دي؟


روهي :
[[تېره ورځ سيما ثمر د حزب اسلامي امير په بشري سرغړونو تورن کړ، او د نوموړی د محکمې غوښتنه يې وکړه، سيما سمر په افغانستان کې د بشر تر ټولو لويه ټيکداره ګڼل کېږي، خو نوموړي کله هم د هغه ماشومانو د وژونکو په اړه د محکمې ناره اوچته نه کړه چې د بهرنيو ځواکونو له خوا په کنړ کې په بې رحمانه توګه په شهادت ورسېدل او نه يې هم د هغو ښځو د قاتلينو په اړه د عدالت غوښتنه وکړه چې په کندهار کې د همدغه بشردوستانو په رحمانه بريد کې په ډلييزه توګه په شهادت ورسېدلې]].


دا چې په کابل کې د بشري حقونو متعصبه، ژبپاله او قومپاله ټيکه داره چې د ښاغلي بانکيمون له لورې د ملګرو ملتونو په چوکاټ کې له کلونو کلونو راهيسې راتپل شوې، ولې د عبدالعلي مزاري او د هغه د پاتې شونو خليلي، محقق، سرور دانش او نورو ان تر عبدالحکيم شجاعي پورې د بشري حقونو محکمې ته وړانديز نه کوي. ويل کيږي چې شجاعي د ۱۲۲ کسانو په ځورونه او قتلونو کې ښکېل دی، خو هېچا تراوسه پورې محکمې ته راکش نه کړ او د محقق په کور کې اوسېده او ښکاره يې ترې ننګه کوله. دغې د بشري حقونو ټيکه دارې ته لکه چې د مزاري پر بېګناه خلکو ((د مړو نڅا)) جنايت نه ښکاري که څنګه؟ ان تر دې چې د کرزي په حکومت د وخت د جرايمو سره اړوند مشر ښاغلي پکتياوال ويلي وو چې دوی د شجاعي نيول کېدو ته ورنژدې شوي دي چې ژر ده چې ويي نيسي، خو لا تر ننه خبره همداسې پاتې ده چې بيا وروسته رسنيو کې وويل شول چې له قوماندان ميرعلم سره د مارشال فهيم او له شجاعي سره د محقق او که د خليلي ملاتړ ورسره دی.

دا چې حکومت د فساد سره ضد مبارزه کې نړيوالو ته وعدې ورکوي، نو دا به څنګه شي چې دواړه مرستيالان يې همدغسې ستونزې لري. دانش د حزب وحدت پورې تړاو لري او حزت وحدت د بشريت ضد کړنو کې له هر چا زيات تورن دی. ځکه د خلکو په سرونو کې مېخونه ټکوهل، د مړو نڅاوې، له مېرمنو تيويونه غوڅول او پر خلکو خوړل، جنسي تيري او ځورونې او لا په مخکېني او اوسني حکومت کې د ۱۲۲ قاتل خوشې ګرځي، نو فساد به څنګه له مينځه ولاړ شي؟ فساد خو يوازې تر رشوت پورې منحصر نه دی، بلکې نور اړخونه هم لري چې يو يې د دغو جنايتکارانو نړيوالو بشري ارګانونو ته د ورپېژندلو او ورسپارلو مخنيوی او مخه ډب کول دي چې دا کار پخواني ولسمشر کړی او غني ته هم ګوته نيول کيږي چې ولې چوپ دی؟ ولې دا جنايتکاران نړيوالې محکمې ته نه ورسپاري او ولې له هغی سره مرسته نه کوي؟

اجرايوي رئيس چې ډله يې ټول دېته ورته مشکل لري او دوهم مرستيال يې له هغې ډلې نه دی چې د بشريت ضد کړنې يې ترسره کړي دي او له حکومتي مصؤونيته ګټه اخلي. که د حساب خبره راځي، نو بيا خو دا حساب نه يوازې له حکمتيار سره، بلکې له نورو ډېرو خوانخوارانو او جنايتکارانو سره په کار دی چې ورسره وشي، ولې هغوی ته مصوونيت ورکول کيږي او حکمتيار ته د محکمې غوښتنه کيږي؟

له مؤثقو رپورټونو پر اساس چې له ډېر وخت راهيسې د د دفاع د پخواني وزير جنرال بسم الله محمدي د خيانتونو دوسيه او له خيانتونو ډک قراردادونه دي، امريکا غواړي چې له نوموړي سره محاسبه وکړي او دوسيه يې وڅېړل شي، خو ښاغلي د اجرائيوي رئيس په سپارښتنه او فشار دا خبره همداسې پټه ساتلې ده او د نوموړي دوسيه همداسې په تعليق کې پرته ده. داسې ويل کيږي چې د امريکا سفارت څو ځلې د دې وړانديز کړی دی. ځکه خو په هغه وخت کې بيا په يو او بل نوم دوی که د محمدي او کله د ګذر او کله د يو بل او بل په کورونو کې د شورای حراست او بلا نومونو رامينځته شوې او حکومت ته يې ګوتڅنډنې هم وکړې او خپلې ناروا غوښتنې يې بيا پر غاړه زورور اهل حديث استاد سياف په خوله وکړې. په حقيقت کې استاد سياف د شمال ټلوالې او ځېنو نورو لپاره د جنوبي کوريا د لوډ سپيکرونو حيثيت لري چې کله ناکله ترې جنوبي کوريا د شمالي کوريا پر ضد په پروپاګنډ کې ګټه اخلي. تېرکال چې د دواړو کورياګانو اړيکې خرابې شوې، نو ګواښ يې وکړ چې که له پروپاګنده لاس نه اخلي، نو موږ به يې وولو چې بيا د امريکا په لارښوونه لوډ سپيکر کښته شول او حالات هم ورسره لږ غوندې عادي شول.

پوښتنه دا ده چې ولې ملګرو ملتونو دغسې يو متعصبه، ژبپاله او قومپاله د افغانستان لپاره د بشري حقونو استازې ټاکلې ده؟ افغان ولس له ښاغلي بانيکونه پوښتي چې تاسو موږ ته بشري ضد کړنې تعريف کړئ چې موږ پوه شو چې څه ته وايی؟ که د مړو نڅاوې، له خلکو وينه ايستل، له مېرمنو تيونه غوڅول، جنسي تيري او پر خلکو تاوده تېل اړول د بشر ضد کړنې نه حسابيږي، نو کومې کړنې حسابيږي؟ ښاغلی بانکيمون دې د بشريت ضد کړنې تعريف کړي چې موږ ولس پوه شي. اګر نړيوالو قوانينو دا هر څه تعريف کړي دي، خو دا چې متعصبه، ژبپاله او قومپاله تل په پښتونوژنه سترګې پټوي او تل پرې چوپ پاتې وي، نو بيا د بشريت ضد قوانيونو ملامتيا نه، بلکې زموږ د مشرانو ملامتيا ده چې تل يې پر دغسو جنايتکارانو د ترحم څادر غوړولی او بيا همدوی د دوی د قوم وينې څښلې دي او لا څښي يي.

ولس له ښاغلي اشرف غني نه غواړي چې ښاغلي کرزي خو پرې د ترحم څادر غوړولی وو، نو ته ولې دا کار کوې. هغه خو د همدوی له لاسه همدې بهرنيو ته بدنام او بې اعتباره شو، خو تاسو به هم بدنام او بې اعتباره شئ او دوی ډېر بې لحاظه خلک دي او هېڅ مخ وڅټ نه پېژني. مهمه خبره د دې ستر فساد مخه نيول دي چې همدې خاينانو او جنايتکارانو هر ډول فساد ته مخه خلاصه کړې ده.

دا چې ښاغلی خليلزاد اوس د بشريت نارې سورې وهي، نو په عراق وافغانستان کې د ده په شتون کې له سُني عراقيانو او دلته له پښتنو سره څه وشول؟ د پښتنو ټولوژنه او ورسره اپارتايد لکه چې تعصب او ټولوژنه نه ښکاري که څنګه؟

له ختيځه واخله تر جنوب او له جنوبه تر لويديځ او شمال پورې هر ځای کې پښتون داغل کيږي چې وروستۍ پېښه کې د کندوز د روغتون پېښه ده. دا ټولې سيستماتيکې وژنې دي چې تل يې بهرنيو ته غلط راپورنه ورکړي او بېګناه پښتانه پکې دل شوي. ان تر دې چې د طالبانو په وخت کې د هغوی د ځای ځايګي پتې او کورديناتونه همدې ايران امريکا ته ورکړي وو چې د هغوی د سختې ماتې سبب شول.

ولې دغه متعصبه، ژبپاله او قومپاله د ملګرو ملتونو غوندې د يوې بېطرفې ټولنې د يوې څانګي مشري د بشرپالنې تر نوم لاندې کوي، خو کړنې يې تل بيا د ډيره کي پر وړاندې له تعصب او کرکې ډکې وي او اپارتايد ته لمن وهي. ښکاره خبره ده چې پښتانه په خپل ټاټوبي کې تل له همداسې څېرو نه د اپارتايد ښکار شوي دي.

د ولس غوښتنه سوله ده، نو ولې دوی اوس د سولې پر وړاندې خنډونه پيدا کوي؟ دا به د ملګرو ملتونو له منشوره خلاف وي چې نوموړې خپلې عُقده د ملګرو ملتونو له چوکاټه ښکاره کوي او له دغې موقفه ناوړه ګټه پورته کوي. تر هغه ځايه چې روښانه ده ملګري ملتونه او امريکا دواړه د افغانستان د سولې هرکلی کوي، نو دی يې ولې پر وړاندې خنډونه راپورته کوي؟ ايا دا د دې شخصي نظر دی او که د ملګرو ملتونو؟ که يې شخصي نظر وي، نو بيا دې له خپل موقفه ناوړه ګټه نه پورته کوي.

په درنښت

سیما سمر او خلیلزاد، بشردوست که بشر پوست؟
http://rohi.af/fullstory.php?id=45741


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery