مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حزب اسلامی .. د سنگر ترڅنگ د تل پاتې سولې د تحکیم اتل !

عبدالرحمن فرقانی
د افغانستان په ګڼ شمېر وګړيو او پرګڼو کې  دا هيله  په ټول قوت سره را ټوکېدلې ده، چې حزب اسلامي افغانستان  د سنګر تر څنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تنګښت اتلولي هم خپله کړي او الله تعالی دغه لوی هدف د حزب اسلامی او د مجاهد ورور حکمتیار په لاس شونی کړی او په ټول کې حزب اسلامی افغانستان وتوانیېږي، چې د نورو اتلولیو تر څنګ دا لویه اتلولي چې د افغان کړېدلی ملت تر ټولو لوی ارمان دی هم د بشري تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت کړي  ( وما ذالک علی الله بعزیز)
که موږ غواړو،  تر څو د افغانستان په راتلونکې کې د حزب اسلامي افغانستان  دریځ  او ونډه په سمه توګه تشخیص کړو،  نو اړ یوو، چې په ټول کې  لومړی د تېرو څلور لسیزو له حوادثو سره لږ تم شوو او بیا د هر اړخیزه سولې د ټینګښت په موخه د حزب اسلامی شته امکانات  او اغیزې و ارزو :
هغه څه چې د نړۍ په معاصر تاریخ کې د ژور بدلون  او نویو حسابونه او اټکلونو د را منځته کېدو لامل شول ، هغه پر افغانستان باندې د روسانو  خونړی نظامي تیری او د هغوی بشپړ شکست ؤ، دا هغه څه وو، چې د بشریت په تاریخ کې یې د بدلون او اوړون  نوی لوری پرانيستل، د افغانستان د جهاد په ډګر کې  د نویو اندونو پر بنسټ نوی بهیرونه را منځ ته کړل، د بیلګې په توگه د افغانستان  څخه خپلو هېوادونو ته د ستانه شوو عربانو سره د استبداد سره د مبارزې هوډ پیدا شو، د مستعمره هېوادونو د وگړو سره د استعمار پر وړاندې د خپلواکۍ د تر لاسه کولو لپاره د وسله والې مبارزې عزم را منځه ته شو.. پخپله د را پرزول شوې  روسي امپراتورۍ سره د مادیاتي نظام( اشتراکیت)  پر بنسټ  د ځان جوړولو اړتیا محسوسه شوه، د لوېدیځ سره په مسلمانانو کې د نوې جهادي ولولې د ځپلو او دهغوی سره د دښمنۍ تصور رامنځه ته شو... 
 په نړۍ کې د نویو اټکلونو ،حسابونو  او لیدلورو  محور  په افغانستان کې د روسانو د اشغال پر وړاندې  جهاد او وسلواله مبارزه ده، حقیقت دا دی، چې د نړۍ په کچه د افغانستان جهاد د نړۍ نوي جوړښت او د مبارزې نوي تکتیکونه  را وزېږول، د لوېدیځ پر وړاندې د اسلامي او درېمې نړۍ پر وړاندې د مبارزې لپاره نوي ډولونه  رامنځ ته شول، د روسانو د امبراتورۍ له سقوط سره سم د اسلامي نړۍ پر وړاندې د لوېدیځ دریځ توپیر و موند، اسلامي نړۍ تر دې وروسته د لوېدیځ( استعماری ځواک) لپاره د یوه دښمن حیثیت خپل کړ، نه دا چې د یوه متحد او دوست صفت ولري ، چې د روسانو تر سقوط وړاندې یې د لوېدیځ لپاره درلود . لوېديځ د افغانستان د جهاد نه را زېږدلې د ولولو څخه ډکه  انگېزه محسوسوله چې په مسلمانانو کې د وېښتابه نوې جذبه رامنځ ته کوي، نو بې درېغه یې د اسلامي نړۍ او په تېره بیا په افغانستان کې د یوه حقیقي اسلامي نظام د رامنځته کېدو مخه ډب کړه.
دا خو یو څرګند حقیقت دی، چې په معاصره زمانه کې بشریت ټول د افغانانو د سرښندنې پوروړی دی، ځکه چې  افغانانو له یوه خونړي نظام څخه د ټول بشریت په ژغورنه کې مرکزي او اساسي ونډه درلوده ، او په کار ده، چې د افغانانو د نوموړې سرښندنې په پایله کې د بشریت وجدان  افغانانو ته داسي پړ وي، څرنګه چې د لوېدیځ وجدان د یهودانو د مزعومې پېښې (هولوکوست!) په پایله کې تر نن پورې پړ دی او ځان د یهودانو پوروړی ګڼي!.
خو لوېدیځ  ( استعماری ځواک) د افغانانو د سرښندنې سره لویه جفا هغه مهال وکړه، چې د خپلو اصولو په رڼا کې یې په خپل کور"بون" کې ورته د یوه نا انډوله حکومت  اساس کېښود، د دیموکراسۍ تر شعار لاندې یې د دیموکراسۍ خلاف د زور اوځواک پر اساس د ځینو سیاسي  ځواکونو  او نظامي ملیشو  تر منځ واک  تقسیم کړ او ځینې نور سیاسي او نظامي اړخونه یې ترې محروم کړل، او د نوی حکومت  لپاره یې یو  داسې مخالف قطب ایجاد کړ، تر څو د تصادم او ټکر زمینه په افغانستان کې په پرلپسې توگه شتون ولري..
د روسي امپراتورۍ د نړېدو څخه راپدېخوا  لوېديځ  په  اسلامي نړۍ کې  رامنځته شوو وسله والو   اسلامي  خوځښتونو ته ځیر شو، او د خپلو اهدافو - د لوی منځنی ختیځ  د پلان تطبیق ، چې د غربي استعمار او یهودو ګډه پروژه ده - لپاره یې د اسلامی نظام د له وړاندې  ځپلو او تضعیفولو  لپاره ترې کار واخیست، د  ځینو ډلو په کړنو یې د اسلامي ارزښتونو د تورنولو او بدنامولو هڅه وکړه او تر ډېره برېده په خپله دغه دسیسه کې  بریا هم موندلې ده .. د نوموړي وسله وال حرکت تر څنگ په اسلامی نړۍ کې د  معتدلو  اسلامي ډلو بهیر( سیاسي اسلام) تر عنوان لاندې هم سر راپورته کړ او د  دیموکراسۍ د اصولو سره سم یې  د لوېديځ  سره لوبه پیل کړه  او تر کومه برېده چې په ګڼ شمېر اسلامي هېوادونو کې د استبدادي حکومتونو د جبر او ستمه خلک بې زاره شوي ؤ د منځلارو اسلامي حرکتونو(سیاسي اسلام ) تر څنگ ودرېدل  او دوی ته یې خپله رایه ورکړه، خو څرنگه مو چې وړاندې یادونه وکړه لوېديځ حاضر نه شو، تر څو د دیموکراسۍ د پیلی کېدو لپاره ژمن پاتې شي او  هغه  اسلامي حرکتونو ته د واک  او اقتدار چلولو حق ورکړي، چې د دوی د اصولو پر بنسټ  د عامو خلکو لخوا پرې اعتماد وشو، او د عامو انتخاباتو په پایله کې یې د  حکومت جوړولو او واک چلولو حق تر لاسه کړ ، زښت زیاتې نمونې او بیلگې زموږ پر وړاندې شته چې وړاندې مو ورته اشاره درلوده.
په ټول کې د افغانستان او اسلامي هېوادونو ملتونه  د دیموکراسۍ د پروسې د تطبیق په اړه  د لوېديځ له څو مخه سیاست څخه ناهیلی شوي دی، که هر څومره نوموړي ملتونه د دیموکراسۍ له ښکارندې سره ریښتني دی، په هماغه کچه لوېدیځ د دغه ملتونو سره جفا کوي او د دیموکراسۍ لاسته راوړنې کله د استبدادي نظامي ځواکونو له لارې ځپې لکه په الجزایر او مصر کې  چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر بېرته د صفر ټکي ته ورگرځوي ، کوم حالت چې له دې وړاندې په ټولنه کې استبداد حاکموي  او کله د سیاسي جوړجاړي له لارې لکه په عراق او افغانستان  کې چې په پای کې د دیموکراسۍ بهیر د خنډ او ځنډ سره مخ کوي  او د خلکو اعتماد دیموکراسۍ په هکله له ستونزو سره مخ کوي او د بې قانونۍ او بې نظمۍ حالت را منځه ته کوي، د حکومتدارۍ په چارو کې د کړکیچونو د رامنځته کېدو زمینه هر مهال موجودوي.
لوېديځ د څو مخه سیاست له کبله پړ دی، که یوه لور ته د دیموکراسۍ او بشري حقونو د تحقق شعار پورته کوي، خو بل لور ته په اسلامي هېوادونو کې د دیموکراسۍ د بهیر پر وړاندې پخپله خنډونه را منځته کوي او په دغه راز کړنو سره په اسلامي نړۍ کې د ترهگرۍ، افراطیت او سختدریځۍ عوامل رامنځته کوي.
لوېديځ په اسلامي نړۍ کې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ د تقویت  له کبله پړ دی، اسلامي ملتونو پخپلو کړنو دا ثابته کړې، چې د استبداد، بې نظمۍ او ترهگرۍ په رټلو کې ریښتني دي او غواړي له دغو ناوړه ښکارندو څخه ځان وژغوري او داسلام د سپڅلي دین د ارشاداتو په رڼا کې چې د ټول بشریت لپاره  سوکالي او سعادت غواړي ژوند وکړي، خو بیا همدا لوېدیځ په پای کې پخپلو کړنو ثابتوي، چې د اسلام او مسلمانانو خلاف خپلې توطیې او دسیسې یوه پر بله پسې پلي کوي.
د پورتنيو شواهدو پر بنسټ لویدیځ په اسلامي نړۍ کې د بې نظمۍ، ترهګرۍ، وژنې، رټنې، ځورونې او .... فضا ته د خپلو شومو دسائسو د تطبیق لپاره اړتیا لري او غواړي د لوی منځنی ختیځ د پلان سره سم ، چې د لویدیځ او یهودو ګډه پروژه ده، د اسلامي نړۍ هېوادونه په وړو وړو او ضعیفو هېوادونو وویشي او د پخوانیو دښمنانو د ځپلو لپاره په افغانستان کې هم بې نظمۍ او بې ثباتۍ ته اړتیا لري. 
نو د نوموړي وضعیت څخه د وتلو لپاره د افغانستان په ګڼ شمېر وګړي او پرګڼو کې  دا هيله  په ټول قوت سره را ټوکېدلې ده، چې حزب اسلامي افغانستان  د سنګر تر څنګ په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تنګښت اتلولي هم خپله کړي او الله تعالی دغه لوی هدف د حزب اسلامی او ستاسې په مجاهد لاس شونی کړي اوحزب اسلامی افغانستان وکولای شي ، د نورو اتلولیو تر څنګ دا لویه اتلولي هم د بشري تاریخ په پاڼو کې په زرینو کرښو ثبت کړي  ( وما ذالک علی الله بعزیز)  د دموخه د تر لاسه کولو لپاره لاندې ټکي وړاندیز کوو:
• غوره ده، چې لومړي حزب اسلامي افغانستان او محترم ورور امیر صاحب  به اوس مهال  په  افغانستان په اوسني سیاسی اقتدار کې د برخه اخیستنه لیواله  نه وي، ځکه چې د اوسني حکومت څخه د ملت غوښتنې  خورا زیاتې دي او امکانات ډېر محدود دي او له بل لوري په کار ده، چې حزب اسلامي په اوسني وضعیت کې د ملت تر ټولو لویې غوښتنې ، چې د هر اړخیزه سولې ټینګښت دي، د لاندې میکانزم له لارې توجه وکړي. :
• تر هر څه وړاندې به حزب اسلامي افغانستان په رسمي توګه  اعلانوي، چې په افغانستان کې د تل پاتې سولې د تیکاو لپاره د حقیقی منځګړي رول کوم چې تر دې مهاله شتون نه لري ادا کوي . ( که څه هم چې د طالبانو د تحریک سره د حزب اسلامي ستونزې شتون لري، خو د لوی هدف لپاره باید حزب اسلامي له هغو نیوکېو او  متخاصم تبلیغاتو  څخه له خپل اړخه د سولې د تیکاو لپاره ډډه وکړي، چې په دې اړه یې لري.)  په دې سره به حزب اسلامي افغانستان خپله دعائیه چې په افغانستان کې د اسلامي نظام د قیام له لارې د ثبات او ټیکاو او خلکو ته خدمت کول دي د افغانستان د کړېدلي ملت په زړونو کې ځای ونیسي. 
• نوموړې د منځګړیتوب پروسه باید په لاندې څلورو مرحلو کې تر سره شي:
لومړی: ديوه واحد اسلامی حزب اسلامي شتون په افغانستان کې د افغانستان د سیاسی معادلې د سمون لپاره خورا اړین او اغیزمن مطلب دی. په خلکو کې عام نظر داسې دی، چې حزب اسلامی پر ورور حکمتیار راټولیدای شي، یعنی که حکمتیار د حزب اسلامی په قیادت کې شتون ولري، دحزب اسلامی وحدت په طبیعی ډول شونی دی، له دې کبله ستاسې حضور او راتګ افغانستان ته چې موږ له وړاندې درته خیر مقدم وایوو د حزب اسلامی د قیادت لپاره تر ټولو اړینه اړتیا ده.د حزب اسلامي د بېلابېلو ډلو وحدت، چې ان شاء الله د امیر ورور په راتګ سره به خپله د همغږۍ او وحدت فضا رامنځته شي.
دوهم : د بېلابېلو جهادي ګوندنو او با نفوذه شخصیتونو تر منځه د همغږۍ د فضا را منځته کول..... په هېواد کې د ثبات او ټیکاو را منځته کول هغه هدف دی، چې په افغانستان او سیمه کې د استعمار د دسائیسو د تطبیق او عملي کېدومخه نیسي او د هر ډول پلمې او ذریعې مخنیوی کولای شي. لذا په کارده، چې د ثبات را منځته کولو لپاره په افغانستان کې په مختلفو شته سیاسي ځواکونو کې د همغږۍ زمینه چمتو شي .
درېیم: داسلامي کنفرانس هېوادونه چې په افغانستان کې مستقیمې ګټې نه لري، لکه قطر، ترکیه، مالیزیا، اندونزیا... او د اورپایی اتحادیې هېوادونه - چې په افغانستان کې د جګړې څخه ګټه نه اخلي او په وړیا توګه د امریکا او انګلستان د استعماري پلانونو د تطبیق لپاره خپل مال او ځواک بې ځایه مصرفوي -  او روسیه او چین چې په افغانستان کې د بې ثباتۍ له امله اندیښمن او ګواښمن دي، د سولې د پروسې  په اړه ملاتړ تر لاسه کول....
څلورم : د طالبانو او حکومت تر منځ د مستقیمو خبرو اترو او مذاکراتو د زمینې  چمتو کول، هغه دنده چې تر دې مهاله په واقعي ډول چا نه ده تر سره کړې ، ځکه تر اوسه هغه منځګړی، چې متخاصمو لوریو ته د اعتماد وړ وي، نه دی، موندل شوی. کوم میکانیزمونه چې د طالبانو سره تر دې دمه تجربه شوي، هر یو پر خپل وار سره د ناکامۍ سره مخ شوی دی، ځکه بهرني ښکیل اطراف خپل غوښتنې لري او امتیازات غواړي ، خو کومه تجربه چې حزب اسلامي تطبیق کړه ګټوره تجربه وه. مذاکرات د افغانانو تر منځ نورو ته د امتیاز ورکولو پرته تر سره شول. او همدا ګټور او مثمر میکانیزم ؤ ، چې په کار ده د طالبانو سره  د حزب اسلامي په وساطت تطبیق شي. وما کان ذالک علی الله بعسیر
پای.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery