مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-05-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د غلواکۍ (بچه سقاوۍ) جـوړښـت او معـنوي اِمپرریالیزم

ډاکتر رحمت ربی ځیرکیار



Brigandry’s Structure and Moral Imperialism
By: Dr. rer. pol. Rahmat R. Zirakyar
zirakyar1234@yahoo.com

اوبــه د ژونـد چینه ده. يعنې په ټولنه کې  سـقاو یو ډیـر دروند  او مشـروع خدمت کوي او حلاله ډوډۍ ګـټي.  پـوهاند عبدالله بختانی خـدمـتـګـار د محّمد داود خان د ولسمشرۍ په مهال( ۱۹۷۳ تر ۱۹۷۸) دکابل په اِیـنـټـرکانـټــی نینـټـل هـوټـل کې په یـو علمي سمینار کې داسې ویلي وو: « که یـو سقاو په دې نه شـرمیـږي چې ځوی یې پاچا دی، نو یو پاچا باید قـطعا په دې ونه شـرمیـږي چې پـلار یــې سـقـاو دی.»  زما په انـد، هغه څه چې پـخپله بچه سـقاو(« ســقاوځـــوی») امیر حبیب الله خان کلکاني کړي دي د ټـولنې وګړو ته اهـمیت لري، نه داچې پــلار یې یو محترم او زیـارکښ اوبـه وړونکی و یـا کوم خاین لـومړی وزیـر! د زیاتو معلوماتو لپاره ولولئ زما راتلونکی کتاب: د ناپوهۍ تیارې او د پرمختـګ ډیوې د افغاني کلتور په چوکاټ کې له عبدالرحمن خان نه تر اشرف غني احمـدزی  ۱۸۸۰تـر ۲۰۱۵

پـه  ۱۹۱۹زییز کې افغانستان له جوماتونو، ملانو، طالبانو، پیرانو،مریدانو، سیدانو، میاګانو، میرانو،حضرتانو، اخوندزادګانو، ملکانو او خانانو نه ډک و. په دغسې عنعنوي چاپیریال کې ۲۷ کلن امان الله خان په دې بریالی شو چې په یو څو ورځو کې خپل تره نایب السلطنه سردار نصرالله خان له قـدرت نه وتمبوي او ځان امیر اعلان کړي. نصرالله خان  د خپل پلار عبدالرحمن خان په مهال  لویـدیـز لیدلی و او خپله ټولنه یې هم پیـژندله. هغه د لـر او بـر افغانستان د مشرانو سره عـنعنوي اړیکې پـالـلې او د غازیانـو سره یې مالي مرستې کـولې. په ۱۹۱۹ کې  د شهـید امیر حبیب الله خان په شـان، د هغه د ورور نایب السلطنه نصرالله خان ژوند هم د ۱۹۲۰ په می کې په زندان کې په ۴۶کلنی کې په نامعلوم ډول پای ته ورسید. په اسلامي ټولنه کې د امیر وژنه او په زندان کې د هغه د نایب السلطنه د ژوند پای ناوړه اندیښنې را پاروي. ۲۷ کلن امان الله خان په ۱۹۱۹ کې قدرت ته ورسید. هغه په کابل کې زیـږیدلی او لوی شوی و، او په غټه کچه په کابل کې لوی شوي روڼ آندي پرې راچاپیر وو. ځوان امان الله خان د ځوان شوروي اتحاد او تجربه کارو انګریزانو سره په خپل بهرني او پرمختګیز سیاست کې اڼډول دریځ ونشو نیولی.  دعسکرو معاش هم کړکیچو شوی و. دغسې کرغیـړنو شرایطو انګریزانو ته د دې موقع ورکړه چې د یوه نالوستي غل لپاره د غلواکۍ زمینه برابره کړي. په دې ډول  انګریزان په مرموز ډول په افغانستان کې  د غـلـواکۍ د موسسې بنسټ ایـښودونکي شـول
انګـریزانو په افغانستان کې لومړئ فردي غلواکي( بچه سقاوي) په ۱۹۲۹کې راولاړه کړه او د هغوی په دَم دُرهه او تاویزونو یو نالوستی غټ غـل د «خادم دین رسول الله» په لقب ممبر ته جګ شو. ۶۲ کلونه وروسته راته شــوروي اتحاد/فدرالي روسیې دوهـمه سـقاوي(۱۹۹۶-۱۹۹۲) د موسسې په ډول را په اوږه کړه چې پـرچمي او ستمي کړۍ پکې همکارې او هـمغـږې  وې او د افغانستان په اکثریت (پښتنو) یې د طبقې ټاپه وهلې وه بې له دې چې په افغانستان کې یې د «تولید مناسباتو« او د «تولید قواو» ته کره کتنه کړې وي! پنځه کالونه وروسته د ۲۰۰۱ په اکتوبر کې راباندې امریکې د دریمې سقاوۍ پیـرزوینه وکړه چې د ۲۱ پیـړۍ په خورا درنو وسلو تر دې دمه چلیـږي او په غټه کچه پکې د پښتون وینې بهـیـږي.  اوس نو مهـمه دا ده چې  لوستونکي ځانـونه د سـقاوۍ په جـوړښت وپـوهـوي.
 
په پا س عکس کې د امریکې د بهـرنیو چارو زیر جان کـیري د خپل معـنوي اِمپریالیزم د استازي په حیث د نړۍ « د وهم  مـفکر»  اشرف غـني او د دموکراسۍ  دوهم غـلواک عبدالله عبدالله د ماشومانو په شان  پُخلا کوي: ۹ اپـریل ۲۰۱۶
  په هــره سقـاوۍ کې مشهــورو دینې اشخاصو ګـډون لاره.  په لومړئ غلواکۍ (بچه سقاوۍ ۱۹۲۹) کې د تګـاو اخـونزاده او نورالمشایخ حضرت مجـددي برخه والان وو. په دوهمه غلواکې (سقاوۍ ۱۹۹۲تر ۱۹۹۶) کې حضرت صبغت الله مجددي، عبدالرب رسول سیاف او برهان الدین رباني ګډون لاره. په دریمه غلواکۍ کې (۲۰۰۱ تر اوسه) هم مـجــددي، سیاف او رباني د بــرخې خاونـدان وو. په هــره سقاوۍ کې  غټ بهــرني قدرت لاس درلــود. لومړئ غلواکۍ په
 
دلته د جمعیت اسلامي غـړی عطا محّمد نـور په ګــومان سره د امــریکې د یـرغل په پیل کې(اکتوبر ۲۰۰۱) لیدل کیـږي چې پـلـنه او اوږده ږیره یې لرله. ښایي وروسته یې د معـنوي امپریالیزم د خوښۍ لپاره بوڼـډۍ ساتلې وي
زییز۱۹۲۹  کې د برتانوي استعمار په ټغـرخاپـوړې کړې وې. دوهمې غلواکۍ (۱۹۹۲تر ۱۹۹۶زییز) د ټولنیـز امپـریالیزم(شوروي اتحاد) لمن نیولې وه. دریمه غـلواکي (له اکتور ۲۰۰۱ تر دې دمه) د امریکې د شخصي امپـریالیزم په وسلو، دسیسو او ډالرو چلیـږي . هره غلواکي په اخلاقي، مادي،اداري،او سیاسي فساد اخته وه. هـره غلواکي په غټه کچه د ټـول افغان ملت په ټکولو راچا پیره وه او ده. هره غلواکي د ټول افغانستان د حقوقي او سیاسي شخصیت په ویجاړولو کې استعـمالیدله. د ۲۰۰۱ زییز له اکتوبر راهیسې، د امریکې د معـنوي اِمپـریالیزم روانه دریمه  غلـواکي خـاصتاَ  په سیاسي، کـلتوري، دپلوماتیک او تعلـیمي قـلمرونو کې د افـغانـانـو د هــویت د محـوې  پــه درشل کې ولاړه ده. د دغه پروژې د مشروعیت لپاره د ۱۹۹۲ زییز له نیمایي راهیسې  د امریکې مرکزي استخباراتو( سي. آې. أې.) د هرکال په نیمایي  کې د پښتنو او د دوی د ژبې احصائیې د اتحاد شمال د منسوبینو په همکارۍ ډیرې راټیټې کړې. ولولئ زما د څیـړنې لاندې لڼډیز په اینټرنیټ کې
Rahmat Zirakyar, Analysis of CIA World Factbook (1981-2012): Dimensions of anti-Pashtun Conspiracy/rense.com
که څوک ټـوله څیـړنه په پــښتو او/یا  انګـــریـزي ژبو کې غـواړي، ایـمل دې راولیـږي چـې ور ویـي لـیـږم. علاقمندان کولی شي چې ټول تحلیل او/یا لڼډیز یې بې له لاسوهنو وژباړي، خپور یې کړي او ماته یې هم یوه کوپي راولیـږي
روانې امریکايی (دریمې) غلواکۍ په نړیواله کچه د فساد رسمي ټاپه خوړلې ده! یو څو ورځې وړاندې، په لندن کې د ۲۰۱۶ د می په ۱۲ نیټه (۲۳ ثور۱۳۹۵) د فساد په ضد د غټانو  غوڼډه وشوه. له دې دوه ورځې وړاندې، د برتانیې  لومړي وزیر ډیویډ کامرَن په خپله صادقانه بډیره (تبصره) کې ملکې الیزابت ته د افغانستان او ناجیریا په اړه داسې وویل:« موږ نن سهر د فساد په ضد د غټانو د غوڼډې په اړه د کابینې ډیره بریالۍ غوڼډه لرله.» کامرن موسکی شو او ملکې ته یې ورزیاته کړه چې برتانیې ته«د عظیم الشان فاسدو هیوادونو مشران راغلي دي...د نایجیریا او افغانستان، ښایي په نړۍ کې دوه خورا فاسد هیوادونه.» د ملکې عکس العمل څرګند نه و. خو د کانتربري مشر ملا چې هلته حاضر و، وویل چې د نایجیریا اوسنئ ولسمشر فاسد نه دی. غني ویلي وو چې هیواد یې « د زمکې په مخ  یو د خورا غټو فاسدو هیوادونو په ډله کې راځي.»  د بین المللي شفافیت (ترانسپیرنسي اِینترنیشنل) له مخې، د اشرف غني د پیر افغانستان وروسته له شمالي کوریا او سومالیا راځي. غني په بي. بي. سي. کې وویل: «انګلستان لومړی  هیواد و چې غټ فساد یې په اتلسمه پیـړۍ کې راویستلی و، او وروسته له څو لسیزو یې ماتې ورکړه. موږ د لسیزو غوښتنه نلرو خو دا د بدلون یوه عملیه ده.»
په راتلونکي عکس که به ووینۍ چې په ښي اړخ کې په افغانستان کې د ۲ مارچ۲۰۱۶ راهیسې د ناټو د قواو مشرامریکاي جنرال جان نیکولسن د بلخ د سرپرست والي عطا محّمد نورپه څنګ کې ولاړ دی. یو چا راته ویلي وو چې عطامحّمد نور شاید د امریکایانو په مشوره ځان پخپله سرپرست والي ټاکلی وی او له دې امله یې اشرف غني احمدزی له دغه مقام نه نشي لرې کولی. هغه سړک چې د ازبکستان د ترمز او د افغانستان د حیرتان له لارې تیـریـږي، د امریکې د معنوي اِمپریالیزم د قواو لپا ه ستراتیجیک اهمیت لري. د نوي جنرال نیکولسن شاته ژباړن ولاړدی.نیکولسن د جمیت اسلامي د مشر (برهان الـدین رباني) د وژنې او په دې اړه د  وژونکي د محاکمې په اړه د بلخ د « شهنـشاه» عطامحّمد نور د وینا ژباړې ته غوږ نیولی دی.[ د «شهنشا» ټکی په کابل کې

 
یو شناند په خپل معلوماتي ایمیل کې ما ځیرکیار ته نن( ۱۲ می ۲۰۱۶) رالیـږلی دی]. د  سرپرست والي عطا محّمد نـورپه وینا: «به خاطر اعدام حمیدالله باید با رهبری جمعیت صورت

 
میګرفت و به وارثین و فرزند ارشد استاد شهید[برهان الـدین ربانی]مشوره صورت میګرفت [ په دغه جمله کې عطا محّمد نورد خپل ګوند د ټول نوم «جمعیت اسلامی» په ځای په «جمعیت » بسنه کړې ده. ښایې له دې امله چې هلته جنرال نیکولسن ولاړو؟] دراین جا ما یک حرکت مرموز را می بینیم که قضیه با تمام پیشرفت هایش باید نابود شود و پیچیده و مغلق باقي بماند.» د پورتنیو معلوماتو ویدیو او متن (د ۱۳۹۵ د ثور په ۲۰/د ماښام ۷ بجې او ۱۹ دقـیقې)  ماته په افغانستان کې د  یو علمي مرکز له خوا د  ۲۰۱۶ د می په نهمه نیټه رارسیدلي وو. په ګوګل کې د عطامحّمد نور د تصویرونو په لړ کې یو چا داسې لیکلي دي:« د امریکې دموکراسۍ په افغانستان کې فقط  د جنایتکارانو او جنګسالارانو ږیـرې بوڼـډۍ کړې.»
The “US <democracy> only shortened the beard of criminals and warlords in Afghanistan.”  [Atta Noor photos/ images in google, 12 May 2016] 
په افغانستان کې د امریکې مهم جنرال نیکولسن ولې  د یو تن د یوې حقوقي جزايی موضوع په اړه د بلخ د سرپرست والي عطا محّمد نور شکایتی وینا ته غوږنیسي او له دې لارې په کابل کې د خپل لاسپوڅي حکومت د محکمې په پریکړه کې شک راولاړوي؟! ښایي دغه سلوک په راتلونکې کې په افغانستان کې د عطا محّمد نـور د سیاسي پـرمختـګ لپاره ښه پایـله ولـري ـ یعـنې په افغانستان کې د عطا محّمد نـور او د امـریکې د معنوي اِمپریالیزم د ګـډې  او لا زیاتې اغـیزمنې غـلواکۍ لپاره یوه غـلې اشـاره وی؟!
د تاجک دولتي ملي پوهنتون له خوا په ۲۰۱۲ کې عطامحّمد نور ته د ماسټرۍ شهادتنامه ورکړل شوې وه. ویل کیـږي چې نـور ځان په خپله «سرپرست والي» ګڼلی دی. دلته ماته پُـردل را په  یاد شوچې د شمالي په چله باغ نومې ځای کې استوګن و، او  د کندهار  په ولایت کې د غلواک (بچه سقاو) د والي په څیـر مـقرر شوئ و. د ده د مقـررۍ سره جوخت، د کـنـدهار په ښـار کې لانـدې بیت د عام وخاص غـوږونو او زړونـو تـه ورسیـد
عــجـب خــر...س بــازار دی..........................................چــې پُـردل نائــب ســالار دی
پُــردل والي  خپــل کــرنیل «خــودمختار» ته  پــه پاکټ  کې یــو لــیک ورکــړ چې لـوی اســتاد ارواښاد عــبدالــحی حبیبی ته یې وروسپــاري. هغــه مهال استــاد حبیــبي په کنــدهـــار کې د «طـلوع افـغـان» اخبارلیکوال/چلوونکی و. کـرنیل خودمختار چې لس تنه وسله والان ورسره وو، د استاد حبیبي دفتر ته ورننوت او ویې  پوښتنه چې آیا دی «اخـبارچي» دی؟  استاد حبیبي ورغـبرګه کړه چې «هـو، یـم». ورپسې  کرنیل خودمختار ښوواند حبیبي ته وویل چې د دغـه لیک پیغــام بایـد په خپل اخبار کې خپـورکړي. ښوواند حبیبي په ورسپارل شوي لیک کې ولـوستــل چې پـــه کندهار کې د سقاوځـوی والي پُـردل خپل کرنیل خود مختار ته  د لسـو تنــو د وژلــو واک ورکړی و!  لـوی ښـووانـد حبیـبي ورته دهـمـدغــه  خود مختار کرنیل پــه لاس د والي  په نــوم لــیک ورکړ. پــه دغــه لــیک کې  ښـووانـد حبـیبـي یـوه کــوټلې پـوښتنـه کـړې وه: آیا د سقـاوي والي(پُـردل)د لاس لانـدې کرنیـل خودمختاربه لس تـنه په ګيـڼـټـه، ورځ، میاشت یـا کـال کې وژني؟ خو، ښووانـد عـبـدالحـی حبیـبي ته د بچه سقـاو  د والـي  لــه خـوا هـیــڅ ډول جواب راغــبـرګ نــشو. دلته وینو چې ښوواند حبیبي ځان په  څـومره ځیـرکانه او عـاقـلانه ډول لـه تــاریخي مسولــیت نــه ژغــورلی دی.
له میر محمد صدیق نه هم واورئ: حبیب الله کلکاني «یکعــده اشخاص را باتهامات وارد یـا ناوارد و در هـر حال بدون تحقیـق ومحاکمه  شرعـی و قانونی  اعدام نمود و نخواست یـــا نتوانست از ستمګری یاران وهمکارانش جلوګیری نماید بلکه برعکس دست ایشانرا برجان ومال مردم کشوده ساخت.» دغه شان «با دادن القاب خنده آور کرنیل خودمختار و جرنیل خود مختار به آنان دولتش را در معـرض استهزاء  و تمسخـر عامه که سلاح مهلکی است قرار داد.»[  زما ځیـرکیار په اند، دغه ډول عیار(میـړنی) خو داسې معـلومیـږي چې پـه نتــیجه کې بــه  دزد خـود مخـتا ر او رهـــزن خـودمخـتار تــه راټـیـټ شــوی وي؟].  میر محّمد صدیق فرهنګ، افغانستان در پنج قرن اخر. ناشر : مرکز فرهنګی سنایی. هـرندن، ویرجینیا/امریکا. ۱۳۶۷لمریز/۱۹۸۸م. ۳۸۸ تـر  ۴۰۴ مخونه. عطا محّمد نور باید د خپل غلواک مشر په اداري سبک روان شوی وای او ځان یې د سرپـرست والي په ځای «والی خودمختار» ګڼلی وای
 
د غلواکۍ د تحلیل لپاره ولولئ: سمسور افغان، دویمه سقاوي( د نویو سندونو  له مخې له نویو  زیاتونو سره). د افغانستان دکلتوري ودې ټولنه – جرمنی. دویم چاپ ۱۳۷۹لمریز=۲۰۰۱زییز، په ۴۱۴ مخونو کې
د شپـږ تنو د وژنې په اړه ما ځیرکیار ته لانـدې معلومات راورسیدل
«ډیر محترم او قدرمن دکتور صاحب! الله ج مو روغ او جوړ لره.
حمیدالله د پاکستان طالبانو ډلي سړی نه و، نه هم افغان طالب و، یواځي د سولې عالي شورا له غړو سره ارتباط کي و، کور یې کابل کې و، کوم کس چې حمیدالله سپارښتنه کړي وه، هغه نه وو، سړی بدل شوی وو، حمیدالله ستانکزي معصوم ته ویلي وو چې دا سړی بدل شوی، نور ستاسي خوښه ده چې رباني ته یې بیاست یا نه؟
د بلخ والي او د رباني زوی او جمعیت وایی چې د رباني قتل کي معصوم ستانکزی پړ دی، نو حمیـد الله هغه د چا خبره په بیستو کي ولاړی، کله چې رباني ووژل شو، حمیدالله له خپلو بچیانو او کورنۍ سره په کابل کې پروت وو، که جرم يې کړی وای نو تښتیدلی به وای.»[۹ می ۲۰۱۶: دغه  معلومات راته په ایمیل یو افغان څیړونکی  رالیـږلي و]
 ما [ځیرکیار] نوموړي څیړونکي ته بیا ایمیل ور ولیـږه او هغه د ۲۰۱۶ د می په ۱۱ نیټه لاندې متن په ایمیل کې راولیـږه:
«ډیر محترم او قدرمن دکتور صاحب! له ځنډ څخه بخښنه غواړم
حمیدالله  د کندهار و، او معصوم ستانکزی د لوګر دی اوس د امنیت ملي سرپرست اعلان شو. حمید الله له سولې شورا سره تماس کې او همکار و، او معصوم ستانکزی هغه وخت د سولې شورا د دارلانشاء ریس و. ستانکزی اوس هم مهم دی، سرپرست دفاع وزیر شو له غني سره اوس یې ملي امنیت ته سرپرست وټآکی، د  ا ... او د ا... خاص سړی دی. د بلخ والي خپله شهنشاه دی، د غني زور پری نه رسیـږي. متهمین د محاکمو چې په فساد کې ککړ دی محاکمه شوي. او غني تـاید کړی،  عبدالله پکې داخل نه دی. د رباني کورني وایی چې د رباني د قتل اصلي مجرمین اوس هـم دولت کې غـټ خلک دي».[ دا  جمله خو ضمناَ داسې معنی هم لرلی شي چې د رباني د وژنې مجرمان به پخپله د اتحاد شمـال غړي وي؟]- ځیرکیار
په لندن کې د ۲۰۱۶ د می په ۱۲(۲۳ غویی۱۳۹۵)  د فساد په ضد غوڼډه وشوه. له دې دوه ورځې وړاندې(۱۰می ۲۰۱۶) په لندن کې د برتانیې  لومړي وزیر ډیـویـډ کامرن په خپله «یو څه ډیره صادقـانه» تبصره کې ملکې الـیزابت ته د افغـانستان او نـایجیریا په اړه داسې وویل: «موږ نن سهر د فساد په ضد د غټانو د غوڼډې په اکله د کابینې ډیره بریالۍ غوڼډه لرله.» کامرن مُسکی شو او ملکې ته  یې ورزیاته کړه   چې برتانیـې ته «دعظیم الشان فاسدو هیوادونو مشران راغلي دي...د نایجیریا او افغانستان، په نړۍ کې شاید د دوه خورا فاسد هیوادونو[سَم فانتستیکـلي کورَپټ کنټریز] مشران». په دغه مهال، د کانټربري مشر مُلا  وویل چې د نایجیریا اوسنئ ولسمشر فاسد نه دی. د ملکې الیزابت څرګند عکس العمل نه و اوریدل شوی. اشرف غني ویلي وو چې افغانستان «د زمکې په مخ یـو د خـورا غــټو فـاسـدو هـیوادونـو په ډلـه کې راځـي.»  د بین المللي شفافیت(ترانسپیرنسي اینټرنیشنل) د قضاوت له مخې، د غني د مهال افغانستان له شمالي کوریا او سومالیا نه ښه دی. غني په بي. بي. سي. کې وویل چې:«انګلستان لومړی هیواد و چې غټ فساد یې په اتلسمه پیړۍ کې راویستلی و، او وروسته له څولسیزو یې ماتې وخوړله. موږ د لسیزو غوښتنه نلـرو خو دا د بدلون یـوه عـمـلیـه ده.»
د منلي حفیظ الله کرزي په پـیرزوینه د استاد ګل پاچا  الفت یو شعر راورسید
څه ښه وایي په اور ســوي پتــنګـان......چې مــوږ پیژنو سوځونکي د خپل  ځان
موږ له شمع، شمعې اور د تیـلي واخیست..... تیلي اور واخیست د لاسو د انسان

پُـردل چې د شمالي په چله باغ نومې ځای کې استوګن و،  د کندهار  په ولایت کې د سقاو ځوی د والي په څیـر مـقرر شو. د ده د مقـررۍ سره جوخت، د کـنـدهار په ښـار کې لانـدې بیت د عام وخاص غـوږونو او زړونـو تـه ورسیـد
عــجـب خــر...س بــازار دی...............................چــې پُـردل نائــب ســالار دی
پُــردل والي  خپــل کــرنیل «خــودمختار» ته  پــه پاکټ  کې یــو لــیک ورکــړ چې لـوی اســتاد ارواښاد عــبدالــحی حبیبی ته یې وروسپــاري. هغــه مهال استــاد حبیــبي په کنــدهـــار کې د «طـلوع افـغـان» اخبارلیکوال/چلوونکی و. کـرنیل خودمختار چې لس تنه وسله والان ورسره وو، د استاد حبیبي دفتر ته ورننوت او ویې  پوښتنه چې آیا دی «اخـبارچي» دی؟  استاد حبیبي ورغـبرګه کړه چې «هـو، یـم». ورپسې  کرنیل خودمختار ښوواند حبیبي ته وویل چې د دغـه لیک پیغــام بایـد په خپل اخبار کې خپـورکړي. ښوواند حبیبي په ورسپارل شوي لیک کې ولـوستــل چې پـــه کندهار کې د سقاوځـوی والي پُـردل خپل کرنیل خود مختار ته  د لسـو تنــو د وژلــو واک ورکړی و!  لـوی استاد حبیـبي ورته دهـمـدغــه  خود مختار کرنیل پــه لاس د والي  په نــوم لــیک ورکړ. پــه دغــه لــیک کې  ښـووانـد حبـیبـي یـوه کــوټلې پـوښتنـه کـړې وه: آیا د سقـاوي والي(پُـردل)د لاس لانـدې کرنیـل خودمختاربه لس تـنه په ګيـڼـټـه، ورځ، میاشت یـا کـال کې وژني؟ خو، ښووانـد عـبـدالحـی حبیـبي ته د بچه سقـاو  د والـي  لــه خـوا هـیــڅ ډول جواب راغــبـرګ نــشو. دلته وینو چې ښوواند حبیبي ځان په  څـومره ځیـرکانه او عـاقـلانه ډول لـه تــاریخي مسولــیت نــه ژغــورلی دی. یو امریکایي  عالم ډاکتر وین دایر  ویلي وو چې: غـټه ناپوهي هغه ده چې کله تاسې هغه څه رد کوئ چې هیڅ پـرې نه پوهیـږئ
Dr. Wayne  Dyer (1940-2015).
پای: ۱۹ می ۲۰۱۶/۳۰ ثور ۱۳۹۵ هجري لمریـز

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery