مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

فهيم دشتي ته - نه پرېږدو چې شيطان د پرښتو په کور کې ځای ونيسي

سيد حسين پاچا

د فهيم دشتي د پام وړ :

فهيم چې حکمتيار شيطان بولي، نو هغه نور دواړه شيطانان هم چې له ده سره يوځای تښتېدلي وو د شيطان بابر شاګردان او هغه روزلي وو
له قرآني پلوه عمل مهم دی، جهادي دعوه ولباس يا خړ پکولونه و شنه جمپرونه څوک مجاهد وپرېښته کولی نه شي ترڅو چې د پرېښتو په څېر عمل ونه لري. کنه ابليس خو هم بره په اسمانونو کې له پرېښتو سره وو، خو چې عمل يې خراب وو، د الهي حکم له سرغړونې سره سم له اسمانونو راکښته او تر قيامته لعنت ور تر غاړې شو


نوټ : زه له ښاغلي حکمتيار سره تړاو نه لرم او نه مې خوښيږي، خو بيا هم دا راته د خپل ملي رسالت له مخې ښه نه برېښي چې دوی د يو شيطان ((بابر)) روزونکي ځانونه پرېښتې او هغه لا شيطان بولي او د ډبل جاسوسۍ ځاله ((پنجشير)) د پرېښتو ځاله بولي؟ سوله د ولس غوښتنه ده او د ولس د هېلو او غوښتنې درناوی بايد وشي.

ښاغليه،
دعوه او عمل يعنې کړه وړه دوه جلا مفاهيم دي. دعوه چا ته هېڅ ګټه نه رسوي. که يې رسولی، نو فرعون ته به يې هم رسولی وای. فرعون هم چې د هلاکت وخت يې راغی او واروپار ترې خطا شو، نو د درياب په مينځ کې يې د حضرت جبرائيل عليه په مخ کې الله تعالی نارې کړې چې ((آمَنتُ أَنَّهُ لَا إِلَٰهَ إِلَّا الَّذِي آمَنَتْ بِهِ بَنُو إِسْرَائِيلَ وَأَنَا مِنَ الْمُسْلِمِينَ))، خو الله تعالی يې په ځواب کې وايی چې ((آلْآنَ وَقَدْ عَصَيْتَ قَبْلُ وَكُنتَ مِنَ الْمُفْسِدِينَ)). الله تعالی يې ماضي ورپه ياد کړې چې ((وکنت من المفسدين))  مخکې دې څه کول؟

موږ دا ځينې جهاديان له حده زياته پرړه او دعوه کوو، خو کړه وړه او دعوه مو يو له بل سره په ټکر کې وي او جهاد خو دې ځينو ځينو داسې بدنام کړ چې که دوی پخپله قاضيان شي، نو له شرم نه به سترګې خلکو ته پورته نه کړي، خو ځينې ځينې بيا جهاد د خپلو ناروا غوښتنو لپاره د خلکو سترګو ته پورته پورته کوي. ته وای لکه نړۍ چې دوی فتحه کړي وي، خو دېته بيا نه ګوري چې دوی د B52 الوتکو تر چتر لاندې پر هېواد باندې بيا مسلط شول. زه نه پوهېږم چې دا ماويستان وستميان له جهاده نور څه غواړي؟

موږ خو جهاد د خلکو د پزې پېزوان کړ، خو دا چې الله تعالی ته به منظور وي او يا نه، نو دا د هغه کار دی. د بُن نازولتوب الله تعالی ارزښت نه لري. هغه څه چې الله تعالی ته ارزښت لري هغه اجتماعي عدالت دی. د واک مساويانه وېش دی. ځان له نورو لوړ نه ګڼل دي. له الله تعالی وېره ده. دا کوم عدالت دی چې په هر څه کې اتيا برخې واک دې ستا وي او پاتې شل برخې دې د هېواد له نورو قشرونو سره وي. له شيطانۍ ((جاسوسۍ)) پرته خو داسې کوم علمي وړتيا هم نه لرئ چې ولس او نړيوالو ته يې وړاندې کړئ.

ښاغليه،
وايی چې :
هغه ناوې چې پخپله ښايسته نه وي
څوک به يې څه کاندي ښايست د موروپلار

د اسلامي لاسوندونو پر استناد شيطان په دريو ځايو کې له وېرې تېزونه اچوي :
• يو دا چې د اذان په وخت کې، تر کومه چې اذان اوري، ځغلي، ځان پټوي او تېزونه اچوي.
• دويم دا چې د بدر په جنګ کې چې کله يې پريښتې وليدې، نود پريښتو له ډاره وتښتېده او ميدان يې پرېښووه او پټ شو.
• درېيم دا چې له حضرت عمر رضی الله تعالی عنه به ډارېده او څنګنی به ترې ګرځېده.

وَإِذْ زَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ أَعْمَالَهُمْ وَقَالَ لا غَالِبَ لَكُمُ الْيَوْمَ مِنَ النَّاسِ وَإِنِّي جَارٌ لَكُمْ فَلَمَّا تَرَاءَتِ الْفِئَتَانِ نَكَصَ عَلَى عَقِبَيْهِ وَقَالَ إِنِّي بَرِيءٌ مِنْكُمْ إِنِّي أَرَى مَا لا تَرَوْنَ إِنِّي أَخَافُ اللَّهَ وَاللَّهُ شَدِيدُ الْعِقَابِ

حدثني المثنى قال، حدثنا عبد الله بن صالح قال، حدثني معاوية, عن علي بن أبي طلحة, عن ابن عباس, قال: جاء إبليس يوم بدر في جُنْد من الشياطين، معه رايته، في صورة رجل من بني مُدلج، والشيطان في صورة سراقة بن مالك بن جعشم, فقال الشيطان للمشركين: ( لا غالب لكم اليوم من الناس وإني جار لكم ). فلما اصطف الناس, أخذ رسول الله صلى الله عليه وسلم قبضةً من التراب فرمى بها في وجوه المشركين, فولَّوا مدبرين. وأقبل جبريل إلى إبليس, فلما رآه, وكانت يده في يد رجل من المشركين, انتزع. إبليس يده فولَّى مدبرًا هو وشيعته, فقال الرجل: يا سراقة، تزعم أنك لنا جار؟ قال: ( إني أرى ما لا ترون إني أخاف الله والله شديد العقاب)، وذلك حين رأى الملائكة.

له قرآني اړخه که جهاد يې يو حکم دی، نو سوله يې بل حکم دی او بله دا چې که مو ترمينځ څه اختلاف راغی، نو الله تعالی او رسول صلی الله عليه وسلم د لارښوونو او احکاماتو ته رجوع وکړئ او د حل لار ورته ولټوئ، له جنګه ډډه وکړئ. ملي روغه جوړه او ملي پخلاينه خو د اسلامي ارزښتونو سره په ټکر کې نه ده او اسلام تل د سولې او مفاهمت سپارښتنه کوي.

پوښتنه دا ده چې مجاهد خو د الله تعالی او د هغه د پېغمبر د حکم تابع وي، نه نامنونکی، نو د شمال ټلواله چې د تاجکو ټول دروند قوم يې د خپلو ناروا هوسونو لپاره د قوم، ژبې او سمت په پلمه له ځان سره يرغمل کړی او د هېواد د ډېره کي قشر پر وړاندې يې د دښمنۍ لار غوره کړې چې په اسلامي لاسوندونو کې ورته هېڅ ځای نشته، څنګه ځانونه مجاهد بولي؟

همدارنګه له قرآني اړخه قومي وقبيلوي ارزښت ته په قرآن کې اشاره شوې د ((قوم)) او ((رهط)) کليمې په قرآن کې راغلې دي، خو تعصب نه دی راغلی او نه تعصب ته په اسلام کې ځای شته. دا چې د شمال ټلوالې په نامه يو څو لوچکان چې ټول قوم او هم يې ټول هېواد يرغمل نيولی، دوی تعصب له کومه راټينګ کړی اسلامي لاسوند دې وښيي، کنه تش خړ پکولونه او خړ وشنه جمپرونه خو نه کومه اسلامي سپارښتنه ده او نه د جهاد نښه. په بله مانا پکول او جمپرونه څوک مسلمان ومجاهد کولی نه شي ترڅو چې عمل يې له قرآن وسنت سره برابر نه وي. اسلامي ارزښتونه له چا نه پکول وجمپر نه غواړي، بلکې د ځان اصلاح او سمون ترې غواړي.
• قَالُوا۟ يَٰشُعَيْبُ مَا نَفْقَهُ كَثِيرًۭا مِّمَّا تَقُولُ وَإِنَّا لَنَرَىٰكَ فِينَا ضَعِيفًۭا ۖ وَلَوْلَا رَهْطُكَ لَرَجَمْنَٰكَ ۖ وَمَآ أَنتَ عَلَيْنَا بِعَزِيزٍۢ

ښاغليه،
فېشن څوک مجاهد کولی نه شي. د نړۍ په کچه قيمتي لباس وقيمتي ساعت او قيمتي بوټان او همدارنګه خړ پکولونه او شنې جمپرې او د کابل په ښار کې د مجاهدينو د بري او د شهيد د ورځې په نامه په ډاتسنو کې ښکته پورته ګرځېدل او خلکو ته کلاشينکوفونه پورته پورته کولو باندې څوک نه مجاهد کيږي، تر څو چې عمل يې د مجاهد له شان سره د اسلامي ارزښتونو په رڼا کې برابر نه وي.

ښه لباس، ښه ساعت او ښه بوټان او لپ جپ څوک پاکولی نه شي تر څو چې دننه په زړه کې يې د الله تعالی وېره نه وي. د الله تعالی وېره او د ځان اصلاح وسمون تر زړه پورې تړاو لري نه تر لباس پورې، نه تر پکول پورې او نه تر شين جمپر پورې، خو د ښاغلي کرزي د بېکفايتۍ له لاسه د اصل جوهر پرځای پر غرض باندې بسنه وشوه. د کرزي په دوره کې اصل ماهيت شرط نه وو، بلکې غرض شرط وو.

ښاغليه،
د ګران هېواد هره برخه هر افغان ته د جنت بڼه لري او ټول هېواد د ځان لپاره جنت ګڼي، لکه ته چې خپله سيمه د ځان لپاره د پرېښتو ځاله بولې او ځان سپينه پرېښته، خو دا چې عمل دې پرېښتو ته ورته نه وي، نو د پرېښتو په ځاله کې به تا ته اوسېدل څه ګټه ولري؟ کنه ابوجهل، ابولهب او داسې نور هم په مکه کې اوسېدل، خو چې د دوی عمل د الله تعالی او د هغه د رسول صلی الله عليه وسلم د ارشاداتو سره سم نه وو او تل يې د پېغمبر صلی الله عليه وسلم پر وړاندې مخالفت کولو، نو د مکې اوسېدل هغوی ته څه ګټه کوي؟

ښاغليه،
که هر څومره ښکلی لباس او هر څومره ښکلي بوټان واغوندې، خو چې خپلې پښې او زړه وبدن دې خيرن وي، نو جامې دې پاکولی نه شي تر څو چې له الله تعالی وېره او د خلکو له حقوقو ځان وژغورې. جهاد مو پر خلکو مه خرڅوئ، بلکې درناوی يې وکړئ. درناوی يې دا نه دی چې د هېواد پر معدني شتمنيو مو تپاک مات نه شو او د خلکو شخصي او ملي شتمنۍ مو له آرشيف سره هم چور وتالان کړې.

ښاغليه،
مجاهد دېته نه وايی چې د يوې پاکې او عفيفې پېغلې پسې شپږم پوړ ته ورخېژه او ستاسو د بېباکانو او لوچکانو له لاسه له شپږم پوړه ځان ښکته رااچوي او ژوند له لاسه ورکوي.

زه نه پوهېږم چې د سولې شوری شهيد يو عارض ته چې له شپږ مياشتو خواريو، لالهانديو او سرګردانيو وروسته ده ته ځان وررسولی وو ايله همدومره ورته پر غوښتنليک ليکلي وو چې ((زنش بدهيد!)). زه نه پوهېږم چې د يو مجاهد ستمي مشر ايمان او جهادي ارزښتونو او اخلاقو ورته د دې اجازه ورکوله چې ((زنش بدهيد!)). نو پوښتنه دا ده چې څنګه ماويستان وستميان بيا پرېښتې او نور بيا شيطانان دي؟

اوس چې د حزب اسلامي وحکومت د سولې خبرې د سولې شوری په منځګړيتوب مخته تللي، نو دوی ولې وارخطا دي او وېرې اخېستې دي؟ ايا سوله چې الله تعالی ورته ښه وايی، نو دوی ولې د الله تعالی حکم ننګوي؟ ښکاره خبره ده چې دوی سوله نه، بلکې په جنګ کې خپلې د واک ګټې ويني، ځکه خو امام بخاري په خپل کتاب صحيح البخاري کې په ((کيف کان بدء الوحی ...)) کې د هرقل په اړه همدې ټکي ته اشاره کړې چې ((کله يې د خلکو نفرت له ايمانه وليده، نو ده هم د هغوی خوا ونيوله او له ايمانه په شا شو يعنې واوښت. دا ځکه چې خپل واک او د کليسا مشري يې له لاسه وتله، نو د خلکو غوښتنه يې ومنله او د الله تعالی حکم ته يې شا کړه.
((فَلَمَّا رَأَى هِرَقْلُ نَفْرَتَهُمْ، وَأَيِسَ مِنَ الإِيمَانِ قَالَ رُدُّوهُمْ عَلَىَّ‏.‏ وَقَالَ إِنِّي قُلْتُ مَقَالَتِي آنِفًا أَخْتَبِرُ بِهَا شِدَّتَكُمْ عَلَى دِينِكُمْ، فَقَدْ رَأَيْتُ‏.‏ فَسَجَدُوا لَهُ وَرَضُوا عَنْهُ، فَكَانَ ذَلِكَ آخِرَ شَأْنِ هِرَقْلَ‏.‏ رَوَاهُ صَالِحُ بْنُ كَيْسَانَ وَيُونُسُ وَمَعْمَرٌ عَنِ الزُّهْرِيِّ)).

د دوی وارخطايي د دوی په راتلونکې کې د دوی د واک انحصار راکموي، نو ځکه کله د وسلو د سپارلو او کله ورته د محاکمې غوښتنې کوي، خو ځانته بيا هر څه ټول امتيازات غواړي. هم يې وسله ساتلې او هم يې واک ساتلی او هم يې د مجاهد په نوم له دولته ټول امتيازات په يو او بل نوم اخېستي دي. ان تر دې چې د نمانځنو او فاتحو په نامه پيسې هم له دولته اخلي او پخپلو لنډه غرو يې لګوي او بيا لا د کابل په کوڅو کلا شينکوفونه د خلکو سترګو ته پورته پورته کوي، نو دا د جهاد مجاهد درنښت نه، بلکې پر جهاد او مجاهدينو ملنډې وهل دي. که چا د الله تعالی لپاره جهاد کړی وي، نو دې ډول نمانځنو ته يې اړتيا نشته او نه دې په دې نوم له دولته باج اخلي چې دا ډول باج اخېستل کومه شرعي صبغه نه لري. د فقراو، مساکينو او د کونډو او يتيمانو حق دې په دې دول نمانځنو کې نه لګوي. که بيا هم لګوي يې، نو بيا دې خپلې پيسې ولګوي نه د بيت المال يا ملي بوديجه چې د هغې لپاره نور اړين ځايونه شته او هلته بايد ولګول شي.

په درنښت

فهيم دشتي: نه پرېږدو چې شيطان د پرښتو په کور کې ځای ونيسي
http://www.taand.com/archives/69995

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery