مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-04   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

تش په نوم مدنې ټولنې ولې په افغانستان کې دسولې مخالفت کوي ؟

روح الله انوري


 کله چې هم په افغانستان کې دسولې او روغې جوړې خبرې پیل شوې یو شمیر ځان غوښتونکې سیاستوالو او تش په نوم دمدنې ټولنې  غړو دسولې خبرو دسبوتاژ کولو او مخې ته يي دتیږو اچولو هڅه کړې .پوښتنه دا پیدا کیږي چې ټول ولس له جنګ ،وژنو ،ټپونو او ویرونو په تنګ شوی ،نور وژنې ،زخمونه او ژړاګانې نشي زغملی سوله غواړې خو بیا ولې دغه ځان غوښتونکي ،په چوکیو میین دروغجن او دنورو په پیسو پړسیدلي سیاستوال ،دمدنې ټولنو تش په نوم  فعالان او دپردیو هیوادونو په اشاره دخلکو په منځ کې دسولې په ځاي جنګ ته لمن وهونکې کسان  دټول ملت په خلاف سوله نه غواړي .کله ورته دعدالت پښو لاندې کول بهانه کړې ،کله وايي سولې سره یوځای کیدونکو کسانو یا ګوندونو په افغاسنتان کې دخلکو وژنو کې لاس درلوده ،خو دوي نه پوهیږي چې اوس چا دافغانستان  حکومت میراثې کړی او په هره خبره کې دمجاهد او شهید له نومونو بده استفاده کوي ،دولتي او نادولتي ځمکې يي غصب کړي ،بیت المال يي چور کړی،دبهرنیو هیوادونو لخوا شوې مرستې یي تالا ترغه کړې او اوس هم دمظلومو افغانانو په وژنه او زورونه سوداګرې کوې ،په تیرو کورنیو جنګونو کې يي څومره قتلونه کړې او دڅومره افغانانو عزتونه یي پښو لاندې کړې دي ؟
 حکمتیار او په ټوله کې حزب اسلامې چا جنګ ته مجبور کړ ؟ دهغه وخت یو قومندان په خپلو خبرو کې وییلي و چې په کابل کې دحکمتیار دپاره دیو پکول په اندازه ځاي نشته او نه هم ورته اجازه ورکووم چې په کابل کې قدم کیږدي .
 زه تش په نوم دمدنې ټولنو غړو څخه پوښتنه کووم  چې  ایا په کورنیو جنګونو کې حزب اسلامې له پتمنو میرمنو سینې پرې کړې ؟ایا حزب اسلامې په مړو نڅا کړې ؟ایا حزب اسلامې دژوندیو انسانانو په سرونو میخونه ټکوهې او که اوس په قدرت کې ناستو او دایران او نورو هیوادونو په ملیونونو ډالرو ډک شوو مشرانو دغه ناوړه عملونه ترسره کړي .دهمدغو قاتلانو او جنایتکارانو په کورونو او دفترونو کې همدا ستاسو په څیر فعالان ښکتنه پورته کیږي او دهمدغو ظالمانو او وطن پلورونکو په اشاره هر ډول ته لاسونه اچوئ ،همدوي دې چې په بیلابیلو نومونو يي مدنې ټولنې جوړې کړې او دخپلو شومو هدفونو ،دجنګ دوام او دسولې ضد کارونو دپاره ترې ګټه اخلي .
دمدنې ټولنو دغو غړو چې دحزب اسلامې دسولې پریکړې په خلاف يي اواز پورته کړی کله يي هم له محقق ،خلیلي اوعطا محمد او نورو پوښتنه وکړه چې ولې مو په کورنیو جګړو کې دومره زیات ظلمونه وکړل ؟ولې مو دخلکو په سرونو میخونه ټکوهل ،ولې مو له باعزته پیغلو او میرمنو سینې پرې کړې ،ولې مو دخلکو عزتونه پښو لاندې کړل ،ولې مو په مړو نڅاګانې وکړې ؟او ولې مو نور بې شمیره ظلمونه ترسره کړل ؟
ایا تاسو کله هم داسې وییلي چې دغو کسانو عدالت ته ګواښ پیدا کړی ؟ایا تاسو کله هم ددوي خلاف اواز پورته کړی ؟کله مو جنګ غندلی ؟
جنګ به ولې غندۍ چې په جنګ کې ستاسو او ستاسو  دبادارانو ګټې نغښتې دي ،ددغو قاتلانو او وهشت اچونکو خلاف به ولې دحق اواز پورته کوئ چې دوي درته له بیلابیلو سفارتونو پروژې اخلې او تاسو يي عملې کوئ .
 ستاسو او ستاسو دمشرانو ذهنونه اوفکرونه تنګ دي .تاسو ته افغانستان هم ستاسو دفکرونو په څیر تنګ ښکارې او داویره درسره ده چې که چیرته حزب اسلامې او طالبان حکومت سره روغه جوړه وکړي او حکومت کې داخل شي نو ستاسو سوداګرې به پاي ته ورسیږي .ستاسو امتیازات به ختم شي او دا ویره هم درسره ده چې دتیرو ظلمونو،قتلونو او چور چپاول حساب به درسره وشي ،بیابه دنورو دسفارتونو دروازې درباندې بندې شي ،هغه خیانتونه چې اوس يي  ترسره کوي هغه به نشي کولی نو په همدې اساس دسولې خبرو سره مخالفت کوئ .
تاسو دسولې خبرو په وړاندې هیڅ نشئ کولی ملت دسولې غوښتونکی دی دحزب اسلامي او دحکومت له مشرانو غوښتنه کوي چې زر ترزره دې واړه او غټ اختلافې مسایل حل کړې او یوبل ته دورورولۍ غیږي ورکړې او دجنګ غوښتونکو دغه شوم هدفونه دې خاورو سره خاورې کړې .

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery