مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-07   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

دډيورنډ په نوم دکرښې هاخواپرتومشرانو را ويښ سئ !

حبيب الله غمخور
د محمود خان اڅکزي په مشرۍ د پښتونخوا ملي عوامي گوند سناتور عثمان کاکړ څرگنده کړې، چې د ډيورنډ کرښه د پاکستان او افغانستان تر منځ رسمي پوله نه بولي نو دا ورته د منلو نه ده، چې افغانان به د ډيورنډ کرښې بله غاړه خیبر پښتونخوا يا بلوچستان ته په وېزه ځي راځي.د پښتونخوا ملي عوامي گوند د تورخم ستونزه د پاکستان د مشرانو په جرگه کې راپورته کوي . کله چي پاکستانی سامراج تورخم کي دويزې اوپاسپورت غوښتنه مطرح کړل اوددوي په وينا پر تورخم یې تگ راتگ بېله وېزې اوپاسپورت نه بندکړ . دکوزی پښتونخوا دپښتنواوبلو څونه زموږ هيله داوه چې د کرښی ها خوا به يوه لويه اوسرتاسری ملي غوغا جوړه سی اوټول به کوڅو اوښارونوته راووزی چي پاکستانی سامراجيان او افغان دښمنه په کوم زور اوقوت داخبره کوي ؟ خو متاسفانه دمعينودلايلو له مخې دا کار ونسو . داچې اوس پښتونخوا ملي عوامي گوند دې مسلې ته راگرځېدلی او دایې مطرح کړې ده داهم سترکار دی دکرښی هاخواټول هغه سياسي ملي قوتونه چې دا توره کرښه دخپل ملی هويت او غرورپرخلاف بولی بايد په يوه ږغ پاکستانی سامراج جنرالان پیر خپل ځاي کښېنوي .ددې ملی تکل لپاره همدا اوس يو سلاويانی ملي متل دی چې وايي : ((ترهيڅ ،همدا اوس هم ناوخته ندی )) اوس هم دددې لعنتی کرښې هاخوا پراته قومونه خپل ملي تاريخی دريز روښانه کولاي سي . موږ پدې ښه پوهېږو چې پاکستانی انسان دښمنه چارواکي د ډيورنډ کرښې په هکله وخت په وخت موږ ته ستونزې رازېږوي . ددوې ددې لعنتی هلو ځلو موخه داده چې ، چې دا کرښه په رسميت و پيژندل سي . په افغانستان کې يو شمېر پردۍ پاله ډلي ، تنظيمونه ،ددوي په خبره گوندونه اودبهرنيو پلاس جوړسوی بې مسوليته سازما نو نه او دملی نفاق لپاره دپانگي اچونې په مټ را زېږېدلي رسنۍپه خپل ټول قوت اومهارت دافغان ولس دملی اوتاريخي افتخاراتو پرخلاف هڅې اونشرات لري . خپله داليکنه پدې ټکو رالنډوم ، يو پښتو متل دی وايي : (( داوښ پر شا داسی ډيري ډمامې وهل کيږي خپله غزل وايه )) افغان ولس بايد پدې باوری وي چې که نن او يا سبا وي افغانان لکه دنړۍ نور ولسونه خپلو ملی او حقوقی موخوته رسېږې . ومن الله التوفق سرحينه : روحی ويب پاڼه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery