مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-25   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د اسلامي مقدساتو سپکاوی منع دی

استاذ نورالله خان احمدزی

 

موږ دلته په دې لیکنه نه کوو چې کارټون یا انځور (تصویر) جایز دی او که ناجایز؟ بلکه زموږ د لیکنې موخه د هغه کارټون په اړه ده چې د بیت الله په اړه جوړ شوی او په کابل پریس کې خپور شوی.
د اهوار کیسه لا ختمه نه وه چې دا بل کس د غرب تر اثر او سیوري لاندې راوټوکیده او داسې ناروا کړنې ته یې لاس واچوه.... یو شرموونکی داستان پهExpress  او بل د KabulPress په نوم اخبار او انټرنټ سایټ، چې د بیت الله په اړه یې یو شرموونکی او د اسلام ضد کارټون رسم او خپور کړی... دوی داسې عنوان ورکړی:
آل سعود
کاری از عتیق شاهد
#‏کابل_پرس‬
‪#‎KabulPress‬
https://facebook.com/KabulPress
www.KabulPress.org

د هغه له دا ډول کړنو څخه داسې معلومیږي چې دا کس له اسلام سره سر او کار نلري، لمونځ نکوي او اسلامي مقدسات ورته ټوکې او معلومي شیان ښکاري، که د دغه کس په زړه کې یوه ذره ایمان هم وای نو باوري یم چې دا ډول کرغېړن حرکت او کار ته یې لاس نه اچولو. زما په فکر نن سبا هغه خلک چې د کفارو تر تبلیغ لاندې راغلي یا له خپل څخه اوړېدلي یا په یوې او بلې بهانې غواړي بهرنیو هېودونو کې مېشت شي نو دا ډول کړنو ته لاس اچوي چې یو څو بېلګې یې موږ او تاسو پخپلو سترګو وکتلې لکه د اهوار او عبدالرحمان نومي کسانو چې کوم کرغېړن او له شرمه ډک کارونه وکړل نن دادی د هغوی په تعقیب عتیق شاهد هم ورته ناروا او له شرمه ډک کار ته لاس واچوه او داسې کارټون یې رسم کړ چې په ټوله کې د اسلام سپکاوی پکې انځور شوی.
بیت الله د ټولو مسلمانانو قبله ده، یو مقدس ځای دی ټول لمونځونه د هغه په طرف ترسره کیږي او همداسې د حج مراسم هم، دا د عزت کور دی، او د مسلمانانو لپاره یو مقدس ځای دی.
بیت الله او قرآن:
بیت الله رښتیا هم د امن کور او ځای دی هرڅوک چې ور دننه شي هلته به په امن وي.
وَإِذْ جَعَلْنَا الْبَيْتَ مَثَابَةً لِلنَّاسِ وَأَمْناً وَاتَّخِذُوا مِنْ مَقَامِ إِبْرَاهِيمَ مُصَلًّى وَعَهِدْنَا إِلَى‏ إِبْرَاهِيمَ وَإِسْمَاعِيلَ أَن طَهِّرَا بَيْتِيَ لِلطَّائِفِينَ وَالْعَاكِفِينَ وَالرُّكَّعِ السُّجُودِ (125)
او دا چې مونږ دا كور (كعبه) د خلكو لپاره مركز او د امن ځاى جوړ كړى ؤ او خلكو ته مو امر كړى ؤ په كوم ځاى كې چې ابراهيم علیه السلام د عبادت لپاره درېده هغه ځاى په مخصوصه توګه د لمانځه ځاى جوړ كړئ او ابراهيم علیه السلام او اسماعيل علیه السلام ته مو په كلكه ويلي وو چې زما دا كور د طواف كوونكو، څيله كېدونكو او ركوع او سجده كوونكو.
مکه معظمه رښتیا هم د ابراهیم علیه السلام په دعا د امن کور وګرځېده، قرآن داسې مهرباني کوي:
وَإِذْ قَالَ إِبْرَاهِيمُ رَبِّ اجْعَلْ هَذَا بَلَداً آمِناً وَارْزُقْ أَهْلَهُ مِنَ الثَّمَراتِ مَنْ آمَنَ مِنْهُم بِاللّهِ وَالْيَومِ الآخِرِ قَالَ وَمَن كَفَرَ فَأُمَتِّعُهُ قَلِيلاً ثُمَّ أَضْطَرُّهُ إِلى‏ عَذَابِ النَّارِ وَبِئْسَ الْمَصِيرُ (126)
او دا چې ابراهيم علیه السلام دعا وكړه: ”اى زما ربه ! دا ښار د امن ښار وګرځوه، او ددې له اوسېدونكو څخه چې څوك الله او اخرت مني، هغو ته هر ډول ميوې روزي كړه ” - د هغه رب په ځواب كې ووېل: ”او چې څوك يې ونه مني، د دنيا د څو ورځو ژوندون وسائل زه هغه ته هم وركوم، خو عاقبت به هغه د دوزخ په لوري راكاږم او هغه ډېر ناكاره استوګنځى دى”
د کعبې د ودانولو پر وخت د ابراهیم علیه السلام دعا:
وَإِذْ يَرْفَعُ إِبْرَاهِيمُ الْقَوَاعِدَ مِنَ الْبَيْتِ وَإِسْمَاعِيلُ رَبَّنَا تَقَبَّلْ مِنَّا إِنَّكَ أَنْتَ السَّمِيعُ الْعَلِيمُ  (127) 
او در ياد كړه چې كله ابراهيم (علیه السلام) او اسمعيل (علیه السلام) ددې كور دېوالونه پورته كول، نو دعايي كوله: اى زموږ ربه‎! له موږ نه داخدمت قبول كړه، ته د هر څه اورېدونكى او په ټولو شيانو پوهېدونكى يې.
يعنې دا کار مو ته په خپل دربار کې قبول کړه! (چې د کعبې ودانول دي) ته د ټولو دعاوې اورې! او د دوى په نيتونو باندې پوهېږې.
د آیت مطابق دا کعبه ړومبنۍ کوټه وه چې د عبادت لپاره جوړې شوې وه:
 إِنَّ أَوَّلَ بَيْتٍ وُضِعَ لِلنَّاسِ لَلَّذِي بِبَكَّةَ مُبَارَكًا وَهُدًى لِلْعَالَمِينَ (٩٦)
بېشکه ړومبنۍ کوټه چې جوړه شوې ده (له ټولونه پخوا د عبادت لپاره) خلکوته خامخا (هغه کوټه) همداده چې په مکه کې ده. حال داچې برکتناکه اولاره ښوونکې ده خلکوته (د جنت(
د مسلمانانو په دې دعوه باندې چې: (موږ له ټولو امتونو څخه زيات ابراهيم( عليه السلام) ته ورنږدې او شبيه يو) يهوديانو داسې اعتراض کاوه چې ابراهيم (عليه السلام) خپل اصلي وطن (عراق) پرېښود او (شام ) ته يې هجرت وکړ او په شام کې يې هستوګنه کوله او هملته وفات شو، وروسته له هغه دده اولاده هم په (شام) کې پاتې شول او ډېر انبياء عليهم السلام په همدې مقدسه ځمکه کې مبعوث شول او د دوى د ټولو قبله (بيت المقدس) وه، نو بيا تاسې د (حجاز) اوسيدونکي چې (بيت المقدس) مو پريښى او (کعبه) مو خپله قبله ټاکلې ده او له شام څخه لرې په يوه ګوټ ( کُنج) کې پراته يئ؛ په کومه خوله داسې دعوې کولاى شئ چې (ابراهيم( عليه السلام او دده ملت له موږ سره ډېر مقاربت او مناسبت لري؟) په دې آيت کې معترضينو ته داخبره ورښوولى شوې ده چې (بيت المقدس) او نور مقدسه مقامات خو وروسته ودان شوي دي، په دنيا کې له ټولو څخه ړومبنۍ متبرکه خونه چې الله تعالى‎ ته د ټولو خلکو د توجه د ګرځولو له پاره آباده شوې او د يوه معبد او زيارت ځاى او د هدايت دعلامو په شان درولې شوې ده، هغه همدا کعبه شريفه ده چې د (مکې معظمې) په مبارک ښار کې پرته ده.
کعبه کې ډیرې علامې او د عبرت نښې دي، څوک چې ورننوځي دوی به په امن وي:
فِيهِ آيَاتٌ بَيِّنَاتٌ مَقَامُ إِبْرَاهِيمَ وَمَنْ دَخَلَهُ كَانَ آمِنًا وَلِلَّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلا وَمَنْ كَفَرَ فَإِنَّ اللَّهَ غَنِيٌّ عَنِ الْعَالَمِينَ (٩٧)
په دې کوټه کې اثار ښکاره (ځينې يې) مقام د ابراهيم دى؛ او هرڅوک چې ننوت په دې (کعبه) کې نو شي به دى په امان کې او (واجب دى) الله لره پر خلکو حج (قصد کول په نيت د حج) ددې) بيت الله) دا دی پرهغه چې قدرت لري طرف ته د لارې؛ او هرڅوک چې کافر شو (ويې نه مانه) نو بېشکه الله بې پروا دى له ټول عالم (يعنې له هرچا او هر شي) نه.
 د بيت الله ارزښت اوبرکتونه :
حق تعالى‎ له شروع څخه بيت الله شريف په ظاهري او باطني، حسي او معنوي برکاتو سره معمور کړې دی او د ټولې نړۍ د هدايت سرچينه يې ګرځولې ده، د ځمکې په مخ په هرځاى کې چې برکت او هدايت ليدل کېږي ګواکې هغه د همدې مبارکې کوټې يو انعکاس او رڼايي ده، په همدې ځاى کې زموږ رسول الثقلين صلی الله علیه وسلم مبعوث شوی دى، او هم دې ځاى ته د (حج) د مناسکو د ادا کولو لپاره د نړۍ ټول انسانان وردعوت شويدي، د اسلام د نړۍ نيونکي دين تابعان په خیتځ، لویدیځ، شمال او جنوب کې مامور دي چې د همدې (بيت الله شريف) په لوري خپل مخونه وګرځوي او لمونځونه ادا کړي، ددې په طواف کونکو باندې د برکاتو او انوارو عجيب اوغريب افاضات اوري، پخواني انبياء عليهم السلام هم د (حج) د ادا کولو لپاره په ډېر شوق او ذوق سره تلبيه ويونکي له همدې شمعې پروانه کېدل او د خپل قدرت راز راز ظاهري او باطني آثار يې د بيت الله له برکته په دې پاکه ځمکه کې ايښي دي، ځکه په هره زمانه کې د مختلفو مذاهبو خلک ددې خونې فوق العاده تعظيم او احترام کاوه، او تل ترتله ددې داخليدونکي مامون اومصؤن ګڼل کېدل، له دې سره نږدې د ابراهيم (عليه السلام) د مقام وجود دا راښيي چې دلته د حضرت ابراهيم (عليه السلام) پل (قدم) هم رسېدلى دى او د هغه روڼ تاريخ (چې د ټولو عربو په نزد بې له انکاره منلى شوى دى) دا راښيي چې دا همغه تيږه ده چې ابراهيم (عليه السلام) پرې درېده او د کعبې شريفې ديوالونه يې جوړول، پر دغې تيږې باندې د حضرت ابراهيم (عليه السلام) د قدم اثر ثابت او تر نن ورځې پورې محفوظ پاتې دى، ګواکې برسېره په تاريخي روايتونو ددې مقدسې تيږې وجود په دې خبره باندې يو کلک دليل دى چې دا کوټه د نوح (عليه السلام) له طوفان څخه وروسته د حضرت ابراهيم (عليه السلام) په پاکو لاسونو سره ودانه شوې ده او دده د مرستې لپاره حضرت اسمعيل (عليه السلام) د کار ملګرى يې وو، لکه چې د [البقره په ١٢٧ آية ١٥ رکوع] کې تېر شو.
د دغو ځایونو تقدس او احترام ډېر دی او موږ نشو کولی چې په دومره وړوکې لیکنه کې دا هرڅه را ټول کړو، غواړم یو شي ته ستاسو نظر راواړوم تر څو د دغو پاکو ځایونو سپېڅلتیا او عزت لاهم زموږ او ستاسو په زړونو کې ځای ونیسي.
مکه او مدینه داسې مقدس او پاک ځایونه دي چې هلته به دجال نشي ننوتلای:
عَنْ أَبِي بَكْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لا يَدْخُلُ الْمَدِينَةَ رُعْبُ الْمَسِيحِ الدَّجَّالِ لَهَا يَوْمَئِذٍ سَبْعَةُ أَبْوَابٍ عَلَى كُلِّ بَابٍ مَلَكَانِ». (بخارى: 1879).
(د ابي بکر رضي الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: مدينې ته د مسيح دجال د ننوتلو خطره نشته ځکه هغه وخت به مدينه اوه دروازې لري چې په هره دروازه کې به دوه دوه ساتونکې ملائکې ولاړې وي).
عَنِ أَنَس بْنُ مَالِكٍ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم قَالَ: «لَيْسَ مِنْ بَلَدٍ إِلاَّ سَيَطَؤُهُ الدَّجَّالُ إِلاَّ مَكَّةَ وَالْمَدِينَةَ لَيْسَ لَهُ مِنْ نِقَابِهَا نَقْبٌ إِلاَّ عَلَيْهِ الْمَلائِكَةُ صَافِّينَ يَحْرُسُونَهَا ثُمَّ تَرْجُفُ الْمَدِينَةُ بِأَهْلِهَا ثَلاثَ رَجَفَاتٍ فَيُخْرِجُ اللَّهُ كُلَّ كَافِرٍ وَمُنَافِقٍ». (بخارى:1881).
د انس رضی الله عنه په روايت رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي: په دنيا کې به هېڅ داسې ښار پاتې نشي چې هغې ته به دجال داخل نشي پرته له مکې او مدینې، د مکې او مدينې له ټولو داخلېدونکو لارو څخه به ملائکې ساتنه او دفاع کوي، په مدينه به درې ځله زلزله وشي الله تعالی به هر کافر او منافق له هغه ځایه څخه وباسي .
وګورئ چې د بیت الله او هلته د مقدساتو د ساتنې پخاطر الله تعالی حتی دجال ته د دې اجازه نه ورکوي چې هلته ننوځي، خو متأسفانه دغه منحرف لیکوال څنګه او په کوم دلیل د دې جرئت کړی چې د بیت الله او اسلامي مقدساتو سپکاوی وکړي.
علماء کرام فرمایي: کوم  څوک چې (العیاذ بالله) پیغمبر صلی الله علیه  وسلم ته ښکنځل وکړي یا (مسلمان که د الله جل جلاله سپکاوی وکړي یا  قرآن کریم ته سپکاوی وکړي) دا  هم د مرتد په حکم کې داخل دي، له داسې خلکو  سره دې هغه چال چلند وشي لکه څنګه چې له مرتد سره کیږي.
علماء کرام لیکي: د سنت عمل سپکاوي کونکی بغیر د کوم شک نه د اسلام څخه خارج او کافر دی.
په دې د علامه العابدین قول وګورئ:
(ثُمَّ قَالَ وَلِاعْتِبَارِ التَّعْظِيمِ الْمُنَافِي لِلِاسْتِخْفَافِ كَفَرَ الْحَنَفِيَّةُ بِأَلْفَاظٍ كَثِيرَةٍ، وَأَفْعَالٍ تَصْدُرُ مِنْ الْمُنْتَهِكِينَ لِدَلَالَتِهَا عَلَى الِاسْتِخْفَافِ بِالدِّينِ كَالصَّلَاةِ بِلَا وُضُوءٍ عَمْدًا بَلْ بِالْمُوَاظَبَةِ عَلَى تَرْكِ سُنَّةٍ اسْتِخْفَافًا بِهَا بِسَبَبِ أَنَّهُ فَعَلَهَا النَّبِيُّ – صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ – زِيَادَةً أَوْ اسْتِقْبَاحُهَا كَمَنْ اسْتَقْبَحَ مِنْ آخَرَ جَعْلَ بَعْضِ الْعِمَامَةِ تَحْتَ حَلْقِهِ أَوْ إحْفَاءَ شَارِبِهِ اهـ. قُلْت: وَيَظْهَرُ مِنْ هَذَا أَنَّ مَا كَانَ دَلِيلَ الِاسْتِخْفَافِ يَكْفُرُ بِهِ، وَإِنْ لَمْ يَقْصِدْ الِاسْتِخْفَافَ) ردالمحتار جلد۳ ص ۳۱۱ مطلب في منکرالاجماع.

کابل پریس اخبار کې د عتیق شاهد په نامه یو منحرف انځورګر او کارټونیست د بیت الله یو انځور کښلی چې هلته یې لاندې دوه تیونه چې یو د سوریې او بل تی یې افغانستان عراق او یمن ځنې مراد کړی او د هغه په فکر سعودیانو هلته د اور لمبې بلې کړي، که لږ ژور فکر وکړو نو په یمن کې شیعه ګانو جګړې پیل کي همداسې عراق خو دغو روافضو په امریکا خرڅ کړ او هلته یې د سنیانو عام وژنه وکړه او دا وژنې لا هم روانې دي او د افغانستان په هکله خو پخپله د ایران پخواني ولسمشر ویلي چې که زموږ مرستې نه وای نو عراق او افغانستان به امریکا نه وو نیولي... یو اړخ یې دادی بل اړخ د سعودي دی. هو! موږ هم د سعوديانو د ډېرو پالیسیو او کړنو خلاف یو هغوی په ځای د دې چې د اهلسنت والجماعت د یوالي لپاره کار وکړي نو دوی د مسلمانانو ترمنځ نفاق اور ته لمن وهي او د وهابیت او سلفیت په نوم تبلیغ او پروپاګند ته لاره هواروي تر څو ملتونه سره وویشي او همداسې هلته (سعودي ته) له ګڼو هېوادو خلک را غواړي او هلته یې روزي بیا یې هغو اړوند هېوادو ته بېرته استوي تر څو مذهبي ستونزې راولاړې کړي چې زموږ هېواد، پاکستان، بنګلدیش، سوریه، هند، مصر، عراق، کویټ، امارت، ټونس او ډېر نور هېوادونه یې ښې بېلګې دي... دا د بحث یو اړخ دی بل اړخ یې دادی چې دغه کارټون جوړونکي خو داسې اشتباه کړې چې د اسلامي مقدساتو سپکاوی یې کړی په بیت الله پورې یې ټوکې او مسخرې جوړې کړي او د الله تعالی عبادت ځای چې د ټولو مسلمانانو قبله ده هغه یې په منفي بڼه او بل ډول انځور او رسم کړې، د شاهد په نوم کس باید محاکمه او ژر تر ژره بندي او سخته سزا ورته وټاکل شي... ګنې زموږ مسلمان ملت او خلک به هغه کس ته پخپله سزا ورکړي چې بیا هر ډول مسئولیت به یې د نظام په غاړه وي.... وبه ګورو چې اوس حکومت په دغه برخه کې څه کوي او همداسې د علماوو شورا څه کوي، د کابل میشت جهادي ګوندونه څه کوي او هغه چې ځانته علماء، مجاهدین او د اسلام ټیکه داران وایي هغوی څه کوي، هغه چې وایي اسلام زموږ دی د هغوی عکس العمل به هم وګورو. خو په ټوله کې باید ووایم چې د دغې او ورته نورو کړنو مخه باید ونیول شي او همداسې د دا ډول منفي او ناروا کړنو ترسره کوونکي خلک باید سخته سزا وویني تر څو په راتلونکي کې نور منحرف او خرڅ شوي خلک ددې جرئت پیدا نکړي چې پر اسلامي شعایرو او مقدساتو پورې ټوکې یا سپکاوی یې وکړي... 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery