مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-06-22   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

اسلام اباد، ترهګر او ډیورند کرښه!

سرلوڅ مرادزی
اسلام اباد د افغانستان په وړاندې څو غوښتنې او موخې لري او د هغو د لاس راوړلو لپاره له بېلا بېلو وسایلو کار اخلي.
څه مهال وړاندې په کابل کې د امریکا پخواني سفیر ډاکټر زلمي خلیل زاد په یوه تلویزیوني مرکه کې هم ویلي وو، اسلام اباد له افغانستان څخه څو غوښتنې او شرطونه لري، خو په خوله يي نوم یا نه اخلي او یا يي نه شي اخیستلای!
خو افغانستان سره د اړیکو په تازه ترینګلتیا کې داسې ښکارې چې اسلام اباد نورغواړي د خپلو موخو او شرطونو یوه برخه د پخوا په توپیر، له چوپتیا راوباسي او افغانستان سره يي د خپلمنځي اړیکو له بریده اخوا، د رسنیو په کچه هم په پوره سپینسترګۍ او بېشرمۍ سره راپورته کړي!
له هغه ځایه چې دا غوښتنې او موخې چټلې او ناروا دي، وسایل يي ترهغو زیات ناولي او کرغېړن دي. دا چې دا غوښتنې او موخې کومې دي او دا وسایل څه دي؟ دلته به پرې ځغلنده لیکنه ولرو:
د افغانستان په وړاندې د اسلام اباد د غوښتنو په سر کې د ډیورند د استعماري او تپلې کرښې رسمي پېژند ګڼل کیږي. که څه هم انګریز او امریکا اسلام اباد ته د سوړ جنګ په مهال او په افغانستان کې د څپڅپاند وضعیت په حالاتو کې د نړیوالې پولې پتوګه د هغې د پېژند سیګنالونه ورکړي او د دغو هېوادو لخوا ورته ټټر وهل شوی، خو اسلام اباد دا هم د کاڼې کرښې نه بولي، ډاډه نه دی او په دې اندیښنه کې دی که چیری افغانستان د ثبات برید ته ورسیږي، د نویو حالاتو په رامنځته کېدو سره به د اسلام اباد د داسې کرغېړنې او له استعمار پاتې داعې په وړاندې د دغو هېوادو ملاتړ پیکه شي او افغانستان به له نویو حالاتو په ګټه، د ډیورند کرښې د نه منلو خپله تاریخي غوښتنه په قوت راپورته کړي. همدغه د نویو حالاتو او د وخت د نویو غوښتنو او د معادلې د بدلېدا اندیښنو اسلام اباد سرسام کړی او د کرښې په راتلونکي برخلیک ډآډمن نه دی، د کرښې منل کېدل ورته ځلوب(سراب ) ښکاري او په دې لامل د ارامۍ خوب نه لري!
په سیمه کې له هند سره سیالي او له هغه هېواد سره له استعمارپاتې دښمني پالل هم ، د پاکستان له جغرافیوي موقعیته او بلخوا په هغه هېواد کې د پښتنو له شتون او ملاتړ پرته، یوازې د پنجاب له وسه چې بلوچ او سند يي هم په څنګ کې نشته، هیڅکله پوره نه دي. په دې لامل پنجاب، افغانستان ته د خپل ازلي او ابدي دښمن هند په وړاندې د ستراتیژیک کنډوو(strategic depth ) په سترګه ګوري.
افغانستان د خپلو ملي ګټو په غوښتنه له هند سره اوږده تاریخي دوستي لري او هغه به په راتلونکې کې هم په کلکه وپالي. دا دوستي بل ګاونډي او یا کوم بل هېواد ته د تاوان رسولو پر بنسټ نه ده ولاړه او افغانستان به هیڅکله چمتو نه شي چې د افغانستان خاوره دې د هند او یا کوم بل هېواد په وړاندې د پنجاب په ګټه وکاریږي. د افغانستان داسې دریځ هم د پنجاب په مزاج برابر نه دی. بلخوا پنجاب له دې هم اندیښنه لري او ډاریږي، که چیری په راتلونکې کې د هند او پاکستان ترمنځ د کشمیر پر سر او یا په کوم بل لامل جګړه ونښلي، پنجاب به دا ځل نه پخپل څنګ کې د پښتونستان پښتانه او نه بلوچ وویني او نه به له هند سره د تېرو درې جګړو پشان د افغانستان د پخواني واکمنانو د مهال بې تفاوتي!
دا چې افغانستان نه شي کولای په سیمه کې د پنجاب د ملیتاریستي او شوونیستي غوښتنو ملاتړ وکړي او یا د پنجاب د داسې موخو پر بنسټ د هند او سیمې له نورو هېوادو سره د دښمنۍ او تربګنۍ اړیکې وپالي، په دې هم اسلام اباد له کابل څخه دایمي مرور او خواشینی لېدل کیږي.
په افغانستان کي د اسلام اباد یو تحت الحمایه او ګوډاګی حکومت ټومبل هم د پنجاب زړه او پخوانۍ هیله ده. پنجاب غواړي د برتانوي هند د مهال پشان د افغانستان په بهرني سیاست او په کور دننه مهمو چارو کې بشپړ واک ولري. د همداسې خوبونو له مخې کله ناکله دا خبره راپورته کوي چې هند ولې په افغانستان کې دلته هلته کونسلګري لري او یا افغانستان ولې له ځينو هېوادو سره تړونونه لاسلیکوي او یا ولې د دې اویا هغه هېواد پوځیان په افغانستان کې میشت دي!
د افغانستان په اوبو، سیندونو، ځنګلونو او معدنیاتو واک او قبضه هم د اسلام اباد په اشتها کې شامل دي. همدارنګه د افغانستان سوداګري، واردات او صادرات هم باید د اسلام اباد په کنترول کې وي. د تورخم او سپين بولدک لارکله پرانیستې او زیات وخت بنده، له همداسې موخو ګڼل کیږي. د افغانستان جیو ستراتیژیک، جیو ایکانومیک او جیو پولیټیک موقعیت هم باید د دې هېواد تر کنترول لاندې وي. لنډه دا چې میم زرما، ټوله زما؛ که افغانستان په دې ټولو برخو کې ورته تسلیمیږي خو ډېر ښه، که نه د ماقبل تاریخ له پیریانو او دیوانو نیولې د معاصر وخت د اتوم بمب پورې باید ټول پر کابل استعمال شي او، Kabul must be burn!
د اسلام اباد د داسې موخو او شرطونو نوملړ نور هم اوږدېدلای شي، خو پورته يي یوازې څو بنسټېزې بېلګو ته اشاره کیږي.
بلخوا اسلام اباد د افغانستان په وړاندې د خپلو ملیتاریستي او شوونیستي غوښتنو د پلیتوب لپاره له بېلابېلو وسایلو کار اخلي.
طالب، داعش او سبا به په بل نوم تروریستي ډله روزې او د خپلو غوښتنو د پلیتوب لپاره به يي په افغانستان راننه باسي. د ترهګرو روزنه، پالنه او وسلوال کول اسلام اباد خپله اصلي دنده او په افغانستان د فشار اصلي وسیله بولي. چټې نه ده چې سرتاج عزیز پخپلو تازه څرګندونو کې وايی«پاکستان د افغانستان لپاره پخپله خاوره کې له طالبانو سره جنګ نه شي کولای. تاند» خو دا هغه څه وو چې افغانستان سره يي په څلور اړخیزه خبرو کې د امریکا او چین د پلاوي په مخکې ژمنه کړې وه!
سرتاج عزیزهمدارنګه پي ټي وي ته وايي:«زموږ نظر دا دی چې تاسو (ناټو او امریکا) له تېرو ۱۵ کلونو راهیسي جګړه کوئ، خو جګړې سوله رانه وړلی شوه، اوس یوازینۍ لار خبرې اترې دي. که طالبان افغانستان نیولی نه شي نو تر کلونو پوري جنګ کولی شي.»
دا چې سرتاج څنګه پوهیږي چې طالبان د کلونو لپاره د افغانستان په وړاندې جنګېدای شي او د جګړې زېرمې او وسایل څوک ورته برابروي، چوپ پاتیږي.
خو کله چې اسلام اباد طالبانو سره د سولې خبرې هم یادوي، هلته د سولې له خبرو طالبان لیري او ګوښه ساتي او دوی نه حاضروي. څه کم دوه کاله يي د ولسمشر غني په مشرۍ له نوي حکومت سره په داسې پوچو او تکراري ژمنو تېرکړل.
د ډیورنډکرښې ته څېرمه په تورخم او سبا بل ځای د دروازو او کټارو د درولو خبره هم چې د ترهګرو د تګ راتګ د مخنیوي په پلمه کیږي، په حقیقت کې د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره د اسلام اباد یوه هڅه ګڼل کیږي. ترهګر د پاکستان په خاوره کې دننه پټڼځایونه او اډې لري او په ډیورنډ کرښه افغانستان ته تګ راتګ يي هم د ISI او پوځیانو په مرسته ترسره کیږي چې دروازو او کټارو ته اړتیا نه لېدل کیږي. د صبغت الله مجد دي په وینا چې تازه يي کړې ده، اسلام اباد له دې لارې غواړي د کرښې پر دواړو غاړو پښتانه سره وجنګوي. نوموړی وايي« ما پخوا هم ويلي، اوس يې هم وايم، چې د پاکستان استخباراتي اداره اى اېس اى د افغانستان د ټولو ناخوالو او بدختيو مسووله ده، دغه اداره اوس غواړي چې د دواړو ګاونډيو هېوادونو ولسونه سره وجنګوي»
څو اوونۍ وړاندې د افغانستان ملي امنیت ادارې داسې لاسوندونه وښودل چې هغو کې پاکستاني استخباراتو یو زیا شمېر ویډیو ګانې برابرې کړې چې هلته د افغانستان د بېلابېلو وروڼو قومونو ترمنځ خپګان، بیلتون او شخړو ته لمن وهل کیږي. په تورخم کې د دروازو د جوړېدو په وړاندې د افغان ملت یو موټي غبرګون، ښای اسلام اباد لا نور هم وارخطا کړي چې داسې زهرجنو تبلیغاتو ته لازور ورکړي.
د خپلو ملایانو په لاس د افغان حکومت په وړاندې د جهاد اعلان او حکومتونه کافر ګڼل، د اسلام اباد یوه بله وسیله ده چې له انګریزي استعماره يي په میراث رسیدلې. یو وخت پخواني ولسمشر حامد کرزي ویلو وو، که د حرمینو شریفینو والا هم کابل ته د حکومت کولو لپاره راولې، اسلام اباد به يي بیا په وړاندې د جهاد نغاره وډنګوي!
ــ Kabul must be burn!
ــ جهاد افغانستان دفاع پاکستان!
ــ د افغانستان اردو تس نس کول(خپل پارمان ته د نوازشریف په وینا)
هغه نیتونه دي چې مسلمان ګاونډي پاکستان يي په افغانستان پیرزو کوي!
د ۲۰۱۶ کال د جون ۲۱ مه
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery