مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-04   مخپرونکئ : 106 - دبېنوا لیکوال - سویډن

ددوستی فرهنگی ټولنې دمشرتابه دمبارکی پيغام

حبيب الله غمخور
خلگ وايي چي راغلی بيا اختردی / داپه چاباندي اختردی خداي خبردی استاد پژواک وطنداران مسلمان ومتدين! حلول عیدسعید فطر رابه همه شماوسایرمسلمانان جهان از صمیم قلب تبریک وتهنیت عرض نموده ،از بارگاه ایزدمتعال یک افغانستان باامن ومرفع استدعامينمایم . سپېڅلواوپتمنو هيوادوالوو! په سويډن کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې دمشرتابه جرگې په استازيتوب ،تاسو شرافتمندو افغانانو،ستاسو درنوکورنيوهر غړی او دوستانو ته د نيکمرغه کوچنی اختر د را رسیدو له امله زړه له کومې مبارکی اونېکې هېلې وړاندي کوم . تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د لوي اوبې نيازڅښتن له دربار نه د خوښ،نېکمرغه ،خوشحاله ژوند،په هيواد کي دسولی دراستنېدواو دامن هیله کوم . لوي څښتن دي په خپل ستردرباکښي زموږ دولس طاعت اوعبادت قبول او دهمدې الاهی طاعت اوعبادت په برکت ددې غمځپلې اودجگړوپه ااورکې سوځېدلي ولس ته سوله اوثبات په نصيب کړي . الله تعالی دي ددې مقدسو او پربرکتی ورځو اودروژې دمباره کی مياشتي عباداتو په برکت زموږ مظلوم ولس ته ددې زورونکی اوزړه بوږنوونکی حالت نه دتل لپاره نجات ورکړي . سپېڅلو،متدینو او پتمنو هيوادوالو! موږ پدې پوهېږو چې زماږ په هيوادکي اختر هغه اخترنه دی چې په کورونوکي دنووکاليواونکرېځودخوښيو اوخندا ډکي خبري کېدلې ،له بده مرغه زموږ دهيواد غوځ اکثريت دکورنيو اوبهرنيودښمنانودافغان وژونکی او ورانوونکې جگړې له امله دغم پر لمڅي ناست او اخترترينه هيردی . ځکه خو په حقيقت کي دچاپرخوله دمبارکی خبره نه راځی ،زموږ ولس وايي دادچا اختر ؟ موږ اخترنلرو ،موږ دغم پر پېڅول ناست په کومه بهانه اوکومه خوله وخاندو!!! دپاکستاني چارواکو اوايراني اخوندانو او نوروافغان دښمنودبربنډو لاسوهنوپر بنياد طالب ، داعش اونورووسله والومنفورواوقاتلو ډلوپوسيله ددې په نوم چې افغان وژنه ،ورانۍ اوماشومانوسرونوپرېکولو ،ځانمرگی بريد او انفجار ته جهاد دی ،ددوي په وينادبېگناه انسانانوقاتلانو اووژونکوپر وړاندي دجنتونودروازې پرانستل کيږي ،هره ورځ په لسگونوبې گناه انسانان د قدرت دتږواوهمدې گاونډو روزل سوو نوکرانولخوادخپل خداي ورکړی ژوند نه محروم اوپه شهادت رسېږې .دادهمدوي کړنې دي چې زموږ ولس اخترونه نلري اوخوښيوددوي له کور اوکهول نه گډه کړې ده . متاسفانه پرخپل ځاي پاته د نامنلويوشمېردولتي چارواکوپه شتون اودبلي خوا په کور دننه کښي دملي گټوپرخلاف دپرديوپه گټه اولمسون ،سياسي سيالی اوښکرپه ښکر کېدلو په پايله کښي به زموږ هيواد اوهيوادوال يوځل بيا ديوې لويي ملي غميزي اوناخوالي سره لاس او گرېوان وي . دافغانستان د اوسنيوشرايطواونامعلوم سياسي بهير ، دکورينو چارواکواونړوالي ټولنې سرگردان سياست له امله زموږ ولس دټول هيواد په کچه له مختلفوچلنجونو، گډوډيو،گواښونواو نا اميديو سره مخامخ دی . خوپر لوی څښتن باندي په توکل سره پردې ډاډه يوچې يوه ورځ به زموږ دهيواد والوله غولي نه دغم اوناورين لمڅۍ ټول اوداپر اسلام ،مذهب،ژبې او توکمی توپير باندي سوداگر چي دافغان ولس په خواريو، زورونې، غمونواوافغان دښمنه گاونډ يانوته په چوپړکښي خپله اودخپل بهرنی بادار راتلونکې ويني ددې غيرتی ولس دنفرت اوکرکی له امله ورک اومختوری سی . موږ د لوي اوبې نيازڅښتن له درباره څخه تاسوزورېدلواوکړېدلوهيوادوالوته دکوچنی اختر د مبارکيو په ويلوسره ددې نېک مرغه ورځو په برکت د خوښ، نېکمرغه اوهوسا ژوندپيلېدوهیله کوو. خداي دې وکړی چې ډير ژر دداسې يوې ورځې شاهدان اوسوو کوم چي زموږ زورېدلی اوغمځپلۍ ولس ديوخپلواک او سوکاله افغان په توگه ،چي پر خپلو پښو ولاړ اودنړيوالوسره دټولنيز ژوند په بېلابېلوبرخوکښي دسالمې سياليوجوگه وي څښتن سی . دڅښتن تعالی له دربارنه هيله منديوچي ټول افغانان دیووالي اوملي تفاهم دعينی گټوپه پوهېدوسره دملي گډزيار اوزحمت په برکت دسرفرازی اوبريالتوب ورستيو مرحلوته ورسېږي . موږ وپدې هېلو يوچي ددې وطن هر وگړۍ اختر ولري ،هره شپه ئې برات او ورځ ئې اختر وي . امین یارب العالمین په سويډون کښي ددوستۍ فرهنگی ټولنې مشرتابه جرگې په استازيتوب حبيب الله غمخور
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery