مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-05   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

دافغانانو اندیښنې، شکونه او د امریکا بېغوري!

سرلوڅ مرادزی
دافغانانو اندیښنې، شکونه او د امریکا بېغوري!
د لېونۍ حاجت پوره شو
 په لاره ځي په کاڼو ولې زیارتونه
 افغانانو د امریکا او افغان دولت ترمنځ امنیتي تړون ته په دې لامل هرکلی ووایه چې هېواد کې به د هغې په مټ د پردۍ جګړې په پایته رسېدو او د سولې په راوستو کې چې د افغانانو بیړنۍ او حیاتي اړتیا ده، مرستندوی پریوځي!
د امنیتي تړون له لاسلیک څخه مخکې هم کله چې امریکا په ۲۰۰۱ کې د خپلو ګڼو انډیوالانو سره افغانسان ته تشریف راوړ، د افغانانو تمه دا وه چې اوس که خیر وي هېواد ته د ژغورنګ پریښتې راغلې، جګړه به ودریږي، سوله او امنیت به هېواد ته راستون شي، بنسټیزې پروژې به پیل شي، هره خوا به ګل ګلزار شي او که ناڅې همدغه يي ځای او وخت دی!
حقیقت دا دی افغانستان ته د امریکا راتګ او وروسته د امنیتي تړون لاسلیک، تر هرڅه مخکې افغانانو پاکستان څخه د تپل شوې جګړې د ختمېدو لپاره د یوې وسیلې پتوګه ګاڼه، ځکه يي د خپل پخواني دودیز بېطرفه دریځ پروا ونکړه، خپل هېواد ته په راتګ يی امریکا او لویدیځ ته هرکلی ووایه!
خو د ۱۵ کلونو په تېرېدو، افغانان فکر کوي امریکا په دواړو پړاوونو، په ۲۰۰۱ کال کې د خپل راتګ په مهال او هم د امنیتي تړون له لاسلیک وروسته، د سولې او امنیت په لار کې د افغانانو روا غوښتنې بابیزه ګنلې او افغانستان يی یوازې د خپلو ګټو لپاره د بزکشۍ میدان ګرځولی.
امریکا په تېرو ۱۵ کلونو کې د خپلو زرګونو سرتېرو په وژل او ټپې کېدا او د میلیاردونو ډالرو په لګښت سره سره، د پاکستان په اړه له ناسم او دوه مخي چلند په لامل، د افغانانو زړه ترلاسه نکړ او په دې اړه د هرې ورځې په تېرېدو سره د امریکا او افغان ولس ترمنځ واټن زیات شوی او د هغه هېواد په وړاندې د افغانانو اندیښنې او شکونه زیاتیږي.
بلخوا دا چې رسنیو کې ویل کیږي امریکا بلاخره درک کړې چې د هغه هېواد ګټې په پاکستان کې د ترهګرو او مذهبي سخت دریځو په پالنه له ګواښ سره مخامخ شوې، افغانانو ته يی منل اسان نه دي. له افغانانو سربېره، سیمه او نړۍ هم داسې انګیري چې پاکستان د امریکا ستراتیژیک ملګری دی، نو هغه هېواد کې د ترهګرو اومذهبي سخت دریځو پالنه او بلخوا د نیشه يي توکو د بازار رونق او په دې اړه د امریکا ځان ناګاره نیول، دا ټول اسلام اباد د امریکا په خوله ترسره کوي او ګټه يي یوازې اسلام اباد ته نه، بلکې امریکا او لویدیځ ته هم رسیږي.
همدارنګه د سیمې او نړۍ شک هغه مهال لا زیاتیږي او ریښتینې بڼه نیسی چې پاکستان په ښکاره د ترهګرو له شتون او پالنې انکار کوي، خو په کور دننه يي د القاعده مشر بن لادن، طالب مشران هر یو ملاعمر او ملا اختر محمد منصور په نښه او وژل کیږي. دلته که څه هم دا کسان په تېره بیا بن لادن او اختر منصور د امریکا په لاس وژل کیږي، خو له هغه ځایه چې د ترهګرو په شمېر او د ترهګرۍ په پراختیا کې د کمښت پرځای، زیاتوالي لېدل کیږي او ترهګر له افغانستان سربېره ټوله سیمه ګواښوي، خلک دا شک کوي چې د ځینو کسانو وژل د عمومي ذهنیت د تغییر په موخه ترسره کیږي، نه د ترهګرۍ د جرړو د ییستلو لپاره!
بلخوا دا چې د ترهګرو روزونکي او پنا ورکوونکي یانې پاکستان ته چې څو لسیزې د ترهګرو د خونړۍ جګړې مسولیت پر غاړه لري او د لومړي وزیر سلاکار سرتاج عزیز يی په تازه څرګندونو کې د ترهګرو په وړاندې له غوڅ اقدام مخ اړوي، هیڅ نه ویل کیږي او کله ناکله ورته شاباس هم ویل کیږي چې ګنې له دوی سره يي د ترهګرو په له منځه وړلو کې، ګډه هڅه کړېده!
دلته د غټې پلمې پتوګه دا خبره هم د خلکو په خوله کې ورکول کیږي چې اسلام اباد، امریکا او ناټو ته پخپل ملک کې لار ورکوي، څو له دې لارې افغانستان ته اکمالات ورسوي. امریکا ترهګرۍ سره په جګړه کې، د پاکستان دغه چلند د غوڅې ونډې پتوګه یادوي او هروخت يي د افغانانو او نړیوالو مخې ته باسي. بل پلو په دې برخه کې کله کله د پاکستان اتومي بمونه هم یادیږي. امریکایان وايي، له هغه ځایه چې پاکستان اتومي بمونه لري، د ترهګرۍ په وړاندې د ملاتړ غوښتنه باید له دې هېواده په احتیاط سره وشي.
کله چې په افغانستان کې د پاکستاني ترهګرو په لاس پېښه وشی، هلته هم د پېښې د درونوالي او د تلفاتواندازې ته په کتو، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کې کوم ویاند نیم، کوم متقاعد جنرال او یا د هغه هیواد کومه رسنۍ، په اصطلاح په کلکو ټکو هغه وغندي او سبا بیا هر څه هېر او وضعه د پخوا پشان بلکې له هغې هم بدتره وي!
ترهګرو سره د جګړې او پاکستان سره د دوه مخي چلند په اړه، د امریکا او لویدیځ داسې دریځ، افغانان د امنیتي تړون او په ټوله کې امریکا سره په اړیکو اندیښمن، شکمن او نهیلي کړې دي.
دلته نورې پوښتنې هم راپورته کېدای شی. کله چې امریکا سره امنیتي تړون لاسلیک شو، په افغانستان کې داعش سملاسې راڅرګند شو او د طالبانو په نوم جګړې زور واخیست. که له تړون څه مخکې د افغانستان په خال خال ځایونو کې جګړه وه، له تړون وروسته د کندوز ولایت د موقتي سقوط ترڅنګ، په ډېرو نورو ولایتونو کې هممهال جګړه په پوره بېرحمۍ ادامه لري. د افغانستان لخوا د څرګندو لاسوندو په ښودلو سره بیا هم امریکا د پاکستان په وړاندې غوڅ دریځ نه نیسی او د سترې تروریستي پېښې په مهال، په رسنیو کې پر اسلام اباد د یوې ــ نیمې نیوکې له بریده نه اوړې!
دا چې په کابل، د امریکا پخوانی سفیر ښاغلی خلیل زاد وايی، امریکا باید د پاکستان پر ضد داسي پالیسي غوره کړي چې دا هیواد په نړۍ کې منزوي شي. «ښاغلي خلیلزاد له ټایمز اف انډیا ورځپاڼې سره په ځانګړې مرکه کې پاکستان په دې په کلکه وغانده چې د تروریستي ډلو ملاتړ کوي.
ده همداراز وویل، د امریکا متحد ایالتونه باید ګام په ګام اقدام وکړي او پاکستان ته دا پیغام ورسوي چې که د تروریستانو له ملاتړه لاس نه اخلي د شمالي کوریا په شان به په نړۍ کې منزوي شي. تاند»
دغسې دریځ که څه هم یوخوا ډېر ناوخته نیول کیږي او بلخوا یوازې نیوکه او د وړاندیز بڼه لري او عملي اړخ يي څرګند نه دی بیا هم اسلام اباد ته یو څرګند پیغام لیږدوي چې د افغانانو د هیلو نسبي څرګندوی دی. افغانان له امریکا غواړي چې دغه شان څرګند دریځ باید د خپل بهرنیو چارو وزارت لخوا اعلان کړي او یوازې دریځ نه بلکې عملي اقدام ترسره شي.
دا چې امریکا په یو ناڅاپي اقدام ایبټ اباد کې بن لادن وژلی شي، د بې پیلوټه الوتکې برید کې د پاکستان لخوا په قبضه بلوچستان کې ملا منصور په نښه او له منځه وړلای شي، د تروریزم په پلازمېنه اسلام اباد کې هم چارواکو ته ویلای شي چې د تروریزم د روزنې او پاللو فابریکه مو دربنده کړۍ، که نه د بن لادن د وژلو پشان عملیات پرې کوو!
امریکا په فیزیکي بڼه افغانستان ته راغله، افغانستان کې يی د پوځي اډو په ترلاسه کولو د لسګونو کلونو خپله غوښتنه او هیله پوره شوه ، خو افغان ولس سره د دوستۍ اړیکو په پاللو کې پاتې راغلې. د امریکا د شتون په اړه د افغانانو اندیښنې او شکونه ورځې تربلې زیاتیږي او دا هرڅه پاکستان سره د امریکا له دوه مخي سیاست او چلند څخه سرچینه اخلي.
دا چې په جګړه اخته هېوادونو چارو کې د ملګرو ملتونو جیګپوړي کارپوه وحیدالله وحید ۱ ــ تلوېزیون ته په خبرو کې ویلي،«د اوباما اداره په دې هکله پرېکړه کوي چې که دغه لاس (پاکستان) قطع نه کړي پخپله (امریکا) له منځه ځي» ریښتیا وايی!
اوس د دې وخت رسېدلی چې امریکا باید د پاکستان په اړه پخپل دریځ له سره غور وکړي او که تروریزم سره جګړې ته په ریښتیا ژمنه وي، د تروریزم ټاتوبی اسلام اباد دی او هغه باید په نښه شي!
د ۲۰۱۶ کال د جولای دوهمه
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery