مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

هېواد مشره : په پاکستان کي کډوال نور خپل هېواد ته راوله!

سيد حسين پاچا

هېواد مشره : په پاکستان کي کډوال نور خپل هېواد ته راوله!
سره له دې چې کورنۍ ستونزې زياتې دي، خو د ملګرو ملتونو له عالي کمېشنرۍ سره د تفاهم او مرستې له ليارې هېواد ته بيرته راستانه شي

تاسو ډېر يو مهربان، زړه سواند، پاک او پُرکاره شخص ياست، دا به ستاسو يوه لويه لاسته راوړنه او ستر خدمت وي چې کډوال نور په عزت راستانه او هېواد کې ورته هماغه مرستې او د کورونو چاره وشي او هم ورته د زده کړې او د ژوند سهولتونه او روزګار پيدا شي


ښاغليه،
تاسو په ټول جريان کې ياست او حالات درته روښانه دي. درست ده چې پاکستان له موږ سره د سرپناه مرسته کړې چې ترې مننه کوو، خو دا هم د هېرولو نه ده چې زموږ د کار خلک او د لوړو زده کړو څښتنان او قومي نفوذي ملي مشران يې زموږ پر ځېنو ډلو ټپلو او څه يې هم پخپله په خپل لاس ووژل. ان تر دې چې همدغه جهاديان و طالبان ترې هم په امان پاتې نه شول او ځينې مشران يې ورته پخپلو تاڼو کې ووژل. د ځينو يې اعصاب ورخراب کړل او رسنيو ته يې د مرکو لپاره نه پرېږدي. څوک يې وويشتل او څوک يې امريکا ته په لاس ورکړل او له دې کاره نه دی لاس په سر شوی.

که له چا سره لږ ملي احساس وي، نو هغه بايد هېچا ته د دې جازه ورنه کړي چې څوک يې هېواد ته په کږه سترګه وګوري او د هر مشکوک او مضر کس په تړاو بايد له حکومت او امنيتي چارواکو سره مرسته وکړي چې د دغسې وخيمو پيښو مخنيوی وشي.

تاسو ته پته ده چې د شهيد سردار محمد داود خان له وخته دوی دغه لوبه شروع کړې او ځينې کسان يې د پخپلو پوچو تش په نوم اسلامي شعارونو داسې دوکه کړي وو چې دوی له ځان پرته نور هېڅوک مسلمان نه شمېرلو. يو دروغژن درملپلور به ورته کابل ته د درملپلورلو په پلمه راتلو او دوی ته به يې له هغه ځايه له څارګرې ادارې نه پيغام راوړلو. د شهيد داود خان د مشروع حکومت په مقابل کې يې ځينې زلمکيان او نيمچه مخلي لمسول او هڅول. دا چې هغه وخت کې کمونيستانو هم ښه کارونه نه کول او هغوی هم د کي جي بي په پوچو شعارونو تېروتلي وو چې په حقيقت کې چپيان وراستيان دواړه د هېواد په ګټه نه ول. د همدغې ناپوهۍ نه يې کودتا ته وهڅول او ځينې بيا هېواد نه د دوی له بدو کړو نه پرېښوولو ته مجبوره شول او هلته د پنجاب په لومه کې ښکېل شول چې تر ننه ترې نه خلاصيږو.

په جهادي پير کې له همدغو کمپونو نه د روسانو په مقابل کې کار واخېستل شو چې ډلې ډلې مجاهدين به له همدغو کمپونو نه تيارېدل او جګړې ته به تلل. د طالب په وخت کې هم له همدې کمپونو نه کار واخېستل شو او ننني داعشيان وطالبان هم د همدې کمپونو نه نننيو جنګونو ته هڅول کيږي او دا چې اوس زموږ و د پاکستان حالات نه يوازې د تورخم په سر، بلکې د کراچې د بندر د بل بديل پرځاي يعنې چابهار او نورو لارو پيدا کېدل او هم د پاکستان هغه ناولې موخې له موږه پوره نه شولې او نه پورته کيږي چې بهرنۍ وکورنۍ پالېسي مو د دوی په خوښه وي. له هند سره مو اړيکي نه وي، سوداګري بايد ورسره ونه لرو. په قونسلګريو يې خوشاله نه دي چې دا بايد بندې شي. د دوی مالونه دې ازاده توګه منځنۍ اسيا ته ځي، خو زموږ مالونه هند ته بايد ولاړ نه شي او نه لاريو ته اجازه ورکوي چې د دوی له سرحده تېرې شي.

وړمو کلونو کې د ښاغلي کرزي په وخت کې د پاکستان سفارت ځينو افغانانو ته مېلمستيا جوړه کړې وې او خدای بښلی پروفيسور رسول امين هم وربلل شوی وو. سعدالدين شپون شاهد دی. له ډوډۍ خوړلو مخکې د هغه وخت سفير ترې هېله کړې وه چې د درونډې بند ونړوي، نو هغه ترې د اعتراض په توګه له خپلو نورو ملګرو سره راوتلی وو او همداسې ميلمستيا يې ورته پرېښې وه. تاسو ته به بهتره روښانه وي چې هلته وئ. هغه وخت دوی د درونډې بند د ورانولو هيله کړې وه، نو دوی به د سلما او نور بندونه څنګه وزغمي؟

نه يوازې د ډيورنډ مساله ده، بلکې دوی هېڅ د افغانستان هېڅ پرمختګ نه شي زغملی. څه چې دي دا بايد وران شي او موږ بايد دوی ته محتاج واوسو، نو طالب وداعش د همدې موخې لپاره دوی راږېزولي دي چې افغانستان تخريب او برباد کړي او نوی نسل مو له زده کړې محروم او د دوی لاس ته کښېنو. دوی ته د ديکتاتور ضياء نه يو ډېر شوم او بدنيتي ورته په ميراث پاتې ده او هغه دا چې افغانستان بايد وران شي. بېثباته او ناارامه وي. ولس يې بايد له ستونزو او کړاوونو او له بدو ورځو سره مخ وي. هېڅ يوه خوشالي او ښه ورځ يې پر موږ نه لوريږي. دا بد ذهنيت له هغه وخته د هغه له ميراثونو نه ورپاتې دی او لا تر ننه يې له روح و روانه نه دی وتلی. دوی په لوی لاس همداسې غواړي چې موږ ته پخپله او د طالب وداعش په وسيله ضرر ورسوي او ملي تأسيسات او ټول ګټې پروژې مو تخريب او وګواښي، بلکې زموږ ژوند او ملي حاکميت ګواښي. له کله چې دوی اتومي شوي، نو د افغانستان هضم او تخريب ته يې مټې رانغاړلي دي.

ښاغليه،
که تاسو د خپلې لوريېنې او خپل ملي - اسلامي وافغاني واخلاقي رسالت له مخې دغې ستونزې ته پاملرنه وکړې او د نړيوالو متحدينو او د ملګرو ملتونو له عالي کميشنرۍ سره په دې اړه خبرې وکړئ او دغې ستونزې داسې د حل يوه لار ولټوئ چې په پايله کې کډوال بيرته خپل هېواد ته په عزت راستانه او همدلته ورته سرپناه او د ژوند نور سهولتونه برابر شي.

که کډوال هېواد ته راستانه شي، نو د دوی د سونګ توکي به هم کم شي او آخوا ورکزيانو او نورو پنجابيانو ته به پلمه هم ورکه شي. که راځي، نو بيا له خپلې خاورې دفاع زموږ مسلم حق دی او ولس به هم مرسته کوي. سرتاج عزيز د کډوالو په نړيواله ورځ پر کمپونو تور ولګاوه، نو دا هغه ميراث دی چې نوموړي ته د بابر او حميدګل له لورې پاتې شوی او اوس يې نوموړی مخې ته وړي. د کډوالو په راتګ سره به دا هېواد بيرته اباد شي او هم به ارامي راشي. دا کار بايد د ښاغلي کرزي په وخت کې شوی وای، خو اوس هم لا وختي دی او بايد دې ټکي ته زياته پاملرنه وشي چې افغان کډوال بيرته خپل ټاټوبي ته راستانه شي او په خپل هېواد کې ژوند ته دوام ورکړي. کنه نو پاکستان به يې هر وخت د فشار د يوې وسيلې په توګه پر حکومت باندې استعمالوي او له خوږې ګوتې به مو نيسي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery