مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-10   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د لوړو زده کړو وزارت ټیکداران:

نسیم دانش


له بده مرغه په ټول افغانستان کې دا رایج ده چی کله یو څوک په کومه لوړه څوکۍ راشی نو دغه د لوړی څوکې والا یا منصبدار داسی فکر کوی چی دا منصب نور د همدغه شخص شو. چی د دغسی پیښو نمونی ډیر زیاتی دی په ځانګړی توګه د پخوانی ولسمشر ټاکلی استازی (سفیران) چی د ښاغلی کرزی په دواړو دورو کې دوی په بهر هیوادونو په خپل منصب پاتی وو او حتی بعضی یې لا تر اوسه هم پاتی دی، حال دا چی دوی باید د دری کلونو څخه زیات پاتی نشی. هغه چی په واسطو او د زورواکو لخوا ملاتړی کیږی د هیواد د قانون خلاف کړنه ده او حکومت باید په جدی توګه د داسی قانون ماتونکو مخه ونیسی. اګر چی اوسنی حکومت تر یو حده دا د مناصبو ټیکدارانو لړی را ټیټه کړی او ورڅخه په ځانګړی توګه مننه کوو. خو په هیواد دننه لا تر اوسه یو تعداد شته.
زه پخپله د یو لوړپوړی شخص د زیاتی مودی لپاره په یو پوست پاتی کیدو خلاف نه یم، مګر که دغه د لوړی څوکۍ صاحب د هیواد ملی منافعو ته ژمن وی په نسبت د شخصی منافعو او ولس او هیواد ته په نفع وی نو باید پاتی شی وستایل شی.
کلونه پخوا افغانستان ته د مهاجرت څخه راستانه شو او یو ورځ می د لوړو زده کړو وزارت کې څه کار پیښ شو نو هلته یو لوړ دنګ سړی چی خبری یی هم د کبر څخه نکولی ورڅخه می د یوی شعبی و پوښتل ویل یی هلته ولاړ شه. په هر حال کار وشو یا ونشو واپس راغلم کورته. او څو ورځی مخکې می بیا په همدی تحصیلات خالی وزارت کې کار پیداشو څه ګورم چی هماغه لوړ سړی تر اوسه هماغه وزارت کې لا مو جود وو او لا معین وو. د دی سره یو بل مرستیال یا معین هم وو چی په لوړ معین به شکر وباسی ځکه دا خو بیخی ځانته څوک پریږدی هم نه حتی که د پوهنتون استاد وی او یا علمی شخصیت باید څو ورځی یا اونی مخکی وخت ونیسی، لکن د پارلمان وکیل په مخکي د هوټل د خدمتګار په څیر رویه کوی. دا سړی په ظاهر لکه ملایکه ښکاری خو په باطن کې د شیطان او د ده هیڅ فرق نه کیږی. زه د ده سره کومه پیژندګلوی او اړیکه نلرم خو چی کله هم د یو پښتون څخه حتی د یو هزاره ورور نه هم و پوښتی ور پسی به دعا ونکړی بغیر د بد رد ویلو.
دغه سړی چی د ونی ټیټ په بدن وچ دی په همدی ورځ یو کس ته ویل زه دا کار نشم کولای دا د قانون خلاف دی او رخصت یې کړ. زه ورغلم او ور څخه می وپوښتل چی څنګه خوابدی ښکاری ویل یی زما کار قانونی دی وزیر هم امر راکړی خو اوس دا معین صاحب وای چی نشی. ما ورڅخه د معین صاحب نوم او دنده و پوښتل او ورته می وویل داخو ډیر ښه سړی ښکاری دغه کس راته وویل دا د دی وزارت لمړی معین دی خپله لمړی د مارشال فهیم په غوښتنه مقرر شوی وو او اوس د ډاکټر عبدالله د اجرائیه رئیس په غوښتنه د دریم ځل لپاره مقرر شوی دی. دغه معین خپله د استادانو څو کورونه خپل خپلوانو ته په غیر قانونی توګه ور کړی، د بهرنیو هیوادونو بورسونه په خاصه د ترکی او اروپایی هیوادونو په زرګونه ډالرو خرڅ کړی او خرڅوی، خپله د هرات ولایت دی که تاسو یواځی د اوسنی کانکور نتیجه ۱۳۹۴- ۱۳۹۵ وګوری په ټاپ ۵۰ شاګردانو کې د نیم څخه زیات د هرات څخه راغلی چی دا هم د همدی مرستیال کارنامه ده، ویل یې نور به دی څه سر خوږی در کوم دا وزیر دی بس. ما ور څخه وپوښتل چی وزیر خو یوه ښځه ده ده زیاته کړه هغه صرف په نوم وزیره ده، کله چی هغه وزیره شو همدی معین ویل که په لمړی اونی کې مو د معینیت څخه لیری نکړی بیا مو ددی پلار هم نشی لیری کولای. سړی (د وزارت مراجع) لاړ ویل یې چی کوم د پارلمان وکیل ورته راولم.
اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چی ایا په دا دومره افغانستان کې صرف همدا یو معین دی نور قحط الرجال دی د علمی اشخاصو؟ ایا دا وزارت د دوی په میراث پاتی شوی؟ او که د چا وس او زور نه پری رسیږی. د ولسمشر څخه په جدی توګه غوښتنه کیږی چی د داسی غیرقانونی، مفسیدینو او متعصبو اشخاص له دندو لیری، د تیرو کړنو یې لپاره د قانون منګلو ته وسپاری او پاک په هیواد مین چی د تعصب څخه کرکه کوی وګماری.


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery