مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حکمتيار د نورو کودتا غندي، خو خپله پکې ښکېل وو

سيد حسين پاچا

حکمتيار د نورو کودتا غندي، خو خپله پکې ښکېل وو
پر اردوغان يې وينه سوځي، خو خپل ولس يې چې له لسيزو راهيسې د پنجاب په اور کې سوځي زړه درد نه کوي او نه يې وينه سوځي
خپل بغاوت ته يې پام نشته چې د وخت د مشروع حکومت پر وړاندې يې په بلوا لاس پورې کړ او کمونيست بوټو ته وروتښتېد. له يو کمونيست نجيب الله سره يې سوله نه کوله. د نورو په لمسون يې زور ويلو، خو بيا يې له بل کمونيست تڼي سره په کودتا کې د نورو لپاره چڼې وهلې وې. د نورو کودتا غندي، خو خپله پکې ښکېل وو. د بغاتو پسې اقتداء جايز نه ده، خو موږ وکړه.

ولس خو په پيل کې د روسانو پر وړاندې همدغسې په مېړانه راووته، بلکې له دې مخکې هم د وخت د زبرځواکونو پر وړاندې راپورته شوی او ورسره يې ډغرې وهلې دي. ان تر دې چې له ميلاده مخکې خلک يې هم توبه ګار کړي، خو ستاسو د درېواړو [اخوان وماويست وستمي] د سياسي ناپوهۍ او بېکفايتۍ له امله د جهاد ثمره په سيند لاهو شوه، ځکه خو زموږ د ګاونډيو له لورې د سولې خبرې هم څو ځلې سبوتاژ شوې

که د اشغالګرو غلامي ذلت وي، نو تاسو چې له لسيزو چېرې ياست هغوی خو هم غلامان دي. يوځل خپل ځان د غلام له غلامۍ نه راخلاص کړئ، نو ملت به ستاسو خبره ومني. هسې بېځايه د بل له ادرسه غږ مه کوه!

انجنير محمد خان :
د بهرنيو ځواکونو وتلو ته د مهالوېش ټاکل، له امريکا او ناټو سره د لاسليک شوو سندونو لغوه کول او تر دوو کلونو د حکومت پای ته رسول د حزب اسلامي اساسي شرطونه وو.

د ترکيې ولس ته د حزب اسلامي مشر حکمتيار پيغام:
سو له افتخاراتو ډك ځلانده تاريخ لرئ، څو كاله وړاندي ستاسو پلرونو د ټول اسلامي امت مشري كوله، استانبول د ستر اسلامي خلافت پلازمينه وه، فلسطين ستاسو په لاس آزاد شوى وو. تاسو د همداسي عظمتونو وړتيا لرئ.
زه پر خپل ولس هم غږ كوم چي راشئ د پرديو او د هغوى د ذليلو او سپكو غلامانو د واكمنۍ پاى ته رسولو لپاره د خپلو تركي وروڼو لار غوره كړئ، يقيناً چي زما په سرلوړي ولس كي دا همت شته، په څلورو لسيزو كي ئې له دوو سترو زبرځواكونو سره ډغري ووهلې، كه تصميم ونيسي او د باهمته تركانو په څېر سړكونو ته راووځي هم به اشغال پاى ته ورسوي، هم به د اشغالگرانو په لاس تپل شوى مزدور حكومت نسكور كړي، هم به جگړہ پاى ته ورسوي او هم به د خپلي خوښي اسلامي حكومت جوړ كړي. ځوانانو ته وايم: راوړاندي شئ، دا افتخار تاسو وگټئ، مطمئن اوسئ چي ملت به ستاسو په څنگ كي ودرېږي.


نوټ : د نويمو کلونو په ترڅ کې په پېښور کې ((د ازاد افغانستان د ليکوالو ټولنه)) چې وروسته بيا ((د افغانستان د مطالعاتو مرکز)) په نوم ونومول شو او مشري يې خدای بښلي پروفيسور عبدالرسول امين پر غاړه وه، د وروستيو نويمو کلونو په موده کې د خپلواکۍ Independence مجلې په يوې ګڼه کې همدې ټکي ته اشاره شوې چې د ښاغلي زلمي هېوادمل تر مديريت لاندې چې د پخواني ولسمشر ښاغلي کرزي د فرهنګي چارو مشاور وزير وو نشر شوې ده.

زما مشوره ښاغلي حکمتيار ته دا ده چې داسې شرايط وضعه نه کړي چې د سولې خبرې له خنډ سره مخ کړي او د حکومت له توانه پوره نه وي. تاسو خپله څومره ډاډه ياست چې څارګره اداره به بيا لاسوهنه نه کوي؟ داسې وېره شته چې خدای مه کړه بيا مو ځينې شرطونه د نورو په نغوته رامخته کړي نه وي چې بيا پرې د سولې خبرې سبوتاژ شي. ستاسو تېره د ضياء وجونېجو د وخت مخينه لا مخته پرته ده. د نجيب وړانديز مو ونه مانه چې په پايله کې يو مخيز منزوي شوئ، خو که نن غني ته سخت شرايط رامخته کړې، نو داسې نه چې بيا تر پايه منزوي نه شئ. سيالانو دې له دغې خلا نه کټه پورته کړه په نړيواله کچه منزوي شوئ، خو دا ځل د غني فرصت له لاسه مه ورکوه. ولس ته د کودتاو د پاڅون خبرې مه کوه اړيکي او اعتماد دې له نړيوالو سره ورغوه. په بله مانا د نجيب په شتون کې دې ونه رغولې، خو چې د غني په شتون کې دا موقع له لاسه ورنه کړې او د غني له هستۍ نه داسې يوه جامع ګټه پورته کړې چې هم ستا او هم دې د ګوند او هم د هېواد، ګاونډيو، سيمې او نړۍ په ګټه وي. له يو لورې سوله کوې او له بل لورې بيا ولس د حکومت نسکورولو ته رابولې، نو لږ فکر وکړه. ضد نقيض څرګندونې مه کوه!
افغانان د ترکيې پر وضعيت خپه دي او د اراماتيا هيله يې لري. درست ده چې اردوغان ښه شخص دی، خو له کردانو سره سلوک يې ناسم دی او همدارنګه د مخور نامتو عالم دين فتح الله ګولن سره سياسي وضعيت يې هم د اندېښنې وړ دی. نړيوالو پرې هم له خپلو سياسي مخالفينو سره له غچ اخېستو نه د ډډې کولو غږ کړی. په زرګونه کسان نيولو د ترکيې وضعيت د اندېښنې وړ بللی دی. د يو اسلامپال مشر ټکر له خپل پخواني ملاتړي مخور ونامتو عالم دين سره درست کار نه دی. بدې پايلې لري.


د جهادي پير په اوايلو کې داسې ويل کېدل چې ضياءالحق يوه لس کسيزه ډله په اوايلو کې پخواني مرحوم پاچا محمد ظاهر شاه ته استولې وه چې د هغه وخت د صوبه سرحد يا نننۍ پښتونخوا ايالت ګونر جنرال فضل حق هم پکې وو او د ضياء الحق يو ليک يې هم له ځان سره وړی وو او پخواني پاچا ته يې پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې وه، او د ډيورنډ يا د انګليسي استعمار د کرښې د رسميت وړانديز ورته کړی وو. پاچا ورته په ځواب کې ويلي وو چې دوه ډوله حقوق دي :
• يو ملي حقوق
• او بل شخصي حقوق
په شخصي حقوقو کې که هر څه مې له لاسه کيږي او له توانه پورته وي دريغ به نه کړم، ولې په ملي حقوقو کې زه د افغانستان د نورو اتباعو په شان يو تبعه يم. بيا فضل حق ورته ويلي وو که تاسو راشئ، نو جنرال صاحب يعني ضياء به تاسو ته ډېر درناوی درکړي. هغه يعنې مرحوم پاچا ورته په ځواب کې ويلي وو چې نه، داسې ډېر جنرالان زما مخکې تېر شوي دي. په بله مانا بېواکه نه ځم.

کله چې دوی راستانه شول، نو ښاغلي حکمتيار صاحب ورته سينه وډبوله او ضياء پرې پانګونه شروع کړه. ان تر دې چې بهرنيان به راتلل، نو د ټولو جهادي مشرانو په استازيتوب به يې همدی ورته مخې ته کولو چې ډګروال يوسف د جنرال اختر له خولې په خپرو شوو کتابونو کې همدې ټکو ته اشاره کوي. ښاغلي عصمت قانع هم د ((څوک بايد خپله ماضي جبيره کړي، کرزی که حکمتيار؟)) هم همدې ټکي ته اشاره کړې.

په حقيقت کې زموږ د نابودۍ تاريخچه د بوټو و بابر له وخته پيليږي چې هغه لا هغه وخت په ۱۹۷۹ ز کې خپله اندېښنه بابر ته ويلې وه او بابر بيا همدې ټکي ته په ((The five evils who destroyed Afghanistan)) کې اشاره کوي چې څه يې وکړل او ولې پرې وياړي؟ دا خو لا څه کوې چې لا بابر و قاضي صاحب بوټو ته ستاسو پر وړلو وياړي او بوټو بيا تاسو هغه ته وسپارلئ او د افغانستان د تخريب (ورانکارۍ) او بېثباتۍ پروژه بيا د بابر د لاس لاندې ونيول شوه او هغه بيا پخپلې ورانکارۍ وياړي او ستاسو د درېواړو نومونه په ډېره سپين سترګۍ اخلي چې ما دوی راوبلل او دنده مې ورکړه. ستاسو اسلامي دعوه او د بوټو خبره سره په مغايرت کې دي چې دېته تاسو څنګه اسلامي مبارزه او د اسلامي حکومت نوم ورکوئ؟

بيا زموږ بله بد مرغي د روسانو د وتو په وخت کې پيل شوه چې هغوی له مجاهدينو سره د نېغ په نېغه مخامخ خبرو وړانديز وکړ او ستاسو له لورې د ضياء او د پاکستان د څارګرې ادارې په لمسون سبوتاژ شو او بيا زموږ واک يعنې د کورنۍ و بهرنۍ پاليسۍ واک پاکستان ته ورکړل شو او له موږ څخه يې غصب کړ چې لا تر ننه غصب دی او نه يې راکوي.

د پاچا خان له لمسي اسفنديار ولي نه واخله تر ډيويډ کيمرون پورې دې ټولو ته يې سيده وناسيده ويلي وو چې که ښاغلي کرزي ته ووايی چې له موږ سره دغه د سرحد ستونزه حل کړي. ان تر دې چې وړم کال خو ښاغلی کرزی و زرداري دواړه دلته په برتانيا کې د ښاغلي کيمرون په کور کې مېلمانه وو او يو ډول نه يو ډول يادښت ورته شوی وو، خو ښاغلي کرزي ته ځان په څنګ تېر کړی وو. همدسې د سيد اسحاق ګيلاني له لورې ډاکټر نجيب الله ته وړانديز شوی وو، خو هغه نه وه منلې.

بيا د ملګرو ملتونو له لورې هڅه وشوه، خو هغه بيا د بل ګاونډي په لمسون د شمال ټلولې د يو ماويستي جهادي آمر په وسيله سبوتاژ شوه چې خبره کودتا ته ورسېده او د ملګرو ملتونو هغه طرحه چې کابل بايد تخليه شي، د جبل السراج د ناولي ائتلاف په نتېجه د ښاغلي دوستم او نورو کارمليانو په مرسته حکومت د يوې بلې تورې کودتا په نتېجه کې نسکور شو او د جنرال اختر عبدالرحمن او حميد ګل هغه ارمان او هيله هم پوره شوه چې ((کابل بايد وسېځل شي))، ((کابل بايد وران يا ونړول شي)). د ضياء ارمان هم پوره شو چې افغانان بايد په کړاو کې پرېښوول شي چې ښه ورځ ونه ويني.

زموږ خپلمنځي جګړو ته هم ګاونډيو او بهرنيو لمن ووهله او څه موږ زورور وو او وړاندې وروسته فکر مو ونه کړ چې عواقب به يې څه وي؟ بيا د طالب پروژه رامخې ته شوه او تر هر چا زياته صدمه يې تاسو ته ورسېده او له هېواده يې پرېښودو ته اړ ويستئ. بيا زموږ ګاونډي چې يو مزدور حکومت او مزدوره يا اجيره اردو لري، د هماغه ناسکه خور يعنې بېنظيرې په وخت کې د سټينګر ميزايلو د غوښتنې په صورت کې تهران ته اړ شوئ او هلته بيا د ژبې او قومي تعصب له مخې تهران درته سور اور شو. دا خو لا څه ان تر دې چې د تهران معامله له غرب سره دومره مخې ته تللې وه چې د خپل مجاهدين خلق په تړاو ستاسو پر سر معامله وکړي، خو بخت درسره ياري وکړه او پښې مو راسپکې کړې، خو له بده مرغه چې بيرته څارګرې ادارې ځان درته خواخوږي کړل او د نړيوالې ټولنې پر خلاف يې له طالبانو سره يوځای د دوی پر وړاندې په مخالفت کې ودرولئ.

هسې که سړی بيرته د ضياء وخت ته ولاړ شي، نو د بهرنيو مرستو په سلو کې شپېته تا ته درکول کېده چې د هغو مرستو نتېجه دا دی نن موږ په سترګو ګورو چې له تاسو نيولې تر طالب و داعشه پورې يو هم د پاکستان له خوښې پرته تصميم نه شئ نيولی.

همداسې د نجيب په وخت کې د حاجي سهار ګل هڅه درواخله چې تاسو ته يې د نجيب بلنه در رسولې وه، خو تاسو ترې تر سبا پورې وخت غوښتی وو چې سبا به سره پوه شو چې هو يا نه؟ خو تاسو په هماغه شپه له څارګرې ادارې سره اړيکه نيولې وه او هغوی تاسو ته خوښه نه وه درکړې او په ځواب کې مو بيا ورته ويلي وو چې زه سوله نه کوم او په زور يې نيسم او د نجيب د سولې وړانديز مو رد کړی وو.

حاجي سهرګل درته د نجيب د خولې ويلي وو چې که دی راځي، نو زه لا تر اوسه په کابل کې په واک کې يم او د ده د راتګ لپاره به امکانات برابر کړم، خو تاسو چې ورته د زور ويلي وو چې ((زه يې په زور نيسم)). هغه [حاجي سهرګل] درته ويلي وو چې ځه نو تکړه شه په زور يې ونيسه! هغه درته ويلي وو چې په زور يې نه شي نيولی. د هغه اشاره د همدې نننيو شمال ټلولې او پخوانيو کارمليانو ته وه چې تا څوک هلته په کابل کې نه پرېږدي او هماغسې وشول.

تاسو چې د شپې د شپې اړيکه له څارګرې ادارې سره نيولې وه، هغوی تاسو ته ويلي وو چې نجيب نور له دې وروسته تر ډېره په واک کې نه شي پاتې کېدای. دا ځکه چې د روسيه وامريکا په ګډو خبرو کې په دې سلا شوې وه چې هر يو به خپلې خواوې نه تمويلوي، خو له بده مرغه چې امريکا پخپله خبره پاته نه شوه او دوه مخي پاکستان د مجاهدينو تمويل ته دوام ورکړ تر هغه د ملګرو ملتونو د سولې پلانونه هم پکې سبوتاژ شول او خبره د جبل السراج ائتلاف د نظار شوری او کارمليانو يوې اړخيزې کودتا ته ورسېده چې بيا هسې په نوم صدارت درورسېده چې نه پرې ستاسو او نه د فريد تنده ماته شوه. طالب پکې راپيدا شو او بيا په کې ولسمشر کرزی او غني راغی، خو ستا ستونزې لا حل نه شوې. د ډاکټر نجيب د وخت ستونزه لا پرځای پاتې ده او هغه دا چې د شمال ټلواله يا په بله مانا ماويستان وستميان او نور ملاتړي يې کوښښ کوي چې ستاسو د راتګ مخه ډپ کړي.

دا چې اوس ستاسو او د شمال ټلوالې نه رسنيو ته د ځينو اضافي وړانديزونو خبرې کيږي. وېرېږم چې خدای مه کړه دا ځل بيا دا پروسه سبوتاژ نه شي. لوبغاړي سيمه ييز لوبغاړي لا هماغه لوبغاړي دي. په افغانستان کې د پاکستان د بې کيفيته اوړه له امله چې په پاکستان کې يې نژدې ۸۰۰ د اوړه ميلونه ولاړ دي او سوداګر يې د حکومت د تعرفو د لوړوالي خبره کوي او له بل لورې بيا د پاکستان لوړپوړي چارواکي وايی چې ايران له موږ سره دوکه وکړه. زموږ او د دوی ترمينځ يمن ته د پوځ پر لېږلو داسې پرېکړه شوې وه چې موږ به هلته د سعودي په ملاتړ پوځونه نه لېږو او دوی به د چابهار بندر کې د هند مخه نيسي، خو دوی دا کار وکړ. موږ خپل د کلونو دوست سعودي عربستان خفه کړ او د هوثيانو د ځپلو لپاره مو د ايران په خوښه هلته ځواکونه ونه لېږل.

تاسو ګورئ چې د خپلو ملي ګټو لپاره چې له يو لورې د خپلو بې کيفيته توکو د خرڅلاو لپاره افغانستان د تل لپاره محتاج او د خرڅلاو بازار وګرځوي او له بل لورې د هند د اقتصاد او سوداګريزو راکړو ورکړو مخه له منځنۍ اسيا سره ډب کړي، نو له ايران سره يې د سعودي په تړاو دغسې معامله کړې ده چې نن په ډاګه سورې وهي، نو لږ سوچ په کار دی. دوی د خپلو ګټو لپاره دوستۍ ته نه ګوري، د ځان لپاره بديلې لارې لټوي، خو موږ ته وايی چې تاسو به داسې نه کوئ.

که تاسو د ضياء په لمسون د خبرو متارکه مو نه وای کړی او مجاهدين په هغه وخت کې له روسانو سره د مخامخ خبرو يو اړخ وای، نو نه به د وخت اردو له مينځه تللی وای او نه به هر څه کباړ شوی وای او نه به نن له داسې بدې ورځې سره مخ وای لکه نن چې مخ يو. دا خو لا څه ان چې پر موږ وتاسو د طالب وداعش په شمول په ټولو داسې دوه مخې لوبه يا ډبل سياست نه وای کړی، خو دا ټول ستاسو د هغې تېروتنې له امله دي چې د ضياء په لمسون دې انکار وکړ.

که له تاسو او طالبانو او داعشيانو داسې غوښتنه وشي چې له مخالفته لاس واخلئ او ټول اړخونه له د ملي ګټو په خاطر له زياتو غوښتنو تېر او لوړې ګټې په نظر کې ونيسئ، نو بيا ولې رسنيو ته ځينې نيمې داسې خبرې راووتې چې په يوه بڼه د بڼو د سبوتاژ بوي ترې راخېژي. دا که تاسو ياست او يا نور بايد پر ځينو خبرو ټينګار ونه کړئ.

تر هر څه له مخه تاسو ته اړينه ده چې له امريکا، ناټو او نړيوالې ټولنې سره اړيکي ښه کړئ. نړيوال سياست سختدريځي نه مني. ترکيه، مصر وپاکستان درېواړه هغه اسلامي هېوادونه دي چې د پوځي کودتاو مخينه لري، ولې پوځ بيا هم د همدوی پر مالي ونظامي مرستو متکي دی. له دوی پرته خپلې پوځي چارې نه شي سمبالولی، نو تاسو چې ولس او ځوانانو ته د پاڅون خبره کوئ، نو داسې کومه بله مالي ونظامي سرچينه شته چې تاسو تمويل کړي؟

که په دې هيله ياست چې خميني له فرانسې خپل اسلامي انقلاب بريالی کړ، خو ستاسو او د هغوی ترمينځ زيات توپير شته. سره له دې چې خميني د غرب د ځينو هېوادونو په يو ګډ تفاهم راغلی، خو له دې سره سره يې له مسکو سره هم هغسې اړيکي ټينګ کړل چې په نتېجه کې مسکو ورته د اتومي انرژۍ بټۍ جوړې کړې، خو زموږ هر څه بيا کباړ شول. د هغوی د ((لا شرقيّة و لا غربيّة)) شعارونو باوجود له ختيځ او لويديځ سره داسې اړيکي ټينګ کړل چې د اسرائيلي ضد شعارونو سره سره يې خپله اتومي ستونزه تر يوه ځايه حل کړه او خپل کنګل پيسې يې راخلاصې کړې او بيرته يې پرې له هماغو نوې وسلې او الوتکې واخېستې، خو موږ څه وکړل؟ موږ لا تراوسه له اقليتونو نه راوځو او د تعصب په رنځ اخته يو.

هغوی خو عراق په جنګ کې د مجاهدين خلق په هکله ستاسو په سر له امريکا سره هم چڼې وهلې وې، خو بخت ياري وکړه او ښه شوه چې په هغه ټس کې بلهاري نه شوې. تاسو ته په کار ده چې د ځان په تړاو ژور سوچ وکړئ. ځکه هغه پانګونه چې د ضياء له وخته پر تاسو شوې څنګه وکولی شې چې په سمه او يوه معقوله لار له پنجابي ښکېلاکه ځان راخلاص کړې. که تاسو څه مرستې ته ضرورت لرئ، نو ولس وحکومت دواړه به مو تر شا ودريږي او له دغه ډبل سياسته به مو تيری راخلاص کړي. هلته هم ولس مجبور دی چې د خپلو نظامي واستخباراتي چارواکو پر وړاندې راپورته او نور دغه پنجابي ښکېلاک ته د پای ټکی کښيږدي. کنه، نو ستاسو دغه ډول هڅونې د بل چا استازيتوب کوي چې اوس په دې پلمه دلته بيا ګډوډي رامينځته کړي او ګټه يې دوی ته ورسيږي.

زما مشوره تاسو ته د قرآن ارزښتونو په رڼا کې دا ده چې پر معصيت (۱) او وضعيت (حالت) (۲) کې سره توپير وکړئ. تاسو ګورئ چې حضرت يوسف عليه السلام د مصر د عزيز وزليخا په کور کې په خپل واک کې نه وو او بلواک وو، نو د زليخا د امر (حکم) يا غوښتنې په صورت کې له کوټې نه ښځو ته راووت او هغوی ته يې چې دا هغه ځوان دی چې تاسو پکې ملا پړه نه ګڼئ، خو زه ګرمه نه يم. او د معصيت په صورت کې چې کله ترې د معصيت غوښته (هيله) شوې وه، نو هغې ته ترې انکار کړی وو چې نه دا کار نه شم او له خدايه ويرېږم. ځکه له معصيته ځان ساتنه (اجتناب) يې په خپل اختيار کې وو او د هغې هيله يا غوښتنه يې پورنه کړه او ځان يې پرې زندان ته ولېږه، خو هغې ته غاړه کېنښووله.

موږ ټول ولس او نړۍ په دې پوهيږو چې پاکستان زموږ جهادي مشران وطالبان برمته کړي او د هغوی له خوښې پرته څه نه شي کولی او د هغوی د غوښتنو پر اساس د رسنيو پر وړاندې څه ووايی او څه غوښتنې يې پوره کړي، ولې له دې وروسته چې ستاسو خبرې له حکومت سره تر يوځايه مخکې ولاړې او الله تعالی دې وکړې چې دا خبرې بريالۍ او مخې ته ولاړې شي، خو که ولاړې نه شي، نو د معصيت په صورت کي يا د ځينو نورو ناروا غوښتنو په صورت کې به ستاسو مخالفت او يا فزيکي کړووړو ته کوم شرعي مجوزيت نشته، نو بيا په دې حالت کې د نورو په لمسون د ملت له هڅونو او پاڅون کې له احتياطه کار واخلې او احساساتي نه شئ. له هوشه کار واخلئ!

له شک پرته ترکيه يو اسلامي هېواد دی چې د عثماني خلافت ميراث ورپاتې دی، خو له بده مرغه چې له نړيوال جنګ راوروسته جرمني له پښو وغورځېده او برتانيه هم صدمه ليدلې وه، ولې بيا هم برتانيا ژر بيرته پخپلو ودرېده د ځينو يهودانو په غوښتنه يې له ترکيې نه د يو يهودي يا صيهونيستي دولت غوښتنه وکړه چې ترکيي ونه منله چې په پايله کې کردانو او صلاح الدين ايوبي هم د اسلامي خلافت له لاسه سختې ستونزې وګاللې چې نن ايوبي په سوريه کې ښخ او کورنۍ يې په سويس کې ده او هلته د ايوبي په نوم يو کلی يا ټاون شته. که له يو لورې چې تاسو ورته اشاره کړې چې ترکي ولس فلسطين ازاد کړی، خو له بل لورې د خلافت د وارثې له غلطې پالېسۍ نه فلسطينيان لا په سرو وينو کې لمبيږي. همدا د خلافت وارثه وه چې له اسرائيلو سره يې ښې اړيکې درلودې چې پاکستان هم له اسرائيلو سره د ترکيې له ليارې پټې اړيکې پاللې چې بيا وروسته رسوا شوې.

افغان ولسمشر هم د ترکيې پر حالاتو اندېښنه ښوولې ده او موږ ټول پرې خپه يو او د ارامۍ په هيله يې يو. ترکيه له موږ سره په ښوونه او بيا رغاونه کې مرسته کړې چې ترې منندوی يو، خو له ولسمشره دا هيله لرو چې د خپل پخواني مؤتلف ديني عالم فتح الله ګولن سره ستونزه په سړه سينه حل کړي. له کُردانو هم مناسبات ښه کړي. په خواشينې سره چې له امريکا سره د عراق وسوريه په ائتلاف کې يې له خپل موقفه ناوړه ګټه پورته کړه او کردان يې د داعش په پلمه دوی د ترهګرو په نوم سخت وټکول. دېته په کتو زموږ ګاونډيو هم د جهاد په پلمه زموږ هر څه له خاورو سره خاورې کړل او يو پر بل يې پر يو او بل نوم وجنګولو او ويې وژلو.

پوښتنه دا ده چې بابر په پيل کې دا پروژه له بوټو سره د هغه د هغې انګېرنې په له امله چې د افغانستان په تړاو يې د روا (مشروع) او سياسي حق په تړاو لرله چې مبادا سبا افغان حکومت يې له موږه پوښتنه ونه کړي، نو افغانستان بايد بېثباته او کمزوری شي چې بابر همدغه پروسه ستاسو د درېواړو له ليارې تر خپل لاس لاندې ونيوله او تاسو ته يې دنده وسپارله، نو هيله ده چې پر دغه سياسي واسلامي اړخ يې تاسو د مفتي محمد شفيع د پښتو تفسير ((معارف القرآن)) او د سيد ابوالاعلی مودودي د ((تفخيم القرآن)) او د خپل پښتو تفسير ((قرآن پلوشې)) په رڼا کې سوچ وکړې او د حل وحرمت اړخونه يې وسنجوې. په الهي ونبوي ارشاداتو کې ورته څه ثبوت نشته او له مدني قوانينو سره هم اړخ نه لګوي.

تاسو ته به پته وي چې نن کډوال له سخت وضعيت سره مخ دي. ان تر دې چې چابهار له معاملې وروسته د تالاشۍ په چيک پوسټ کې خلکو ته سيده په ډېره په سپين سترګۍ وايی چې ((هندو راکښته شه!)). د انصارو او د مهاجرو وخت ولاړ او نن د هندوييزم وخت رارسېدلی دی. که تاسو درېواړو هغه وخت ځان پېژندلی وای او د درملپلور په تشو او پوچو شعارونو تېر وتلی نه وای، نو نن به موږ د داسې سپکاوي سره مخ نه وای، خو دا ټول ستاسو د تېښتې او فراريتوب له امله چې نن هغه هر څه اوبه يووړل. هغه سياسي واک خو لا څه ان چې خاوره يې هم درنه لاندې کړې او نن اوبه هم درنه غواړي چې پاکستان وافغانستان بايد د اوبو پر سر هغسې تړون ولري لکه د هند وپاکستان په وېش کې چې هند وپاکستان يې لري. هلته خو دوی خپلې خرڅې کړي، نو څنګه له موږه هغسې تړون غواړي؟

دې خبرو ته دې خوله ماته ده، خو لا زياتي خلک د حکومت پر ضد لاريون او پاڅون ته رابولې او د اشغال خبرې کوې. ولې د پنجاب اشغال درته اشغال نه ښکاري که څنګه؟ که تاسو درېواړه پنجابيان وهندوان نه وای، نو دې پنجابيانو او هندوانو ته به نه ورتښتېدلی. مهرباني وکړئ له سراج الحقه وپوښتئ چې هندوان څوک دي؟ که تا کې لږ همت وي دا سراج الحق وديوبنديانو او دا د پنجاب پر حکومت، پوځ واستخباراتو دې غږ وکړه چې تر پرونه دې څنګه يادولم او نن مې څنګه يادوي؟ هندو چې ترې غول ايستلي لا تر ننه ورته پورته نه شي کتلی، خو دوی چې له تاسو جهاديانو نه ايستلي، نو يو هم پورته ورته نه شئ کتلی. که په تا کې لږه متره د ايمان وای، نو ستا په شتون کې به يې افغانانو ته نن د ((هندو)) کليمات نه کارول. ترکيه پرېږده، ته دې د خپل ولس غم وخوره چې ستاسو له لاسه نن د سياسي لوبو ښکار دي او څنګه توهينيږي؟

په درنښت


زړہ ورو تركانو ته سل ځله سلام/ حكمتيار
http://www.afghansabawoon.com/%D8%B2%DA%93%DB%81-%D9%88%D8%B1%D9%88-%D8%AA%D8%B1%D9%83%D8%A7%D9%86%D9%88-%D8%AA%D9%87-%D8%B3%D9%84-%DA%81%D9%84%D9%87-%D8%B3%D9%84%D8%A7%D9%85-%D8%AD%D9%83%D9%85%D8%AA%D9%8A%D8%A7%D8%B1/

د سولې شورا: د حزب اسلامي له خوا د هوکړه ليک لاسلیک ته په تمه يو
http://rohi.af/fullstory.php?id=47352


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery