مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-21   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د نفس پاکوالی: ۱۱ د خطر علامی چی باید وپیژندل شي

ژبا‌‌ړه: عمر حامد


لیکنه: امینه ادوته
د نفس  پاکوالی: ۱۱ د خطر علامی چی باید وپیژندل شي
داکټر عایشه اوتز په خپل کتاب کی چی نوم یی دی (ارواح پوهنه د اسلام له نظره) داسی تشریح ورکوي: ارواح په ټول وجود کی  خوره ده او زموږ فزیکي او جسماني احساسات، غوښتنی، عمل او کړنی رهبري کوي. که ارواح د وجود نه لری شی نو ژوند پای ته رسیږي.
نو هر مسلمان لپاره په کار ده چی خپل روحی حالاتو باندی غور ولري. د یو ایمانداره سړي او ښځی کامیابي په دی کی ده چی پاکه نفس او احساسات ولري. حضور ص چی الله ج د دنیا لپاره رسول راستولی وه ده ښو خلق او پاک نفس مثال دی. حضور ص د خپل رسالت مهمه برخه په امتیانو کی د نفس او روح سپیڅلتیا د راوستلو لپاره وقف کړی وه. موږ ته په کار ده لکه څنګه چی د خپل جسمی اړتیاو خیال ساتو نو د خپلی ارواح او نفس  د پاکوالي او سپیڅلتیا لپاره هم هلی ځلی وکړو.
د خپل نفس پاکول زموږ اعمال ښکلي کوي. موږ سره مرسته کوي چی د توحید خواته ګړندي شو او د خپلو ورځنیو اعمالو محاسبه د اسلام په رڼا کی وکړو. کله چی نفس ګناهونو ته مایل شي ایمان ضعیفوي چی د ایمان ضعیفوالی په زړه او وجود ناوړه اثرات لري. ددی لپاره لازمه ده چی موږ په ځان کی هغه علایم په وخت وپیژنو چی زموږ نفس د ناپاکي خواته رابولي او باید خپل علاج په وخت سره وکړو.
الله ج په سوره الشمس کی فرمایی: او په نفس باندی او په هغه ذات چی دغه یی برابر کړی دی. او ده ته یی دده بدي او تقوا الهام ورکړی دی. او چا چی خپل نفس پاک کړ نو کامیاب شو. او یقیننا نامراده شو هغه څوک چی نفس یی په خاور کی پټ کړ (ناپاکه یی کړ).
لاندی یولس د خطر علایم چی نفس ناپکوي باید وپیژنو:
 داخلي علایم:
د غلط ارادی درلودل چی هدف د نفس او دنیاوي خواهشاتو لاسته راوړنه وي
د دیني علم د حاصلولو او خپرولس نه لری والی او کرکه
د الله ج او قران مجید نه د لریتوب احساسول
د الله ج نه د توبی د نه کولو احساس
د دنیاوي مزو او رونقونو سره رغبت او مینه او د مرګ د تیاري نکول او د بلی دنیا نه بی خبري او بی پروایی
بهرني علایم
په اخلاقو کی غټوالی، کبر او بی ادبي
د بی دینو خلکو د ملګرتیا نه خوند اخیستل
د هغوکارونو کول چی هدف یی د خلکو د تعریف حاصلول وی ( ریا)
د زړه سختوالی، بدعملي، په معاملاتو کی دهوکه او فریب
عبادت کول د بوج په شکل احساسول اود دین سره د نه رغبت لرل
د قران او عباداتو نه د لري والي احساسول او د شرکي او بدعتي اعمالو سره مینه ( چی په کی د غلطو ګپ شپونو نه خوند اخیستل، غلطو محفلونو کی د ګډون  شوق، غیبت، دروغ ویل، د فضولو سندرو او نڅاو نه خوند اخیستل اوداسی نور اعمال).
که موږه چرته په ځان کی د بره ذکړشویو علایمو نه بعضی علایم ګورو نو ددی وخت رارسیدلی چی باید خپل نفس د پاکوالي اراده وکړو. ددی لپاره دا لاندی نسخی ډیری ګټوری دي:
باید خپلی ارادی د اسلام په رڼا کی وارزو او د صحی کولو لپاره یی ګامونه واخلو
د دیني علم زده کړه پیل کړو چی زموږ اعمال ښکلي شی او نفس مو پاک شي
د قران مجید تلاوت او زده کړه باید د خپل ورځني ژوند اساسي برخه وګرځو
مرګ باید هر وخت یاد کی وساتو او د اخرت لپاره تیاري ونیسو چی پدی ډول زموږ اعمالو کی مثبت بدلون راتللای شي.
هره ورځ په زړه او ژبه د الله نه د ګناهونو معافی غوښتل او په کثرت سره استغفار کول
د خپل زړه، نفس، ژبی او اعمالو په ورځني ډول محاسبه کول چی ایا دغه ټول د الله د حکم په رڼا کی دي او کنه
د ښو او دیندارو کسانو سره دوستي کول او هغوی سره ناسته ولاړه
د هر عمل د کولو اراده باید د الله ج خوشحالي وي نه د خلکو د تعریف ترلاسه کول
د ګناهونو نه د ځان لری کول او د ښو اعمالو سرته رسول که هغه د سرک نه د یوی تیږی لری کول هم وي
د ذکر کثرت، د الله ج یادول په کثرت سره او د الله شکر په ځای کول په هر وخت کی لازم ګڼل او نورو ته یی ترغیب ورکول
نوانتخاب د موږ په لاس کی دی چی کومه لاره خپلوو. الله ج موږ ته د انتخاب قوت راکړی دی. الله موږ ته عقل راکړی دی او موږ ته یی اختیار راکړی چی کوم عمل ترسره کړو.
الله ج په سوره فصلات کی فرمایی: هر څوک چی نیک عمل کوي نو د خپل ځان لپاره یی کوي او څوک چی بدی کوي نو ځان ته ضرر رسوي. او ستا رب هیڅکله په خپلو بنده ګانو ظلم کونکی ندی.
که موږ غواړو چی په دواړو نړیو کی کامیابه اوسو نو په کار ده چی د خپل نفس د پاکوالي لپاره هلی ځلی وکړو. د الله ج په وحدانیت باندی د زړه له کومی ایمان ولرو او د شرک نه لری واوسو
ماخذ: احمد فرید (۱۹۹۶) د نفس پاکوالی د ابن رجب الحنبلي، ابن قیوم الجوزیه او د ابو حامد الغزالي د لیکنو څخه

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery