مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پښتانه مه سره وېشئ

سردار محمد همدرد

پښتانه مه سره وېشئ /

د نړۍ د جوړښت سره سم چې د انسانانو خلقت په دې نړۍ کې وسو د انسانیت او انسان پېژندنې څخه راوروسته انسانان په قومونو سره وویشل سول.
نړۍ کې شاوخوا۷۵۰۰۰ زره قومونه شتون لري، زه نه غواړم چې ډېر لوی بحث ته ولاړسم زه غواړم چې د پښتون قوم په اړه يوڅه څه ووایم:
که تېر تاریخ ته ځیر سو که موږ د برم او عظمت خبرې کوو د لوی امپراطورۍ خبرې کوو په دې کې د پښتانه نوم له ورایه څرګندیږي او ونډه یې مالومه ده.
نو همدې تاریخ دا نومیالی قوم داسې په یوه نامه او بل نامه باندې ځوریږي، هغه د چا خبره خپل زوړ تاریخ د پښتنو د پلرونو او نیکونو کارنامو په ګناه یې نیولې یوو، په اوسني معاصروخت کې او په خاص ډول د افغانستان په جګړه کې د پښتنو دښمنان دې ته ناست ول چې پښتانه څنګه ووژل سي او څنګه له دې خاورې څخه محوه سي.
دوی ته یې دا چانس په لاس ورکړ چې د پښتون د وژلو لړۍ یې روانه وساتله د پښتون په منخ کې د نفاق اچولو، د غلجي او دراني، د خیل او زایی له نامه څخه یې له ورایه په ګټه اخیستنې خپلو ناوړو کړنو ته ادامه ورکړه.
د پښتون سره ظلم هغه وخت ډیر څرګند سو چې بریتانویانو زموږ  پاکه خاوره د ډیورنډ په نامه یوه کرښه رامنځ ته کړه او یو وجود یې په دوو ټوټو وویشي او دا کار یې هم د پلان له مخې ترسره کړ.
د همدې ډیورنډ کرښې له وجې موږ ځوریږو، شاوخوا زموږ ۵۰ میلیونه پښتانه د پولې هاغاړې ته اوسیږي او هلته پاتې سول چې دا زموږ له وجود څخه د ډیورنډ کرښې په نوم جلا سول او هلته د نورو محرومیتونوسره سره د پښتو ژبې د ورکیدو سره مخامخ سول.
دې ټولو ناخوالو ته په کتو سره اوس هم د پښتون قوم په وړاندې لوی توطیې روانې دي، هم یې د ژبې د ورکیدو هڅې شروع دي او هم په سیاسي لحاظ له لویو ننګونوسره مخامخ دي.

اوس پښتون هم په کور دننه لوی دښمنان لري او هم په کور دباندې، او پر دی باندی شعوری کار روان دی ترڅو دا د یو ملت په توګه ځانونه ثابت نکړي.
که خپله یو تعداد پښتانه د غلجي او دراني، د خیل او زایی تر نامه لاندې ډېر ناوړه سیاست کوي چې دا اکثره وخت هغه سیاستوالو دا کارکړی چې خپلو ناروا موخو لپاره کار کوی، خو پښتون یو ملت ثابتول یووالي ته سخت ضرورت لري.
موږ باید نور په غلجي او دراني، په زایی او خیل باندې ځانونه ونه ویشو، موږ باید نور د لهجې په نامه یو بل نفي نه کړو، ملي يووالي، ژبې، هېواد او خپل تاريخ ته کار وکړو، خپل تاريخ له ورکېدو وژغورو، ژبه مو غني کړو، سپېڅلی کلتور مو نړيوال کړو او نړۍ ته دا وښايو  چې موږ څوک نه سي بېلولی.
کله چې د پښتنو په منځ کې د قومونو او وېشونو خبره کېږي نو دا خبرې زموږ دښمن ته قوت ورکوي، موږ د دومره لویو ستونزو سره مخامخ یو چې زموږ ګاونډیان لکه پاکستان زموږ د ورانولو او وژلو لپاره لاسونه سره یو کړي، د هرې ممکنه کړنې څخه یې کار اخیستی، په دې برخه کې کار کوي او د دې ترڅنګ ایران هیواد بیا زموږ د ژبې او فرهنګ په ورکولو کې بې دریغه هڅې کړي، شعوري کړنې ترسره کوي ترڅو په دې برخه کې ځان بریالی کړي.
راځئ نور له دغه حالته راووځو، دا اوس چې زموږ هېواد کې کوم ناورين روان دی،  زموږ په هر کور کې چې  غم جوړ دی، پر موږ چې اوس نړيوال او ګاونډيان کومې لوبې کوي او زموږ پر سرونو چې تجارت او سوداګري کوي، دا ټول زموږ د بې اتفاقۍ، د قوم پرستۍ او د  يو بل د نفي کېدو پايله ده، پاچاخان کلونه وړاندې ويلي دي خو دا خبره به تر قيامته د کاڼي کرښه وي، چې: «يو کېږو،ګنې ورکېږو.» هو! که موږ قومي کوله، که موږ لهجه پرستي کوله، که يو پښتون پر بل پښتون د حکومت کولو نيت درلود نو ورک به سو، داسې به ورک سو چې تاريخ به مو هم خاورې سي، ښه خبره، غوره لار او مهم کار دا دی چې يو سو، يووالي ته کار وکړو، پر فکر جوړونې کار وکړو او د دې هېواد رغونې ته مټې ونغاړو.
د ټولو پښتنو د يووالي په هېله!
۱۳۹۵ / ۴ / ۲۴

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery