مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-15   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له زلمي خليلزاد سره د بي بي سي مرکې

سيد حسين پاچا

خليلزاد : پاکستاني مشران د دوه گونې لوبې خطرونه درک کوي، خو د واشنگټن له لورې د فشار د نه شتون چې د "امريکا د مرستو د ترلاسه کولو او د طالبانو نه د ملاتړ" ترمنځ بايد يو انتخاب کړي، تر اوسه دغه هېواد دغې لوبې ته دوام ورکوي.

[[امريکا او نوره نړۍ په تېره بيا ناټو او د امنيت شوری بايد د پاکستان پر ځينو پوځي، استخباراتي وملکي لوړپوړو چارواکو باندې څارنه وکړي]]

لومړۍ مرکه :
مرکه کوونکی سپين تڼی :

خليلزاد :
د پاکستان حکومت داسې يو دولت دی چې له ترورېزم سره همکار دی او دنيا (نړۍ) بايد دا حقيقت ومني او د دغه حقيقت پر اساس بايد يوه فيصله وکړي. زما په نظر افغانان هم بايد په مشکلاتو کې پاکستان مسوول وبولي او ځينې افغانان چې ورباندې حمله شوې ده. خپل اولاد يې له لاسه ورکړی دی، کورونه يې خراب شوي دي. دوی بايد فکر وکړي چې څنګه پاکستان مسوول وبولي او محاکمې ته يې راکش کړي او دوی بايد له پاکستانه تاوان وغواړي.
تڼی :
افغان مشرانو پخوا کې هم دا خبره کړې ده او اوس هم افغان مشران همدا خبره کوي.
خليلزاد :
[همدا مساله ده] مګر په عمل کې څه کيږي؟ دا مساله مهمه ده.
خبرې خو اسانه دي، اما دوی بايد خپل ځان اماده کړي د دې لپاره چې پاکستان بين المللي محاکمې ته کش کړي.

*** *** ***

دويمه مرکه :
دوشنبه، دويمه سهارنۍ خپرونه :
مرکه کوونکی : ډاکټر داود عظيمي

په افغانستان او ملګرو ملتونو کې د امريکا پخوانی سفير زلمی خليلزاد وايی په متحده ايالاتو کې اوس دا احساس پر ډېرېدو دی چې د افغانستان د ناامنيو سرچينه پاکستان دی. نوموړی وړانديز کوي چې پر پاکستان بايد تر هغه پوځي واقتصادي بنديزونه ولګول شي او په نړيواله کچه هم منزوي شي چې تر څو يې له اورپکو سره خپل اړيکي نه وي پرې کړي.

ښاغلی خليلزاد دا هم مني چې امريکا په افغانستان کې يو لړ تېروتنې کړي. زموږ همکار داود عظيمي له ښاغلي خليزاد سره د يوې ځانګړې مرکې په پيل کې پوښتلي چې د ناټو په وروستۍ مشريزه کې له افغانستان سره د يو څو نورو کلوونو لپاره د نړيوالې ټولنې د همکارۍ ژمنې څومره د ډاډ وړ دي؟

خليزاد :
زما په نظر دا د افغانستان د آينده (راتلونکې) لپاره يوه مثبته فيصله وه. افغانستان نه شي کولی چې داسې يوه فرضيه ولري چې دنيا (نړۍ) ورسره د همېشه (تل) لپاره دا کومک (مرسته) وکړي او مهمه دا ده چې هر څومره ژر افغانستان پر خپلو پښو باندې وړاندې شي [ودريږي].

داود عظيمي :
د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مشکل ناامني ده، جنګ دی. [هو] د افغانستان ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې امريکا دلته شته، ناټو څوار لس - پينځه لس کاله کيږي دلته په مبارزه بوخته ده، خو بيا هم د افغانستان امنيت نه دی ښه شوی، بلکې نور هم خراب شوی دی، يعنې ولې؟

خليلزاد :
دا يو مهم سوال دی. حياتي سوال دی. پاکستان هغه ګروپونه چې د افغانستان له حکومت سره په جنګ کې دي طرفداري (ملاتړ) کوي او هغوی ته يې د امن مراکز (مرکزونه) ورکړي دي. د افغانستان د مشکلاتو مور د پاکستان مساله ده.

داود عظيمي :
که پاکستان موږ د افغانستان د مسايلو مور وګڼو. يعنې که د افغانستان ټوله ناامني يا زياتره ناامني د پاکستان په خاطر ده، نو بيا ولې امريکا له پاکستان سره ولې مرستې کوي؟ ولې همکاري ورسره کوي؟

خليلزاد :
زما په نظر دا د امريکې يوه غټه اشتباه وه او اوس هم اشتباه ده چې کيږي. زه د دې طرفدار (پلوي) يم چې امريکا بايد خپل ټول نظامي او اقتصادي کومکونه نه يوازې خپله، بلکې د ټول غرب بايد پر پاکستان باندې بايد قطعه (بند)  شي تر هغه پورې چې د پاکستان په سياست کې تغيير راشي. دا يو دليل دی چې ځينې خلک په امريکې کې هم پر حکومت باندې بې اعتماده شوي دي چې څنګه له داسې يو حکومت سره چې هم د امريکې دشمن دی همکاري کوي؟ او که دوی دا کار نه کوي بيا بايد امريکا له پاکستان سره هغسې رفتار (سلوک/برخورد) وکړي چې له شمالي کوريا سره يې کوي. له دنيا (نړۍ) سره کوشش وشي چې دوی منزوي شي. چين ته هم بايد سړی ووايی چې له چين سره د پاکستان خبرې اترې چې ايا تاسو غواړئ چې د يوې بلې شمالي کوريا مصوونيت له تاسو سره وي. د دوی اقتصادي او نور مصارف (لګښتونه) تاسو پر خپله غاړه واخلئ.

داود عظيمي :
له پاکستاني مقاماتو سره چې موږ خبرې کوو هغوی بيا نور دلايل لري :
 يو خو د دوی له هندوستان سره سيمه ييز رقابت دی يا سيالي ده چې دواړه کوښښ کوي چې په سيمه کې خپل نفوذ ډېر کړي.
 بله خبره خپله د افغانستان – د پاکستان مساله ده چې ځينې تاريخي اړخونه لري.
 درېيمه مساله په سيمه کې د امريکا وپاکستان ګډ هدفونه دي يا ګټې دي چې له پخوا راهيسې دوی يوځای همکاري سره کړې ده دا تماسونه تراوسه پورې شته، خصوصًا (په تېره بيا) د پاکستان د پوځ او د امريکا د پوځ ترمينځ، نو تاسو څنګه له امريکا څخه داسې توقع لرئ چې د پاکستان غوندې يو ملک چې د امريکا لپاره ډېر مهم دی دا روابط (اړيکي) ورسره قطعه (پرې) کړي؟ ځکه امريکا خپله دېته ضرورت نه لري چې له پاکستان سره نژدې واوسي.

خليلزاد :
زه د رابطې د قطعې طرفدار نه يم (اړيکې پرې کولو پلوي نه يم). له سياسي نکتې (نقطې) نظر نه، له ديپلوماسي نکتې نظر نه زه د دې طرفدار (پلوي) يم چې بايد رابطه دوام ولري. اما نظامي واقتصادي کومکونه بايد بند شي. دليل يې دا دی يو دا چې د هند وپاکستان مسالې ته تاسو اشاره وکړه. دا د پاکستان سياست دی چې افغانستان هند ته نژدې کوي او هېڅ رقابت (سيالي) د دې دليل نه شي کېدای چې له ترورېزم نه طرفداري (پلوي) وشي.

داود عظيمي :
تاسو مخکې ويلي وو چې پروېز مشرف ډېر چلباز وو، چالاک وو يعنې خلک په دې نه پوهيږي چې څنګه پاکستان که حالت دغسې وي لکه تاسو چې بيان کړ څنګه پاکستان د امريکا غوندې يو غټ ملک چې ادارې لري، شبکې لري يا جاسوسي ادارې لري، څنګه تېر ايستلی شي؟

خليزاد :
افغانان بايد ...

داود عظيمي :
يعنې بايد چې امريکا پر پاکستان باندې لوبې کولی، نه داسې پلمې چې پاکستان پر امريکا باندې لوبې کوي.

خليلزاد :
ايا امريکا په افغانستان کې اشتباه کړې نه ده؟ هو،دوکه قوي ده. په دې کې شک نشته. اما اشتباه هم کوي. په عراق کې اشتباه وشوه، امريکا خو خدای تعالی نه ده. امريکا هم له انسانانو نه جوړه شوې ده او اشتباه کيږي.

داود عظيمي :
يعنې ولسمشر کرزي خو دا ديارلس - څوارلس کاله همدغه خبره امريکا ته کوله. [هو]، امريکا نه اورېدله. د ده خبره يې نه اورېدله [هو]. ايا اوس امريکا هماغه خبرې ته راغلې ده چې ولسمشر کرزي به کولې؟

خليزاد :
د ولسمشر کرزي تحليل يې درست وو په دې کې شک نشته، اما هغه تقاضا يې غير عملي وه.

د زلمي خليلزاد مرکې ته غوږ وئ. درنو اورېدونکيو يادونه کوو چې د زلمي خليلزاد بشپړه مرکه به د را روانې دوشنبې په ماښامنۍ خپرونه کې درته خپره شي.

*** *** ***

دويمه مرکه، دوشنبه، ماښامنۍ خپرونه :
مرکه کوونکی : ډاکټر داود عظيمي :

وياند : عنايت الحق ياسيني
د افغانستان لپاره د امريکا پخواني ځانګړي استازي او سفير زلمي خليلزاد اسلام اباد په دې تورن کړی دی چې په ټکو يې پاکستان په افغانستان کې د امنيتي ستونزو مور ده.
له بي بي سره په يوې ځانګړې مرکې کې په عراق وافغانستان کې د امريکا پخواني سفير پاکستان په دې تورن کړ چې د حقاني د شبکې ملاتړ کوي او په خبره يې پاکستاني استخبارات ورسره له نژدې اړيکي لري. ده وويل د دې لپاره چې پاکستان په افغانستان کې خپله تګلاره بدله کړي امريکا او متحدين يې بايد له اسلام اباد سره هر ډول پوځي واقتصادي مرستې ودروي.
ښاغلي خليلزاد زموږ له همکار داود عظيمي سره په دې مرکې کې لومړی د ناټو له خوا تېره ورځ له افغانستان سره د مرستو د پرېکړې په تړاو خپل غبرګون ښوولی.

خليزاد :
زما په نظر (اند) دا د افغانستان د آينده (راتلونکې) لپاره يوه مثبته (ښه) فيصله وه. افغانستان نه شي کولی چې داسې يوه فرضيه ولري چې د همېشه (تل) لپاره دنيا (نړۍ) به ورسره دا کومک (مرسته) کوي او مهمه دا ده چې هر څومره ژر افغانستان بايد پر خپلو پښو باندې وړاندې شي [ودريږي].

داود عظيمي :
د افغانستان لپاره تر ټولو لوی مشکل ناامني ده (لويه ستونزه بېثباتي) ده، جنګ دی. [هو] د افغانستان ډېر خلک دا پوښتنه کوي چې امريکا دلته شته، ناټو څوار لس - پينځه لس کاله کيږي دلته په مبارزه بوخته ده، خو بيا هم د افغانستان امنيت نه دی ښه شوی، بلکې نور هم خراب شوی دی، يعنې ولې؟

خليلزاد :
دا يو مهم سوال دی. حياتي سوال دی. پاکستان هغه ګروپونه چې د افغانستان له حکومت سره په جنګ کې دي طرفداري (ملاتړ/پلوي) کوي او هغوی ته يې د امن مراکز (مرکزونه) ورکړي دي. د افغانستان د مشکلاتو مور د پاکستان مساله ده (پاکستان د افغانستان د ستونزو مور ده).

داود عظيمي :
که پاکستان موږ د افغانستان د مسايلو مور وګڼو [د امنيت د مشکلاتو مور] يعنې که د افغانستان ټوله ناامني (بېثباتي) يا زياتره ناامني (بېثباتي) د پاکستان په خاطر ده، نو بيا ولې امريکا له پاکستان سره مرستې کوي؟ ولې همکاري ورسره کوي؟

خليلزاد :
دا زما په نظر د امريکې يوه غټه اشتباه وه او اوس هم اشتباه ده چې کيږي. زه د دې طرفدار (پلوي) يم چې امريکا بايد خپل ټول نظامي او اقتصادي کومکونه نه يوازې خپله، بلکې د ټول غرب بايد پر پاکستان باندې قطعه (بند) شي تر هغه پورې چې د پاکستان په سياست کې تغيير (بدلون) راشي. دا يو دليل دی چې ځينې خلک په امريکې کې هم پر حکومت باندې بې اعتماده (بې باوره) شوي دي چې څنګه له داسې يو حکومت سره چې هم د امريکې دشمن دی همکاري کوي؟ او دوی دا کار نه کوي بيا بايد امريکا له پاکستان سره هغسې رفتار (رويه/سلوک) وکړي چې له شمالي کوريا سره يې کوي. له دنيا (نړۍ) سره کوشش وشي چې دوی منزوي شي. چين ته هم بايد سړی ووايی چې له چين سره د پاکستان خبرې اترې چې ايا تاسو غواړئ چې د يوې بلې شمالي کوريا مصوونيت له تاسو سره وي. د دوی اقتصادي او بل/نور مصارف (لګښونه) تاسو پر خپله غاړه واخلئ.

داود عظيمي :
له پاکستاني مقاماتو سره چې موږ خبرې کوو هغوی بيا نور دلايل لري [هو].:
 يو خو د دوی له هندوستان سره سيمه ييز رقابت دی [هو] يا سيالي ده [هو] چې دواړه کوښښ کوي چې په سيمه کې خپل نفوذ ډېر کړي [هو].
 بله خبره خپله د افغانستان – د پاکستان مساله ده [هو] چې ځينې تاريخي اړخونه لري [هو].
 درېيمه مساله په سيمه کې د امريکا وپاکستان ګډ هدفونه دي يا ګټې دي چې له پخوا راهيسې دوی يوځای همکاري سره کړې ده [هو] دا تماسونه تراوسه پورې شته [هو]، خصوصًا (په تېره بيا) د پاکستان د پوځ او د امريکا د پوځ ترمينځ، نو تاسو څنګه له امريکا څخه داسې توقع (هيله) لرئ چې د پاکستان غوندې يو ملک (هېواد) چې د امريکا لپاره ډېر مهم دی دا روابط (اړيکي) ورسره قطعه (پرې) کړي؟ ځکه امريکا خپله دېته ضرورت نه لري چې له پاکستان سره نژدې واوسي.

خليلزاد :
زه د رابطې د قطعې طرفدار نه يم (د اړيکې د پرېکولو پلوي) نه يم. له سياسي نکتې (نقطې) نظر نه، له ديپلوماسي نکتې نظر نه زه د دې طرفدار (پلوي) يم چې بايد رابطه (اړيکه) دوام ولري. اما نظامي واقتصادي کومکونه بايد بند شي. يو دليل يې دا دی دا چې د هند وپاکستان مسالې ته تاسو اشاره (نغوته) وکړه. دا د پاکستان سياست دی چې افغانستان هند ته نژدې کوي او هېڅ رقابت (سيالي) دليل نه شي کېدای چې له ترورېزم نه طرفداري (پلوي) وشي.

داود عظيمي :
تاسو مخکې/ هغه کال ويلي وو چې پروېز مشرف ډېر چلباز وو، چالاک وو يعنې خلک په دې نه پوهيږي چې څنګه پاکستان که حالت دغسې وي لکه تاسو چې بيان کړ څنګه پاکستان د امريکا غوندې يو غټ ملک (هېواد) چې ادارې لري، شبکې لري يا جاسوسي ادارې لري، څنګه تېر ايستلی شي؟

خليزاد :
افغانان بايد ...

داود عظيمي :
يعنې بايد چې امريکا پر پاکستان باندې لوبې کولی، نه داسې پلمې چې پاکستان پر امريکا باندې لوبې کوي.

خليلزاد :
ايا امريکا په افغانستان کې اشتباه (تېروتنه) کړې نه ده؟ دوکه قوي ده، [هو]،. په دې کې شک نشته. اما اشتباه (تېروتنه) هم کوي. په عراق کې اشتباه وشوه، امريکا خو خدای تعالی نه ده. امريکا هم له انسانانو نه جوړه شوې ده او اشتباه (تېروتنه) کيږي.

داود عظيمي :
يعنې ولسمشر کرزي خو دا ديارلس - څوارلس کاله همدغه خبره امريکا ته کوله، [هو]، امريکا نه اورېدله. د ده خبره يې نه اورېدله [هو]. ايا اوس امريکا هماغه خبرې ته راغلې ده چې ولسمشر کرزي به کولې؟

خليزاد :
د ولسمشر کرزي تحليل يې درست وو په دې کې شک نشته، اما هغه  تقاضا يې غير عملي وه.

د افغانستان او عراق لپاره پخوانی سفير زلمی خليلزاد وو چې زموږ له همکار داود عظيمي سره يې خبرې کولې. نوموړي ادعا درلوده چې پاکستان په افغانستان کې د ستونزې اصلي عامل دی. موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د پاکستان غبرګون واخلو. د پاکستان د لومړي وزير د بهرنيو چارو سلاکار سرتاج عزيز سره وغږيدلو، خو نوموړي په سملاسي توګه په دې موضوع له مرکې ډډه وکړه.

په درنښت

نوټ : دواړه مرکې سره ورته دي، خو په ماښامنۍ کې سملاسي سرتاج عزيز له مرکې ډډه کړې.

بي بي سي، دوشنبه، دويمه سهارنۍ
http://www.bbc.com/pashto/bbc_pashto_radio/p040c6x9
بي بي سي، دوشنبه، ماښامنۍ
http://www.bbc.com/pashto/bbc_pashto_radio/p040c72p


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery