مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

ولسمشر په هلمند کي د فساد په مخنیوي کي پاته راغلی

بازګل هلمند


په هلمند کي چي کومه جګړه روانه ده دا د قاچاقو، پیسو، فساد او د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني ولسمشر کرزي تر ږره لاندي جګړه ده. په دي جګړه کي د هلمند پر ځايي اداري سربیره، د ولسي جرګي وکیلان، د سناتوران، د ولایتي شورا وکیلان، قومي ټیکه داران او مرکزي حکومت شریکان دي.
تر هغه وروسته چي د هلمند نوی والی حیات الله حیات په وظیفه وګمارل سو د فساد د ځینو کړیو لمنه یي پر شا ور واړول، ځکه خو د ځینو مافیایي کړیو سره په ټکر کي راغی. حیات ځکه په ډاډه زړه د فساد په مخنیوي لاس پوري کړ چي د ولسمشر لخوا ډاډ وکول سوی و چي د هغه سره به د فساد په مخنیوي کي ملاتړ کوي.
ولسمشر د ټاکنیزو مباریزو په وخت کي د هلمند د خلکو سره ډيري وعدي کړي وي. هلمند ته يي د سفر پر وخت یو ځل بیا ځیني وعدي تازه کړي. هغه وویل د کجکي بند به جوړوي، د ولسوالیو امنیه قومندانان به د هغه په امضاء مقرريږي، سرجنګ به څارنوالی ته معرفي کوي. ولسمشره! دا سمه ده چي تا سرجنګ څارنوالی ته معرفی کړ، کور دي ودان، د هلمند خلک دي ددي کار ستاینه کوي، خو تاسو په دي خبر یاست چي په هلمند کي څومره خلکو عصب، ظلم او فساد کړی، ولي مو پر هغوی سترګي پټي کړي دي؟؟؟
ایا په هلمند کي بل څوک نه و چي تاسو محمد انور احساقزی د زابل او بادغیس د والی په توګه ګمارلی، فاسد او غل محمد داود لغمانی ښاروال دی د اتمر تر څنګ د امنیت شورا سکرتر کړی، ایا تاسو خبر یاست چی داود لغماني په هلمند کي څومره غلاوی کړی او ایا تاسو خبر یاست چی دی کس لږ تر لږه مکتب ویلی که یا. ایا په ټول هلمند کي بل څوک نه و چي تاسو د محمد ولی علیزی بیسواده او غل ورور بسم الله روحانی د قومی چارو مشاور مقرر کړ. ولسمشره! تاسو خبر یاست چی ټوله ورځ د هلمند خلک ستاسو پر دي کړنو تبصری کوي.
که سرجنګ زندان ته لېږل کيدی، نو ولي تر هغه مخکي باقي زوی او محمد نبي الهام ولي د هغه سره یو ځای زندان ته نه ليږل کيدل؟ دا په دي خاطر چي په افغانستان کي دوه قوانین شتون لري؟ که خبره داده چي ولسمشر ته چا د کوم کس شکایت وکړ هغه دي زنداني کيږي خو نور دي بیا پاته کيږي. ولسمشره! د هلمند د اردو د قل اردو د قومندان د قاچاقو په کیسو خبر یي؟ هر ګیز نه، ځکه هغه قاچاق نیسی د دولتی قوانینو خلاف یی قاچاقچیان خوشی کوی او پیسی تری اخلی.
ولسمشره! تاسو خبر یاست چی د هلمند د مواد مخدر په ریاست کی څه خبری روانی دی؟ هر ګیز نه، هلته لویی او په لکونو ډالرو معاملی روانی دی. دا هغه معاملی دی چي هلمند یی په لوی لاس په اور کي اچولی. د هاشم لکوزی وراره په دی اداره کي یواځي الکوزی ته کار نه دولت، اصولو او اداری ته. 
دروند ولسمشره! ته خبر یي چي په هلمند کي ټول موجوده مجاهد ټیکه داران رئیسان طالبانو ته هره میاشت پیسي ورکوي او د پاکستان له استخباراتو سره ښه تماسونه لري. ته په دی خبر یی چي د انکشاف دهات د رئیس عمر قانع وراره کال مخکي ځانمرګی برید وکړ او اکا یی ټوله ورځ په ریاست کي د خشکاوی او نهرسراج د طالبانو سره ناست وي.
ولسمشره! ته خبر يي چي په هلمندي د پولیسو د زون مشر عصمت الله دولتزي څومره فساد کړی او دده په تشکیل کي څومره خیالي پولیس دي؟ تاستو خبر ياست چي تیره میاشت د هلمند څخه د مارجي امنیه قومندان عبدالله خان نورزی، د لښکرګاه د اولي حوزی آمر عبدالقیوم او حاجي باران د فساد او خیالي پولیسو د تشکیل د اختلاس په خاطر کابل ته غوښتل سوي وه، حیرانوکي داده چي دا کسان بیله دي چي مجازات سي، دهغي خوا دولت رتبي ور جګي کړي او هلمند ته بیرته راغله. ایا ستاسو د ملي یووالی د حکومت هدیه د هلمند د خلکو لپاره دا سوه چي د مجازاتو پر ځای مو غله مکافات کړل او ستاسو په داخله وزارت او څارنوالی کی پیسي ځینی واخیستل سوي. 
اوس پوښتنه دا پیدا کیږي چي ولسمشر او د ملي یووالی حکومت چي د فساد پر وړاندي د مبارزی ږغ پورته کړی هغه همدا ږغ دی چي په هلمند کي یواځي سرجنګ فساد کړی و؟ که نور هم داسي کسان سته چي فساد یی کړی او کوي یی. دا چي سرجنګ زندان ته ولویدی دا د ولسمشر په هلمند کي تر ټولو لومړی کار دی چي د فساد پر وړاندي یی کړی، له دی پرته بل هیڅ ډول کار نه دی سوی. د هلمند خلک یی ددی کار هرکلی او درناوی کوی.
جلالتماب ولسمشره! تاسو خبر یاست چی د هلمند د ترافیکو د آمریت او ترانسپورت پیسی شخصي جیبونو ته ځي. ایا تاسو خبر یاست چی د ترافیکو غل آمر او ترانسپورت طالب رئیس حاجی غفور په کابل او هلمند کی څو کورونه رانیولی دی. پلټنه وکړی چی دی رئیسانو یواځی په تیرو دوو کلونو کی د پارلمان وکیلانو ته څونه موټران رانیولی او رشوت یی ورکړی دی.
ولسمشره! تاسو خبر یاست چي د لښکرګاه دوه په فساد تورن ښاروالان (محمد دواد لغمانی او محمد فاضل صافی) چیري دی؟ هو، تاسو خبر یاست چي دی دوو کسانو په هلمند کي تر بل هر چا ډیر فساد کړی. په میلیونونو ډالر اختلاس او فساد یی کړی. هو، تاسو خبر یاست چي محمد داود لغمانی د اتمر تر ږره لاندي په امنیت شورا کي د هغه لومړی سکرټر دی، ښه معاش اخلي، مرمۍ ضد موټر لري، په لښکرګاه ، کابل او کندهار کي ښه کورونه لري. پاته سوه د محمد فاضل صافي کیسه، ولسمشره! تاسو خبر یاست چي فاضل ساپی یوه شپه د یوه وزیر میلمه وي او بله شپه د بل، یوه شپه د یوه معین میلمه وي بله شپه د بل. حیرانوونکی خو داده چی د هلمند د استناف څارنوالی څخه تښتیدلی، خو ستاسو، اتمر او عبدالله عبدالله تر ږره لاندی ژوند کوي. ولسمشره! تاسو خپل ګیریوان ته سر کښته کړئ، ته و خدای چي تاسو پر دی کسانو او د هغوی پر فساد سترګي نه دي پټي کړي؟؟؟
هو، پټي کړي مو دی، نیویارکر چي کومه لیکنه ستاسو په اړه کړی وه چي له سیاف او تورن اسماعیل خان سره نه ګورئ، دا سمه ده، خو په سلګونو نور خاینان، ظالمان، فاسدین او غله ستاسو، عبدالله عبدالله او اتمر صاحب تر ږرو لاندي ژوند کوي. موږ د هلمند خلک نه پوهيږو چي تاسو هلمند کي څه غواړئ او اخر به له هلمنده څه جوړيږي؟ تاسو خو د ناکامو دولتونو د رغوني په کتاب کي ښه سبقونه وړاندی کړی، خو په عمل کي هلمند له کرزی وروسته ستاسو د بي پر وایی په خاطر ځوریري.

ولسمشره! دوه کاله دي د واک پوره سوي. دوه کاله به نور تیروی، اخیري کال به دي بیا په کمپاینونو سر سي. تاسو په دې خبر یاست چي په هلمند کي د ډیرو ادارو رئیسان له تیرو لسو یا دولسو کلونو پر خپلو وظیفو دی او ښه په پراخ لاس فساد کوي. تاسو خبر یاست چی دا رئیسان په وچ زور او پیسو په خپلو وظیفو پاته دي. د ځینو رئیسانو نومونه یي در پیادوم: (د انکشاف دهات رئیس- محمد عمر قانع، د عدلیي رئیس- حاجي طیب، د چاه انجیر دستګاه رئیس-معلم شاولی، د ترانسپورت رئیس-حاجی غفور، د کار ټولینزو چارو رئیس-محمدنادر وطنوال، د هلمند مستوفي، د وادی هلمند او ارغنداب رئیس- خان اقا، د فواید عامی رئیس-حاجی عبیدی، د سری میاشتی رئیس-اسدالله مایار، د پوهني رئیس-محمد جعفر، د صحت عامی رئیس- عنایت الله غفاری، د بُست روغتون رئیس-نثار احمد بارک او...) ددې کسانو څخه یی هر یو په فساد اخته دی، د مځکو د عصب دوسیی هم لري. خپل پر چوکیو ناست دي تر اوسه پوري هیچا د تور او سپین پوښتنه نه ده ځیني کړي. نو ولسمشره! تاسو په کوم دلیل ویلی سي چي په هلمند کي مو د فساد پر ضد مبارزه کړی ده؟؟؟
ولسمشره! تاسو په دي خبر یاست چي د هلمند د ولسوالیو امنیه قومندانان او ولسوالان د چا دي او چا راویستلي دي؟ هر ګیز چي نه یاست خبر، د هلمند د ولسوالیو امنیه قومندانان او ولسوالان د مافیایي کړیو، وکیلانو او قومي او جهادي ټیکه دارانو دي. زه به د یو څو ولسوالیو مثالونه درکړم ( د ناوی ولسوال او امنیه قومندان د ولسي جرګي د وکیل عبدالودود پوپل لخوا راغلي چي امنیه قومندان یی خپل ورور دی. د مارجی امنیه قومندان عبدالله خان نورزی د ولایتی شورا د وکیل بشیر شاکر نفر دی چی د جبار قهرمان په واسطه یی مقرر کړی. د مارجی ولسوال د ګل مولا ملنګ نفر دی چی په پخوانی والی میرزا خان یی مقرر کړی. د نادعلی امنیه قومندان عمرجان حقمل د ګل مولا منلګ ورور دی او د هغه په واسطه او د هاشم الکوزی په واسطه ناست دی. د مارجی ولسوالی نوی ولسوال د هلمند د حاجی عبیدی نفر دی او په میرزا خان رحیمی یی مقرر کړی. د ګرمسیر ولسوال ادریس علیزی د نسیمی نیازی سړی دی. د ګرمسیر نوی امنیه قومندان د ستونزو د حل په خاطر د هلمند نوي والی لیږلی دی. مخکنی امنیه قومندان یی د هاشم الکوزی ورور و، چی پر بچه بازی سربیره د قاچاقو او نور اداری فساد هم اخته و د هلمند د نوی والی په واسطه چی خلکو شکایتونه ورته کول لیری سو. د واشیر قومندان او ولسوال دواړه د جبار قهرمان کسان دی او هغه مقرر کړی دي. د ګریشک ولسوال او امنیه قومندان دواړه د معلم میرولی کسان دی او هغه مقرر کړی دي. د خانشین ولسوالی ولسوال محمد ولی علیزی لخوا مقرر سوی خو امنیه قومندان یی محمد ولی علیزی مقرر کړی دی. د موسی قلعه او نوزاد خیالی ولسوالان او امنیه قومندان د ملاشیر محمد اخند کسان دی. د هلمند والی رئیس دفتر هم د ملا شیر محمد اخند زوم او د اکا زوی دی. د سنګین ولسوال او امنیه قومندانان د نقیبی لخوا مقرر سوی چي د ډاکټر عبدالله انډیوال او د پخوانی جهادی مشر ملا نقیب زوی دی.
ولسمشره! ولسوالان او امنیه قومندانان د قومی ، جهادی ټیکه دارانو او د ولسی جرګی او ولایتی شورا د وکیلانو په واسطه راغلی، شمالي ولسوالۍ دي د ملا منصور په لاس کي دی. بیا تاسو د کوم فساد د مخنیوي خبره کوی؟ او یا تاسو پر کوم هلمند حکومت کوی؟؟
ولسمشره! د هرات په څير یو مهم او ستراتيژیک ولایت کی دی پر ځای او جدی پریکړه وکړه، په هلمند کي ولی داسي پریکړه نه کوی؟ ایا د پردی تر شا کومه خبره سته، که لا هم خارجیان نه غواړی چي په هلمند کی دی کدورنه په کار وګمارل سی او اصلاحات دی راسي؟ ایا عبدالله عبدالله د خپلو کسانو دفاع کوي؟ که یا کرزی لا هم په جنوبي ولایتونو کي واک چلوي؟ دا هغه پوښتني دی چی د هلمند د هر عام کس په فکر کی ګرځي.
ولمسشره! تاسو خبر یاست چی هره میاشت د پولیسو په لیکو کی د خیالي پولیسو د معاشاتو په برخه کی څومره فساد کیږی؟ هو، خیر یاست چی پنځوس فیصده معاشات د جهادي، قومي ټیکه دارانو، مافیا او وکیلانو جیبونو ته ځي. ولمسشره! تاسو خبر یاست چي د هلمند څومره پولیس د وکیلانو په خدمت کي دي او خپلو اصلي وظیفو ته نسي تللی؟ هو، شاید خبر به یاست، که نه یاست خبره، یواځی ستا تش په نامه د قومی چارو مشاور بسم الله روحانی ۳۱ کسان د خپل کور او ځان د امنیت لپاره مقرر کړی. د مدنی فعالانو سره لا دوه او دری کسان پولیس کرځي. یواځي د ولایتی شورا د رئیس کریم اتل سره شل کسان ورسره دی. د ولایتی شورا د بل وکیل بشیر شاکر سره ۲۱ کسه پولیس ورسره دي. د ولایتی شورا د بل وکیل بریالی نظری سره ۱۲ پولیس ورسره دي. د مرچو له مخی یی وسنجوه چی د هر وکیل سره به څومره کسان وي. 
ولسمشره! په هلمند کي بل سړی نه و چی تاسو تش په نامه بی سواده او پخوانی د هجری طالب بسم الله روحانی چی خپل نوم هم نسی لیکلای د قومی چارو مشاور ګمارلی؟ سته، په هلمند کي ښه کدرونه سته، خو هغه کدرونه تر تاسو در تلی نسي، یا خو مافیا سره اړیکی نه لری یا خو ورور په پارلمان نه لري.
ولمسشره! تاسو خبر یاست چي د سرحدي لیوال قومندان الله نور بارکزی شرابخور ټوله ورځ په کور کي بیده وی، سنګر او دفتر دواړه یی نور خلک چلوي؟ هو تاسو خبر یاست چي د سرحدي لیوال د اداری او تنظیم سړی نه دی، هغه ټوله ورځ شرابو کی نشه وي. ولسمشره! یو ځل بیا ګریوان ته سر کښته کړه، که دي ویاند دا لیکنه درته لولي له هغه یی واخله خپله یي ولوله! ښه سوچ وکړه، وجدان به دی قاضی سی او دا پریکړه به وکړی چی تاسو رښتیا هم د هلمند فاسد چارواکی نه مجازات کړل او نه مو هم د وظیفو څخه پیسی واخیستل. د هلمند خلک تاسو تر هغه نه بخښي چي خپل مسئولیت مو نه وی ادا کړی.
جلالتماب ولسمشره! تاسو قهرمان د څشی د پاره هلمند ته رالیږلی و؟ ددی د پاره چي د غلو ډلی جوړی کړی؟ ددی لپاره چي په هلمند کی نوی بی معنی تشکیلات او نه همږغی رامنځته کړی؟ نه، تاسو د ښه والی لپاره رالیږلی و، خو هغه له سلو ډیر کسان په غلاوو کی ووژل. ولمسشره! تاسو خبر یاست چی د قهرمان د لاسه د طالبانو لیکو ته څومره پیسی ولاړی؟ تاسو خبر یاست چی قهرمان خپل د قوم په نامه څومره خلک په څو میاشتو کی مقرر کړل؟ تاسو خبر یاست چی د قهرمان دوی ډلګی کسان د قاچاقو د غلا لپاره ریګ ته وتلی وه بیا د خارجیانو د خوا بمبار سوی وه، خبر یاست یا به امنیت شورا نه وی درته ویلی. دا خبره تر مطبوعاتو ونه رسیده خو دا یو حقیقت دی.
ولسمشره! تاسو خبر یاست چی هره ورځ په لکونو زرهاوو مرمی پر وسلوالو مخالفینو خرڅیږي، هره ورځ په لوی لاس ټانګان او رانجران طالبانو ته تسلمیږی او یا خو دا کار په لوی لاس کوی، لکه د سرحدی لیوا پخوانی قومندان سلطان محمود چی طالبانو ته دری ټانګان ور تسلیم کړل ځکه هغوی اخطار ورکړی و چی پر کور یی حمله کوی که ټانګان ور نه کړي.
ولسمشره! تاسو خبر یاست چی د هلمند روخام ډبره چیری ځی؟ تاسو خبر یاست چی په هلمند کی خلک په جګړه کی پیسی پیدا کوی او د جګری دریدل ورته ځکه د منلو نه دی چی پیسی او ګټی دریږی. سرجنګ دی زندان ته ولیږی، ښه کار دی وکړ، تاسو ته دی خدای ج اجرونه در کړی. خو، تاسو د هلمند په سلګونو نور کسان هم د عدالت میز ته کش کړی، چی خپله سزا ووینی. دا هغه کسان دی چی هلمند ددوی د لاسه خراب سوی او په هلمند چی کوم اور بل دی د پاکستان تر استخباراتو د مخه دی کسانو دا اور تازه کړی او خپل ګټي یی پکښی کړی دي.
هغه کسان په لاندی توګه دی:
۱. د هلمند پخوانی والی ملا شیر محمد
۲. د هلمند پخوانی رئیس د دفتر محی الدین خان
۳. د هلمند پخوانی امنیه قومندان عبدالرحمن صابر
۴. د هلمند پخوانی والی ګلاب منګل
۵. د هلمند پخواني امنیه قومندانان – باقی زوی، الهام...
۶. د هلمند په اداره کی موجوده رئیسان چی له تیرو دولس کلونو فساد کوی.
۷. د لښکرګاه پخواني ښاروالان، محمد داود لغمانی او محمد فاضل صافی
۸. د هلمند پخوانی والی محمد نعیم بلوچ
۹. د پولیسو د زون مشر عصمت الله دولتزی
۱۰. د هلمند د امنیت رئیس قاضي زاده
۱‍۱. د هلمند پخوانی د استناف څارنوال صدیقي
۱۲. د هلمند پخوانی د استناف محکمی رئیس دل اقا
۱۳. د هلمند ولایتی شورا پخوانی رئیس او معاون ( عبدالباری بارکزی او فضل باری فیاض)
۱۴. په ولسي جرګه کي د هلمند د خلکو استازي. (عبدالحی، قهرمان، نسیمه، حبیبه، ودود پوپل، شیخ غفاری، محمد ولی علیز او معلم میرولی)
۱۵. سناتور هاشم الکوزی
۱۶. د هلمند د معارف اوسنی او پخوانی رئیس (جعفر او نسیم صافی)
۱۷. د ولایتی شورا رئیس کریم اتل او بشیر شاکر
۱۸. د هلمند د ولایت پخوانی مرستیالان (ملا امیر محمد اخندزاده، مسعود بختور او محمد جان رسولیار)
۱۹. د ولسوالیو ولسوالان په خاصه توګه قومندانان چې په ادرای او قاچاقی فساد کی غرق دی.
۲۰. د مځکو هغه غصبین چی لیست یی د هلمند د استناف څارنوالی سره پروت دی.

تاسو به هم وایاست چی دا خو ټول یا د کرزی خلک دی، یا دعبدالله خلک دي یا د اتمر خلک دی، یا د پاکستان د استخباراتو خلک دي. هو، په دی خبره زه هم پوهیږم چی د ځینو مجازات کول به تاسو ته ګرانه خبره وي، خو دونه کولی سي چي هغه کسان چي پر وظیفو دی له وظیفو یی لری کړی او هغه کسان چی د هلمند په جګړه کي ګټي کوي ددی ګټو څخه یی لاسونه لنډ کړی او یا خو د هلمند په مقرریو کی د وکیلانو او مافیایی کړیو لاسونه دی هغه لنډ کړی.
ولسمشره! په پای کې ډیره د شرم خبره درته کوم، هیله ده چې له سترګو دي اوښکې رانه سی او یا خو خپل وجدان ته ډیر ملامت رانیسی. دا درته وایم چې تاسو په دې خبر یاست چي د هلمند د عدلیي رئیس پر یوی زندانی نجلی جنسی تیری وکړ، دوسیه یی په څارنوالی کی پرته ده، ورور یی خپله ښځه ووژل، بل ورور یی خلک ووژل، یا نه یاست خبر، که خبر وای نو د هغی زندانی ښځي چی جنسی تیری پر سوی چهره مخ ته دریدلی وای. هو، زه ډاډه یم چي ستاسو وجدان پاک دی، ددی نجلی چی په زندان کي د عدلی ریئس تیری پر کړی، د خپلی لو مریم هم درته ګرانه ده او هم یی غم خوری. 
موږ دوه کاله انتظار و ایستی هیڅ اصلاحات هم رانغله په دی خاطر می لیکنه تیزه او کیدای سی یو ولسمشر ته په دومره تندو الفاظو لیکل ښه نه وی خو موږ مجبور یو چی همداسی وکړو. که دا خبری سمی نه وی، و با صلاحیته هیئت و ټاکه هلمند ته یی راولیږه، یوه یوه خبره په سپینه کړه، که درواغ خبره پکښي وه، زه راځم د عدالت مخي ته هر جزا چی راکوی را یی کړي.

د فساد څخه د یو پاک هلمند او افغانستان په هیله

 

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery