مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-07-19   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د ملی وحدت حکومت عدالت په هرات کې!

هراتۍ پښتون

لمړی برخه!
ښه په کش کې کمپاین روان وو او دهرات ولایت په هر چوک باندې دا سندره غږېدله. .... ستړي یو له جنګه موږه صلحه ابادي غواړو، مونږ اشرف غني غواړو.....
په داسې حال کې چې دا څو کاله مخکې لا هم په مرکز کې پښتنو دا سوچ نه کولو چې هرات کې دې پښتانه دومره غښتلي وي؛ نن هم هغه هرات وو چېرته چې چا د ایران، چا د اسماعیل خان او چا پکې کې غني ته کمپاین کولو او هغه ځوانان چې د کرزې په وروستیو درې کلونو کې مدني او سیاسي مبارزې پیل کړې وې د همدې کمپاین په سر کې وو.
د کرزي په څلروو وروستیو کلونو کې دې هڅاندو ځوانانو داسې مبارزه کړې وه چې په هراتي ټولنه کې یې خپل هویت، د هراتي پښتون په صفت ثابت کړی او په خلکو منلی وو. دوی د هرات ولایت په هر سیاسي او مدني ډګر کې مهمه ونډه درلودله او له بل هر چا مخکښ وو، په سیمیزه ادار کې یې د خپل حق تر لاسه کولو لپاره مهم ګامونه اخستي وو او په ښه توګه پر مخ روان وو.
دې ځوانانو بغیر له کومې طمعې د غني کمپاین په درز کې پر مخ روان کړی وو او کمپاین یې وکړ.
دې ځوانانو په خودجوشه توګه داسې کمپاین وکړ چې په هرات ولایت کې د عبدالله د ټیم پر پرتله د اشرف غني د ډلې ډير کم مصرف وشو او لاسته راوړنې تر بل هر ولایت مالومې او روښانه وې.
په هرات ولایت کې د دې ځوانانو ټاکنیز کمپاین دومره اخلاقي او مدني وو چې آن مقابل لوري هم اعتراف پرې کولو.
د اصلاحاتو او همګرایي د ډلې مطبوعاتي سلاکار طارق نبي په دوهم دور کې په خپل فیسبوک پاڼه داسې لیکلي وو، (..... تیم مطبوعاتی و فرهنګی تحول و تداوم در هرات با درایت و توانایی های خویش تیم اصلاحات وهمګرایی را شکست داد...)
په غربي حوزه کې، په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره پښتنو ځوانانو په یو مدني او سیاسي مبارزه کې خپل حریف مات کړ.
د دې مبارزینو هیله دا وه چې د غني د ولسمشري سره به د هیواد لپاره سم کار او په هرات کې به اجتماعي عدالت او مساوات تامین شي او تازه را ویښ شوي پښتانه به د غني په حمایت سره خپل هغه حق ته ورسیږي چې کلونه کلونه پخوا ترې اخیستل شوی وو.
دغني د ولسمشری دوره پیل شوه!
د هرات ولایت ټولو ځوانانو دا غوښتل چې څنګه باید په سیمیزه اداره کې داسې مثبت بدلونونه راوړي چې هر چاته خپل حق ورسیږي.
خو بدبختانه، ورځ تر بلې دا ارمانونه او غوښتنې عملي نشولې بلکه د هیلو په شان په هوا کې پاتې شولې او تر بل هر ځای مخکې، د هرات ولایت په ولایتي اداره کې داسې تغیرات راغلل چې د ولایت دروازه د پښتنو پر مخ وتړل شوه.
اوسمهال، هغه ځوانان، مدني فعالان، قومي مشران او مخور چې د کرزي د حکومت په وروستیو کلونو کې به هر وخت د ولایت سره په اړیکه کې وو، ناستو او غونډو ته به خبرېدل، د مدني او سیاسي کارونو لپاره به وخت ورکول کېده – اوس نه کومې ناستې ته دعوت کیږي او نه یې هم څوک نظر اوري؛ ورستی بیلګه یی هم  داد دولسمشر ورستی سفر هرات ته وو چی دا مشران او ځوانان حتی  د ولسمشر لیدو ته په لیست کی نه و نیول شویی!
اوس د اسماعیل خان او عبدالله عبدالله د ډلې غړي په ډاګه وایي چې دا ولایت زموږ حق دی او هر څه چې کوو باید زمونږ په خوښه وشي. د هرات ولایت پوهنتون د پښتنو له لاسه اووتلو او د داسې متعصبو او پر فساد ککړو اشخاصو لاس ته ولویده چې نه اسلامیت او نه هم افغانیت ته ژمن دي.
په امنیتي سکتور کې هم داسې بدلونونه راغلل چې په لومړی عمل یې، له تعصب څخه ډک عمل وو چې دېرش پښتانه ځوانان یې برمته کړل او دوسیې یې کابل ته راورسېدلې.
سیمیزه اداره کې په درز د تصفیې کار روان دی او دمګړی ورځ تر بلې زیات شمېر پښتانه ځوانان له حکومتي دندو شړل کیږي، په خاصه توګه هغه ځوانان چې غني ته یې کمپاین کړی وو، او پر ځای یې د اصلاحاتو او همګرایي د ټیم بې سواده غړي ګمارل کیږي.
تصفیه او له حکومتي دندو د پښتنو د شړلو لړۍ دومره په چټکي روانه ده چې بېله لیکنه به پرې وشي؛ یواځی په تیر یو کال کې نیږدی سل کسان په دی ولایت کې لری او پرځای نوی کسان ځای پر ځای شوی دی چې مطلق اکثریت یی د اصلاحاتو او همګرایی د ټیم کسان دی !
اوس نو یواځې دا نه چې هراتی پښتنو سیاسي ډګر یې بایللی بلکی د اصلاحاتو او همګرایي د ټیم هغه خبرې هم پرې ثابتې شولې چې ویل به یې هراتی پښتانه د غنی سره خپل حق ته رسیدلای نه شی.
‎نه اشرف غني غواړو او نه دا پښتونولي!
نوټ: د اصلاحاتو او همګرایي د ټاکنو په هکله، د پښتنو د محوریت د نشتون او داسې نورو موضوعاتو په اړه به وخت په وخت لیکنې وکړم.

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery