مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-08-14   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

جګړه--- څلورمه برخه

اېمل افغان

 دلته که پریوې بلې موضوع یوڅوګوډې اوماتې کرښې ولیکو اوهغه دې خپل کړېدلي ولس ته څرګند اوبېرته په ننني ناوړه سیاست را وګرځو، د سیاست اوسیاسي کړنو دکلمې نوم اخیستل زما په فکرپه دې خاوره کې ډېر یو اسانه اوساده کار دی اوحتی د ماشوم په خوله کې هم دا کلمه که موږ له هغه څخه پوښتنه وکړو هغه به یې را ته په ښه توګه ځواب را کړي ولې د دې کلمې په رښتینې معنی ځان پوهول، د هغې مطالعه کول او بیا بېرته په خپل ولس په سمه توګه عملي کول یو ځانګړی هنر، سیاسي څېرې اوځانته تګلاره غواړي چې هرسیاسي لوبغاړی لومړی په خپل ځان کې پيدا اوبیا یې وروسته په افغانستان کې په دې ولس عملي کړي.
خوپه دې ځای اوخاوره کې که زیاتی مې نه وي کړی اودې بې څوکه کورکې زموږ سیاسي لوبغاړي د خدای فضل دی د سياست له ښه عملي کولو څخه فکرکوم بې خبره دي اوپه مطلقه توګه ننني حالت ته چې موږ ګورو پرې نه پوهېږي اوکه پوهېدی په هېوادکې به بې ځایه د وینو سیلابونه له داسې سیاست اودې څېرو سره نه روانېدل، دومره ملي اردو اوملي پوليس به د دښمن د ګوليو نه ښکارکېدل، دومره ځوانان به مو د هلمند په ګډون په ټول افغانستان کې له لاسه نه ورکول، دومره ېيغلې به په پردیو هېوادونوکې نه کډوالې اوبې فرهنګه کېدې، داکار ما اودې ناچاره ولس نه دی کړی، نه داکار د افغانستان ځوانانو، پېغلو اوماشومانوکړی، بلکې دا زموږ دې بدرنګه اود بل په لاس روزل شوو سیاسي لوبغاړو د خپلوګټو لپاره پيل کړی چې اخریې پایله دا شوه. افغانستان ورسره یوې لوې کندې ته د لوېدو په حال کې دی چې کله به له دې تورې کندې څخه بیا د یو رښتيني سیاست مدار په مټو سر را پورته کوي، عزتونه به موپرځای کوي او د رسېدلو هېوادونو په لیکه کې به خپل ځان او هېواد راته حسابوي؟
 دا مېړانه اوکاربیا زموږ په وینا همت کول غواړي، پاکې څېرې لکه د لوی احمدشاه بابا، میرویس نیکه، سترپښتون اوفیلسوف خوشحال خان بابا اووزیر محمداکبرخان په څېر د خلکو رامنځ ته کېدو ته اړتیا لیدل کېږي، یوکېدل غواړي، په ځان د دې بار د جګولو باورغواړي اوبیا د عملي کولو لپاره کیدای شي لار ورته هواره اوپه شته سیاسي نظام کې به ورسره د تل لپاره یومثبت اومنلی بدلون د دې ولس د ابادۍ او سر لوړۍ لپاره راځي اوهم به دا وران هېواد یوې سمې لارې ته سیخ کېږي، نور به له دې ناورین څخه فکرکوم ژغورل کېږو اوعزتونه به مو په دې خاوره کې د هغه مېړني لوبغاړي په کارنامو اوکړنوخوندي کېږي.
دا چې موږ په دې ځای کې په ستونزوخبرې کوو اوغواړو هغه له دې خاورې څخه د تل لپاره ورکې اوپرځای يې مثبت کارونه ولس ته رامنځ ته کړو. پکار ده په هېواد کې د دې ناوړه کړنو اوپه شته نظام کې د بېکاره سیاسي څېرو د ګومارلومخه ونیول شي پرځای يې پوه اودکار سړي رامنځ ته شي.
که چېرته موږ په اوسني سياسي نظام کې خپلوستونزو ته فکر ونکړو، يو بل سره اوږه په اوږه ونه درېږوکیدای شي دا لړۍ اوږده او ناوړه دوام وکړي اوحتی هېواد به د ټوټه کېدو په لور روان شي، چې بیا به یې اداره کول ډېرستونزمن کاروي اونه به هم بیا د دې سیاسي لوبغاړو شپې او ورځې په دې خاوره کې په ارامه سبا شي له موږ څخه به مخکې یوځل بیا د دوی کډې په شاه وي اوله دې خاورې به روان اوپه پردیو هېوادونو اویا هم د هېواد په غرونو اوځنګلونوکې به یوځل بیا د غلامۍ اونا هیلۍ شپې سبا کوي.
په دا سې نازک وخت اوحالاتوکې چې افغانستان ورسره لاس اوګريوان دی د هېواد سیاسي په ځانګړې توګه هغوڅېروته پکارده له دې خرابې سیاسي وضعې او دې کارښه په کلکه مخنیوی وکړي، د خپل هېواد د ځوانانو، پېغلو، د خپلو ښځواوخویندو وژنه نوره ودروي، تېرتاریخ اووخت ته یوځل نظر وکړي اوخپل خالق ته په توبه شي اوپه ښې اوغوره تګلارې فکر وکړي، د هغوی لپاره دکار زمینه برابره کړي، ترڅو له دې بحران څخه دغه هېواد او هېوادوال په امان کې شي اوهمېشه د یوې ښې راتلونکې هیله اوکار وکړي اوهمدارنګه ترڅنګ یې په بنیادي اومنلوکارونو، ښوونه او روزنه یو ښه اومنلی فکر وکړي چې د دې کار په کولو سره به موخپلو هېوادوالو ته په دې وران او ویجاړ ملک کې ډېرڅه رامنځ ته کړي وي.
په دې روانه جګړه اوهېواد بربادولوکې دا پورته ذکرشویو خبرو یوې هم د تاریخ په اوږدوکې خپل ځای ونه نیولو اونه د ولس تګلاره په کې په ښه توګه د دې ډلو له خوا څرګنده شوه چې ولس د خپل ژوند د پرمخ بيولو لپاره څه وکړي؟ اوڅنګه نورله دې ستونزې څخه په امن او امان کې پاتې شي خودا ستونزې هوارې نه شوې اونه یوه منلې اداره په دې خاوره کې د تاريخ په اوږدوکې رامنځ ته شوه هغه په دې معنی یوخو په هېواد کې سیاسي لاسوهنې ډېرې شوې دي اوبل زموږ سیاسي لوبغاړو هم د دې واک اوځای چاته پرې نه ښود چې له دوی سره يې د ستونزو په هوارولوکې مرسته کړې وای موږ چې ګورو په دې دوه کالوکې په ارګ کې هره ورځ يوه ستونزه د ارګ مېشتو ترمنځ موجوده وي چې ټول عمر يې په همدې کې تېرشو اودښمن د پياوړتيا سبب کېږي چې له داسې مشرانو به موږ له دې وروسته د څه هيله وکړو ځکه دوی خپله په جګړه کې ښکېل دي نو د ټول ولس جګړه به څنګه ختمه کړي.
پاتې برخه.
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery