مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

کرزی و سقاويان

سيدحسين پاچا


يو چلتار وبېباکه ولسمشر د قطاع الطريق زامن دې حد ته ورسول چې د يو منظم پلان له مخې د مرکز ټولې ټپې په خپلو نومونو کړې
سبا ته د ټولې پلازمينې دعوه کوي. نن درسره په تذکرو کې د افغان کليمه نه مني سبا ته ټول افغانستان نه مني. د پارس هغه بيدينه امپراتورۍ بيا راژوندۍ کوي چې قرآن يې ددړې وړې کېدو وړاندېينه لا مخکې پېغمبر ته کړې وه چې د اسلام ستر دويم خليفه په وخت کې فتحه شوه


د دغو ټولو ناوړه پېښو مسووليت د ښاغلي کرزي تر غاړې دی چې د خپل خباثت له مخې يې د ځان له وېرې چې دی خو په ښکاره ځان ډېر باتور باتور کوي، خو ولې سقاويانو ترې غول ايستلي وو. د آغلې ليزدوسيت په راپور کې چې د فهيم له مرګه وروسته يې خپور کړ د هغې د حضور کې فهيم راغی او د هغې پر څوکۍ کښېناست چې هغې ته هم خورا ډېره حيرانوونکې وبرېښېده. له ډارن کرزي يې پوښتلي وو چې دا ولې، نو ډارن ورته ايله همدومره ويلي وو چې بل څوک دا کار نه شي کولی، خو فهيم يې کوي.

د ولس هيله لا ولسمشره دا ده چې رباني وفهيم هم خپلو پلرنيو هديرو ته واستوي او هملته دې ښخ شي. دا چې هلته مسعوديان د فهيم مړی په پنجشير کې نه پرېږدي دا د هغوی کار دی چې ولې يې مړی هلته په خپله پلرنۍ هديره کې نه پرېږدي.

پنجشير خو ټول د مسعود شو. سبا ته چې هر يو سقاوی مري. ورثه به يې هر يو ځانته د يوې جلا جلا غونډۍ
غوښتنه کوي، نو په پلازمينه څه ان چې په ټول کابل ولايت کې به بل داسې ځای پاتې نه شي. نه يوازې د پلازمينې، بلکې د ټول کابل وکاپيسا وپروان او د ننني پنجشير د ملکيت دعوه کوي او دا لړۍ به تر شماله پورې وغځيږي. سبا چې هلته په شمال کې هغه ستر غل مړ شي، نو ټول اته ولايتونه د شمال بايد د هغه مړي ته وقف شي چې په دې پلمه به سبا د ټول افغانستان دعوه کوي. اجرائيه رئيس به په خپل سر امرونه ورکوي او دوی به يې په زورواکۍ سره عملي کوي. لومړي بايد له اجرائيه رئيسه وپوښتل شي چې ولې يې د بلوا او د شر وفساد په موخه امان الله ګذر ته د نورو لږه کيو قومونو د تاريخي ميراثي ځايونو امر ورکړی؟

نېلسن مانديلا وړم کال وفات شو. کرزی يې هم مړي ته ورغلی وو، خو جنازه يې له پلازمينې څخه خپل پلرني غريب کلي ته ولاړه او هلته په ښو مراسمو ښخ شو.د هر هېواد ستر چارواکی چې مړ شي ورثه يې مړی خپلې پلرنۍ هديرې ته وړي، خو د دوی مړي په غصبي زمکو کې ښخيږي چې دا له شرعي وقانوني پلوه د منلو نه ده او پخوانی ولسمشر بايد په دې تړاو ولس ته ځواب ووايی.

که د هغه وخت بچه سقاو د انګرېز جاسوس وو، خو رباني، مسعود وفهيم يې له حکمتيار او نورو سره د غلامانو جاسوسان دي. ولې د دې جاسوسانو لپاره دولتي وشخصي زمکې په يو او بل نوم ونومول شي؟ که پر چا ډېر ګران وي، نو مهرباني دې وکړي خپلې پلرنۍ هديرې ته دې يې يوسي. سبا ته به بله تپه د کارمل د روسانو د نوکر لپاره غواړي.

هېواد مشر غني هېڅ حق نه لري چې له دې وروسته يوه روپۍ د دې غلو په نوم تصويب کړي. ژوندي په نس ماړه کړئ. د دولتي بوديجې له تصويب نه چې بېچاره وغريب خلک په لارو وکوڅو کې ناست لاسنيوی په کار دی. ملي بوديجه د دې خلکو په نوم شرعًا او اصولاً جواز نه لري او له دې وروسته يوه پول هم د دوی د هديرو پر بيا جوړونه او لنګر خانو ولګيږي، کنه هېواد مشر غني به د الله تعالی پر وړاندې د نياو وعدالت په ورځ مسوول وي او هم به ولس ته مسوول وي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery