مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-13   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د سیپتمبر ۱۱ مه او رستم شا مومند!

سرلوڅ مرادزی
رستم شا مومند چې یو مهال په کابل کې د پنجاب سفیر او په پاکستان کې د کډوالو کمیشنر پاتې شوی وخت ناوخت د افغانستان په کورنیو چارو کې د پنجاب د لاسوهنو او تیري د پټولو واهي څرګندونې کوي او بلخوا پاکستان سره د افغانستان د اړیکو په انځور کې هڅه کوي چې پړه ټوله پر افغان حکومت واچوي او د افغانستان په وړاندې اسلام اباد، له شرارت او بدۍ بری الزمه وځلوي!
دا چې نوموړی د اسلام لپاره د کابل پشان مهم ځای کې د پنجاب سفیر تېرشوی باید فکري او سیاسي خټه يی د پنجاب له خاورې، خځلو او اوبو سره اخښل شوې وي او قبله يي هم باید اسلام اباد او پنجاب وي چې له دې اړخه د هغه په پېژند کې لویه ستونزه نشته، خو له هغه ځایه چې ځان مومند راپېژني، په پښتو غږیږي او په تېره بیا برو پښتنو او په ټوله کې د لروبرو افغاناو سره د خواخوږۍ ډبرې په سینه وهي او کولای شي له دې لارې ځینې ساده زړې پښتانه تېرباسي، نو ځکه د نوموړي پېژند له دې اړخه پیچلی، ستونزمن او خطرناک ښکاري!
دلته به په دې اړه او په وروستیو څرګندونو يي یو څه تم شو او یوه لنډه تبصره به پرې ولرو.
د سیپټمبر د ۱۱ مې نیټې پېښې ، افغانستان ته د امریکا په مشرۍ د لویدیځوالو د راتګ او په افغانستان کې د طالبي نظام د ماتې او د افغانستان د راتلونکې په اړه، رستم شا مومند د ایرنا خبرې رسنۍ سره مرکه کړې چې ځینې غټ ټکې يي دا دی:
«ــ امريکايانو پر افغانستان باندې د دې لپاره بريد ونکړ چې ترهګري او اسامه بن لادن له منځه یوسي، بلکې د دې لپاره چې په سيمه کې پوځي حضور ولري، ځکه افغانستان له څو مهمو هېوادو سره سرحدونه لري.
ــ په افغانستان کې د امريکا شتون، نه يوازې د افغانستان امنیت لپاره هيڅ ډول مرسته نده کړې، بلکې د پاکستان لپاره یې هم ناوړه پايلې درلودلې، ځکه چې له افغانستان نه يو شمېر ډلې پاکستان ته راغلې او اوس د پاکستان لپاره په يوه لویه ستونزه اوښتي دي.
ــ څو چې په افغانستان کې بهرنيان وي، سوله به افغانستان ته رانشي، د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتووالي شرط هم د بهرنيو ځواکونو وتل دي. روهي بریښناپاڼه»
رستم شا مومند چې د ملکي څانګې او دیپلوماسۍ یو چارواکی دی، پخپل پورته بیان سره د پاکستان د پوځیانو او ISI د نورو لوړپوړو چارواکو پشان په ورته اند او منطق غږیږي. د هغه پورته وړاندې شوي دلایل زاړه او د سیمې د ولسونو غوږونه ورسره بیخي اشنا دي. دلته هغه د یو بشپړ پنجابی په څېرغږیږي نه د یوه مومند پښتون په شان چې زموږ ځینې ساده پښتانه ورته خوشاله دي او د هغه دا څرګندونې پښتنو او افغانانو سره د خواخوږۍ په نوم بولي.
که امریکایان د هرڅه لپاره او په هره بڼه افغانستان ته راغلي دي چې مومند يي د یوه پنجابي چارواکی پتوګه برید بولي، لار يي مخکې له مخکې ورته اسلام اباد او هغه ترهګرو او اسامه بن لادن هواره کړې چې په پاکستان کې میشت وو او له بده مرغه دوی همدا نن چې رستم شا مومند رسنیو سره مرکه کوي، په پاکستان کې میشت دي!
د اسلام اباد واکمني او ترهګر سره نوک او ورۍ او یوله بله نه جلاکېدونکي دي. څو چې پاکستان وي، ترهګر به وي او د پاکستان اداره پخپله یوه ترهګره اداره ده. دا چې مومند صیب وايي چې امریکا د پاکستان د اتومي وسلو د څار لپاره افغاستان ته راغلې، افغانستان ته له راتګ مخکې هم امریکا په پاکستان کې وه او پاکستان اتومې وسله هم د امریکا او د افغانانو د جهاد په مټ ترلاسه کړې او په دې اړه د امریکا کوم ځانګړي څار ته اړتیا نه لېدل کیږي.
رستم شا مومند ولې دا نه یادوي چې پاکستان له جوړېدو سره سم د امریکا او انګریز سره د سیاتو په نظامي تړون کې ورګډ شواو په سیمه کې یوازینی هېواد وو چې د وسلو د سیالۍ او د پوځي مانورو بنسټ يي کېښود. مومند هیروي چې انګریزانو په ۱۹۴۷ کې برتانوي هند د افغانستان، هندوستان او ټولې سیمې لپاره په توطیه کې، دوه ځایه کړ او د پاکستان په نوم يي یو جعلي هېواد چې له نیمايي زیاته خاوره يي د افغانانو او پاتې نوره يي د هندوستان ده، رامنځته کړ. پاکستان چې د انګریز کانګې شوی هېواد او میراثخور دی، رستم شا مومند ولې د هغه د خپلواکۍ او ازادۍ لپاره مټې نه رانغاړي. مومند ولې د انګریزانو هغه توطیه نه یادوي چې په ۱۹۴۷ کال کې يی د هند د ویش په ریفرنډم کې د فخر افغان پاچاخان په مشرۍ د خدايي ختمدګارو او پښتنو د بایکاټ سره سره، کوزه پښتونخوا په جعلي هېواد پاکستان کې ور شامله کړه. مومند ولې د یوه پښتون پتوګه، پر پېښور او پښتونخوا د انګریز او مسلم لیګ لخوا د ګمارل شوي قیوم خان په لاس د بابړې بیګنا پښتانه شهیدان نه یادوي! د خپلواک افغانستان او امریکا ترمنځ په دوستۍ او اړیکو د اسلام اباد په استازیتوب نن مومند ولې خواشینی دی په داسې حال کې چې پرون اسلام اباد د انګریز ګوډاګی او نن د امریکا او انګریز دواړوغلام دولت پاتې شوی، خو مومند دلته خان ګونګی نیسي!
مومند چې یو لنډه موده کورس يي په لندن کې ویلی او له بده مرغه د یو پښتون پتوګه، نن هم د برتانوي هند د مهال پشان فکر کوي چې افغانستان باید په بهرني سیاست کې د ننني برتانوي پاکستان تر لارښوونو او څار لاندې پل واخلي، غټه اشتبا او افغانانو سره سخته جفا کوي!
بلخوا مومند ښکاره او په ډانګ پیلې درواغ وايی چې د پاکستان امنیت هغه ډلو خراب کړی چې د ده په اند له افغانستانه، پاکستان ته وراوښتې دی. دلته مومند هڅه کوي په افغانستان کې د پاکستان لاسوهنه او بربنډ نظامي تیری پټ کړی او اسلام اباد، پاکستاني ولسونو او نړیوالو ته مظلوم او د ترهګرو ښکار شوی هېواد وځلوي، په داسې حال کې چې ړوند هم پوهیږي چې پاکستان د ترهګرو ځاله او د ترهګرو دوهم نوم دی.
مومند غواړي هغه ترهګر چې اسلام اباد په کویټه او یا د پاکستان په نورو ښارونو کې میشت کړی او ساتلي له افغانستانه رااوښتي وبولي، خو که دا خلک هم له افغانستانه پاکستان ته د کډوالو پتوګه ور اوښتي وي، د ترهګرۍ روزنه او پالنه يي په پاکستان کې د ای ایس ای او پوځیانو په مټ شوې او نن په افغانستان کې د پاکستاني وسلو او امکاناتو په مرسته جنګیږي.
نوموړی پخوا هم ویلي وو«افغان دولت د باور وړ نه دی، د بهرنیانو له وتلو پرته د سولې خبرې بې مانا دي، طالبان یو ملي مقاومت دی، ملابرادر د طالبانو یو شړل شوی سړی دی که خلاص هم شي کوم اهمیت نه لري، اصلې جګړه به هغه وخت پیل شي چې له افغانستانه بهرني ځواکونه ووځي، د کرزي حکومت یو لاسپوڅی حکومت دی او د دغه دولت له چارواکو سره خبرې اترې پایله نه لري، پاکستان باید افغانستان ته یو حکومت جوړ کړي چې هلته د اقلیتونو ګټې خوندې شي.»
همدارنګه هغه په بله یوه مرکه کې څرګنده کړې وه « د طالبانو جنګ په افغانستان کې برحق یعني د اشغال پر ضد دی او په پاکستان کې د مشروع حکومت په وړاندې جنګيږي.»
د ډیورنډ کرښې په تړاو د یوه افغان مرکچي د پوښتنې په ځواب کې دې پنجابي پښتون ویلي وو«په افغانستان کې بې ثباتي او ناامني ډېره ده، د ډیورنډ کرښه هېره کړۍ، د خپل هېواد د ثبات غم وخورۍ»
همدارنګه د ۱۳۹۰ کال د چنګاښ په څلورمه، نوموړي د استاد تره کي او فیض محمد ځلاند سره په مرکه کې ویلي وو چې له امیر عبدالرحمانه نیولې تر اشرف غني پورې هیڅ افغان واکمن نه دی راغلي چې ډیورنډکرښه يي نه وي منلي!
نن هم له څوکلونو وروسته، په تازه مرکه کې نوموړی بیا پخپل زاړه دریځ دریږي او وايی ،«څو چې افغانستان کې بهرنيان وي، سوله به افغانستان ته رانشي، د سولې خبرو اترو لپاره د طالبانو د چمتووالي شرط هم د بهرنيو ځواکونو وتل دي.»
رستم شا مومند د خپلې مرکې لپاره دا وخت ځکه مناسب ګڼلې، څوهغه ځواکونه ټکنې کړي چې د ې وروستیو کې يي افغان دولت سره د سولې په تړاو شین چراغ ځلولی دی. دلته د رستم شا مومند موخه ښای د ګل بدین حکمتیار په مشرۍ اسلامي ګوند او په طالبانو کې هغه ډلې او شخصیتونه وي چې افغان دولت سره د سولې له لارې یوځای کېدل غواړي.
البته د پاکستان په پوځ، په ISI او په ملکي چارواکو کې د رستم شا مومند سربېره، نورو چارواکو هم ورته څرګندونې تل کړي او دا لړۍ ادامه لري. پخوا قیوم خان وروسته جنرال اختر عبدالرحمان، نصیرالله بابر، جنرال حمیدګل، جنرال اسد درانی او نور او نن رستم شا مومند له بده مرغه هغه پښتانه دي چې د ډیورنډ کرښې په کوزه غاړه د پښتنو او د کرښې په بره غاړه په کابل پورې نښتې او د لوی افغانستان په وړاندې د پنجابي واکمنۍ سره اوږه په اوږه نیابتې جګړه پرمخ وړي!
په ورته وخت، په کور دننه په نظار شورا او جمعیت پورې ځیڼې ټاکلې کړۍ هم د ایران په لاسوهنه او له پنجاب سره په زړه یارانه، نه غواړي چې د اسلامي ګوند او طالبانو سره د ولسمشر غني په مشرۍ د افغان حکومت د سولې خبرې بري ته ورسیږی.
د کورنیو ګوډاګیو په لاس د ایران او پاکستان وروستۍ لاسوهنې باید افغانان نور هم هوښیار کړي او د سولې په تړاو د لوی اختر په ویاړ د ولسمشر غني وروستي پیغام ته لبیک ووايی چې وايي«د افغانستان د ولسمشر په توګه د سولې په وړاندې هیڅ خنډ چې بې دلیله وي نه شم منلی، هیڅ راز خنډ د دې مقدسې پروسې په مقابل کې زه نه منم او که موانع ایجاد شي نو بیا زما دنده او زما وظیفه ده چې ټول ولس سره جریان شریک کاندم او له ټول ولس نه غوښتنه وکړم چې د سولې لپاره ان شاالله او تعالي په واحد صف کې ودرېږي»
د ۲۰۱۶ کال د سیپټمبر ۱۲ مه
 
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery