مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-18   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

غزني کې د ولسمشر اندیښنې عملي نښې!

برهان الله



له لوی اختر مخکې مې د غزني یو اوسیدوونکي ملګري سره ژمنه کړې وه چې د اختر په دوهمه به د غزني لرغوني ښار لیدو ته له یو شمیر نورو ملګرو سره ورځم او د اسلامي هیوادونو کلتوري پلازمېنه به له نږدې وینو، هماغه ؤ چې دې لرغوني ښار ته په میله او منظره راغلو او د ملګري کور ته چې د غزني ښار په زړه کې دی ورغلو د شپې مې له ملګري سره د غزني په اړه بحث پیل کړ او چې مې د هر چارواکي ژر بدلون او یا ګوښه کولو په اړه ترینه وپوښتل نو هغه راته وویل چې : غزنی په تیرې یوې نیمې لسیزې کې د چارواکو ادلون بدلون او په ټوله کې د مسؤلینو د ازمښت لابراتوار ګرځیدلی او دا ځکه چې له یوې خوا د غزني اوسیدوونکي خپلمنځي یووالی نه لري او بل دا چې د غزني ښار کې د مځکو ستر غاصبین د کارنده او وړ والي ، قوماندان او نورو رئیسانو پر وړاندې ستونزې جوړوي او هغوي له دندې استعفا ته مجبوروي.
د ورځې چې مې د غزني تاریخي سیمو او ودانیو څخه لیدنه وکړه او د غزني ښار په ګډون مې د اسلامي هیوادونو کلتوري پلازمېنې یا د اسلامي ثقافت اړوند مرکزي ودانیو لیدنه وکړه، نو داسې راته ښکاره شوه چې په غزني کې د بیا رغونې او هر ډول ودانیزو پرمختګونو پالنه له جوړیدو وروسته یا خو شوې نه ده او یا دا چې د غزني ښاریان له ښاري ژوند او د ښاري ژوند له فرهنګ سره له سره آشنا نه دي. خو د غزني ښار د کوڅو او په تیره د ټول ښار ویالو او سیند له لیدو څخه په څرګنده دا په ډاګه شوه چې په تیرو اتو یا لسو کلونو کې د غزني ښاروالۍ او د ښار جوړونې ریاست او نورو ارګانونو د ښار لپاره هیڅ کار نه دی کړی او ښاروالۍ لږ تر لږه د غزني اسلامي هیوادونو کلتوري پلازمېنې نومول کیدو لپاره د پلازمېنې لخوا د تر سره شویو کارونو سمبالونه او پالنه نه دی کړې او هر سیلاني ته غزنی د ښاري ککړتیا په برخه کې په ټول افغانستان کې لومړۍ درجه ولایت ښکاري.
دا ځکه د شپې مهال چې مې د ملګري میلمستون کې په خواږه خوب ویده وم نو په کوڅه کې شورماشور شو او ملګری کوربه چې زموږ په راویښیدو خبر شو نو په بخښنې سره یې راته وویل چې د ګاونډیو تر منځ یې د ویالو په پاکولو پر سر هره اونۍ نیمه شپه شخړه کیږي؛ ځکه چې ښاروالي د کانالیزاسیون سمونې برخه کې بې غوره ده او له کورونو وتوونکې اوبه د کوڅو په ویالو کې ځای پر ځای دریږي او سیند یا بل لوري ته د وتلو لپاره مناسب لوري نه لري نو کله چې په ویالو کې اوبه ځای پر ځای ودریږي او بیا خاورې او خځلې هم ورولویږي، نو د ټول ښار ټولو کوڅو ویالې ډکې شي چې میاشې او مچان پرې راټولیږي، نو هر کور په نیمه شپه خپلې ویالې له خاورو او خځلو پاکوي او سیند یا خځلتونونو ته د خځلو تر رسولو چې کله په لار یا ککړیږي او یا یې له بوی څخه څوک په عضابیږي، نو بیا د خلکو تر منځ په نیمه شپه شخړې رامنځته کیږي.
ددې خبرې په اوریدو سره مې ذهن ته د ورځې لیدلی حالت مجسم شو، چې د غزني ښار د هیڅ یوې سیمې کانالیزاسیون سیستم د یو لرې غرني کلي په کچه هم نه ؤ برابر او د خځلو لپاره ځانګړي ځایونه په یو کیلومټرۍ کې هم نه تر سترګو کیدل او د غزني هغه پخوانی څپانده سیند چې اوس نو ډیر ښه جوړ او دواړو لوري یې په شنو سیمو ښایسته ښکاریدې د خځلو ډیران شوی ؤ، ځکه خلکو په خپله د کورونو او کوڅو د ویالو خځلې همدې سیند ته ور اچولې ، چې د چاپیریال پر ککړتیا سربیره یې د سیند او ټول ښار ښایست زیانمن کړی ؤ او هر نالیدلی سیلانی که د غزني ښار دا حالت وویني، نو دې ولایت ته هر ډول بودیجې ځانګړي کول به بې ځایه وبولي، ځکه که د ښار اوسیدوونکو ته لازم خدمات وړاندې نه شي نو هغوي مجبور دي چې د خپلو ستونزو حل لپاره په خپله لاس په کار شي او دا چې نه د ښار کانالیزاسیون سیستم سم دی او د خځلو په ګډون ناپاکې اضافې اوبه په ویالو کې ډنډ شوي وي او له بوي څخه یې خلک په عضاب وي نو خلک اړ دي چې په نیمه شپه هم خپلې ویالې پاکې کړي او هم خځلې د خځلتونونو نه شتون له امله لږ تر لږه له کوره لرې او سیند ته یې واچوي.
خو ددې ستونزو سره سره بیا هم ښاروالي له ښاریانو د صفايۍ پیسې په وخت اخلي او هم مستوفیت خپله مالیه ټولوي. تر دې چې د خځلو لپاره د غزني ښاریان یو ځل ښاروالۍ ته د صفايۍ په نوم پیسې ورکوي او بیا هره میاشت د یو خصوصي شرکت لخوا له هر کور څخه دوه سوه افغانۍ اخیستل کیږي، خو د خځلو پاکولو او لارو او کوڅو پاکوالي او په عامه اصطلاح د ویالو آو رونو جوړولو لپاره هیڅ کار نه کوي او نه یې هم کړی دی. ښاروال که هر څوک دی باید د خپل مسؤلیت له مخې د ښار پاکوالي ته ځانګړې پاملرنه وکړي. که چیرې د کانالیزاسیون سیستم سم نه کړي او اوبه په ویالو کې ډنډ شي نو ولاړې اوبه په بهرني چاپیریال کې ککړتیا رامنځته کوي او په لاندیني چاپیریال د مځکې لاندې اوبه ککړوي او د ښار او لرې پرتو سیمو د څاګانو اوبه بیا نه د څښلو وي او نه هم د بل استعمال. ځکه د غزني ښار اوسیدوونکو په وینا چې دوي په کورونو او ښار ته نږدې کلیو کې د کیندلو ژورو څاګانو اوبو څخه د څښاک لپاره ګټه نه شي اخیستلای او په ښار کې دننه خو لږ تر لږه د کالیو مینځلو لپاره هم مناسبې نه دي او صابون ، شامپو پکې کار نه ورکوي، چې دا ټول د بدرفت ناسمو څاګانو او د ښار کانالیزاسیون سیستم ناسموالي له امله دي او اته یا لس کاله مخکې د غزني ښار د څاګانو اوبه داسې نه وې، بلکې د ښار په زړه کې د کاریزونو پاکې اوبه وې او خلکو په کورونو کې د کیندلو څاګانو له اوبو څخه ګټه اخیسته، چې له بده مرغه د غزني ښاروالۍ بې غورۍ له امله اوس هم د ښکار څیره خځلو بدله کړې او هم د لازم کانالیزاسیون سیستم نه شتون لارې او کوڅې مردارې او بویناکې کړې دي.
له دې ټولو څخه په څرګنده دا ښکاري چې د غزني ښاریان د ښار په تړاو خپل مسؤلیت ادا کوي او د صفايۍ او مالیې پیسې په وخت ورکوي، خو په بدل کې یې ښاروالي او نور ارګانونه د خلکو لپاره هیڅ نه کوي او تش په مطبوعاتو کې د خپلو کارنامو یادونه په غوړه ژبه کوي. موده وړاندې ولسمشر غني په یوه غونډه کې د هیواد ښاروالانو ته د سم مسؤلیت اداینې او کارونو سمون لپاره ځینې سپارښتنې وکړې او دا یې هم ورته وویل چې که ښاروالۍ په سم ډول ښاریانو ته خدمات وړاندې نه کړي، نو ښاریان هم د صفايۍ پیسې نه ورکوي او د ولسمشر دې وینا کې یاده اندیښنه نن په عملي ډول د هیواد په لرغوني او لومړۍ درجه ولایت غزني ښار کې په خپلو سترګو وینو.
په دې هیله چې د غزني لرغونې ولایت لپاره اړوند مسؤلین لاس په کار شي او لږ تر لږه د ښار څیره له اوسني ککړ حالت څخه بدله کړي او د کورنیو سیلانیانو لپاره د لیدو جوګه شي.

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery