مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-20   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

داساسي قانون له مخې سیاسي ګوندونه

زمردخان منګل



 د اساسي قانون له مخې د اتباعو حقونه په خورا ښه ډول تسجیل شوي ،چې دسیمې له قوانینو سره یې یوه ځانګړنه همداده ، درښتوني ولسواکی په لوري ددولت او ملت سوق کول اوپدې برخه کې دهېواد ملي وثیقېي اساسي قانون حکمونه هغه څه دي ،چې موږ معتقد کوي ،چې نظام او ټولنه مو ولسواکه او دقانون سره سم د ازادی ، برابری ، وروری او ټولنیز عدالت څخه برخمنه شي ،چې دتحقق لپاره یې دنورو فکتورونو ترڅنګ سیاسي پلورالیزم اړین دی ،چې باید په قوت سره شتون ولري تعدد داحزابو د پرمختګ او پراختیا سبب کیږي خو داحزابو رول په ټولنه هله دټولو دمنلو او پرنظام باندې دیوې قوي البته دترقی او سمون دقوې په توګه ثابیتیدای شي دګوند / حزب بنسټ لیکه یا اساسنامه او تګلاره دقانون په رڼاکې رامنځته شوې و ي او فعالیتونه یې دقانون دحکمونو سره برابر وي. په ګران هېواد افغانستان کې دسیاسي پلورالیزم د ګوندونو دتشکل او رامنځته کیدو شالید نږدې تر پنځو لسیزو نه اوړي په داسي حال کې په نوره نړۍ کې پیړۍ پيړۍ تاریخي مخنینه لري . دډموکراسی دلسیزې په دوران کې او له هغې راوروسته ،چې کوم سیاسي احزاب رامنځته شوي دخپلو موخو دتحقق لپاره يې دمدني او ټولیزو چارو ترڅنګ نظامي اړخ کې ډير مصروف پاتې شوي او ددوی تګ لاري او اساسنامې له همدې رنګ اخلي له نیکمرغه د ۱۳۸۲ لمریز کال داساسي قانون دویم څپرکي داتباعو اساسي حقوق او وجایبو برخه (۳۵)ماده کې راغلي ( دافغانستان اتباع حق لري ،چې دخپلو مادي او یامعنوي غوښتنودتآمین لپاره دقانون دقانون له حکمونو سره سم،ټولنې جوړې کړي. وضاحت دلته منظور ټول ټولنیز بنسټونه دي که هغه په هر عنوان باندې وي ولې دقانون دحکمونو سره سم ،چې دجواز لپاره عدالیه وزارت دانسجام څنګه خپل مقررات لري . .

 دمادي ادامه دافغنستان اتباع حق لري دقانون له حکمونو سره سم ، سیاسی ګوندونه جوړ کړي پدې شرط ،چې دګوند مرامنامه او اساسنامه د اسلام سپيڅلي دین داحکامو او په دي اساسی قانون کې د راغلو نصوصو او ارزښتونو مخالفه نه وي . 1) دګوند تشکیلات او مالي منابع څرګند وي . 2) نظامي او نظامی ډوله تشکیلات او هدفونه ونلري . 3) له بهرنیو سیاسي ګوندونو یا نورو تبهرنیو منابعو سره تړلي نه وي دقوم ، سیمې ،ژبې او فقهي مذهب پربنسټ دګوند جوړول او فعالیت کول جواز نلري . هغه جمعیت او ګوند ،چې ددقانون له موجباتو او باصلاحیته محکمې له حکمه پرته نه منحل کیږي . ) په افغانستان کې سیاسي ګوندونه تر ډیره بریده داساسي قانون پورته یادې مادي (۳او ۴) جزونو کې برخلاف دي فعالیتونه لري ځکه دغه بحث راپورته کوو ،چې زموږ ټولنه مو داډاډمن سیاسي آمن اونورو ګواښونو څخه وژغورو او نظام ته استفرار او پايښت وروبښو دلته څو اساسي پوښتنې دي چې باید ځواب شي .

 1) آیا په اوس وخت کې دګوندونو سیاسي تګلاري او بنسټ لیکې دقانون سره برابرې دي ؟

 2) آیا ګوندونه په ځانګړي ډول پخواني ګوندونه نظامي ډوله تشکیلات لري اوکه نه ؟

 3) آیا څومره تعداد ګونډونه خپل لګښتونه دحق العضویت او حق الشمول او نورو قانوني منابعو څخه ترلاسه کوي ؟

 4) آیا دقوم او مذهب او سمت په نوم ګوندونه شتون نلري ؟

 5) آیا دغه ګوندونه څومره دسیاسي پلورالیزم آرونو یا اصلونوته ژمن دي کومه بېلګه شته ؟

وړاندیز دي په دولت او نړیوالو غږ کوم ،چې دیوداسی افغانستان لپاره ،چې سیاسي اسقرار ټولنیزه ښیرازي او ډاډمنه فضاء پکې رامنځته شي اشد ضرورت دی ،چې پدې برخه کې هر اړخیزه پلټنه وشي داداري فساد یانورو لپاره کمیسیونونه په دنده ګمارل کیږي زما په نظر ترټولو مهمه داده ،چې دغو موجوده ګوندونو دفلټر لپاره دکړنو او فعالیتونو دقانوني کولو لپاره یوه تخصصي کمیټه په دنده وګمارل شي ترڅو ددوی اساسنامي او تګلاري او فعالیتونه و ارزوي او په اړه یې پریکنده ګام پورته شي . په درنښت

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery