مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-09-24   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د قرآن کریم د تلاوت آداب او فضیلت

نورالله خان احمدزی


د قرآن کريم د فضيلت په اړه چې قرآن او حديث کې څومره فضائل راغلي د هغو ټولو ذکر کول او لیکل ډېر ځای نیسي، یوازې په دې به بسنه وکړو چې نن وخت کې د الله او د مخلوق ترمنځ همدا قرآن وسیله ده چې باید خلک یې زده کړي او په معنا او مفهوم، تفسیر یې ځان پوه کړي.

حدیث شریف دی: من قرء عشر ايات في ليلة لم يکتب من الغافلين (رواه حاکم)

څوک چې لس آيتونه د شپې لخوا تلاوت کړي هغه به د غافلينو څخه نه شمېرل کېږي .

د لسو آيتونو په تلاوت سره چې یوازې څو دقيقې وخت نيسي دا د ټولې شپې له غفلت څخه د خلاصون سبب کیږي.

د قرآن کریم د تلاوت ثواب: من قرأ حرفاً من کتاب الله فله به حسنة و ألحسنة بعشر أمثالها. (جامع الترمذي)

د قرآن د يو حرف په لوستلو يوه نيکي ده او د نيکي عوض لس چنده دی.

همداسې رسول الله صلی الله عليه وسلم ابوذر رضی الله عنه ته ویلي :

يا أبا ذر! لأن تغدو فتعلَمْ آية من كتاب اللَّه، خير لك من أَن تصلي مائة ركعة. ولأن تغدو فتعلَمْ بابا من العلَمْ، عمل بِهِ أَوْ لَمْ يعمل، خير من أَن تصلي ألف ركعة. ابن ماجه

ای ابوزره! کچېرې ته سهار لاړ شې او يو آيت د قرآن پاک زده کړې نو د سل رکعته نفلو نه غوره دی، او کچېرې يو باب د علم زده کړې که دغه وخت دې عمل پرې کړی وي يا نه نو د زرو رکعتو نفلو کولو نه غوره دي. (ابن ماجه)

حضرت ابوهریره رضی الله عنه د حضور اقدس صلی الله علیه وسلم څخه نقل کړي چې حق سبحانه و تعالی، دومره د هېڅ انسان خواته پاملرنه نکوي، لکه: هغه کس ته چې قرآن په ښه غږ سره لولي ــ البته د قرآن تلاوت کوونکي ته ضروري دي چې د سندرو پشان یې تلاوت نکړي ــ په احادیثو کې د دې منع راغلې ــ یو حدیث کې دي چې ایاکم ولحون اهل العشق الحدیث یعنې له دې څخه ځان وساتئ لکه عاشق د غزل غږ غُږ جوړ کړي او د موسیقي پر قوانینو یې وایي داسې مکوئ ــ مشائخو لیکلي چې داسې لوستلو او ویلو والا فاسق او اورېدونکی ګناهګار دی ــ لیکن د سندرو د قواعدو او خیال ساتلو بغیر ښه غږ مطلوب ده ــ حدیث شریف کې په ګڼو ځایو کې د دې ترغیب راغلی ــ یو ځای ارشاد دی چې په ښه غږ سره قرآن مزین یا ښایسته کړئ ــ یو ځای ارشاد دی په ښه غږ سره د الله تعالی د کلام شریف حسن یا ښایست دوه برابره کیږي.

قرآن کریم لوستل او ورباندې عمل کول:

عن معاذ الجهنی قال: قال رسول الله صل الله عليه وسلم من قراء القرآن وعمل بمافيه اُلبس و الداه تاجا يوم القيامة ضوءهُ احسن من ضوء الشمس فی بيوت الدنيا لو کانت فکم فما ظنکم با لذی عمل بهذا. (رواه احمد و ابو داؤد)

د حضرت معاذ الجهني نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي: چا چې قرآن ولوستو او په قرآن يې عمل وکړ نو د قيامت په ورځ به د هغه د والدينو  په سر باندې داسې تاج ور په سر شي چې د هغې رڼا به د لمر د رڼا نه ډېره ښايسته وي هر کله چې هغه رڼا د دنيا په کورونو کې وي او لمر د آسمان نه زموږ په خوا کې را کوز شي د دې وروسته رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: نو تاسې څه ګمان کوﺉ د هغه چا په اړه چا چې خپله دا عمل کړی وي.

شیخ عبد القادر جیلاني پخپل کتاب غنیة الطالبین کې لیکلي دي چې عبد الله بن مسعود رضی الله عنه یوځل د کوفې شا او خوا روان وو چې یو ځای د فاسقینو ټولۍ ناست وو ــ یوکس لکه چې زاذان نومېده او هغه سندرې ویلې او سارن یې غږوه - ابن مسعود رضی الله عنه چې د هغه غږ واورېده نو ارشاد یې وفرمایه ــ دا څومره ښه غږ لري ای کاش په دغه غږ سره یې د قرآن تلاوت کولی له دې وروسته په سر یې څادر واچوه او له هغه ځایه تېر شو ــ زاذان چې دا صحابي په خبرو ولیده نو له خلکو څخه یې وپوښتل چې دا څوک دی هغوی ورته وویل چې دا صحابي دی او هغه داسې وویل ــ هغه وډار شو کیسه لنډه چې دغه کس ټول آلات د موسیقي مات کړل او ابن مسعود رضی الله عنه پسې شو بلآخر علامه د وخت جوړ شو ــ مطلب دا چې په ګڼو روایاتو کې په ښه غږ سره تلاوت کولو سره ډېره مدح راغلې او په ښه غږ سره تلاوت کول باعث د ستر اجر او ثواب دي  خو د سندرو په بڼه به د قرآن تلاوت نه کیږي او دا منع دي.

ضروري مسایل: ۱: د تلاوت په شروع کې د «اعوذ بالله من الشیطان الرجیم» ويل واجب دي قوله تعالی :فَإِذَا قَرَأْتَ الْقُرْآنَ فَاسْتَعِذْ بِاللّهِ مِنَ الشَّيْطَانِ الرَّجِيمِ (النحل آیت: ۹۸). ۲: د هر سورت په شروع د «بِسْمِ اللهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيمِ» ويل واجب دي په ځانګړې توګه د سورت فاتحې په شروع کې. ۳: د تلاوت پر مهال ناستو خلکو باندې واجب دي چې چوپ وي (تلاوت ته غوږ ونیسي) او نورو کارونو باندې مشغول نه شي، قوله تعالی: وَإِذَا قُرِىءَ الْقُرْآنُ فَاسْتَمِعُواْ لَهُ وَأَنصِتُواْ (سورت اعراف آیت: ۲۰۴). ۴: له خپل ځانه د قران معنا او تفسیر کول منع دي: رسول اکرم صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي: مَنْ قَالَ فِى الْقُرْآنِ بِغَيْرِ عِلْمٍ فَلْيَتَبَوَّأْ مَقْعَدَهُ مِنَ النَّارِ. (رواه الترمذي)

ژباړه: کوم شخص چي بې له علمه په قرآن کې څه وویل نو هغه دې خپل ځای په جهنم کي ولټوي (داکس عالم نه وي، د شرعي دلیل او د مفسرینو د تفسیر پر ځای د خپلې رأيې او عقل مطابق معنا او تفسیر وکړي).

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery