مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-08   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

پوتین دي له پاکستان سره دطالبانو او حقاني په معامله کي احتیاط وکړي

سيد حسين پاچا

ولسمشر پوتين ته يوه مشوره :
له پاکستان سره د طالبانو وحقاني په معامله کې احتياط وکړه
موږ خو يې له تاسو سره په اسلامي ماسک له ګړنګونو وغورځولو، خو چې تاسو پر هغه بل مخ بيا له موږ او له نړۍ سره له ګړنګونو ونه غورځوي. له دې بېځايه قماره چې واک يې له پنجاب سره وي ځان وساته. دا ډول معاملې چا ته ګټه نه کوي. که امريکا ته يې کړي وي، نو تاسو ته به يې هم وکړي


ښاغليه :
موږ او تاسو د عيني شاهدانو په توګه جوته ده چې د پخواني ولسمشر ليوند بريژنيف په وخت کې د هغه بې احتياطه پرېکړه او رامنډه زموږ او ستاسو د دواړو غاښونه وويستل چې نه يوازې زموږ غاښونه، بلکې د کلورا يا د سرطان (کينسر) پر داسې يوې ناروغۍ يې سره اخته کړو چې په پايله کې ستاسو کولمې هم وشړېدې او ټول شرقي کمونيستي بلاک مو در ړنګ شو او موږ هم لا تر ننه له هماغه ناسوره کړيږو.

روسيه خو بيا هم ښه وه چې ستاسو غوندې يو ښه کارمند او مدبر مشر يې درلود چې بيرته يې شړېدلې روسيه سره متحده او خپل نړيوال بايللی اعتبار يې بيرته يو څه نسبي ترلاسه کړ او تاسو يې بيرته د دې جوګه کړۍ چې په ځينو نړيوالو قضيو کې لکه سوريه او داسې نور کې يې درته د مداخلې او ملاتړ حق درکړ. دا چې نړيوالو قوتونه تل په خپلو کې د خپلو ګټو لپاره لېرې او نژدې يا پټې او ښکاره موخې لري او هم د ځان د امنيت لپاره له وړاندې او ليرې نه تدابير نيسي او دا د هر چا طبعي پديده ده. تاسو ته پته ده چې د هغه وخت ستاسو د تزاري او برتانيا لوی امپراتورۍ ترمينځ پر مرکزي اسيا او د هند پر وچو اوبو سره سيالي روانه وه او له يو بله له همدې تشې او د ضعف (کمزورتيا) له ټکي نه ډارېدۍ، کړېدۍ او وېره مو خوړله داسې نه چې که هغه دلته راشي، نو زموږ راتلونکې به څه شي؟ د مرکزي اسيا پرېمانه زېرمې لا تر ننه هماغسې ناسپړلې پاتې دي او ستا مخه لا تر ننه تودو اوبو ته ډپ پاتې ده.

وخت داسې شرايط رامينځته کړل چې نن هر څه سرچپه شول. ستاسو په راتګ سره له پاکستانه د خېز د يوې تختې په توګه کار واخېستل شو. د نړۍ بېسارې مالي ونظامي ولوژيستيکي مرستې او زموږ بېسارې سرښندنې ستاسو د پاشنې او ښويدنې سبب شوې چې په پايله کې د برلين د جلاوالي دېوال چې ختيځ و لويديځ يې يو له بله له فزيکي و ذهني يا ايډيولوژيک پلوه سره جلا کول هم ونړېده. جرمنيانو او نړۍ يې په نيمه شپه کې د نړولو شيبې شمارلې او د نندارې په تمه يې ول چې تاسو او ټولې نړۍ يې د نړيدلو ننداره کوله او بيرته يو واحد ملت شو. نمانځنې ته يې تاسو هم راځۍ او برخه پکې اخلۍ.

اوس او تېر ته په کتو سره ستاسو د وسلو او سياحت هر اړخيزې ګټې له هند سره زياتې خوندي دي. هند داسې يو هېواد دی چې زموږ په شمول يې لا تراوسه په نړۍ کې له چا بده رويه نه کړې او خپل سيمه ييز او نړيوال اعتبار يې ثابت ساتلی دی.

تېر ته په کتو پاکستان تل له دوستانو سره ډبل لوبه کړې چې اوس ترې هغوی له همدې امله خپه دي. په دوستۍ کې څوک دښمني نه کوي، خو دوی وکړه چې دا يې د ځان په تاوان وه نه د نورو. دېته دې خيال اوسه چې تاسو څومره مخينه، معاملات او سياحت له هند سره لرئ؟ پاکستان که له ګاونډيانو او دوستانو پرته له خپل ځان سره ښه کړي وي، نو له تاسو سره به يې هم وکړي. دوی تل ګرمه لوبه کړې او سملاسي ګټو ته يې کتلي ولې د لېرو ګټو او دوستۍ خيال يې نه دی ساتلی. د اوبو وړي په شان هر څه ته لاس اچوي.

دا چې تاسو يو هوښيار مشر ياست او له خپلې پوهې او تجربې له مخې مو شړېدلې روسيه بيرته پر پښو ودروله او بيرته مو سره يو کړه، خو داسې نه چې د يوې خامې دوستۍ په ټس کې يې بيرته هر څه له لاسه ورنه کړئ. يو متل دی وايی چې :
ګرمه دوستي پايښت نه لري.
د پاکستان بنسټ داسې نه دی اېښوول شوی چې هغه دې د چا له خوښې پرته بېځايه قدم پورته کړي. يوازې وسله مهمه نه ده، بلکې اقتصاد هم مهم دی. که د وسلو او يا بله سياسي ګرمه معامله وکړۍ، داسې نه چې ځان او موږ ته کار وګورئ. هند زموږ وستاسې تاريخي دوست دی او تل يې خپل مثبت پايدار سياست ساتلی دی او ساتلی يې شي.

اګر چې سياست کې خپلوي نه وي، ځکه چې هر څوک خپل ګټې د خپلو ګټو پر اساس عياروي، ولې ځينې وخت اخلاقي لومړيتوبونه وي چې هغه له پامه غورځول په کار نه دي. په سياست کې شعارونه هم ډېر ژر بدليږي رابدليږي، خو دا هم د هرې ټولنې پورې تړاو لري چې ځينې يې ظرفيت لري او ځينې يې نه. زما په اند تاسو چې کوم نوی پټ قمار زموږ پر سر بيا له چا سره وهلی دا ما ته ښه نه ښکاري او په تاوان مو دی. قمار بازان هم پخ خپلو کې يو متل لري چې :
له مفلس او بې اعتباره قمارباز سره قمار وهل په کار نه دي.

پايله ومشوره :
دا چې پاکستان اوس په سيمه کې د هند په شمول له خپلو ګاونډيو سره د اعتبار له ستونزې سره مخ او په سيمه ييزه او نړيواله کچه له هر ډول انزوا سره مخ او پکې راښکېل دی دی. سره له دې چې ګاونډيو او نړيوالو يې ورته د ستونزې د حل لارې چارې ټول اختيارات په مخ کې اېښي، خو دوی پکې د خپلې ښې راتلونکې او ديپلوماتيکو اړو د بيا سمون لپاره سم انتخاب نه شي کولی او د خشونت لاره يې غوره کړې، نو ځکه يې دوی نن دې کچې ته ورسول او خپله ستونزه يې درک کړې ده.

سوريه يو تاريخ لري، خو پاکستان څه لري؟ زما او د ډېرو په اند له مفلس يا له ګانګړپ سره قمار وهل يا معامله کول او پرې اعتبار د ځان او د ټولنې تباهي ده. ان تر دې چې قماربازان پخپلو کې هم له نادار او مفلس او بې اعتباره قمارباز سره له معاملې او قمار وهلو ځان ساتي. خوښه ستا چې د طالب او د حقانيانو په حق کې ورسره معامله کوې او که له احتياطه کار اخلې؟

درست ده چې د خامو موادو پرېمانه ذخيرې لرې او د وسلو له پلوه هم پر ځان بسيا يې، خو دا چې اوس تازه زموږ و ستاسې په جنګ کې بيرته له اقتصادي پلوه لږ پر پښو درېدلی يې چې هلته دې په يوکراين کې خپلې پښې ټينګې او هم دې په کريميا ورمنډه کړه او ورسره بيا په سوريه کې دې ځان ښکېل کړ، خو اسد، اردوغان او نور بيا توپير لري.

زما په اند داسې نه شي چې دا نوی بنسټ دې بيرته ونه شړيږي. په داسې يوه معامله کې چې د جلب او د کنټرول يې واک يې له پنجاب سره وي په طالبي وحقاني معامله کې پوره احتياط وکړه او د بريژنيف د وخت هغه بې احتياطه او ناسوچه پرېکړه ونه کړې. د افغانستان له حکومت سره دوستي او په امنيت راوستلو کې مرسته به زموږ او ستاسو د ټولو په خير وي. ډاکټر محمد اشرف غني د دې اهليت وظرفيت لري چې دلته امنيت به ستاسو امنيت او ستاسو ګټې به هلته او په منځنۍ اسيا کې خوندي او ساتلې وي، خو په قمار وهلو نه ساتل کيږي.

په درنښت


 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery