مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-17   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

حکمتیار اوس د جانان کلي په لاره

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

 

حکمتیار اوس د جانان کلي په لاره
      په ۳۰ / ۶ / ۲۰۱۶ نیټه می د ښاغلي حکمتیار پنامه ده ته د منسوبي یوې لیکني تر لوستلو وروسته چي سرلیک یې « د سولي دښمنان بریالي شول » ور کړی وو ، یو پرانیستی لیک د افغاني بریښناپاڼو د لاری و لیږه ( و ګورئ http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/nawzadi_h_kekmatyar_ta_lik.pdf ) . د لوستلو مینه وال یې په لوړ لینک کي تر لاسه کولای سي . حکمتیار صاحب په خپلی هغی ده ته منسوبی لیکنی کي چي د خواشینیو په ډکه فضا کي لیکله سوی وه ، د یو لړ ګیلو مانو په ترڅ کي پر دې خبره زور اچولی وو چي  د سولي د تړون په اوملیک کي ده فلاني موضوع په دې ډول جمله بندیو غوښته او دولت په هغه ډول .
      ما د خپل لیک په یوه برخه کي ده ته داسی یادوونه کړی وه : « . . .      تاسی په نوموړۍ لیکنه کي دا هم لیکلي دي چي ګویا په تړون کي مو ځانته د هیڅ ډول نا مشروع امتیاز غوښتنه نده کړي . موږ هم پوهیږو چي په ارګ کي برلاسي کړۍ دا مهال هر ډول مشروع او نا مشروع امتیازونه لري ، خو زما په نظر که تاسی د سولي تړون په یو شمیر مادو کي خبره د جمله بندیو پر سر ورانه نه کړي او هم هغو ددوي لخوا وړاندي شوو جمله بندیو ته غاړه کښیږدئ او سوله تر بریالي پایه ورسوئ ، نو دا په پام کي ونیسئ چی د شلو وزارتونو په پرتله هم لاندي امتیازونه ستاسی د پاره زیات حیاتي اهمیت لري او د سولي  خواخوږي وطنوال هم ور باندي خوشحاله کیږي . هغه احتمالي امتیازونه چي تاسي یې د سولي د تړون په بریا کي تر لاسه کولای سئ ، یو شمیر یې دادي  :

۱ ـ  د اوس د پاره تاسی ته ډیره اړینه ده چي د تور لست نه ځان سپین ته واوړئ ، دتورو غارونو څخه را ووځئ ، کابل ته په اب و عزت راسئ ، خپل سره پاشلی ګوند یوار بیا را ټول او یو موټی کړئ .
۲ ـ  پدې توګه تاسی او ستاسي ګوند یواځي د خپلو هغو اوسني غړو په موجودیت کي هم چي په دولت کي یې لرئ ، د نظام یوه برخه ګرځئ او د قانون سره سم د سیاسی فعالیت په پایله کي د ډیرو مشروع امتیازونو و ترلاسه کولو ته لاره هواروئ . د نامشروع امتیازونو په لټه کي مه اوسئ .
۳ ـ دا ګړی لکه تاسی چي وایاست ستاسي ډیر کادرونه د زندان د میلو شاته پراته دي . د سولي په تړون سره هغوی له زندانه را وځي ، ستاسی تر څنګ دریږي او د سیاست دروند پیټۍ در سره نیم کوي . تاسی باید د هغوي اوسني حالت ته هم پاملرنه و کړي او د جمله بندیو پر سر هغوي د زندان په نه زغمونکو شرایطو کي لا د زیات وخت د پاره و نه ساتئ ، ځکه هغوی هم کورنۍ او ماشومان لري چي ورته سترګي په لار دي . ما پخپله زندان لیدلي دی او د هر زنداني د زړه نه خبر یم . تاسی نور دا اخلاقي حق نلرئ چي په زندان کي د هغوي تریخ ژوند له پامه و غورځوئ .
۴ ـ  که هر څومره هم انتخابات د چل او فساد نه ډک وي ، که د اولس د غوښتنو سره سم تاسي یو معقول معتدل سیاست پر مخ بوزي ، باور و لرئ چي د اولس د رایو پر بنسټ غوښینه برخه تر لاسه کولای سئ ، ځکه چي ستاسی ګوند ښایي په کلیو او بانډو کي ډیر خواخوږي و لري . که تاسي ته د خپل ګوند اولسي بنسټ کمزوری ښکاري ، نو پر جمله باندیو باندي د تړون ورانول کیدلای سي ستاسي د پاره یوه ښه بهانه و ګرځي ، خو زما مشوره داده چي پر ځان باندي باور د لاسه مه ورکوئ او مه ناهیلی کیږئ .
۵ ـ دې ته ورته نور ډیر امتیازونه تاسي ته سترګي په لار دي » .
       ډیر خوښ یم چي په ۲۲ / ۹ / ۲۰۱۶ نیټه د اړوندو استازو لخوا د سولي په لاس لیک سوي تړون کي زما لوړي سپارښتني که په منلی توګه وي یا تصادفي ، خو په پام نیول سوي ، ښاغلی حکمتیار د خپلو جمله بندیو څخه تیر سوی دي او د سولي څرک ته یې کړکی پرانیستي ده. کله چی تړون د ښاغلو اشرف غني او حکمتیار لخوا لاسلیک سو ، نوموړی نیمه پرانیستې کړکۍ لا  نوره هم پرانیستل سوه .
      په ویدویي اړیکو کي دتړون د وروستي لاسلیک پر مهال د حکمتیار له وینا نه داسي مالومیدل چي ډیر غور یې ور باندي کړی او نژدي هره جمله یې د سیاست په دقیق ترازو کي تللې وه . ما دده نظامي او مذهبي بیانیې پخوا هم ارویدلي وي . د هغه وخت سیاسی بیانیې یې ډیري کمزوري او د زمان د غوښتنو سره یې هیڅ اړخ نه لګاوه ، مګر لدغي بیانیې نه یې ښکاریده چي د وخت ګرمو او سړو شېبو یې پر سیاسي افکارو خپل اغیز په څرګند ډول پرې ایښی دي . د سیاست میدان بایلل ، دا هغه څه دي چي نه یوازي حکمتیار بلکه ټول پښتانه مشران ترې نه بې برخي نه وه او لا هم ندي . د تړون تر وروستي لاسلیک وروسته ما د ډیرو هغو کسانو پر شونډو هم موسکا ولیده چي نه یې د اشرف غني سره جوړه وه او نه یې هم د حکمتیار سره . ددې خبري مانا داده چي خلګ نور د جګړې نه ستړي سوی او د باروتو تنفس تر پزي راوستي دي .
     د افغانستان په اړه د بروکسل په نړیواله غونډه کي د امریکا د خارجه چارو د وزیر ، جان کیري د وینا په اړه د حکمتیار د تند غبرګون نه داسي ښکاري چي لا یې هم سیاسي تعقل پر احساساتو باندي په پوره پیمانه برلاسي ندي . دی باید پدې خبره پوه وای چي تر اوسه یې لا پښې په هوا کي دي او د ښکرورو غویانو سره لا د ډغرو توان نلري . د بل پلو نه دا چي مدني ژوند ته را ګرځي ، باید د بیان د ازادی د زغم سره هم هوار هوار ځان بلد کړي . که کابل ته تر راستنیدو وروسته همداسي د هرې نیوکي په وړاندي تند غبرګون و ښئی ، د ارامو اعصابو په غیږه کي به شپه تیره نکړي . د سیاسي مشرانو د پاره پخواني اولسمشر ښاغلي حامد کرزي یو ډیر ارزښتناک میراث پریښود چي هغه د انتقاد په وړاندي زغم دي . د بلي خوا نه زموږ د ټولني نننۍ اناټومي او د افغاني انارشیزم سره د لویدیزي را واریدي شوي دموکراسۍ نا انډوله ګډون دا غوښتنه کوي چي د زغم انډول ته باید مناسبه وده ورکړو .
     حکمتیار صاحب چي اوس پدې خبره پوه سوي ، هغه څه چي د سیاسي مبارزي د لاري یې تر لاسه کولای سي ، د باروتو په لوخړو کي یې نه سي تر لاسه کولاي . ځکه نو پکار ده چي ددې ډول مبارزې د اصولو په ځانګړتیاوو هم ځان پوه کړي . کنه نو د باروتو په لوخړو کي یې دا څو لسیزي هیڅ هم پلاس را نه وړل ځکه چي لوخړي د سړي نه لاره ورکه کوي .
یبلي پښې تڼاکي ، په اغــزنو لارو سر ومـه
زما  نه ورکه سـوې د جانان د کلي لاره وه
                                                                      ( نوزادي )

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery