مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-10-29   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

له دُنيوي عذاب څخه د خوندي کېدو اسباب (۴) برخه

مولوي عصمت الله عزام

 


 نحمده و نصلي علی رسوله الکريم امابعد :
 ( په تېر پسې )

۹ : استقامت :
۱۰ : له طُغيان څخه ځان ساتل :
۱۱ : ظالمانو ته له مائلېدو ځان ساتل :
۱۲ : د لمانځه پابندي کول :
۱۳ : صبر :
۱۴ : د ښو په لور بلنه او له بدو منع کول :
دغه وروستني شپږ اسباب په سورة هود کي ذکر شوي دي .

د سورة هود په  آخر کي الله پاک شپږ حکمونه مسلمانانو ته کړي، وروسته تر هغه چي د مختلفو قومونو د هلاکت او پر هغوی د ډول ډول عذابونو د راتگ يادونه وشوه .
ور پسې الله پاک دغه شپږ حکمونه ذکر کړي دي . 
په دې کي اشاره ده چي يوازي په دغو لارو له عذابونو خلاصېدی شئ .

په دغو شپږو کي لومړنی حکم د استقامت دی .
استقامت د عذاب په دفع کولو کي مؤثر سبب دی، همدا راز استقامت يعني په صحيح او حق لار کلک درېدلو ته په دې وخت کي اړتيا هم زياته ده .

الله جل جلاله فرمايي :
فَاسْتَقِمْ كَمَا أُمِرْتَ وَمَنْ تَابَ مَعَكَ ( الآية، سورة هود : ۱۱۲)
  ژباړه : نو ( اې پېغمبره- صلی الله عليه وسلم - )
ته ( او ستا ملگري چي له کفر، شرک او سرغړوني څخه د ايمان او غاړي اېښودلو لوري ته اوښتي دي ) پر سمه لار هغسي برابر ( ثابت قدم ) اوسئ څرنگه چي در ته امر شوی دی !!
 ( د استقامت په اړه تفصيلي ليکنه موږ پخوا ليکلې او نشر کړې ده، ځکه ئې دلته زيات تفصيل نه کوم )

دوهم حکم : وَلَا تَطْغَوْا!! دی .
الله تعالی فرمايي :
وَلَا تَطْغَوْا إِنَّهُ بِمَا تَعْمَلُونَ بَصِيرٌ ( سورة هود : ۱۱۲)
ژباړه : او ( د بندگۍ ) له حد څخه تجاوز مه کوئ !!
طُغيان تر حد او اندازې تېرېدلو ته ويل کېږي .
يعني له هغه پولو څخه مه اوړئ چي الله پاک در ته مقرري کړې دي، که په عبادت  کي وي او که په گناهونو کي وي .
په عبادت کي تر حد تېرېدل دا دي چي په عبادت کي له ځانه زياتوالی وکړل شي، دې ته بدعت ويل کېږي او بدعت گناه ده .
او په گُناهونو کي دا دی چي الله پاک کوم شی ناروا کړی وي، د هغه له کولو ځان نه ساتل طُغيان، سرکشي او تر ټاکلي حد تجاوز او تېری دی .
نو که دا اصلی پلی شي، چي د الله تعالی له لوري تر ټاکلو حدودو تجاوز و نه شي، نو دا هم له عذاب څخه د خونديتوب ستر او مؤثر لامل دی .

دريم حکم : وَلَا تَرْكَنُوا! دی .
ظالمانو ته مائلېدل او کږېدل هم د الله پاک د عذاب لامل دی او له مائلېدلو يې ځان ساتل د عذاب د مخنيوي سبب دی .
الله – جل جلاله – فرمائلي دي :  وَلَا تَرْكَنُوا إِلَى الَّذِينَ ظَلَمُوا فَتَمَسَّكُمُ النَّارُ وَمَا لَكُمْ مِنْ دُونِ اللَّهِ مِنْ أَوْلِيَاءَ ثُمَّ لَا تُنْصَرُونَ ( سورة هود : ۱۱۳) .
ژباړه : او تاسو د ظالمانو خوا ته مه کږېږئ، (که ور کاږه  شوئ !) نو اور به در ورسېږي او ( په دې وخت کي به ) ستاسو لپاره له الله پرته څوک دوست نه وي ( چي له عذاب  څخه مو وژغوري ) بيا به ستاسو سره ( هيڅ ) مرسته نه کېږي !!
مولانا اشرف علي تهانوي – رحمه الله - د دې آيت په تفسير کي ليکي : يعني د دغو ظالمانو سره يا څوک چي د دوی په څېر وي، د دوی سره دوستي او په حالاتو او کارو کي شرکت مه کوئ ( تفسير بيان القرآن ص : ۴۸۸ )

څلورم حکم : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ! دی .
الله تعالی فرمائلي دي : وَأَقِمِ الصَّلَاةَ طَرَفَيِ النَّهَارِ وَزُلَفًا مِنَ اللَّيْلِ إِنَّ الْحَسَنَاتِ يُذْهِبْنَ السَّيِّئَاتِ ذَلِكَ ذِكْرَى لِلذَّاكِرِينَ ( سورة هود : ۱۱۴)
ژباړه :  او لمونځ د ورځي په دواړو خواوو کي او څه د شپې په ساعتونو کي قائم کړه .

په حقيقت کي نېکي، بدۍ له منځه وړي.دا د هغو خلگو لپاره يوه يادونه ده چي د خدای په  ياد لرونکي دي !!
لمونځ يو مُهم عبادت دی، چي  د عذاب په مخنيوي کي ډېر اغېزناک رول او اثر لري، تر ايمان وروسته تر ټولو مُهم عبادت او الله تعالی ته د نږدې کېدو غوره ذريعه ده . 

پنځم حکم : وَاصْبِرْ ! دی .

الله تعالی فرمايي : وَاصْبِرْ فَإِنَّ اللَّهَ لَا يُضِيعُ أَجْرَ الْمُحْسِنِينَ (سورة هود : ۱۱۵)
ژباړه : او صبر وکړه ! په يقيني توگه الله د نېکي کوونکو اجر نه ضائع کوي !!

صبر هم داسي صفت دی چي له امله يې د الله پاک له عذاب څخه خونديتوب انسان ته په برخه کېږي .

صبر داسي جامع صفت دی چي ټول دين ته شاملېږي :
۱ : د عبادت په تر سره کولو صبر .
۲ : له گناه څخه صبر .
۳ : په مصيبتونو او تکليفونو صبر کول .
نو صبر هم داسي صفت دی چي له امله ئې د الله پاک له عذاب څځه نجات پيدا کېږي .
    ( نور بيا ...)

و صلی الله علی نبينا محمد و علی آله و اصحابه اجمعين

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery