مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-11-30   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د قیامت احتمال او د ځمکي برخلیک

پوهنمل حاجي محمد نوزادي

پوهنمل حاجي محمد نوزادي
د قیامت احتمال او د ځمکي برخلیک
     پانګواله ټولنه چي هر ارزښت یې د پانګي په ترازو کي تلل کیږي ، دشخصي ګټو پخاطر یې چي هر څه د لاسه پوره وي ، کوي یې . د بیلګي په توګه د غاښنونو د کریم د کیفیت د ریکلام ، تبلیِغ او د خلګو پام ورته اړولو دپاره په اعلانونو کي دا کریم د یوي بربنډي یا نیمه بربنډی ښځي پلاس ورکوي او د کیفیت تبلیغ یې کوي . ښکاره ده چي د ښځي بربنډوالی د کریم د کیفیت سره هیڅ تړاو نلري مګر د خلګو د پام ور اړولو پخاطر د ښځي انساني ارزښت د یوه عادي کریم تر کچي ټیټیږي . په سلګونو دا ډول بیلګي هره ورځ د تلویزونونو مخ رنګین کړي وي .
      ددي د پاره چي پانګوال خپل زیرمه سوي محصولات و پلوري ، کله ناکله ډنډورې خپرې کړي چي د فلاني میاشتي په فلاني نیټه قیامت دي او هر څه د منځه ځي . ځیني ساده ګان هم دغه مني او ددې دپاره چي دا څو پاتي ورځي د خپلو پیسو څخه استفاده وکړي ، هر شی حق او ناحق رانیسي . په ۲۰۱۲ کال داسي اوازي خپرې سوې او ما هغه وخت  تر دې سرلیک « د قیامت په هکله علمي یادووني اوغیرعلمي وړاندویني » لاندي یوه لیکنه نشر کړه چي ډیریو خلګو په مینه سره ولوستل (http://www.afghan-german.net/upload/Tahlilha_PDF/nawzadi_hm_de_qeyamat_po_hakla.pdf ) . څه موده مخکي بیا دغسی اوازه پورته او د « میترو اکسپریس » پنامه یوې ډنمارکي ورځپاڼي یې په تړاو په ۲۲ / ۱۱ / ۲۰۱۶ نیټه یوه لیکنه درلوده او هلته یې ویلي وه چي هر څلورم ځوان ډنمارکی دا ډار لري چي هغه دی د ځمکي کره ورانیږي او قیامت راځي .
      زموږ د اسلامي عقیدې سره سم یوه د حساب او کتاب ورځ حتمي راتلونکي ده ، خو داچي ژر به وي که وروسته ، په دې باندي یوازي قادر خدای خبر دی . خو په دغه ورځپاڼه کي د نوموړي لیکني لیکوال هغه احتمالي حالتونه څرګند کړي چي له مخي یې د ځمکي کره تخریب کیدلای او ټول ژوندي اجسام له منځه تللای سي . ددغو حالاتو په هکله پوهاوی زه د ټولو د پاره که ځوانان وي یا زاړه ، په زړه بولم او دادی پښتو بڼه یې وطنوالو ته وړاندي کوم . په نوموړي لیکنه کي درې حالتونه چي له مخي به یې قیامت راسی ، په لاندي ډول یاد سوی دی :
      اول ـ د ځمکي سره د استروئیدونو ټکر :
      د ځمکي د تخریبیدو او قیامت د راتلو تر ټولو ممکن او احتمالي لامل په فضا کي د استروئیدونو او میټورایټونو شتون ګڼل سوی دي ( استروئیدونه د یوناني لغات څخه اخیستل سوي چي د « ستوری بچی » مانا ورکوي . دا زموږ په لمریز سیسټم کي هغه اسماني توکي یا اجسام دي چي مدار یې د لمر او یا هم پدغه لمریز نظام کي د نورو سیارو پر شاوخوا را ګرځي . دا اجسام ستوري نه بلکه وړې سیارې دي . میټورایټ بیا هغه وړي پارچي دي چي د اسماني توکو یا وړو سیارو له ټکره منځته راځي ، له خپله مداره وځي او کله ناکله تر ځمکي پوري هم را رسیږي . ژباړ. ) . کیدلای سي دغه وړې سیارې د بیلابیلو لاملونو له مخي د خپل مدار نه ووځي او د ځمکي تر اټموسفیر را تیر او ددغي کُرې سره ټکر وکړي . که څه هم دا ټکر تر لویه بریده یوه خیالي فرضیه ده مګر ددغي پیښي څخه د قیامت د راتلو ډار په وګړو کي خورا زیات تبلیغ سوی او خلګ یې په ویره کی اچولي دي . د بیلګي په توګه د څیړنو له مخي په ډنمارک کي د ځوانانو له قشر نه هر څلورم نفر دغه ډار لري .
     ددې احتمال نه ډار داسی دي چي یو لوی استروئید یا میتورایټ به د ځمکي د کرې سره ټکر وکړی او انسانان به داسی له منځه یوسی لکه میلیونونه کلونه وړاندي چي همدغسي یوې پیښي د ځمکي د مخ تر ټولو ستر ژوي یاني دینازاور د یوه مخه مړه او له منځه یووړل . د یوې نظریې له مخي دا کار  داسی تر سره  سوی چي ددغه ستر میتورایټ د ټکر په پایله کي په دومره لویه کچه خاوري ، دوړي او ګرزونه د ځمکي نه پورته سوي او په اټموسفیر کي خپاره سوي چي د ډیر وخت د پاره یې ځمکي ته د لمر د وړانګو لاره بنده کړي ده . دغه د لمر نه شتون بیا ددې لامل ګرځیدلی چي د ځمکي پر مخ د دینازاور په ګډون ټول ژوندي ژوي د مرګ کندي ته سپارل سویدی .
      تر اوسه پوري زموږ په لمریز نظام کي تر ۲۵۰ زرو زیات استروئیدونه پیژندل سوی او له دې ډلی نه ۳۰۰ یې د ځمکي مدار ته دومره نژدي دي چي په یوه وړه ټیله سره د خپله مداره وتلای او د ځمکي سره ټکر کیدلای سي .
     دویم ـ ستر لمریز توپانونه یا ستري جرقي :
     په لمر کي د انفجارونو پر بنسټ په اصطلاح ستر توپان منځته راځي او په خورا زیاته کچه پلازما د  لمر له اټموسفیر نه فضا ته خپروي ( دا هغه ګازي مواد دی چي ټوله او یا زیاته برخه پارچي یې ایونایز سوی دي . پدې توګه پلازما د منفي چارج والا الیکترونو او مثبت چارج والا ایونو څخه جوړه ده . ژباړ. ). کله چي دغه مواد د ځمکي اټموسفیر ته ور ننوځي ، ویرانوونکي پایلي درلودلای سي ، د بیلګي په توګه سټلایټونه له کاره اچوي او پر ځمکه باندي برقي سیسټم ګډوډوي . ددې قدرت کیدلای سي لس زره واره تر هغه زیات وي چي په ۱۸۵۹ کال کي ولیدل سو . هلته هغه مهال په یوه لویه کچه برقي جریانونه تر ځمکي پوری راغلل او ستري دسوزولو پیښي یې منځته راوستلې . ډنمارکي څیړونکي پدې اند دي چي زموږ لمر ددغسي جرقو خارجولو توان لري او په هرو  زرو  کالو کي یو ځل د دا ډول پیښو امکان سته .
       دریم ـ د ځمکي له تل څخه د سترو اور غورځیدنو یا سوپر ولکانو خپریدل :
      د امریکا په متحده ایالتونو  د « ژړي ډبري ملي پارک » ( Yellowstone Nationalpark ) لاندي یو ستر  سوپر ولکان پروت دی چي د ډار او هیلو څخه ډکو د ډیرو رازونو یوه معما په کي پټه ده . د بې بې سي د څیړنو پر بنست ددې ځای په ۱۵ کیلومتري ژوره کي د مګما ( ویلي سوی مذابه مواد . ژباړ. ) یو زیرمتون شتون لری چي ۳۰ په ۹۰ کیلومتر ( ۲۷۰۰ کیلومتر مربع ) ساحه یې نیولي ده . که څه هم ددې ډول ولکانو خپریدلو د دقیق زیان کچه مالومه نده ، خو ویلای سو چي پایلي به یې جهان شموله اغیز ولري .  د یوې سناریو له مخي ددغسی ولکانو اور ښندنه به په پای کي د « کنګلو یو نوی دوران » منځته راولي، دا ځکه چي د ځمکي مخ په بشپړ ډول په ایرو باندي پوښل کیږي ( د ځمکي په تاریخ کي څو ځله داسي دورانونه راغلي چي یوه ستره ساحه کنګل نیولې او زرګونه کاله یې دوام کړیدی . ژباړ. ) . تر هغه ځایه چي مالومه ده ، همدا اوس د ځمکی په کره کي شپږ فعال سوپر ولکانونه شتون لري .
        له دې درو احتمالي حالاتو پرته څیړونکي د امریکا د نوی اولسمشر دونالد ترمپ د کړو وړو ځانکړتیاوي چي د واک د تر لاسه کولو سره سم به د بې شمیره اټمي وسلو کودونه هم تر لاسه کړي ، یو ستر احتمالی خطر بولي . همدارنګه د « زیکا ویروس » خپریدل هم لوي پرابلمونه منځته راوستلای سي ( Zica-virus  دا ویروس د یو ډول غوماشي د لاري خپریږي چي د مخنیوۍ د پاره یې لا تر اوسه واکسین او د درملني د پاره یې دارو نه دي موندل سوي . دا ویروس کولای سی د مور په ګیډه کي جنین یا نطفه تخریب کړي. ژباړ.) . برسیره پر دې د درملو په وړاندي د مقاومت درلودونکو باکتریاوو خپریدل او د اقلیم بدلون هم باید د خطرونو د سرچینو په توګه له یاده و نه غورځول سي .
     دا وه په یاده سوې لیکنه کي د ځمکي د کري د برخلیک او د انسانانو د ژوند په وړاندي هغه احتمالي خطرونه چي کیدلای سي منځته راسي ، ژوند تباه کړي او قیامت راولي .
      پدي هیله چي انسانان و کولاسی د خپلو نیکو اعمالو ، بشرپالني او پوهنیزو هلوځلو پر بنسټ د ځمکي ددغي خاوریني کري څخه ځان ته د زرهاوو کلونو د پاره ددې دنیا جنت جوړ کړي ، د پاک خدای دغه لورولې ځمکه د شیطاني تخریب نه و ژغوري ، د عزت او ورورګلوۍ د آرونو سره سم ارام او سوکاله ژوند وکړي .
ډنمارک . ۳۰ / ۱۱ / ۲۰۱۶

 

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery