مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-02   مخپرونکئ : 039 - دبېنوا اداره - کابل

د عبدالباري جهاني نهم شعري اثر « فردوس » چاپ سو.

خالد هادي

 

د پښتو ژبي د نومیالي څېړونکي، لیکوال او پیاوړي شاعر ښاغلي عبدالباري جهاني نهم شعري اثر فردوس چاپ او خپور سو.

فردوس په ۲۳۲ پاڼو کي، مناجات، نهه دېرش غزلي، یوولس نظمونه او آزاد شعرونه او لس کیسه ییز نظمونه او دغه راز د ښاغلي دوکتور لطیف بهاند مفصله سریزه رانغاړي.

په دغه ټولګه کي راغلي شعرونه د تېر څه باندي یوه کال په اوږدو کي لیکل سوي او د کره کتونکو په خبره د ښاغلي جهاني د شعري مضمون متفاوته بڼه وړاندي کوي.

اکسوس کتابپلورنځي چاپ کړی دغه اثر د هیواد په بېلابېلو برخو کي، ترلاسه کېدای سي.

د یادوني وړ ده چي د فردوس په خپرېدلو، د ښاغلي عبدالباري جهاني د چاپ اثارو شمېرشلو ته رسېږي.

 

د ښاغلي جهاني ټول چاپ او خپاره سوي اثار:

ورکه مېنه/شعر

پایکوب/شعر

د سباوون په تمه/شعر

شپېلۍ/شعر

کوه طور/شعر

راز و نیاز/شعر

کوثر/شعر

معراج/شعر

فردوس/همدغه ټولګه

پند او عبرت/منظوم داستانونه

د مشکو کاروان/څېړنیز او کره کتنیز اثر

د پښتو په سُر او تال کي د غربي سندرو شرنګ/له انګریزي څخه منظومه ترجمه

شرقي لمني غربي ګلونه/ د انګریزي اشعارو منظومه ژباړه

بګهت کبیر د پښتو په بڼ کي/ د هندي متصوف شاعر بګهت کبیر د اشعارو منظومي ژباړي

د خیام رباعیات/ د عمر خیام د رباعیاتو منظومي ژباړي

قوماندان/ناول

هرات، پښتانه او ستره لوبه/تاریخي اثر

د فوکلوري نکلونو لنډ تحلیل/څېړنیز اثر

ادبي پلټني/ څېړنیز اثر

تاریخي څېړني/ تاریخي څېړنیز اثر

د پښتو شعر هینداره/ناچاپ

Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery