مرسته     |     دپاڼي نقشه     |     ننوتل
دخپریدو نیټه : 2016-12-10   مخپرونکئ : 090 - دبېنواخبریال -کابل

د کندهار ملي تلويزيون د مرداريو ملاتړ د کندهار والي همايون عزيزي کوي

کندهار چي د برم عزت ، نوم و نښان او تاريخي حماصو ډک ولايت دی او ټول هيواد د درنښت او بشپړ عزت په سترګه ورته ګوري خو اوس يې ژبه په داسي مرداريو ککړه ده چي دلته يی په ويلو او ليکلو سخت شرميږم او يادول يی د ځان دپاره بې حيايي بولم د دې وياړلي کندهار دا ژبه کندهار ملي راډيو ټلويزيون دی . دا تلويزيون چي يو وخت د يوې معتبري رسنی په نوم معرفي کيدي خو اوس يې دننه په اداره کي د فحشآ او بې عزتی او بې حيايه داسي کړني دوام لري چي نه يوازي يې د دي اداري نوم وو نښان ته زيان رسولی دی بلکه د کندهار پر نوم هم تور داغ دی. زه خپله د دې ادارې کارمن يم او د خپلي اداري د مشر نورالله نوري چي د تيرو پنځو کلنو راهيسي پر دي دنده دی په بد اخلاقيو سخت ځوريږم او د ملګرو په مخ کي سترګي نه لري . په اداره کي دننه د شرابو پروګرامونه د راډيو ټلويزيون د ښځينه کارکوونکو سره د نورالله نوري او د هغه د خوريې نذير سمسور له لوري نامشروع اړيکي . د کارکوونکو سره ديکتاتوري کړني . د اعلانونو د پيسو او عوايدو ښکاره غلا او د ازادای راډيو او بي بي سي راډيو د جنراتورونو نه د تيلو غلا او نژدي هره ورځ خپلو کارمندانو ته ستونزي پيښول هغه ټکي دي چي نور يی په دې اداره کي ټول کارکوونکي تر پزې کړي او دا چي بل ځای دندي په مشکل پيداکيږي د وچ کلک مجبورېت له مخي دلته دندي تر سره کوو . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي هم د نورالله نوري او په اداره کي د هغه د چاپلوسانو کلک ملاتړی دی ځکه چه د دی ادارې د کارکوونکو د بيا بيا شکايتونو ستونزو او چيغو په اورېدو سره يی بيا هم دی پر دنده پرېښی دی او د هيڅ يوه شکايت د پلټني او څيړني جرات نه لري . د نورالله نوري د ټولو کړنو وروستي مثالونو په وړاندي کولو سره غواړم چي يو څه مستند مثالونه درته وړاندي کړم . ۱ د تيري جمعی په شپه ماخوستن نورالله نوري د ادارې ښځينه کارمندي حميدي او د نوري يو څو انډيوالانو تر سهار د شرابو او فحشآ مجلس وکړ . والي صاحب پلټنه وکړي . ۲ د تيرو دريو کلنو راهيسي په تکرار د نوري خوريې نذير د تلويزيون په ارشيف کي د تلويزيون د ښځينه کارکوونکي رويا اعظمي سره بې حيايي وکړه . والي صاحب بلټنه وکړی . داسي نور په لسګونو کړني سوي دي خو د دي پر ځای چي د کندهار او د دي اداري د حيثيت پښتنه وسي ملاتړ يې کيږي او دا کسان نور هم جرات پيدا کوي او پيدا کړی يی دی . د کندهار والي ډاکټر همايون عزيزي مرستيال عبدالعلي شمسي د کندهار قومي مخور شاولي خان کرزي ، د اطلاعاتو او کلتور رييس حضرت ولي هوتک او نورو مشرانو ته مو په وارو وارو شکايتونه کړي او اسناد مو ورکړي دي خو نه يوازي چي مخنيوي يی نه دی سوی بلکي د نورالله نوري ملاتړ ته يی دوام ورکړی دی . که تاسو په رشتيا هم د تاريخي کندهار خواخوږي ياست او هدف مو پاک او سپيڅلي وي نو مهرباني وکړی د کارنامو او عزت په ښار کندهار کي د داسي کړنو مخه ونيسی . خو که يې ونه نيسی نو د کندهار تاريخ به دا هم وليکي چي يو وخت پر درانه کندهار داسي سپک مشران حاکمان وه او دلته يې د اصلاحاتو . حکومتولی انصاف او عزت پر ځای د پاحشينو او شرابيانو ملاتړ کوی
Answer Machine : + 1 (518) 5577770   --   USA Tel : +1 20 38 202020   --   AFG Tel : + 93 (786) 909000  --   Director Email : khalid_hadi@hotmail.com   --   Editor Email : rahila.jawad@gmail.com
Benawa.com    Copyright ©   2004-2018   All Rights Reserved     Powered by:Benawa Network     Design by: Khalid Hadi Hiadery